دملې شورا دټاکنوپه درشل کې دپاکستانې لاس وهنو پراختيا
:
پدې ورستيو کي چي افغانان ملې شورااو ولايتې شوراگانو ته دوکيلانو
دټاکلو لپاره په اماده گۍ مصروف وه تر هر وخت زيات دطالبانو او القاعدې
دسازمان دسله والو حملو لمن پراخه سوه ،دافغانستان په مختلفو سيمو کې
دټولټاکنو دکميسيون غړي، ملې شورا اوولايتي شورا کانديدان دبريد له
گواښ سره مخامخ سول . له بدمرغه يوشمير کانديدانواو دکميسيون غړو
دهمدغوتروريستې بريدو په پايله کي ژوند دلاسه ورکړ . همدا شان په
کندهار ،خوست ،هلمند او نوروځايو کې يو شمير دولت پلوه عالمان
دووژلوپړه طالبانوپرغاړه واخيستل . دغه بې ثباته حالت دافغانستان او
پاکستاني چارواکو تر منځ مناسبات خړ پړ کړه، افغانستان دټولو نړېوالو
امکاناتو څخه په استفادې سره پر پاکستان فشار وارد کړ تر څو دافغانستان
په چاروکي دلاس وهنواو اورپکودرالېږلو نه منصرف شې . حامد کرزي لندن ته
تر تگ دمخه خبرنگارانوته په ډاگه وويل : په افغانستان کې امنيتې بې
ثباتې دگانډيانو دلاس وهنو پايله ده . دروان کال دسپتمبر په مياشت کي
يې يو ځل بيا اعلان وکړچي امريکا او نور هيوادونه دې دتروريزم پر ضد
مبارزې پر ميتود او شکل نوۍ نظر وکړې .هغه وړاندي علاوه کړه بايد عمده
او اساسي پاملرنه هغو سرچينو ته وسي کوم چي هلته ترهگر رزل کيږې او له
هغونه الهام اخلې . ټول څېړونکې پدې نظر دي چې دکرزي هدف په پاکستان کې
دهغوې روزنتونونه او دمذهبي افراطينو مدرسې وې . دااول وار وو چي کرزی
دافغان ولس دفشار په نتيجه کې مجبور سو امريکا او نورواړونده هيوادوته
ووايې چي دوي دتروريزم سره دجگړې لار غلطه کړې ده . دبن دتوافقاتو
راپدي خوا دلومړي ځل لپاره دافغانستان او پاکستان تر منځ په څو هفتو کي
يو دبل پرخلاف ويناوي وسوې د امريکا ولسمشر مجبور سو دوځله يې دتليفون
په مټ ددوي تر منځ دپخلايني په خاطر ددواړو مشرانو سره خبرې وکړې .
سره له دې چي پاکستان په خپله خاوره کي دطالبانو دمنظم پوځي ځواک ،
سياسي جوړښت او القاعدي سازمان ته دپراخ تر هگريزفعاليت دامکاناتوپه
واک کښې ورکولو څخه سترگي پټويې او دهغوي موجوديت په خله خاوره کې نه
مني ، په سلهاو داسي انکار نه منونکي شواهد سته چي دپاکستان دبر بنډي
لاس وهنې او بي شرمانه مداخلو څرگندويه دې ، دبيلگې په توگه دامنيتي
اداروله خوادافغانستان په مختلفو ښاروکښې دتروريستې بريدونو دسرته
رسولو په وخت کې او يا دا چي په وسلو سمبال افغانستان ته راځي ډير کسان
چي دبهرنيو هيوادو او پاکستان اتباع دې نيول سوې دې ،دا نيول سوې څوک
دې ؟
په پاکستان کي د1980زکال راپدې خوا دپاکستاني بنسټپالو او مذهبي
افراطيونو په وسېله دآې ايس آي ، CIA ،او سعودي عربستان په وسيله لومړۍ
دشوروي پر خلاف جگړه کې دفانتيکانو دروزلو لپاره يو په بل پسي مدرسې
جوړېدل شروع سول چي شمير د(( 2000))زکال تر اخير پورې ((6761 )) مدرسو
ته رسېده او د سپتمبر ديولسمي تر حادثي وروسرته يي شمير تر(( لسو زرو))
اوړې . ددغو مدرسو له جملې نه په د ريو زرو ( 3000 (مدرسو کښې
دافغانستان لپاره تنکي ځوانان روزل کيږې او افغانستان ته دترهگرۍ لپاره
رالېږل کېږي ،او ډير يې هغه دې چيپه افغانستان کې دشورويانو دموجوديت
په وخت کې دشورويانو او شوروې پلوه رژيم سره دۍگړې او ترهگريزو بريدونو
لپاره روزل سوې وه ،اوس داددوي په لاس تر بيه سوې ددوي لپاره ستونزې
جوړوې ،جالبه ده څو مياشتي دمخه دپاکستان صدراعظم شوکت عزيز دسل
ميليونه ډالرې مرستي سره کابل ته راغلۍ او په کابل کښې يې دلر اوبر
افغانانو سره دخورا ژورې خواخوږۍ خبري کولې ،مگر دا ښاغلۍ لاتر جنرال
مشرفه نه ورسېدلۍ چي دکورنو چارو وزير افتاب شير پاو او استخباراتو يې
دوې پښي په يوه موزه کې کړې او افغانان يي دکچه آبادۍ له مشهور پنډغالې
اونوروځايوڅخه چي هلته داديرش کاله اوسېدل وتلومجبورکړ ه،او اعلان يي
وکړ چي په افغانستان کې امريکا او اروپايې هيوادوپوځيانوامنيت راوستلۍ
خپل هيواد ته ولاړ سۍ . دغو تور مخو او افغان دښمنو دا تبيلغ ددې لپاره
نه کاوه او نه يې هم اوس کوي چي دوې غواړې افغانان په آرام زړه خپل
هيواد ته ستنېدو لپاره وهڅوې ،بلکه موخه يي داده چي د افغان په وسيله د
افغانې جگپوړې چارواکو خبرې رد کړې او ووايي کوم امنيت ؟ او چيرې امنيت
سته ؟يعنې دافغان په وسيله پر دولت فشار راوست چې دهغوي تبليغات دروغ
ښکاره کړې . پاکستان تل افغانې چارواکو او امريکايانو ته داښکاره کړې
ده چي نسي کولاي بيله پاکستان له همکارۍ اومرستې نه په افغانستان کې
امنيت تأمين کړې . زه هم په دې عقيده نه يم چې په افغانستان کې امنيت
سته ولې هغه دپاکستان دوسله والو لاس وهنو تر څنگ نورلاملونه هم لرې .
دمثال په توگه ددولتې ټولو ارگانو غير مسولانه برخورد،دجنگسالارو پر
واک پاته کيدل، په محلاتو کي دقوماندانانو له خواپر غريبو خلکو ظلم او
دهغوي زورول،ددولت لخوا دورکړه سوووعدونه پلې کول ،په دولتي اداروکې
رشوت،فساد،اختلاص اونور.........!
