په 2002زکال دجنوري د مياشتي په21نيټه دجاپان دتوکيو
په ښارکي دمرسته کوونکو امريکايي،اروپايي هيوادو ،نړېوال
بانک،داسيادپرمختيا بانک ،دملگرو ملتو وجهي صنوق،جاپان ،سعودي عرب ،روسې
هند او ايران په داستازوپه گدون لويه غونډه جوړه سوه ، دنړۍ زياتو
هيوادو دهر اړخيزو مرستو وعدې وکړې ،په مليارډو ډالر افغانستان ته
راغلل . په 200زکال دمارچ په 31نيټه د پنځوسو هيوادو دبهرنيو چارو
دوزيرانو او استازو په گډون په برلين کي دافغانستان سره دمرستو کولوپه
خاطر بل کنفرانس داير سو ،پدغه کنفرانس کي کرزي د 28ميليارډ ډالرو
مرستو دتر لاسه کولو وړانديز وکړ ، وروسته پرېکړه وسوه پر پخوانيو وعده
سوو مرستو سربيره دي د افغانستان سره نور 8,2 ميليارډه ډالره مرسته وسې
. خو متاسفانه افغانانو ته کوم څه پکښي وه نه رسېدل ،غټه گټه يي چي هره
ورځ يې چارواکې يادوي دکندهار کابل سړک دۍ ، هغه هم پسله شپږمياشتوبيا
جوړونې ته ضرورت پيداکړ ،او يادا چي ځيني چارواکي وايي موږ هر کلي ته
نږدي ديرش زره ډالرو په ارزښت دبيا رغوني لپاره په مصرف رسلې ،ماته څه
موده مخ کي يو افغان چي تازه له وطنه راغلۍ و قيصه کول ،ويل يې کله چي
په راډيوکي دولتي چارواکي ولس ته دخدمت خبري شروع کړي پخوا به يې پرې
خندل مگر اوس راډيو گوله وې ،موږ نه پوهېږو چي ددغو پروژو ثمره ولي
سيلابونه يوسې ؟؟،او ولي په کال کې تر يو ميليارډ زيات دپلاستيکي شيانو
درانيولو لپاره پاکستان گټه تر لسه کړې ، داچي ايران ، چين ، ډوبۍ او
نور هيوادونه ته څومره پيسي دهمدي تجملي شيانو درانيولو لپاره لېږل سوي
که يې سړۍ حساب کړي پر بدن يې ورېښتان جگ جگ دريږې . موږ هر څه لرو خو
هيڅ نلرو او تر غوږوبه که خير و دهمدغو نا عقبت اندېشو مسؤلينو دکار په
برکت په بهرنيو پورونو کې ډوب سو!!!
څرنگه چي دافغان ولس دبرخليک خښته دبن په کنفرانس کي کږه ايښودل شوې ده
،درون اندو او خواخوږو په عوض ټوپکمار او جنگسالارو ته دولتي واک پلاس
ورکړه سو ،او پر قدرت باندي ددوي پاته کېدل دوام لرې نو هرومرو به تر
څوچي داکسان او همداتنظيمونه وي په هيواد کي به دهر اوښتون دماڼۍديوال
کوږ وې . هغه دلوي شاعر شعر دۍ چي وايي : سنگ اول چون نهد معمارکج تا
ثر ياميرود ديوار کج
دمطبوعاتو قانون تصويب د يوازنې نسبې مثبت اوښتون په توگه دهغو
نيمگړتياو پر اساس چي لرې يې په عمل کی پلی کول ستونزمن شول،
مثلادمطبوعاو آزادی يو وازی دا معنا نلرې چی په سلهاوو ورځپاڼی نشرات
وکړی ،مختلفي تلويزيونی او راډيویې دستگاه وې فعاليت ولری، مهمه دا ده
چی داخپرونی په هيواد کښی دآزادۍ، دموکراسۍ ،سولی او امنيت دټينگښت ،ځوان
نسل دعلم او تخنيک په برياوخبرول اوافغان ولس يوپر مختللي متمدن او
معقول ژوند ته هڅول وې . له بده مرغه اوس دغه دډله ايزي خبرونی وسيلې
دحقايقو دانعکاس توان نه لري ،هغه کسان چه هغوي عملآ دافغان ولس دگټو
پر خلاف کړني سرته رسوې ،رشوت خوري ،دخلکو پر ملکيتو تعرض کوې ،ملي
شتمني لوټوې ،دتارياکو او هيروئېنو تجارت کوې په هيڅ ډول ځانته دهغوي
دافشأ کولو جرات نسي ورکولاي . دوي دبنسټپالو جنگسالارو او تنظيم
واکو،دپلانونو دپلي کولو ناوړه پايلې نسې برملا کولاي ، تر اوسه په
هيوادکې څوک خپل نظر اوعقيده نسې څرگنده ولاي ،هر څه چي دچارواکو ،جنگسالارو
او تنظيم واکانو خوښ نه وې تر سره کونکۍ يې سمدلاسه په کفر او داسلامې
احکامو څخه په سر غړونه تورن کېږې . همدا اوس ددموکراسۍ څخه ددوي په
گټه دتعبير په اسا س هر لهظه ليکوال،خبر لوڅ ،هنرمند، فرهنگيان اود
خپلواک اند خاوندان تر جدي دتهديد او توهين لاندي شپي ورځي سباه کوي ،
دهغوي خبرو او وړانديزو ته څوک غوږ نه نيسې او نه يې هغوي له ډاره
اظهارولاي سې .
