په کندهارکي دډوډۍ نظام
ډوډۍ نظام عسكري وجبي، يا كڅوړی وي چې دامريكا حكومت له دويم جهاني جنګ
وروسته دخپلو عسكرو لپاره جوړي كړي وي، اكثره به يې ايكسپاير هم وي يعني تر خپل
ټاكلي وخت به اوښتي وي، غوښي او تركاري به په كښي پخ شوي وه، معلومه نه وه چې ذبحه
شوي به وي كه نه په خپکۍ به وژل شوي و ، او كله كله خو به دخنزير غوښي هم پكښي
راتلي چې ډېرو وروڼو به په ناخبرتيا سره خوړلي هم وي، ځكه چې ټول وروڼه خو په نوشته
نه پوهيدل خاصتاً په انګريزي ژبه، داهغه خوراكونه دي چي له زښت ډېر وخت وراسته، بوي
ناك، خوراكونه دي زموږ درسم، رواج او عنعنوي، دود څخه ډېر لري دي او يواځې يې عسكر
په جنګي حالاتو كې چې دنورو غذايې موادو رسدنه كيږي دمجبوريت له كبله خوري، خو
دداسي شی خوړل دصحي لحاظه دانسان وجود ته ضرر رسوي خو مجبوريت و، بيا دجون په مياشت
كې دغه عسكري وجبی په نورو وجبو تبديل شوي چې پرې ليکلي به وه حلال او كوشر، (Kosher)كوشر
ديهودانو ذبحه ده چې اكثره مسلمانان يې خوري.، او حلال خو عيني دمسلمانانو ذبحه ده.
كيفيت يې ښه و، او تاريخ يې هم برابر و، نورې څه ميوي او شېريني هم ورسره مل وي،
ددي با وجود يوه افغاني ډوډۍ هم ورسره زياته شوه چې وروسته به يې كافي مړولو.
دډوډۍ دويشلو طريقه داوه چې كله به دډوډۍ وخت راورسيد دوجبو كارټنو نه به يې دهري
خيمي مخي ته ايښودل، وروسته به يې نفر صف درول او ددروازي ترسوريو به يې يو بوتل
اوبه او يو خوراك وركاوه، كله خو به ځيني وروڼو دوه خوراكه هم په چل لاسو ته راوړل
، عادل تونيسي او ثمير الجزائري به داكار ډير كاوه، په نيم ساعت كې به موډوډي خوړله،
كاغذونه او خلطي به مو بيرته مسترد كولي، كه به كله يو ورور په نيم ساعت يعني ۳۰
دقيقو كي ډوډۍ نه وخوړل بيا به سزا وركوله. .
دوه سطلونه يې په شلو نفرو راكول چې دحاجت په وخت كې به ورتلو، پرده يې يونري څادر
و، چي دعسكر طرف ته يې پرده نه درلودله او يو تشناب كاغذ به يې دورځي په شلو نفرو
راكاوه، سطلونه به دورځي دري ځله دبنديانو په لاسو هلته په بيلرانو كې تشيدل كوم چي
ددغه ابرازو لپاره استخدام شوي و، په بنديانوكې ډېر وروڼه وه چی مريضان او زخميان
به و چی ډاكټر اودواته يي هرګړی ضرورت درلود ، د دوا لپاره په ورځ كې دری ځله نرسان
راتلل چي اكثره يې ښځي وي، دعاجل ضرورت بيا وقت معلوم نه و، او ټالينول ګولۍ به يې
ډېر له ځان سره درلودي، اساسي دمعايني لپاره څه نه وه، خو يواځې دضرورت دتودوخی
معلومولو ترماميتر او دغوږ ګوشۍ لرونكي سټيټيسکوپ كارول كيده، خو هغه په اصطلاح
ډاكټران او نرساني ددوا په كيفيت او تشخيص ډېر كم پوهيدل، د هر مرض لپاره به يې
مريضان په دي مجبور ول، چي ډېري اوبه وڅښي خاصتاً دقبض، تبي او زكام لپاره، ځكه دا
داسی دواوه چی ګټه يي درلودله تاوان يي نه درلود. هغه جوړ شوي محبس يا توقيف ځاي په
هغه ځاي كي واقع و، چې هلته دلويو بار وړونكو الوتكو قرارځاي و، قرارځاي ته نژدي
اطراف خامه او مټنه مځكه وه، ډېری سختي دوړی به يې كولي او ډېر بد ژغ به يي كاوه،