سوال دادۍکه په مدرسو کي ترهگر نه روزل کيږې بيانو ولي کله چي
دانگلستان صدراعظم پرويزمشرف ته غاښونه وچيچل که څه هم مشرف د ABC
دخبري اژانس سره په مرکه کښي يواکټ وکړ اوڅرگنده يي کړه چي هيڅ مدرک
نسته هغه ترهگر چي په لندن کي يي عمليات کړيې وه پاکستاني اوسې ، لندن
يې په دي تورن کړچي هغوي څه کړې دې ؟ خپل امنيت دي پخپله ونيسي . دا تر
ټولو جالبه وه . ددي لپاره چي پاکستان ځان بې گناه وښې دپاکستان
دکورنيو چارو وزير آفتاب احمد خان شيرپاوخبريالانو ته وويل چي موږ
لاډير پخوا په لندن کي دترهگرۍ دپېښېدو خبر ورکړۍ و. يعني دوي خبر وه
چي داسي کارکېږي ولي چي څوک يي تر سره کوي نه پوهېدل . دتونيبلير تر
غاښ چيچنې وروسته پرويز مشرف داستخباراتو او پوليسو دچارواکو سره غونډه
وکړه ، هغوي ديوې هفتي په جريان کي دالقاعدې دسازمان سره په تړاو کي
150نفره دمسجدو خطيبان ونيول .درنو لوستونکو دا ددې ښکارندوي ده چي
دپاکستان له مدرسو نيولې دجوماتو ټول ملايان يي هم دتروريستانو سره
تړاولري کنه نو انگلستان وايي دتروريستانو مخه ونيسۍ ، پاکستان سمدستي
ملايان بنديانوې ، اويادمدرسو دکنترول امر صادر کړي . پسله ډير بهرني
فشارنه دران کال دسپتمبر په 29 مه ورځ دپاکستان ولسمشر دديني دمدرسو
څخه دنږدې00 14بهرنيوطالبانو دايستلو امر ورکړ ،مگر واضح يي نه ويل
دکوم هيواد طالبان ؟ خوا دايې په جرات اعلان کړه چي دافغانستان اتباع
طالبان نه باسي ځکه هلته هيڅ نسته او امنيت ويجاړدې . که له پنډغالو
کډوال باسې چې په هغو کې ښځې ،ماشومان ،سپينږرې او سپين سرې شته ،او په
هيواد کي داوسېدو ځاي نه لرې په هغه صورت کې لکه مخ کې چي مې وويل
خيريت دۍ ،بايد له پاکستان څخه ووزې ، ولې افغان طالب دي ځکه نه ځې که
هغوي ولاړ سي ترهگرې به څوک زده کړې ؟ حقيقت دادۍ چي دبهرنيانو شمير په
دغو مدرسو کې تر دغه ډير زيات دۍ ،دپاکستان په لسزره شاوخوا مدرسو کي
د(( 26 (( هيوادونو ځوانان گويا په مذهبي ولې په واقعيت کې (دانسان
وژنې او دهشت اچوني ) لپاره په روزنه مصروف دې .
دپاکستان مشهور ليکوال احمد رشيد په خپله يوه مقاله کي چي سږ کال
دجولاي په مياشت کې دبي بي سي دانترنيت پاڼي لخوا خپره سوه دطالبانو
دفعاليتونو په رابطه واضح لېکې :(( . . . دک چينی دامريکادولسمشر
مرستيال او پورتر گوس دامريکا داستخباراتو دسازمان رئيس ويلې دي چي دوي
دبن لادن دپټ تيادځاي په هکله اطلاعات لري اوښه پوهېږي چي هغه په
افغانستان کي نه دۍ . داليکوال وړاندي ليکې پسله هغه چي په 2001 ز کال
طالبانو شکست وخوړ ټول پاکستان ته ستانه شول هغوي ته پاکستان کي ځاي
ورکړه سو او دهغوي څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي . مگرپرويز مشرف په دې
عقيده دۍ چي داکار دپاکستان دوسله والو قواو په گټه دۍ ،ځکه پدې پو
هېږي چي دپاکستان ائتلاف دامريکا سره دتروريزم دريښو تر ايستلو ممکن
دوام وکړې)) .
که زه دپاکستان ټولې مداخلي دلته وليکم کتابو نه به ځينې جوړسي لنډه
يادونه مي ځکه وکړه چي دټولو پاکستاني بي شرمانه لاس وهنو
اومداخلولومړۍ موخه د افغان ولس په اور کې کړول او دوهم په
افغانانودديورنډ دکرښې منل دې . ددوي سياست دافغانستان په اړوند ديو
نړيوال نورم سره هم برابر نه دۍ ، يوځل وايې موږ په افغانستان کي
مداخله نه کوو او نه به چاته اجازه ورکړو دبلي خوا په زياته بېشرمې په
همدا خوله وايي :افغانستان دي پر خپل سرحدکټاره جوړه کړې چي څوک
ورنسې،پاکستان نسي کولاي دهغومسوليت پر غاړه واخلي چي په غير قانوني
عملياتو کي برخه اخلې . ددوي دولتي چارواکې برعلا وايي موږ په
افغانستان کي دنااراميو مسوليت ځکه نلروچي کرزي ونسوه کولاي خلک راضي
وساتې ځکه يي طالبانو ته مخه کړېده . بلې متاسفانه کرزې ونه شول کولاي
افغان ولس ته څرنگه چې لازم وه خدمت وکړې ځکه افغانان اوس له هرڅه نه
نااميده دې ،مگر يو همسايه هيوادته چې ددوستۍ او همدردۍ خبرې کوې نه
بايد افغان ولس دکورنې ناورين او ناخوالو څخه دخپلو سياسي او اقتصادې
گټودترلاسه کولو په منظور ظالمانه استفاده وکړې . پرويز مشرف پدي
ورستيو کښي وايي ممکن پسله لس کالو په ډير زحمت په افغانستان کې سوله
راسې ،نه پوهېږم چي ولي پرويز مشرف په افغانستان کي دسولي راتگ امکانات
پس له لس کاله ويني ؟ ممکن پدغه لس کاله کي پاکستان دالقاعدي ،طالبانو
اوامريکايانو په اړوند نور نوي پلانونه ولر ي ؟ او لکه امريکا په سيمه
کي پاکستان هم په دغه موده کي خپل هغه پټ پلانونه چي تر اوسه چاته نه
دې معلوم پلې کړې او خپلې موخې ته ورسېږې ؟ يا غواړې تر هگر لس کاله
نور وروزې ؟افغانستان او نړۍ ته يي وليږې تر څو پاکستان وکولاي سې دنړۍ
دسوپر پاوراو نورو اروپايې هيوادوڅخه په ميليارډوډالر دتروريزم سره د
مبارزې په نامه تر لاسه کړې .
پاکستان غواړې تر څو دنړيوالو په مرسته وکولاي سي پر افغانستان دا ومني
چي سرحد بايد وتړل سې .زه دسرحد دتړلو مخالف نه يم ،سوال دادۍ چي
دافغانستان او پاکستان تر منځ دسرحدمسله لومړۍ بايد حل سي او بيا يې
دتړلوپر سر خبره وسې . پوښتنه پيدا کيږې کله چي طالبانو په افغانستان
کي حاکميت درلود،هلته دپاکستاني جنرالانو نه نيولې بيا تر عربو او عجمو
نابلل سووټولو ميلمنو زموږ په هيواد کي دطالب په نامه خپل شوم او
کرغېړل اهداف پر مخ بيول هلته ولې په دغو سيمو کي چي اوس جگړه روانه او
هره ورځ افغانان وژل کېږې ، ارامي وه ؟ ځواب به يي دا وې چې هلته
پاکستاني جنرالانو نه غوښتل چې دطالبانودحاکميت په سيمه کښې دې وضعه بې
ثباته او نا ارامه وې ،په همدې خاتر داسې امنيت ټينگ و چې چايې تصور هم
نه کاوه.