بلې په هيواد کي ولسمشر وټاکل سو ،دادۍ نن سباه دملي شورا دټاکنو پايلې
چي دپيسو او درغليو و تهديد په زور دهمدغو دموکراسۍ او ملې گټوخلاف
کسانوونډه به پکې زياته وي پداسي حل کې روښانه کيږې ،چي دافغانانوغوڅ
اکثريت له ولسمشر نه خفه اوملي شوراته دټاکنو بهير په مختلفو بڼو
دگټونکواوبايلونکولخوا دلاس وهنو او درغليوتر نيوکو لاندې دۍ . بيچاره
او دربدره ولس اوس پوهيږې چي دوي به دکوم ډول پارلمان درلودونکي وې .په
رښتيا سره هغه ارزوگاني چې ولس دبن دکنفرانس دپرېکړوله پلي کيدو څخه
لرلې يو په بل پسې په ناهيلو بدلي سوې .
دبن دکنفرانس دپريکړوله مخي دعبورې ادادرې چي دپارلمان تر لومړۍ غونډي
پورې يې معياد اوږد دۍ اساسي دندي په افغانستان کي بيله قيداوشرط نه
دوسلو ټولول ،دملي اردو،ملي پوليسو اوملي امنيت ادارو پر سمبالتيا سر
بېره پدغو اداروکي دتشکيل له مخي دپوهو اومسلکي افسرانو گمارل ،هغه چا
ته چي لاسونه يې دافغانستان دبې گناه خلکو په وينو سره او دعامي شت منۍ
په لوټولو او ملي خيانت متهم وي له حکومت څخه شړل ،دښځي او ماشوم
دحقوقو تظمين ،دکوکنارو دکرلو او هيروئينو دسوداگرۍ مخنيوۍ ، دبهرنيو
مالي او مادي مرستوڅخه په استفادې سره دهيواد په ښارو او کليو کې
دبيارغوني کار،دښونې او روزنې رواج ، دهلکانو او انجنو لپاره وښوونځۍ
اوعالي تحصيلاتو مؤسسو ته دتگ امکانات برابرول،روغتيايې خدمتونه ،ديوې
سالمې دولتې ادادرې جوړول ، کار دکار واهل ته سپارل ،په دولت کي دافغان
ولس له ستوني څخه دپخواني قوماندان ،پاټکوال ،تنظيم سالار او جنگسالار
لاسونه لنډول په گوته شوی وه،له بده مرغه دايوه دنده هم چي افغانستان
به يې له همدا اوسني حالت او بې امنيتيو څخه ژغورلۍ واي تر سره نه شوه
.
ددواړو لويو جرگو جوړېدل اواساسي قانون تصويب دافغان ولس دگټو پر خلاف
د مصلحتونو پر بنأ تر سره سول ،جنگسالار په نوي بڼه ،پاټکوال او محلي
قوماندان په دولتي جامه ،ددموکراسۍ او متمدني ټولنې دجوړېدو،دښځې او
ماشوم دروا حق ،دبيان او عقيدې دآزادۍ مخالفين دقضاوت کونکوپه توگه ،داړمارو
او چپاول گرو ددولتي کارپوهانو په نومونو پر دغه زورېدلي ولس دانږدې
پنځه کاله حکمرانې کوې،او څوک يې مخه هم نسې نيولاي . دکوکنارو کرل
ددولتي جگپوړو چارواکو دبربنډي او نيغي لاس لرنې اودهېروئينو دپټې
دسوداگرۍ نه دگټي ترلاسه کولو په خاطر ددي پر ځاي چي کم سي ورځ په ورځ
زياتيږي دنړۍ په سلو کې 87 تارياک زموږ په هيواد کې تو
لېډېږې،افغانستان اوس دتارياکو او هېروئينو دتوليد کونکو هيوادو له
جملې څخه لومړنۍ هيواد دی چي په دومره پيمانه انسان وژونکی توکۍ
توليدوې ،ددې گټه په ميليارډوډالره ده مگر دا پيسې هيروئنوسوداگرهيواد
ته نه راوړې دخپلو نازولو او يا له دي ډاره چي ممکن کومه ورځ ددغه
کړېدلي ولس دصبر کاسه ډکه سې او ديو ملي پاڅون په نتېجه کي يې له
هيواده ورک کړې په بهرنيو بانکو کښي ساتې . ځکه هم داښاغلي نه غواړي چي
افغان ولس دي په نس موړ سي او يادي دلته زراعت ،صنعت او مالداري پياوړې
سې . د افغانستان دخلکو بې وزلی ددوي په گټه ده ، دنړيوالو دمعلوماتو
پر اساس افغانستان دنړۍ د 187هيوادوله جملې څخه 173هيواد دۍ .دادۍ
دهېروئينو اوکوکنارودخرڅلاو او توليد له درکه افغانستان ته دزياتو پيسو
برکت .