خاصتاً دباد په وخت كې، طبيعي ده چې کندهار دوړي او باد لري، خو ددغه الوتكو تيزي
هوا به څو چنده كاوه، ډېر ځله خو به زما دپريوتلو كالي بيخي تر ګرزولاندي شوه چي
دخاورو رنګ به يې وركړي و، او كله به يې هغه خواړه چي دوی راكول له خاورو را ته ډك
كړل او كله كله خو به دومره غټي او درني الوتكي راتلي، چې په ږغ به يې دچا خبره
دغوږو پردي پرې كېدلي او له باد سره به يې خيمي چپه كيدلې، دشپي به يې له خوبه
پاڅولو او بيا به مو ټوله شپه او ورځ پر سر درد وو، دشپي او ورځي به عسكر څلور طرفه
كرځيدل ، كله به يې دومره په لوړ اواز خبري كولي چې خوب مونشو ځيني كولاي، خو بيا
هم ځيني عسكر لږ په انساني خواخوږي پوهيدل ، ډېر ځله خو به عسكرو دخبرو پرځاي ښكنځل
كول ، بي له كوم دليله او ضرورته او سر بيره پر نورو ښكنځلو به يې ده( پك يو) كلمه
ډېره استعمالوله (Fuck you )، چی اخلاقاٌ ډېره بی احترامه كلمه ده او ټول بنديان
ددغه كلمي په معنی ښه پوهيدل، ځكه چې دوي به ډېره استعمالوله، او كله ناكله خو به
بي رحمو او متعصبو عسكرو دسرپنا ترپالونه په وړو شګو او ډبرو ويشتل، تر څو بنديان
له خوبه خوند وانخلي، حاضري په شپه او ورځ كي دري ځله وه، چې بيا دوه ځله ته راغله،
دمحبس په ټولو خيمو كې به يې خلك صف درول او بيا به يې دنمبر په اخستلو سره حاضري
اخستله، مثلاً ۱- ۲- ۳ چې زما نمبر � 306 و، دغه نمبرونه به دنومونو پر ځاي
استعماليدل چي زما تر خوشي كيدلو پوري مي هم دغه نوم و، دنمبر تر ذكر كيدلو می دوي
عجيبي اوپه زړه پوري واقعي راپه ياد شوي چې ذكر كول يې اړين بولم.
دوې هېښوونکي کيسې
دا دوي عجيبي قيصي مي تراوسه پر زړه دي، هغه داچي په هرو څو ورځو كي به دحاضرۍ
اخيستلو مسؤول بدليده او دورځي او شپي به هم سره جلا وو، يو حاضري اخستونكى عسكر
راغى، موږ يې ټول صف كړو او دترجمان په واسطه يې راته وويل چې كله چي زه دمحبس په
دروازه كي ښكاره شم نو تاسو به ټول سمدستي ولاړيږئ او دخيمي مخ ته به دريږئ او
سلامي به كوئ چي زه دهر صف مخ ته را ورسيږم تاسو به خاموش دريږئ او كښته به ځمكي ته
ګورئ، لوړ به نه ګورئ او كله چې زه دهر بندي نمبر وايم هغه به لبيك راته وايې يعني
(welcome)او ماته به نمبر راښيئ راته ګورئ به او بيا به شاته ځي او دريږي به، تر څو
زه ورته امر كوم بيا به كښيني، او كه مو داسي ونكړل، يعني زما دغه خبري مو پر ځاي
نكړې، نو بيا زه په قهر كيږم او كله چې زه په قهر شوم بيا نو ستاسو لپاره بل رحم
والا نشته او ستاسو انجام به خراب وي .دحيرت خبره دا نه وه چې دا ټيټ رتبه عسكر موږ
ته داسي هدايت كوي او دومره د ذلت اراده لري، حيرت په دي كې و، چې يو داسي ذليل دڅو
ډالرو عسكر چې په امريكا كې يې دژوند د تيرولو لپاره له عسكرئ پرته بله دنده نشواي
پيدا كولاي، دومره دمسلمانانو د توهين ارزو او اراده لرله، او د بنديانو په اړه يې
دقانون د نه لرلو په خاطر هر عسكر غوښتل چې وغواړي هغه وكړي او خپل غرور پر ځاي كې،
خو هغو ايماندارو مسلمانانو كله هم د هغه دغه وهمي اټكل پر ځاي نكړ .