په يوه ټکي بايدامريکا ،اروپا ،عربي شيخان ،داسلام ټېکداران ، پاکستاني
بنسټپالي ،دپاکستان دآې آس اي ټول له يوه مخه بايدپدې ښه پوه وې چي لوي
خو پرېږده آن يو افغان ماشوم هم په دې پوهېږې چي ددغو ټولو نااراميو ،ورانيو
،انسان وژنو ،مسجدو ورانه ولو، عالمانو وژلو يوازنۍ عاميلين پاکستاني
چارواکي او دپردې شاته دهغوي ملاتړ کوونکی دې . هرهغه څوک چي وجدان
ولري په دې پوهېږې چي ددغو ټولو ټگيو برگيو او دوه مخي سياست ،او نړۍ
وال غولونې ټاکلې موخه داده چي پاکستان غواړې په خپل بغل کي يو غلام
افغانستان چي هلته يوگوډاگۍ حکومت چې هر څه دکرنيلانو په اشاره سرته
ورسوي غوښتونکۍ دۍ . پاکستان يو غښتلۍ پر ملې بنسټونو او دملي ملاتړ
خاوند حکومت اوپرمختللۍ افغانستان چي دهرې درغلۍ دمخنيوې جوگه وې هيڅ
وخت نسۍ منلاي .دخپلو خبرو دپخلي لپاره به يوازي يو مثال راوړم : دروان
کال داگست په نهمه ورځ دشپې بې بې سي راډيو اعلان وکړ چي افغان دولت
دمولانا فضل الرحمن خبرو په کله غبرگون ښودلی . مولانافضل الرحمن
دپاکستان په پارلمان کي داپوزيسيون مشر او دجميعت العلماي اسلام
رهبردافغانې بنسټپالومظبوط ملاتړۍ ؤ نه پوهېږم چي پر څه يې دحاکمو
چارواکو څخه خوا بده شوې وه دپاکستان له مداخلو نه پرده پورته کړه
اودپاکستان په حکومت يي تورولگاوه چي دپاکستان له خاورې نه افغانستان
ته داورپکوداستولو په تړاوهم امريکا ،هم لويديځ او هم پاکستان خپل ولس
تيرباسې . مولانا په څرگندونو کي وويل اورپکي له وزيرستان څخه دزده کړو
لپاره په ((منسهره)) کي پوځي کمپونوته ځې او پسله هغه افغانستان ته
استول کېږې . مولاناپه دغو کارونو کې دپاکستان دلاس لرونکو کسانو او دا
ډول افغانستان ته داستول کېدونکو کسانو دنومونو دډاگيز کولو ږغ هم وکړ
. دا څرگندوني پداس وخت کي وسوې چي له يوې خوا افغان چارواکي په دې
ورستيو کي دپاکستان څخه داورپکو پر راتگ نيوه کې کوي اوله بله پلوه
امريکا هم ظاهرا په دغه جگړه کې پاکستان او دپاکستان ولسمشر خپل ملاتړۍ
بولې . دمولانا داڅرگندونې دژورناليستانو دعلاقي وړ وگرځېدې دهغه جملې
دافغانستان ديوشخصي تلوېزيون ژورناليستانو وغوښتل دموضوع دسپيناوي
لپاره له دمولانا سره مرکه وکړې ،دوعدې سره سم هغوي پاکستان ته ولاړل
اد دمولانا دکور په دروازه کې تر زيات انتظار وروسته دکوره يوعسکر
راووت او هغوي ته وويل مولانا وخت نه لرې ستاسو سره مصاحبه وکړې مخته
موښه ،له دغه نه داسې څرگنديږي چي مولاناته دهغه تر څرگنده ولو وروسته
ددولت لخوا اخطار ورکړه سوې او هغه يي دژورناليستانو سره دليدو کتو نه
منع کړۍ دی ، تر څو دا ډاگيزه نشي چې پاکستان نه يوازي دافغانستان پر
خلاف بلکه دمنطقې او نړيوال تروريزم مرکز دۍ .
په هر حال پاکستان دامريکا ولسمشر او کرزي ته دهمکارۍ وعده ورکوې ،کله
کله چي افغانستان ته راشي او يا کرزی پاکستان ته سفرو کړی ددواړو
هيوادو تر منځ ځيني دگډې همکارۍ او مرستو پروتوکولونه هم لاسليک کېږې .
خو زموږ په هيواد کې لاسوهنه او لمسونه په هيڅ ډول پاي ته نه ده
رسېدلې،دروان کال دسرطان دمياشتي په پنځمه نيټه دپاکستان داطلاعاتو
اوکلتور وزيرشيخ رشيد احمد دسرحد ايالت دبنو په ښارکې يوې غونډي ته
وويلي وو: (( پښتانه په افغانستان کې اکثريت لرې خو بيا هم دوي سره ښه
چلند نه کېږي او نه ورته دشميراو اهليت سره سمه موقع ورکول کېږي .))
پژواک خبري اژانس 2005.06.28 ، اوس تاسو قضاوت وکړۍ دغه شان څرگندونې
که زموږ په هيواد کي دپښتنو پارونه او لاس وهنه نه ده نو څه ده ؟ کوم
وخت دافغانستان دولتې چارواکې ويلې دي چي په پاکستان کي پنجاپيان
ديوکوچنی اقليت په توگه بيله استحقاقه په ټول پاکستان حکمراني کوې . په
دا(( 58 ))کاله دپښتنواو بلوڅو په سيمه کي ولې په هغه پيمانه بدلون او
اوښتون رانه غلۍلکه په پنجاپې سيمو کښې؟ که رښتيا وويل سي تر اوسه
دهغوي ژبه دانگليسي له ښکيلا ک څخه نه ده خلاصه سوې ،ډير يي دمنځنيو
پيړيو په دود ژوند لرې ،پښتانه او بلوڅ تر اوسه دوهم سورت خلک دې ،دتاريخ
جبر مجبور کړې چي پاکستاني تذکره او پاسپورت واخلي خوامتياز يي بيانسې
تر لاسه کولاي .دغه بربند پښتون دښمنه زموږ په کورکې دپښتنو سره
دروغجنه خواخوږې ښکاره کوي . که تاسو درواغ نه واياست پخپلو کړنو يي
داسي ثابته کړۍ چي يو عادي افغان ووايي پاکستان زموږ دوست هيواد دۍ،
اوس خو بيله دېنه چي څوک او يادولت ورته ووايي هغه په وسلو سمبال سړې
چي ستاسو په خاوره کې روزل کيږې او دلته يي دافغانستان له ورانېۍ لپاره
رالېږۍ هر څوک دسر په سترگو وينې ،که ښاغلۍ کرزۍ هم چغې ووهي چي
پاکستان زموږ سره مرسته کوې ، څوک يي نه منې .افغانان به په هغه مرسته
چي دترهگروپه وسيله له بمانو سره راوړسوې وې څه وکړې ؟ په رښتيا سره
پاکستان ورته اوس ددوستۍ په نامه افغانانو ته يوازي مرگ ډالۍ کوي . دا
چي زموږ په هيواد کې څه ستونزي شته او له چاسره يې لرو ،دا زموږ کورنۍ
موضع ده کولاي سم په ډاگ ووايم په ټول ژوندکي به يواصيل افغان او يا
پښتون تاسو تاريخي دښمن ته درنشې او ستاسو نه به دکورنيو ستونزو دحل په
خاطر مرسته ونه غواړې ،دا تاسو ياست چي اوبه خړوۍ او ماهيان پکي نسۍ .
تاسوبه وواياست څه موده پخوا راغلې وه ولې هغه هم لومړې ستاسو روزل سوې
درغلل او بيامو دهغو په وسيله دموقع نه په استفادې سره افغان ولس څومره
چي موزړه غوښت په امريکا يي او روسي راکټو کي وريت کړ خپل کورمو ورته
دجگړې په نغرې بدل کړ پسله هغه دوې مجبور شول چې هلته درسې له بده مرغه
پاکستانې جنرالان او استخبارات يې تل توانېدلې دې په افغان افغان او
خپل کور له منځه يوسې .
زموږ دهيواد مشهور تاريخ پوه او څېړونکې کانديداي اکادميسين اعظم
سيستانی صاحب لاپه 2004زکال په يو علمي ليکنه کښي دافغانستان په اړوند
دپاکستان سياست داسې گڼې : ((پاکستان برای بی ثبات کردن اوضاع کشور ،
گروه های تند رو مذهبی مشتمل بر طالبان و القاعده و نيروهای حکمتيار و
مولوی خالص که بنابر اعلاميه حکمتيار ، نيروهای جميعت اسلامی ربانی و
اتحاد اسلامی سياف نيز با آنها همنوا اند، مورد حمايت خود قرار داده و
با تخطی از تمام موازين حقوق بين الدول و معاهدات حسن همجواری و احترام
به استقلال و تماميت ارضی کشور ما ، از آنسوی مرز بداخل افغانستان می
فرستد تا برموضع نيروهای ايتلاف بين المللی و دولتی حمله کنند و ثبات و
امنيت را درکشور برهم زنند و ياری و همنوايی پشتونهای اين سوی خط
ديورند را که به دليل به حاشيه رانده شدن شان از حاکميت چندان دل خوش
از دولت انتقالی حامد کرزی ندارند ، به ياری پشتونهای آنسوی خط ديورند
فرا بخواند و افغانستان را که بسيار آسيب پذير شده ، بسوی تجزيه و
نابودی تاريخی بکشاند .)) دا هغه رښتيادي چي له هغه څخه هيڅوک سترگې
نشي پټولاي .