د2001زکال دسپتمبر ديولسمي نه بيا تر ننه پوري زموږ دولس تاريخي دښمن
پاکستاني چارواکو له دغوناخوالو، نيمگړتياو اوددولتي چارواکو نه
دافغانانو دخوابدۍ څخه پوره گټه اخيستې تر اوسه په بری دالقاعدې
دتروريستي سازمان ،په پاکستان کې دنورو بنسټپالو سازمانو دمشرانولکه
مولانا فضل الرحمن پشان خلکو په مدرسو کي هغه کسان چي مغذونه يې مينځل
سوي او فناتيک ځيني جوړ سوې وې د افغاني بنسټپالواو طالبانو په وسيله
زموږ په وطن کي دبي امنيتۍيو او نا ارامۍ يو داور لمبي تازه ساتې . له
1972زکال نه راپه دې خوا دپاکستان آي آيس اې او پوځي استخباراتو په
افغانستان کې دومره ريښې ځغلولې چي نور سل کاله به لاهر حکومت چي په
افغانستان کې جوړېږې پاکستان به په هغه حکومت کې هرو مرو خپل کسان ولرې
. پدې بايد هر هغه څوک چي په رښتيا ځان افغان بولې پوره پوه وې چي
پاکستان دتاريخ په اوږدو کې له هغه ورځي چي له انگليسي مور نه دهند په
خاوره کي زيږيدلۍ دۍ د افغانستان او افغان په مقابل کښي يې دبيطرفۍ او
دوستۍ د سياست پر ځاي زموږ په خاوره کي دبې شرمانه سياسي او وسلوالو
لاس وهنو او دسيسودپلې کېدو څخه ندۍ ستړۍ شوۍ .په زياته خوښۍ سره يې
ددوستۍ تر نامه لاندې دافغانستان دبربادۍ او ويرانۍ ننداره کړېده ، پر
افغان وژنه ، ربړېدنه او ژړا يي خوند اخيستۍ!.
پاکستان تل ددوستۍ او اسلامي اخوت تر نامه لاندي خپل کرغيړن سياسي ،اقتصادي
او فرهنگي دښمنانه پلانونه دافغان ولس پر خلاف متاسفانه دافغان په
وسېله پلي کړي او دا لړۍ په زياته هوښيارۍ همدا اوس هم روانه ده .
يو فلسفي اصل دي که دولت او حکومت ونسې کولاي دخپل رعايت يعني عام ولس
غوښتنو ته مثبت ځواب ووايې ،ولس ناراز او خوابدۍ وې په هغه صورت کي هر
مخالف ځواک په ډيره اسانۍ سره کولاي سې ولس دخپل دولت پر خلاف راوپاروې
. پاکستان ددغه ټکې په پوهېدو سره دخپلو استخباراتې شبکوپه وسيله چي په
افغانستانکې يې کمۍ نسته اوس دخپلو لاس پوڅو په وسيله دامريکا او
امريکا پلوه دولت سره دجهاد په نامه افغانستان ته دترهگريواو وسله والو
بريدونو دسرته رسولو لپاره را استوې ، دلته علاوه پر دغه چي امنيتې
حالت يې له سخت گواښ سره مخامخ کړی دۍ بې گناه افغانان وژني . همسايه
هيوادونه دهغه جملې په ځانگړې توگه ايران هم دخپلو سياسې مذهبي او
ژبنيو اړيکو او هغو تنظيمو په وسيله چي په ايران کي دافغانستان لپاره
جوړ سوي وه دخپلو سياسې او اقتصادې موخو ته درسېدو لپاره دوامداره
مداخلي او لاس وهني تر سره کوې چي دعامو خلکو له نظره پټې نه دې پاته .
ايرانې اخندان غواړې د امريکا سره خپله دښمنې دلته زموږ په هيواد کي
دافغان معصوم انسان دژوند په قيمت تر سره کړې هر څومره چې امريکاپه
افغانستان کي ښکيل پاته وي په هغه اندازه دايران په گټه ده تر څو
ايرانيانو ته وښې وگورۍ امريکا په افغانستان کې څه وکړه چي له ايران
سره به يې وکړې په يوه خبره دافغان ولس په بدبختۍ کې ددغو اخوندانو
داقتداردوره اوږدېږې .