دويم هغه نفر و، چې دډېر وخت لپاره يې دغرمي لخوا حاضري اخستله، ډېره سخته ګرمي وه
دباد ګرم موسم وو، دغه بي رحمه ظالم به چې كله دحاضرۍ اخستلو تكل كاوه نو به يې نيم
ساعت له مخه بنديان صف كول او ټول بنديان به په يوه ځلي صف كيدل، حال داچې دبنديانو
شمېر تر اتو سوو ډېر و، او هم تقريبا په شلو خيمو، يا زياتو كې جلا، جلا پراته وه،
دا ظالم چې رنګ يې كټ مټ د بيزو غوندي و، ډېر بدرنګه او رتبه يې ډېره ټيټه وه، مخ
كې له دي چې حاضري واخلي يو ځلي به يې ټول صفونه كتل، دومره په تكبر او غرور به
روان و، چې په خپل ټول ژوند كې مې داسي څوك نه و ليدلي او دومره كرار به ته چې د چا
خبره پر ځاي به ولاړ وو ، او كله خوبه دبل چا سره په ناحقه خبرو تر ډېره مصروف شو
او بيا به يې په ډېر تكبر حاضري شروع كوله، او كه به څوك ناست وو يا به د خيمي
سيوري ته ولاړ و، نو به يې دستي سزا وركوله، كه به څه هم مريض و، په داسي طريقه يې
مظلوم بنديان هره ورځ له يوه ساعت تر دوو ساعتو پوري و دغه تاوده لمر ته درول ،
الله(ج) خودي دده جهنم ځاي كړي، امين. ما ته ځكه دلچسپه او په زړه پوري وه چې د بشر
دحقوقو ذمه داران چې په دنيا كې له زمري څخه بيا تر ملخه پوري، هر حيوان ته قانون
لري او احترام يې كوي، خو زمونږ لپاره چې انسانان و ګناه موهم معلومه نه وه، قانون
وجود نه درلود او هر بي پلاره ذليل عسكر به چې دخپل ژوند لپاره يې عسكري اختيار كړي
وه په مونږ لوبي كولي، يوه ورځ دغه ظالم بدبخته عسكر زمونږ دخيمي چاپيره سيمي
خاردار چك كاوه او لكه دښكار سپي هر شي ته به يې په ځيرځير كتل ، ويي ليدل چې دښيښي
يوه وړه ټوټه په خيمه كې وه، چې تقريباً ديوه نوك په اندازه وه، ماته يې وويل چې
رايې كړه؟ ماهم وروغورځوله، بيايې په ځير ځير ورته كتل ماته يې وويل: دادي له كمه
ځايه راوړې ؟ ما ورته وويل موږ خو له ځان سره څه نه دي راوړي او نه موږ دلته خپله
راغلي يو او نه دباندي وتلي يو، دا ښيښی كيداي شي له ډېره وخته دلته پرتي وي، ځكه
دا شاړه بيديا ده او هر څه پكښي شته، هغه ويل: حتماً به يې راښيې او بيا به يې په
لويه چغه ويل : ډونټ ټاك اي ويل فك يو( don�t talk I will fuck you ) بيايې صليب
غوندي پر زنګنونو ودرولم، ترڅو ساعته پوري يې سزا راكوله، دا ظالم به چاپيره د
بنديانو په خيمو تاويده، چې كله به ماته راورسيد ښكنځل به يې كول اوبدالفاظ به يې
استعمالول، زموږ سره دومره توان هم نه و، چې ورته ووايو چې ولي ښكنځل كوي، كه مو
ورته ويلي واي نو بيا موږ ته سزا راكول كيده، ځكه مجرد عسكر ته جواب وركول جرم او
دعسكر بي احترامي وه، خو دوي چې څه كولاي هغه يې حق و، (دزړه سوخت به مي ارام نشي
هيڅكله � چې مي ياد شي دغلام بادشاهي ) زړور ځوانان دچا په لاس كې و ، دمسلمانانو د
بي اتفاقي او له اسلامي حدودو دوتلو او دمسلمانانو داعتماد،او د اميرانو دغلامي په
خاطر،چې تردين يې بي ديني او تر حلالو يې حرام او داسلام تر سپڅلي شريعت يې فحشا او
كفري قوانينوته ترجيح وركړه، او دځان دعزت لټون يې دخپلو مؤمنو مسلمانانو په بي
عزتۍ كې ولټاوه، اللهم ارحم علينا واصلح امراءنا.
په څلور كونجه لوي محبس كې يو اهن چادري دالوتكيو پخواني وركشاپ و، چي دننه پكښي
كوچني ځايونه انتخاب او جوړ شوي و ، هغه كسان چی سزا به يې وركوله هلته به يې وړل،
خو دامي هم وليدل چي ځيني خلك به په ځنځيرونو بارو او ټول بدن به يې په ځينځيرونو
تړلي و، او نور هم ورته بد حالت و، دغه محبس شپږ برجونه درلودل، چې دلرګيو له تختو
څخه يې جوړ كړي وو مسلح عسكر به 24 ساعته پكښي ليدل كيدل چې پهري به يي كولي او
نورو عسكرو به بيا په موټرو كې ګزمه كوله، په دغه لوي اوسپنيز اهن چادر كې له اتو
څخه تر لسو پوري واړه دسيمانو او اغزيو قفسونه جوړ شوي و ، موږ ته ډېر نژدي و ،
ټوله شپه به سپي پكښي غپول كيدل او عسكرو به په نوبت سره چيغي اوناري پكښي وهلي او
بنديانو ته به يي ښكنځل كول ، ددي لپاره چې بنديان ويده نه شي او خوب ونكړي، په دغه
ځاي كې به يي خلكو ته دبي خوبۍ سزا وركوله، چې له څلورو ورځو، بيا تر مياشت پوري
خلك پكښي پراته وو .