پدې ورستيو کې دملگرو ملتوپه کلنۍ عمومي غونډکې دبرخې اخيستلو په پلمه
جنرال مشرف امريکا ته تللۍ و ،هغه دوخت نه په گټې ترلاسه کولو کوښښ وکړ
دافغانستان په مسله کې دښکيلو هيوادو له مشرانو سره له نږدي خبري وکړي
تر څو هغوي په دې باورې کړې چي پاکستان دترهگرۍ او دهشتگرۍ سره په
نړېواله مبارزه کې درغنده گامونو په اچتولو سره دامريکا او نورو هيوادو
کلک ملاتړ کوونکۍ او په افغانستان کې دامنيت دراوستلو ټينگ پلوی دۍ .
دهمدغه تاکتيک دپلې کولو په خاطر يې دامريکا دبهرنيو چارو دوزيرې ميرمن
کانډوليزارايس سره هم دروان 1384 ش کال دوږې په 21 ورځ په واشنگتن کې
ملاقات وکړ.
په دغه ليدنه کې د پاکستان ولسمشر دا ځل بېله دېنه چي په 1893زکال له
خپل دمورنی ټاټوبې څخه جلاسوو قومونو او افغانې چارواکو نه پوښتنه وکړې
،غواړې دنړېوالو په ملاتړ دډيورنډ دکرښي سرنويشت و ټاکې ، په خپله خوښه
په دې نامه چي افغانستان ته دتروريستانو اومشکوکوکسانو دورتگ مخه نيول
سوي وي پرهمدغه کرښه داغزن ديوال دجوړېدو وړانديز وکړ . پاکستاني جنرال
په دې هوښيارانه وړانديزسره غواړي امريکا او نړيوالوته ښکاره کړې چي
پاکستان حاضر دۍ په افغانستان کې دترهگريو دمخنيوی په خاطر دده په
ويناپرسرحد اغزې لرونکۍ او ځينو سيمو کي برېښنالرونکۍ سيمانو ديوار تير
کړی . دابه دموافقي په صورت کې پخپل ذات کښې دسرحد په رسميت پېژندل وې
، او له بلي خوا غواړي امريکا ته ښکاره کړي په هغه ملگرتيا کې چي
دتروريزم پر ضديې دامريکا سره کړېده څومره صادق دۍ . پاکستاني چارواکي
دا وړانديز په داسي شرايطو کي کوې چي په افغانستان کښي يې ددوسله والو
بريدونو ،ځان وژونکو حملو ،او تروريستي اعمالو په تر سره کولو سره حالت
دومره نا ارامه سوې چې ټولو دپاکستان نه غوښتنه کوې تر څو داورپکو
دراتگ مخه ونيسې او په افغانستان کي دملې شورا دټاکنو په وخت کې له
افغانې چارواکو سره دامنيت په ساتلو کې مرسته وکړې . دطالبانو او
القاعدي دسازمان جرړي دديورنډ دکرښي پر هاخوا پرتو سيمو کي وباسي .دافغانانو
اونړېوالوداوړانديزونه هغه پلمه شوه چي پاکستان وکولاي سول دپښتنو په
سيمه کښي دهغوي دبيلتون په خاطر داغزې لرونکي ديوال دجوړېدو وړانديز
وکړې ، پاکستان وتوانېدلاي سو په تاريخ کې چي دوي يې په خوب کې هم فکر
نسو کولاي دپښتنو په سيمه کې ((80)) زره پوځ دالقاعدې او طالبانو
دپټېدو دځايو دلټون په نامه ځاي پر ځاي کړ. دغو پوځې کسانو هغوي په
خپلو کورو کي تهديد او توهين کړه ،طبعي ده چي هلته به يې ځيني کسان
نيولې وي ،مگر ايا ددغو کسانو نيول ددغو قومونو سره په دومره سپک برخور
او ددوي په سپکاوې ارزېدل ؟نه شوه کيداي بيله اتيازره پوځ نه دگوتو په
شمار کسان نيول سوې واي ؟ فکرکوم داکار بيله دېنه چي هلته يي اتيا زره
پوځ ځاي پر ځاي کړۍ تر سره کېداي سو . مگر دوي په همدغه پلمه دډيورنډ
پر کرښه دتروريستانو او خرابکارو عناصرو دمخنيوې په خاطر تر (( 770))
زياتي امنيتي پوستي چي درادار په وسايلو سمبال دې جوړې کړې . مگر پردغه
ټولو دورغجنو منډو ترړوسربيره دروان (( 1384 )) ش کال دتلې دمياشتي
په25 ورځ دخيبر تلوېزيون لخواد جوړ سوې گردي ميز په بحث کې ښاغلي
اسفنديار ولي څرگنده کړه چي : (( پاکستان دتروريزم پر خلاف جگړه کې
صادق نه دۍ ... هغه زياته کړه په افغانستان کې تل بې امنې دپاکستان
پولو ته نږدې سيمو کې رامنځته کېږي ، هغه ورستنيو نا اراميو او بي
امنيو ته په ننگرهار،پکتيا ،پکتيکا او خوست کي په اشاره کولو سره وويل
دپاکستان له لورې اوس هم دافغانستان په وړاندې منظمه جگړه روانه ده،او
په افغانستان کښې يې دورستيوبريدو او تروريستيو پېښو پړه پر پاکستان
واچول ،هغه وويل طالبان په يوازي توگه دداشان حملو توان نه لرې ،دهغوې
ددغو غلچکيو بريدو شاته دبل چا لاس دۍ . دهشت گر دقبايلو ميلمانه نه دې
دا دحکومت او پوځ ميلمانه دې ،دحکومت او دهشت گر و تر منځ پټ تړاو او
روابط شته ،دبيلگې په توگه هغه څرگند مثال راوړ : کله چي پوځ تيرا او
کرمي ته لاړ،نو بيا ولي يي دوزيرستان لاره خلاصه پرېښودله ،دا ددې
لپاره وه چي دهشت گر و ته لار پرېږدې تر څو هغوي له همدې لارې ځانونه
دکرمي او تيرانه وزيرستان ته وباسې)) .
پاکستاني پوځيان په دي ورستيو کي دالقاعدې او طالبانو دتعقيب په نامه د
خوست ،ننگرهار اوکنړ ولايتو په مربوطاتو کښې دافغانستان پر خاوره تيرۍ
کړۍ دۍ ، له دغه شان تيريو څخه ددوي هدف دترهگرو تعقيب نه دۍ ، هغو
خوهلته په کور کي ورسره دې ، بلکه هدف يي دادۍ ترڅو په افغاني چارواکو
ومنې چي سرحد چيرې دۍ . دا کار دوې دوه ځله پخوا يو ځل دطالبانو
دحاکميت دترلاسه کولو په لومړيو ورځو کي دکندهار په سپين بولدک کې وکړ،
چي په اصطلاح پر سرحد باندي پرتې ډبري يي څومتره دکندهار په لور ورنږدې
کړ ې ،هلته ددوي له دغه کار نه موخه داوه چي په طالبانو کي دملې احساس
لرونکو کسانوکچه معلومه کړې ، دوي داکار دشپې لخوا تر سره کړ، کله چي
سهار دبولدک خلکو هغه ډبري چي پاکستانيانو دکندهار وخوا ته رانږدې کړې
وي وليدې سمدستي يي هغه دپاکستان وخوا ته ورنږدې کړې ،عينې عمل
دشورويانو سره دجگړې په وخت کې په خوست او پکتيا کي تر سره سوۍ و او
افغانانو دوباره ددوې پخوانې ځاي ته هغه دډبرو علامي انتقال کړې دې،په
دواړو وختوکې يې پاکستانيانو ته ويلي وه تاسو زموږ سره مرسته کوی اوکه
مو خاوره لاندې کوۍ ؟
دپاکستان دمشرددغه وړانديز په اړوندچي غواړې اغزې لرونکۍ دېوال جوړ سې
دوږې په 22 مه ورځ دافغانستان دکورنيو چارودوزارت وياند لطف الله مشعل
دپژواک دخبرې اژانس سره په مرکه کې وويل چي لومړۍ بايد دا پوله دنړېوال
قوانينو سره سمه معلومه کړه سې . هغه وويل همدا اوس په غلام خان ،ځاځيو
او دببرک تاڼې په سيمو کې دپاکستان امنيتي پوستې وړاندې راغلې ،چي
دسرحد له معلومولو څخه وړاندې دافغانانو لپاره دمنلو وړ نه دې .دحکومت
وياند ددغه وړانديز په ځواب کي وويل زموږ له نظره اغزن سيم گټه نه لرې
،... زموږ له انده دا دحل لاره نده ،ځکه دا اغېزمن توب نه لري او نه هم
ستونزه هوارولاي سې . دستونزی دهوارولو اصلې لار او چاره دهغو سر چينو
خلاف پل اخيستل دي چي دترهگرۍ ملاتړ کوې او وده ورکوې ، موږ عقيده لرو
او ترجيح ورکوو چي ،نا اغېزمنو چارو باندې دلگښت پر ځاي ،ښه ده چي دغه
پديده له ريښو وايستل سې او ريښو ته يې پاملرنه وشې . 2005دسپتمبر13
قسيم اخگر دافغانستان دسياسي مسايلو څېړونکی وباختر اژانس ته وويل :
پاکستان په دغه وړانديز سره غواړي ښکاره کړي چي دتروريزم په مقابل کي
پرېکړنده دريځ لرې .هغه علاوه کړه پاکستان دتاريخ په اوږدو کې دتروريزم
سره د مبازرې او ياپه سيمه کې دتشنج دله منځه وړلو په وخت کې تل داکرښه
پر افغانستان تحمل کړې ده . هغه وويل افغانستان په دي موردکې بايد جدي
غبرگون ښودلۍ واي ، دده په اند دافغانستان دولت ډير محافظه کارانه
برخورد کړئ دۍ .