کله چې دامريکا لخواطالبان اودالقاعدي سازمان وځپل سوپاته شونې يې له
افغانستان څخه پداسي حال کې چي ټولو ليدل پاکستان ته وکوچېدل او
ياپخپله په هيواد کې دڅه مودې لپاره غيرې فعال پاته سول ، هغه چې ولاړل
هلته يې پسله څه مودې ځانونه دوباره منظم کړه او دپاکستاني استخباراتو
لخوا ورته دپټېدوټاکلې ځايونه په گوته سول . ماته دوه کاله پخوا يو
افغان چي دپاکستا څخه راغلۍوويل (( د طالبانوله کښته نه تر پورته ،عرب
او نور ټول هغه چې په افغانستان کي دامريکا پر ضد جنگ ته راغلي وه ،کله
چې يې ماته وخوړه پاکستان ته راغلل ټول دپاکستان په ښاروکي چکري وهې ،کورونه
، دفترونه لري او تبليغات کوي . بايد وويل سې چې دطالبانو اوالقاعدي
جگپوړې همدا اوس هم ټول په پاکستان کې اوسې . د يولړزياتوبېلگوله مخې
دا باور پيداکيږي چي پاکستاني چارواکې له سره درواغ وايې او دوه مخۍ
سياست چلوې ،امريکا او نړيوالو ته وايې موږ ته پيسي او وسلي راکړۍ چي
تروريستان په وځپو مگر دوي هغه پيسې او وسلې بيا تروريستانو ته ورکوې
او افغانستان ته يې زموږ سره دډيورنډ دکرښې پر سر دتاريخي دښمنۍسرته
رسولو لپاره رالېږي .
دپژواک دخبرې اژانس سره جنرال بابر په يوه مرکه کښې دخپل رهبرضيأالحق
څخه په سر ټکولو سره چي گواکې تر دغه زيات يې بايد دافغانستان په
کورنيو چارو کې مداخله کړې واي له پټو رازونو پرده داسي اوچتوې وايې :
(( زموږ له ټولو مشرانو سر ښې اړېکې وې،،له استاد ربانې سره مو هم
د1973زکال څخه اړېکې درلودې،خو کله چي په 1992زکال مجاهدينو داستاد
ربانې په مشرۍ په کابل کې واک تر لاسه کړ ،نو له پاکستان سره يې اړېکې
ښې نه وې چې لامل يې دپاکستان دپخوا نې ولسمشر ضيأ الحق ناکامه پاليسې
او پلانونه وو،افغان مهاجرين يې په اوو تنظيمو ووېشل او په خپل سر يې
له عربو او نورو مسلمانو هيوادو څخه دمرستو په راټولولو پيل وکړ ،بله
داچې ضيأ الحق بايد دپروفيسر ربانې په مشرۍ کې له افغانستان څخه بهر
دافغانانو يو عبورې حکومت جوړ کړي واي،خو ضيأ الحق دا کار ونه کړ )).
بلې جنرال بابر بايد خفه وې ځکه لومړۍ خو همدغو دتنظيمو رهبرانو ضيأ
الحق ته دستر مجاهد خطاب کاوه او بابر يې هېر وو،دوهم دا چي بابر او
هغوي چي بابر يې استازيتوب کاوه غوښتل کله چي استاد ربانې دوې دکابل پر
تخت کښېناوه هغه دډيرو پخوانيو اړېکو له مخې چي پاکستانيان په خبر لانه
وه دروسانو پلوۍ حکومت جوړ کړ ، ضيأ الحق بايد يو ځل بيا لکه دمرحوم
نجيب الله په وخت کې ، له افغانستان څخه بهر دتنظيمو درهبرانو څخه يو
جلا وطنه حکومت جوړ کړۍ واي ،او هغوي يې په افغانستان کې واک ته رسولۍ
واي ،چي بابرخيلو بيا دضيأ تر مرگ وروسته دا کار وکړ .اساسې خبره داده
چي دپاکستان دداټولوهڅواو تلاښو محور دادۍ چې په افغانستان کې داسې ډله
او يا تنظيم په حکومت کې واک ته ورسوې تر څو دهغوي په مټ دډيورنډ دکرښې
په رسميت پېژندلو او برخليک ټاکلو مسلي ته دپاي ټکۍ کښېږدې .
يو امريکا يي پوځي چارواکۍ دآزادي اروپاله راډيو سره په مرکه کښي وايي
: . . . پاکستان او دهغه امنيتي سازمان ( آي آېس آې ) اوس مستقيم
دطالبانو پاته شوني ،دالقاعدي سازمان او گلبدين حکمتيار حمايه کوي .
زموږ دراپورونو له مخي داډلي په پاکستان کي پټي سوی دي ،اوپه افغانستان
کي دپاکستان په اشاره تخريبکارانه کړني کوې . ښاغلي کرزي د2002
دسپتامبر په مياشت کي پر پاکستان رسمي تور ولگاوه چي هغو گلبدين ته
پناه ورکړې او همداډول دالقاعدې سازمان دپاکستان له خاوري دطالبانو په
وسيله زموږ په جنوبي او جنوبي غربې سيمو کي دافغانستان او ائېتلاف
دقواو پر خلاف وسله والي غلچکۍ حملې کوي .
دامريکا دپوځونو نطاق په همدغه کال اعلان وکړچي طالبان او دالقاعدي
سازمان دبيا جوړوني په درشل کې دې او دحکمتيار سره يي يو ځاي دامريکا
او افغانستان دحکومت پر خلاف جهاد اعلان کړۍ .
څرنگه چې دافغانستان په کورنيو چارو کي دگانډيو هيوادو لاس وهنې
دطالبانو دله منځه وړلو په موده کې ډيرې زياتي سوې د2001زکال ددسامبر
په مياشت کي دهمسايه هيوادو سره دنړيوالو نورمونو په فام کې لرل ،
يودبل په کورنيو چاروکي دمداخلو او لاسوهنو دبندېدو په خاطر يو سند چي
دکابل داعلاميي په نامه ياد سو دافگانستان او گاونډيو هيوادوتر منځ
لاسليک سو . مگر دزمان واقيعتو يو ځل بيا وښودل تر څو په بهرنيو پوري
تړلي له واکه بې واکه نسي داسي او دافگانستان په اړوند دنه لاس وهنو
موافقه دسوپر پاور امريکا او ملگرو ملتو دامنيت شورا تر مستقيمي څارنې
لاندي نه وي دگانډيانو،ليريي پرتو هيوادواو پاکستان مداخلې او لاس وهنې
به دوام ولرې .
که له هغه نه وروسته چي په افغانستان کي دښاغلې کرزي په مشرۍ مؤقتي
ادارې په کار پيل وکړ او پاکستاني استخبارات وتوانېدل په خپله خاوره کي
د طالبانو ، القاعدي سازمان او گلبدين حکمتيار تر منځ اسلامي متحدي جبه
جوړکړي . پاکستاني استخبارات او بنسټپاله مذهبي ځيني رهبران په دې نامه
چي بهرنيانو افغانستان اشغال کړۍ او هلته اسلام ته توهين کېږي ، امريکا
داسلام دښمن هيواد دۍ،په افغانستان کې امريکا پلوه کسان حکومت کوې ،دخپلو
تر بيه سوو په وسيله په وسله والو حملو او بريدو پيل وکړ، تر اوسه په
افغانستان کي يوه ورځ هم نه ده تېره سوې چي څو تروريستې حملې دې نه وي
اجراسوې ،که دپنځوکالو ورځې وشميرو 1825ورځې کيږي که هره ورځ په اټکل
توگه څلورنفره مړه سوې وې نو شمير يې (( 5900 ((تنو ته رسېږي دا په دې
معني چي دپاکستان سره زموږ گاونډيتوب افغانستان ته بيله جگړې داعلان
څخه ددومره انسانانو دژوند په قيمت تمامېږي، دا چي نور به څومره
افغانان په خپل وطن کښې ددې لعنتي کرښي دسرنويشت دټاکلو قربانيان سې تر
اوسه څوک نه پوهېږې . وکرزي ته لاد مبارکۍ ويلو مراسم نه وه خلاص سوي
چې د 2002ز کال دجنوري دمياشتي په څلورمه ورځ گرديز ته نږدې پر افغانې
او بهرنيو ځواکونو حمله وسوه چې په هغه کې پر افغان سربيره يو نفر
امريکايې عسکر هم ووژل سو، دا لومړۍ امريکا يي عسکر و چي په افغانستان
کي يې ژوند دلاسه ورکړ .
دهمدغه کال دفبروري په 25ورځ محمد خاتمې دکرزي نه دموقتي ادادري دمشر
په توگه استقبال وکړ مگر تر دغه دولس ورځي مخکښي يعني دفبروري په 10 مه
ورځ افغاني سر تېرو په شينډنډ کي دايراني گارد جنرال داتو نفرو سرتيرو
سره يو ځاي ونيول او امريکا يي ځواکونو ته يې وسپارل ،دهمدي مياشتي په
22نيټه دکابل ښار په غرب کې پر برتانيايي عسکرو حمله وسوه ، دفبروري په
19 نيټه په خلم کي دتر هگريز بريدپه نتيجه کې څلور افغانان او يو
دمرستندويه ټولني کارمند ووژل سوه .