يو بل سياسي څېړونکي سميع الله تازه دپاکستان وړانديز يوه خالي بهانه
بولې ،هغه وايي ډيرې نوري لاري شته چي پاکستان دهغو په وسيله کولاي سي
افغانستان ته دترهگرودراتگ مخه ونيسې .
نور پوهان اوڅېړونکې ورته نظرونه لرې . دپاکستان داډول وړانديز په داخل
او له هيواد نه بهر افغانانواونورو څېړونکو دبحث توده مسله وگرځېده .
زه پدې باور يم دافغانانوغوڅ اکثريت به داغزن اويابل هر ډول ديوال
دجوړېدوله وړانديز سره تر څوچي دډيورنډ دکرښي برخليک معلوم سوۍ نه وی
سخت مخالفت وکړې .
مسله داده چي ايا په افغانستان کې دنااراميو او ترهگريو دبندېدو يوازنۍ
لار ه همدا داغزن ديوالو تير ول دي؟ او که دا يوازي يوه داسې بهانه ده
چي دډيورنډ کرښي ته د قانونيت په ورکولوسره دلر او بر پښتنوپه منځ کې
دبيلتون راوستلو يوه خاينانه هڅه ؟
بله مسله دا ده پاکستان دا اغزن ديوال پر کومه سيمه تېروې ؟ هغه چې
دډيورنډ کرښه ورباندې تېره سوې ده؟ او که هغه چې دجهاداو خپل مينځې
جگړوپر مهال له چتراله تر بولانه پر عايقه سيمه باندې چي پاکستان نوې
تاڼې جوړې کړې او زياته سيمه يې لاندي کړې ده غواړۍ داغزن سيم په وسيله
جلا کړۍ ؟
که پاکستان په رښتياسره غواړې دتروريستانو او القاعدې دسازمان جرړي
وباسې ،په سيمه او افغانستان کې دترهگريو مخه ونيسې نو دطالبانو او
القاعدې يو شمير جگپوړې تل په پاکستان کې نيول سوې دي چي وروستۍ بيلگه
يي دروان کال دنومبر دمياشتې په نمه نيټه دطالبانو دوخت دهرات او کابل
والې مولوې عبدالمنان په پاکستان کې دهغه دنيول کېدو خبر ورکړه سو ،په
دې ټينگ باور لرم چي دنيولودا لړۍ به په همدغه پاکستان کې دامريکا
فشارته دځواب ورکولوپه خاطر دپاکستان داستخباراتو دپلان له مخې دوام
ولرې . په پاکستان کې دطالب او القاعده جگپوړو چارواکو نيول کېدل ددې
علامه ده چي دوي ټول تر اوسه په پاکستان کې ژوند کوې او له هغه ځايه
خپل ترهگريز پلانونه پلې کوې . د2001 زکال دسپتمبر د11نېټې راپدې خوا
چي بړېوال دهغه په سر کې امريکا ترهگريزو بريدونوته متوجه سوي او تر هر
تروريستي بريد وروسته څېړنې سوې په ټوله نړۍ چې کوم تروريستې بريد تر
سره شوی ريښه يې په پاکستان پورې مستقيم يا غير مستقيم تړاو پيداکړی دۍ
. دهمدغو او نورو زياتو دلايلو او اسنادو په تر لاسه کولو سره دنړۍ
زيات څېړونکې په دۍ نظر دې چي په سيمه ايزه او نړېواله کچه دتروريزم
درېښو دايستلو په موخه په پاکستان کې بنسټيز او رښتيانې عملې گامونه
گامونه اوچت سې . هلته بايدټولې هغه مدرسې اوکمپونه په کومو کې چي
يوازي او يوازي تروريستان او فناتيکان دتروريستې اعمالو دسرته رسولو
لپاره روزل کېږې وتړل سې . دپولې پر سر داغزنو سيمانو دديوار جوړول
دتروريسم او په افغانستان کې دنا امنيو دله منځه وړلو عمده دليل کېداي
نسې . ځکه هم دپاکستان په سنا کې مخالف گوند دداشان ديوار دجوړېدود
وړانديز او طرحې سره خپل مخالفت اعلان کړ. هغوي وويل چي دا کاربه قبايل
سره جلاکړي په همدې دليل يې دخپل هيواد دمشرانو دا وړانديز مسخره اميز
وباله . ډير په دې باور دې چي له پاکستان څخه درالېږل سوو په وسيله
دلته په افغانستان کې ترهگر عمليات او بريدونه دپاکستان او امريکا په
مشوره تر سره کيږي ، امريکا غواړي په سيمه کې دناارامۍ په نامه ، داچي
داځل افغانستان تنها نه پرېږدوعلاقه لرې امنيتې حالت تر يو وخته په
همدغه نا آرام شکل وساتې . دوې دليل دا راوړې چي که امريکا او اروپايي
هيوادونه په رښتيا سره وغواړي په افغانستان کې امنيت راسې ،ساده او
اسانه لار يې پاکستانې چارواکو ته دا ښودل دې چي نور نه غواړې په
افغانستان کي وضعه ناارامه وی . کله چي پاکستان دا احساس کړه په ههغه
لهظه هر څه په ټپه دريږي او په هيواد کي ارامې راځې . که دنړۍ دنورو
هيوادو په مقابل کې چي دنړيوالو وژانديزونه نه منې دملگرو ملتود امنيت
شورا پر هغه غور کوي ،بنديزونه پرې لگوې په دې ورستيو کې خو دهمدغې
شورادپرېکړې په اساس پر افغانستان دوسله وال تيري واک هم امريکا او
نړيوالو تر لاسه کړ.عجبه داده چي په افغانستان کې دامنيت دراوستلو په
منظور په ميليارډو ډالر لگېږي امريکايي او اروپايي مور بي زويه کېږې ،هر
ورځ تر لسو زيات افغانان ژوند دلاسه ورکوي ،ټوله نړۍ په دې ښه خبره ده
چي ددغو بريدکونکو اصلې جونگړه پاکستان دې اوهلته روزل کېږې مگر څوک څه
نه ورته وايي ؟ دا هغه سوال دۍ چي تر اوسه هيچادهغه له پاره وړ ځواب
بيله دېنه چي ممکن همدا زبرځواکې غواړې دکومې پټې موخي لپاره جگړه دوام
پيداکړې !