د2002زکال داپريل دمياشتي په پنځمه ورځ دکورنيو چارو وزارت او امنيت
اداري لخوا160نفره دگلبدين دطرفدارانولخواددولت پر ضد دکودتا په نامه
ونيول سوه .
پاکستان له يوې خوا دافغانستان سره ددوستۍ خبري کوي او ائيتلافي قواوته
دروغجني وعدي ورکوې چي گويا دوي دتروريزم او په اافغانستان کي
دنااراميو دعاميلينو پر ضد مبارزه کي هر اړخيزه تلاښ کوي ،کله چي لومړۍ
ځل 2002زکال داپريل په درېيمه پرويز مشرف افغانستان ته ديوي لنډي کتني
لپاره افغانستان ته راتلۍ ژورنالستانو ته وويل : پاکستان به هيڅ وخت
دافغانستان په چارو کي مداخله ونکړي .داپه داسي حال کي وايې چې
دطالبانو يو مشهور قوماندان ملا جانان يو ژورنالست ته په خبرو کي وويل
،اوس موږ تر بل هر وخت منظم يو او تر(( ((40زرو زيات کسان دتيارسۍ په
حالت کي لرو که ضرورت سي هغه لهظه جنگ ته وردانگو ،دا کسان اوس
افغانستان ته نږدې دپاکستان په غرونو کي اوسېږي ،موږ له هغوي نه کوچنۍ
ډلې افغانستان ته دعملياتو لپاره لېږو .
يو وازې په 2003زکال دجون په 29مه په ننگرهار،جولاي په دوهمه ، پنځمه
او اتمه ومهمندو په سيمه ،دجولاي په 13مه دمهمنداجنسۍ ته نږدې ،داگست
په 17مه چمن ته نږدې دافغانستان او پاکستان دسرحدې قواو تر منځ وسله
والې نښتې ځکه وسوې چي هر ځل پاکستانيانو تيرۍ کړۍ و. دسپتمبر 13نيټه
ښاغلې کرزې په خپله يوه وينا کې دپاکستان او په پاکستان کې د مذهبې
رهبران دطالبانو په حمايه او افغانستان ته
دهغوي په رالېږلو ترن کړه .
دافغانستان حکومت څو ځله ددطالبانو دمشرانو او قوماندانانودنومو ليست
پاکستاني چارو ته لېږلۍدۍ خو هغوي دتل پشان غوږونه کاڼه اچولي دي ،يوازي
که دامريکا او نړيوالو تر زيات سياسي فشار لاندي راسي بيانو هغه کسان
چي نور يي دوي نه شي ساتلاي قرباني کوې او دنیولو اعلان يي کوي لکه
لطيف الله حکيمي او نور ،دا په واقيعت کي هغه کسان دي چي نور دوي
بايدپاکستان قرباني کړې . وايي (( درواغجن دي درواغ وايې او هوښيار دي
قضاوت کوي)) ،دابه څوک ومني چي لطيف الله حاکيمي دورځې لس ځله دپاکستان
له خاوري په غټ گمان له خپله دفتره چي دآيس آي اي کارمندانو ته ښه
معلوم و په افغانستان کي به په هر بريداو تروريستې عمل خبرېده او دنړۍ
ټولو خبري اژانسو ته يي په زياته دلاورۍ دطالبانو لخوا ددغو حملو دپړي
پر غاړه اخيستلو خبر ورکاوه ،ولي پاکستاني استخباراتو تل ويل موږ ته
دهغه دپټېدو ځاي ندۍ معلوم او هگه په پاکستان کي نهاوسي،ددوي درواغ تل
ښکروروې هغه په پاکستان کې اوسېده ځکه يي هلته ونيوه .که هغه معلومات
چي دطالب جگپوړو چارواکو او القاعدي دسازمان مربوطو کسانو دنيولوپه
هکله خپاره سوې دې وڅېړو دا به څرگنده سي چي 85 په سلو کي دا کسان
دپاکستان په خاوره او يا له پاکستان څخه افغانستان ته دراتگ په وخت کي
نيول سوي دي ،د2005زکال دمۍ دمياشتې تر پنځمې نېټې پورې تر (( 700))
زيات کسان چي دالقاعدې دسازمان سره يي تړاو درلود امريکا ته سپارلې دې
،ولي بيا هم له پرويزمشرفه نيولې تر ټولو پاکستاني جنرالو نو پورې په
زياته سپين سترگۍ سره دنړيوالو په سترگو کي خاوري اچوي او څرگندوې چې
طلبان ،القاعده او نور ترهگر په پاکستان کي نشته او نه به دلته ځاي
ولرې . په افغانستان کي دامريکا سفير دبي بي سي سره په مرکه کښي واضح
څرگنده کړه چي بن لادن او ملا عمر په افغانستان کې نسته ،هغه دپاکستان
کې دې هغه ديوې تلويزيوني شبکې ((ژنو))سره دطالبانوديووتلې قوماندان