امريکايانو دسپتمبر د11تروريستي حملي نه ورورسته تل
په تکرار ويل : په نړۍ کې ترطالبانو او القاعدي دسازمان ظالم او خطرناک
هيڅ يو تروريستي سازمان اوبنسټپال گروپونه وجود نه لرې ،مگر اوس امريکا
ولې اجازه ورکوي چي هغوي په افغانستان کې تروريستې بريدونه او حملې تر
سره کړې ؟
دپاکستان پخوانۍ دکورنيو چارو وزير جنرال بابر هم دپژواک سره په مرکه
کښې دغه ټکې ته اشاره کوي وايې : جنگ ديوې ځانگړې موخې لپاره و،خونوم
ورته دبل څه ورکړه سو،ټوله ستونزه داوه چې امريکا له طالبانو دبريډاس
په نوم دگاز دکمپنۍ پر ځاي ديونيکال له کمپنۍ سره دگازدنل ليکې
تېرولوتړون غوښت ،موږ هم په دې لړ کې له امريکا سره مخالفت کړی
و،امريکا يو شمير طالب چارواکې دامريکا بوسټن ښارته بو تلل او هلته يې
پرې له يونيکال سره پر تړون کولوفشار راوست .
پرافغانستان دامريکا بريد اقتصادې جنگ وچې اوس هم روان دی ،دغه راز
امريکا په سيمه کې دخپل حاکميت لپاره دايران،چين،او شمالې
کورياهيوادونوپر خلاف پوځې اډوته هم اړتيا لرله چې دغه اړتيا يې په
افغانستان کې پوره کړه .
عمده اومهمه مسله داده چي دپاکستاني چارواکو لخوا داغزن ديوال جوړولو
وړانديز موخه په رښتياسره په افغانستان کې دترهگريو مخه نيولو په
خاطرنه ده ؟ دخپلې دغه خبرې دپخلې لپاره څو لاندټکوته ستاسو پاملرنه را
اړوم :
ما پخپله ليکنه کې کوښښ وکړ په لنډه توگه دافغانستان په کورنيوچاروکې
دپاکستان پټو اوبربنډو لاس وهنو ته گوته ونيسم . دامنلووړ نه ده چي
داغزن ديوال جوړول افغانستان ته له پاکستان څخه دترهگرو دمخنيوې په
خاطر دۍ ؟ که ترهگر له پاکستان څخه راځي نو دديوال دجوړېدو
دميليارډوعبث مصرف په عوض ښه نه وه ؟ چي دالقاعدې دسازمان څخه نيولې
ټولو تروريستې گروپو ته کوم چي په غټ گمان ستاسو استخباراتو ته معلوم
دې او حتا اړېګې هم ورسره لرې له پاکستان څخه وباسۍ ؟
- داڅنگه ردوۍ چي په پاکستان کې دمذهبې بنسټپالو لخوا ستاسو دحکومت او
بهرنيانو په مالې او مادي مرستو دشوروې سره دجگړې په مقابل کې
پخواجوړوسو مدرسوکې تر اوسه ترهگرنه روزل کېږۍ ؟ پوهېږم چي دابه راسره
ومنۍ ؟ ځکه کله چي پر تاسو امريکا او انگليستان فشار راوړې تاسو سمدستي
ملايان نسۍ او يا له مدرسو طالبان شړۍ ،داکار دا معنا لرۍ چي دا
ديوبندې مدرسې اوس هم ددينې عالمانو پر ځاې تروريستان روزې .ځکه اړينه
برېښې چي داغزن ديوال جوړولوپه عوض ددترهگرو دروزلو مدرسي وتړل سې . -
دډيرو نړيوالو نشراتي ارگانو سره دپاکستان دولسمشر نه نيولې بياتر نورو
جگپوړې چارواکوپورې دافغانستان دسياسي او امنيتې حالت په اړوند دټولو
څرگندونې دبربندو لاس وهنو بيلگې دې دا لاس وهنې په کوم ديوال گرځوۍ ؟
ستاسو يوپخوانۍ وزير (بابر) په افغانستان کې دحالت په خرابيدودومره
ډاډه دۍ چي تاسو يې ويناخپله دپژواک په نشراتو کي ولولۍ ، دا چې دبې بې
سي سره په خبروکي دپاکستان داطلاعاتو وزير دافغانستان دولت يو ناکامه
دولت بولې ،اېادغه شان څرگندونې لاس وهنه نه بولۍ ؟ ددغه چارواکو او
نوروجنرالانوخوله په کوم اغزن تار گنډۍ؟ بابر پژواک خبرې اژانس ته وايي
: زه درته غوڅه خبره کوم ،په حقيقت کې امريکا او ددوي نور اتحاد يان په
افغانستان کې داوږدې مودې لپاره نشې پاته کېدلاي ،دا مهال په افغانستان
کې يو کمزوری او ضعيف حکومت دۍ او ددې خبرې قوې امکان شته چې په
افغانستان کې له پارلمانې ټاکنو وروسته حالات نور هم خراب شي ،چي له
امله به يې امريکا او نورواتحاديانو ته په افغانستان کې پاتې کېدل گران
وې . دا ښاغلۍ کومې پټې وينې که په پاکستان کې دافغانستان پر خلاف له
بريدو او ترهگريودنووپلانو څخه خبر نه وې ؟
- پاکستان له افغانستان سره پر پوله (( 770)) په رادار سيسټم مجهزې
پوستې جوړې کړې دې که په هره پوسته کي لس تنه وې نو شمير يې 7700 تنو
ته رسېږي ،دتروريستانو دنيولو او زموږ هيواد ته دهغوي دراتگ دمخنيوې په
خاطر يي يوازې دپښتنو په سيمه کې تر (( 70 )) زره زيات عسکر ځاي پر ځاي
کړه ،دافغانستان او پاکستان تر منځ که دکرښې اوږدوالې تخمينې (( ((2400
کيلو متره په نظر کي ونيسو څنگه ومنل سي چي دادومره پوځې قوت نسۍ کولاي
دڅو تر هگرو مخه ونيسي ؟ دلته داگمان په حقيقت بدلېږي چې رښتيا هم
پاکستان غواړې خپل وسله وال پوځ دامريکا او اروپايانو په پيسو دتروريزم
سره دمبارزې په نامه وروزې ، اعاشه اباطه يې کړې . که رښتياغواړۍ له
هغه ورځي چي پاکستان دترهگرۍ پر ضدمبارزه شروع کړې ، زموږپه هيواد کې
تروريستي حملې زياتې سوې دې .ددوي پر دغو ټولو دوه مخو تلاښو سر بيره
وضعه هره ورځ نوره هم خرابېږې او دبې ثباتۍ په لور درومې . د دوکلو په
موده کې پاکستان تر 78ميليونه ډالره زيات دتروريزم سره دمبارزې په نامه
تر لاسه کړې ،او داسي هم يووخت ماولوستل چي امريکا هره مياشت پاکستان
ته دتروريستانو سره دمبارزې لپاره يو ميليون ډالر ورکوې ،مگر ددغو ټولو
مصرفونو ثمر چاونه ليد .دا خبره رښتياده که په افغانستان کې وضعه آرامه
سې داپيسې به پر پاکستان په هغه لهظه ودرېږې ځکه پاکستان سوله نه غواړې
.
- دغه کسان چي دپاکستان داستخباراتې سازمانو لخوا افغانستان تي دجاسوسې
او ترهگرۍ لپاره رالېږل کېږې چي ځينې يې نيول سوې هم دې ددوې مخه په
کوم ديوال نيول کېږې؟
- دپاکستان ددولت يوتن پوځې جنرال ښاغلۍ صفدرحسين ددې خبرې پخلۍ کړۍ چي
دپاکستان ځينې مذهبي گوندونه يا تنظيمونه اوس هم دطالبانوسره مرستي کوي
،دغه گوندونه په پاکستان او ځانگړې توگه قبايلي سيمو کې خلک هڅوې چي په
افغانستان کې دطالبانو له غورځنگ سره خپلې مرستي جارې وساتې . فکر کوم
دوي دا کار ځکه کوي چي دالقاعدې سازمان په سيمه کې هر څه دطالبانو په
نامه تر سره کوې او دغه مدرسي او خاوندان يي پيسي له همدغه سازمان له
لارې تر لاسه کوي . جنرال صاحب پرويز مشرف داډول مرستي چي موخه يي زموږ
په هيواد کې ترهگريده په کوم دېوال يي مخه نيسې ؟
- داچي همدا اوس زمږ په خاوره کي ستاسو پوځيان پراته دې او څه موده
پخواد ننگرهارپه مربوطاتوکې تر 45کيلومتره ، دکنړ،او نورو شرقې سيمو کي
چي مخ کې مې نومونو ته اشاره کړې ده ، پاکستانې پوځيانوتيري اولاس
وهنوهڅوونکۍ کوم ترهگردی ؟ دداشان تيريو مخه به څنگه نيول کېږې ؟ دوي
ته هم اغزن ديوال ضروردۍ؟
په 2003زکال ددسمبر په دوهمه نيټه دالاهرام مصري ورځپانې دساندي تلگراف
ورځپاڼي په حواله ليکلې وه چي دISI جگپوړې چارواکې دطالبانو سره دوسلو
مرستي کړې دې ،ددې ورځپاڼي په ليکنه دپاکستان داستخباراتي سازمان ځينې
کسان دطالبانو سره دراکټونو،کلاشينکوفونو ،دبېسيم ارتباطي مجهزې شبکې
او سيسټمونه ،په لسهاوپه سپوږمکيو پورې تړلو موبيل تليفونوسر بيره
700موترسايکلونه اونور شيان په واک کښي ورکړې دی .نه پوهېږم جنرال صاحب
پرويز مشرف داشان مرستي چي همدا اوس په پېخر ترهگرو ته ورکول کېږي څنگه
ارزوۍ ؟ فکر نه کوم ديوال به ددغو مرستو مخه ونه نيسې . همدا اوس دنړۍ
37 هيوادونه په افغانستان کې دامنيت په ساتلو مصروف دې ،خوهغوې په خپلو
مډرنو وسلو او تر بيه سو پوځيانوچي شمير يې تر (( 30 )) زروزيات دۍ ولې
نسې کولاي په هيواد کې امنيت ټينگ کړې ؟ په کوم دليل ومنل سي چي ددغو
ترهگرو تر شادپاکستان او دهغو دملگرو هيوادو لاس نشته ؟
دا نظر ورځ په ورځ غښتلۍ کېږې چي امريکا هم تر اوسه دافغانستان دحالاتو
په اړوند دخپلو سياسي ،اقتصادې گټو اواو سيمه کې خپلې سياسې اغېزود
ساتلو په خاطر نه غواړې وضعه ارامه سې ،زموږ په هيواد کښې بې ثباتې
دامريکايي او نوروبهرنې پوځونو دشتون لپاره دجواز حيثيت پيداکوې . ځکه
نو دادبن لادن ،القاعدې او طالبانو سريال بايد دوام پيداکړې .
اساسې خبره داده چي ددغو ترهگريو رېښه زموږ او پاکستان تر منځ دډيورنډ
دکرښې پرسر په اختلاف کې پرته ده .اغزن او اوسپنيز ديالونه هم تر څو چي
دامسله دابد لپاره حل نشي نسې کولاي افغانستان له دغو بدبختيو خلاص کړې
. ځکه داسي ديوالونه دبشر په تاريخ کي له شرق نه تر غرب پوري دنړۍ په
زياتوهيوادوکې جوړ سوې دې مگر مشکل نه دۍ حل سوۍ . زه اوس نه غواړم
دداسي ديوالو دجوړېدو تاريخ او هيوادو په هکله معلومات وليکم .
متأسفانه تر اوسه پاکستان توانېدلۍ دې نړېوال په دي قانع کړې چي دوي
دهغوی سره دتروريزم پر ضد مبارزه کې صادق دۍ دا هغه تريخ واقيعت دۍ چي
افغانانو ته په هيڅ ډول دمنلو وړ نه دۍ . دهمدغه دوه مخې پاليسۍ برکت
دۍ چې پاکستان ته دامريکا لخوا ټول پخوانې قرضونه ور وبخښل سوه او يو
په بل پسې F16 جنگې الوتکې له امريکا څخه پلاس راوړې .
متاسفانه دديورنډ دکرښي په اړوند په هيواد کې دننه مختلف نظرونه موجود
دې .نه پوهېږم چي ولي دشوروې دموجوديت تر وروستۍ ورځې په افغانستان کې
دټولو سياسي چپو،ښيو او منځپالو گوندو نو په کړنلاره کې دسياست او
بهرنيو اړېکو په برخه کې دډيورنډ دکرښې يا دپښتنو او بلوڅودسرنويش
دمسلې دسياسې او عادلانه حل په غټو ټکو ليکل کېده ،پسله هغه چې په
افغانستان کې د امريکا په ملاتړ دطالبانو دحاکميت تر ړنگېدو وروسته
سياسي گوندونوته يو ځل بياد ښارنود قيرسړکونو پر سر دسياسي مبارزې
امکان پيداسوۍ دۍ ،او يو په بل پسې دمختلفو مختاړو او ورستاړو په لرلو
سره جوړېږې دغه مسله چي دا نيمه پيړۍ دهغې پر سر افغانان له مختلف
ستونزو سره مخامخ سوې دې چوپه خوله پاته کېدل يوه سوال پيداکونکې مسله
ده ،په دې هليه چي سياسي گوندونه دورځي په نرخ او بهرنيانو په اشاره
زموږ په ملک کښې دسياست پلې کول تر سره نه کړې ،اود هغه پخوانې کلاسيک
سياسي دودچي سياسي غورځنگ بايد دبهر په اشاره او ملاتړپه يوه هيوادکښي
سياست شروع کړې دزمان له ازمون څخه ناکامه راووتل .يو ولس هغه وخت په
يوه سياسي ځواک (گوند) اعتبار پيداکوې او دهغه ملاتړ کوې چي دملې گټو
په درک کولو سره دهيوادوالو دژوند دښېرازۍ او پر مختگ لپارهدزمان
دغوښتنو مطابق تلاښ وکړې . ځکه نو ددغې تاريخي لانجې دحل په هکله څه نه
ويل دخلکو سره دداشان گوندونو په هکله سوالونه پيداکوي او ددوې سياسي
خپلواکی هرومرو له سوال سره مخامخ کېږې .