ملا اختر عثماني سره مرکې ته گوته ونيول او څرگنده يې کړه څنگه ومنل سې
چي يو خصوصې تلوېزيون کولاي سي ديو قوماندان ادرس ولري مگر دپاکستان
حکومت دهغوي داوسېدو له ځايو نه ځانونه بې خبره ښې . دروان کال ددجولاي
دمياشتي په شپږمه ورځ امريکاد CIAدسازمان درئېس ((پورترگوس)) ديو خبرې
اژانس دسوال په ځواب کي ويلې يې وه امريکا ډير ښه پوهېږي چي اسامه بن
لادن چيرې پټ دۍ ولې دبل هيواد دحريم دمسلي په اساس دهغه محاکمه
ستونزمنه ده . پرويز مشرف ABC دخبري شبکي سره په مرکه کښي وويل : ممکن
بن لاد تر اوسه ژوندۍ وې ،که بن لادن په پاکستان کي هم ويې دبل هيواد
مامورين دهغه دنيولو حق نه لرې ،هغه ايضافه کړه زه فکر کوم هغه
دافغانستان او پاکستان دسرحد په منځ سيمو کي اوسېږې . هغه ديوبل سوال
په ځواب کي چي که پاکستان بن لادن پيدا کړې امريکا ته به يې وسپاري ،وويل
هغه شرايط به گورو. خو هغه زياته کړه ارزو مي داده چي امريکا اسامه بن
لادن په افغانستان کي ونيسي . جا لبي خبري تاسو قضاوت وکړۍ دا جنرال
صاحب يو ځل په غرور وايي موږ به چاته اجازه ورنکړو چي زموږ په خاره کي
پردې عمليات وکړې ،اوکه بن لادن موږ ونيسو پخپله به يي محاکمه کړو ،مگر
کله چي دامريکا نوم مطرح سي بيا داجنرال دسرباز مقام ته راټيټ سي او
وايي هغه ساعت او مصلحت . خو ددې لپاره چي بن لادن او مذهبي بنسټپالي
له پرويز مشرف نه مخ وانه ړوې او دهغه سره مخالفت ونه کړي وروسته واېې
،داچي امريکا او لندن يانور پاکستان دترورستانو په ساتلو او حمايه کولو
تورن کوې دا غلطه خبره ده ،هغه وويل د ادتروريزم څخه حمايت نه ده
دپاکستان خلک دامريکا دسياست مخالف دي او اسامه بن لادن هغه کس بولي چي
دامريکا پر ضد مبارزه کوې . دا هغه رښتياوه چې پرويز مشرف دبنسټپالو
دخوشحاله کولو لپاره وويل او هم يې امريکاته دا وښودل چي زه داسي ستاسو
مخالف ولس اداره کوم کنه نو ټول ستاسو دسياست مخالفت کوې . ولي داچي
پاکستانيان دامريکا دکوم سياست مخالف دي دا ښاغلۍ هغه نه رسواکوي ،نو
ځکه افغانان وايې دامريکا او يابل هيواد ددوي په وينا دغلط سياست
قرباني ولې افغان ولس سې؟د پاکستان حکومت ولې تر هگروته اجازه ورکړې چي
زموږ په خاوره کي دامريکا سره دښمني تر سره کړې؟ بلې که رښتياهم بن
لادن لومړۍ درجه تروريست دۍ او امريکا پسي گرځي بيانو ولي پسله هغه چي
داستخباراتي معلوماتو دشرېکولو او گډو عملياتو پروتوکول يي له پاکستان
سره لاسليک کړۍ دی امريکا يي پوځيانو ته اجازه نسته چي بن لادن په
پاکستان کي ولټوي ؟داپه دي مفهوم ده چي پاکستان نه غواړې ټولي هغه
افراطي او تروريستي زالي چي دا ديرشکاله يي جوړي کړې نړېوالواو امريکا
ته رسوا او ددوي نوکران يو په بل پسي ونيول سي . دا هم جالبه ده چي
امريکايان په دبن لادن او نوروتروريستانو پسي دگرځېدو او نيولو په
ډنډورودنړېوالو غوږونه کاڼه کړه اودلته پرويز نشرف وايي هر څه زه په
خپله کوم او بل چاته حق نسته . دامعلومه ده چي دطالبانو او القاعدي
دسازمان په برکت به پاکستان نړيوال لوشې او ډالر به تري تر لاسه کوې ،
په افغانستان کي به خپل تاريخې کرغېړن هدف يعني دډيورندپرکرښې باندې
خپله خېټه اچوې ،او پدې بهانه چي دترهگرو مخه ونيول سی پر په اصطلاح
سرحدباندي داغزيو لرونکې ديوال دغزولو حق په جانبه وړانديز هغه هم
دملگروملتو دسازمان په شپېتمه غونډه کي دامريکا دبهرنيو چارود وزيرې ته
،جالبه لانجه له افغانانو سره ولي دحل وړانديز يي بهرنيانو ته ؟؟؟ .
همدلته پوښتنه کېږي .ښاغلۍ پر ويزمشرف دادومره پوځايان ،دپاکستان اتباع
،او په پاکستاني مدرسوکي روزل شوې کسان چي په افغانستان کي نيول سوې دي
له کومه شوه ؟ له اسمانه راکښته سول ؟دا په ميرام شاه کي دمنبع العلوم
او حقانيه مدرسې چي مولوي جلا الدين پورې اړه لري څوک او دڅه لپاره
روزې ؟ ايا ستاسو استخبارات ددغو مدرسو په موجوديت نه دې خبر؟هرومرو
خبر دی . هغوي چي ستاسود استخباراتو او هغو افراطيونو چي ستاسو دنيغ
ملاتړ نه برخمن دۍ ، غواړي ستاسو له دولتي امکاناتو څخه په استفادې سره
ځانونه داسلام ټيکداران وښيې او پر موږ دخپلې خوښې حکومت تپې دا څوک دی
؟ داچي کله دامريکا الوتکي دکرښي پر غاړه دتروريستانو په ځپلو پسي
عمليات شروع کړې او يا ستاسو پوځ چي دبهرنيو دفشار له مخي گويا
دالقاعدې او طالب چارواکو پر ضد عمليات شروع کړي د I.S.I لمبر پليټ
لرونکو موټروکي تاسو څوک بل دامن ځاي ته رسوۍ ؟ او ستاسو په دغو
موټروکي اياطالب او دالقاعدي کسان چکرې نه وهې؟ دغه وسلې له کلاشينکوف
نه نيولې تر راکټه دهشکې ،هوان،لاسي بمونه ماينونه ،موټر سايکلونه او
نور وسايل دوي له کومه کړه . زه پوځې نه يم ولي دومره پوهېږم تر څو چي
يو قوت ته وسله په دوامداره توگه ونه رسېږي هغه جنگ نسي کولاي ، داوسله
ودي له کومه پيدا کوې ؟ په 1382زکال ستاسو اجنټانو او استخباراتي
کارمندانو بريکوټ،ناري،اسمار ،وانگام،مروری، سرکاڼو،دخاص کنړ ولسوالۍ ،يعقوبيو،لعل
پورې په سيمو کي څه کول ؟او دخلکو سره مو په څه خاطر پټي او ښکاره
ليدنې کتني کولې ؟ او دڅه شي وعدې مودڅه په مقابل کي روکولې ؟ زه هغه
ننگرهارته څيرمه سيمو، يا کنړ او خوست کي ستاسو دوسله والو پوځې تيريو
پوښتنه نه کوم !!! چي دکوم حق له مخي تاسو زموږ پر پاکه خاوره تېرۍ کړۍ
و؟ او زموږ په هيواد کي مو زموږ دوسلوال پوځ سره جگړه کول هغه دڅه پر
سر جگړه وه ؟ او څوک ملامت و؟ داچي مولانا فضل الرحمان وايي : لکه
څرنگه امريکاپه عراق کي ونسول کولاي امنيت راولې همداسي په افغانستان
کي هم حالات ښه نه دې . دا او دحافظ حسين احمد ويناوي دبل هيواد په
کورنيو چارو کي مداخله نه بولۍ ؟ دا اوپه سلهاو نوري پوښتني دې چي ځواب
يي يوازي پرويز مشرف ، دهغه پوځ او استخباراتي لعنتي اداره ويلاي سي .
دهيڅ منطق له مخي ديو هيواد عادې خلک په بل هيواد کي نه اسلام گټي او
نه هم دچاپه دفاع کي درېږې .
پاکستان غواړ ي افغاني چارواکو او دهغوي بهرني مرستندويه هيوادو ته
څرگنده کړي چي دوي بيله پاکستان دمرستي څخه نشي کولاي په افغانستان کي
امنيت ټينگ کړي . کله چي سږکال په افغانستان کې دبن دتوافقاتو په اساس
انتقالې ادارې ته دورکړه سوو دندو له جملې نه دوروستۍ دندې په توگه
دملې شورااو ولايتې شوراگانو لپاره دټاکنو ځانگړې جرگه گۍ ته دولسمشر
کرزي لخوادفرمان په اساس دنده وسپارل سوه ،اودټاکنو کمېسيون په کار پيل
وکړ ، پاکستان هم سمدستې دطالبانو په وسيله دملې شورا او ولايتې
شوراگانو پر خلاف دتبليغاتي کمپاين په څنگ کي داورپکو په وسيله دهيواد
په يوه او بل ځاي کي تروريستي بريدونه او ترهگرۍ ته زور ورکړ .