متاسفانه پدې ورستيو کي څونفره دبل په اشاره او ياپښتنو سره ددښمنۍ په
وجه داسې ليکنې کوې ،او په زيات زيار يې هغه دليلونه راټول کړې چي هر
يو يي ددوباره څېړنو وژ دۍ ،کله چي سړۍ هغه لولې نو فکر کوې بيله
دانگليستانو استازې ډيورنډ څخه نور ټول ملامت دۍ چي دډيورنډ دکرښې په
هکله خبرې کوې . دليکنو څخه يې چي کله دافغان اوکله دفدراليانو په نامه
د نورومسايلو طرحې بوي راځې ،دوي وايي که پښتونستان غواړۍ؟ بيانو ولې
دتاجکستان ، ازبکستان نه پوهېږم له ايران سره هم دسرحد په هکله
دپښتونستان پشان خبرې نه کوۍ ؟ اوداسي نوري خبرې چي هر کليمه يي بايد
ساعتونه پرې بحث وسې . داډول کسان غواړې داسي ښکاره کړې چي پاکستان پر
حق دۍ ،اوپه افغانستان کې څرنگه چي پښتنو حکومت کړۍ نو يي دخپلو گټو
لپاره افغان ولس ددوې په اصطلاح دپښتونستان قربانې کړۍ دۍ ،دوي داهم
بيله کوم سنده وايې چي په 1949زکال دافغانستان پارلمان دشاه محمود خان
تر فشار او زورلاندې دا پرېګړه وکړه چي دډيورنډ کرښه په رسميت نه پېړنې
،ولې داښاغلې يا په افغانستان کې نه دې اوسېدلې او يا افغانانو ته
سپکاوۍ کوي که نه دوې دې مهربانې وکړې يوه وطنپرست هزاره ،تاجک،ازبک،ترکمن
په مخ کې دې وايې چي پاکستان پر حق دۍ ،بيابه وگورې چي دغه خلک کوم
ځواب ورکوي ، دپښتنو خبره خو زه ځکه نه کوم چي تر اوسه يوه واکدار هم
داجرات نه دۍ ځانته ورکړۍ چي دپښتنو دغه د حق غوښتلو ارادې ته دي په
سپکه سترگه وگورې ،اويادې څرگنده کړې چي دپښتنو او بلوڅو سيمه دپاکستان
خاوره ده . زه نه غواړم يوځل بياخپله ټوله مقاله ددو، درو نفرو دليکنو
په اساس تکرار کړم . دومره ويل غواړم هر چاچې زموږ دخاورې څخه دټوټو
دجلاکولو پروتوکولونه امضا کړې دې دافغانولس سره يې ستر خيانت کړۍ او
دهغوي دنفروړ دې . پدې ټکې ښه پوهېږم چي دلوي احمدشاه باباامپراتوري
ساتل او يادهغې پر سر دعوه کول محال او قانونې خبره نه ده ، مگر دخپلو
ځانگړتياوله مخي دډيورنډ کرښې د مسلې په هکله بحث بيل دۍ ،کله چي
داکرښه عبدالرحمن خان لاسليک کړه دډيورنډ دکرښې هاخوا پرتو قومونو، او
نه هم دې خوا پښتنوته دمنلو وړوه ؟ دا علت و چي عبدالرحمن خان يوه
مصنوعې او په خپل لاس جوړه سوې جرگه راوغوښتل ،او هگه ليک چي دافغانانو
په استازيتوب وويل شو پخوا ليکل سوې و . نه پوهېږم چي ولې پر دغه سترگې
پټوې ؟ او پښتانه په مختلفو شکلو متهم کوې؟ چي گويا دا په افغانستان کې
يوازې پښتانه دې چي دپښتونستان نارې وهې،دډيورنډ معاهده چي لاس ليک سوې
ده هغه اولې او اخيرې وه .که داسې ده ؟بيانو ولې دپاکستان چارواکو هر
يوه پخپل وار سره هر هغه چاته چي په افغانستان کې يې واک تر لاسه کړۍ
دۍ مراجعه يې کړې او يايې دومره نظامې او سياسي فشار راوستلۍ چي افغانې
چارواکې يې خبرو ته اړيستې ،دپاکستان او افغانستان تر منځ په خبرو کې
لومړۍ شرط په افغانستان کې دارامي راوستلواو افغانستان سره دمرستو او
دوستانه مناسباتوټينگولويولپاره همدا دډيورنډ لعنتي کرښه مطرح سوې ده ؟
زه خپله دا نسم منلاي دا 112کاله چي خلکو دې خوا او هاخوا دپښتنو او
بلوڅودمسلې دعادلانه حل او سرنويشت ټاکلو پر سر مشکلات گاللې ،زندانو
ته تللې او شهيدان سوي دي ، دا ټول ليونيان او ددوې په اصطلاح نادان وه
او يامغروروه؟ دغو ښاغلو ته بايد وويل سې چي افغانانو هيڅ وخت يوازې
دالحاق خبر نه ده کړې تل يي مشرانو په خپلو ويناو کي ويلې چي دپښتنو او
بلوڅو دسرنويشت مسله دې ددوې په خوښه او ددوې دارادې داصل پر اساس حل
سې ،دپښتنو او بلوڅو دسرنويشت دټاکلو حق په دوي پوري اړه لرې ،مگر تر
اوسه دوي ته داحق چانه دۍ ورکړۍ ،په افغانستان کې ټول افغانان (( زه يي
دبيگانه پرستو په دود پر قومو نه ويشم ،زما لپاره تاجک ،هزاره ،ازبک،ترکمن
اونور ټول افغان او يو دي)) داتاريخي مسوليت لرې تر څو دکرښي هاخوا
پرتو قومونو پښتنو او بلوڅو دسرنويشت دټاکلو مسله دنړېوالو په مټ دابد
لپاره دهمدغو قومونو په خوښه دحل لاره پيداکړې . زموږ دهيواد پياوړۍ
تاريخ پوه او څېړونکۍ سيستانې صاحب دپاکستان ددسيسو په اړوند روڼ اندي
خپل وطنې رسالت ته متوجه کوې او ليکې : بر روشنفکران و قشر آگاه و چيز
فهم افغانستان است تا با افشای دسايس شوم پاکستان ، اين ولدزنای
استعمار بپردازند و اهداف توسعه طلبانه آن را در منطقه برملا کنند.
باشد که جلو اين شراندازی های حکام و دستگاه استخبارات نظامی پاکستانی
گرفته شود و مردم افغانستان به نيات ناپاک اين کشور بظاهر پاکان بيش از
پيش پی ببرند.اعظم سيستاني 29.06.05 ټول افغان
زما په عقيده داغزن دېوال جوړ ولو مثبت تأثيرپه لاندي دلايلو عملې نه
برېښې :
اول : ديوال ددواړو هيوادو تر منځ ستونزه نسې حل کولاي . ځکه په
افغانستان کې مداخلې ددولتوارسمې ادارولخوا تنظيم سوې او پلان سوې دې .
دهمسايه هيوادو په منځ کې دداسې پلان سوو مداخلو مخه دسيمانوپه ځغلولو
نسې نيول کېداي .
دوهم : دا ديوال به دډيورنډ دکرښې دواړو خواو قومونه سره جلاکړې ،په تگ
راتگ کښې به يې ستونزې جوړې کړې ، هغوي ته به هم دمنلو وړ نه وي اونه
به کوم درد دواکړې .
دريم : تر اوسه دافغانانو لپاره دډيورنډ کرښه دمنلو وړ نه ده . نو دا
ديوال به پر کومه برخه تېرېږې ؟
څلورم : ددغه اغزن ديوال سروې او جوړول به هرومرو څلور،پنځه کاله دوام
لرې ،نو دا په دي معنا ده چي داڅو کاله بايد په افغانستان کي همدا بې
امنيتۍ او وژني به دلته جريان ولرې ؟ .
پنځم : دداشان دېوال دجوړېدو لگښت چي په ميليارډو ډالرکيږې څوک پر غاړه
اخلې ؟ افغانستان دخپل ويجاړ اقتصاد په لرلو سره ((شل)) کاله نور هم دا
توان نسې پيدا کولاي چي ددغه دېوال يو پر څلور لگښت دې پرغاړه واخلې ،پس
دا دېوال به پاته وې تر څو افغانستان هم دهغه دجوړېدو لگښت توان
پيداکړې . دايو بيځايه اوايضافې مصرف دی ، يوازې کيداې سي دپاکستان -
افغانستان تر منځ ددوستۍ ، متقابل احترام او يو دبل په کورنيو چاروکې
دلاس نه وهلو، ښو اقتصادې او فرهنگي اړېکو د تړون په اساس دااوسنۍ
امنيتي ستونزه حل سې .
ددې لپاره چي زموږ او پاکستان تر منځ دا تاريخې لانجه حل سوې وې او په
سيمه کې هميشنۍ سوله ټينگه سوې وې زما په اند لازمه ده دتاريخې
حوادثواو اسنادو په نظر کې نيولو سره د ملگرو ملتو دسازمان تر نظارت او
څارنې لاندې ،داسلامې هيوادو دکنفرانس ، دامريکا ،اروپايې هيوادو
پارلمان ، انگليستان ، روسيه ،چين، هندوستان،تاجکستان ،ازبکستان ،ترکمنستان
، ايران ،پاکستان او افغانستان دجگپوړو چارواکو په گډون ، دډيورنډ
دکرښې پر سر داختلاف د سياسي او عادلانه حل لپاره نړيوال کنفرانس جوړسې
.
په کنفرانس کې دگډون لپاره بايد کسان راوغوښتل سې :
1/ دډيورنډ دکرښې سهيلې طرف ته پرتو پښتنواو بلوڅو ټولو لويو او وړو
قومونو هغه استازې چې دپاکستان ددولت دهر ډول مداخلې نه پرته دنړيوالو
تر جدې کنټرول لاندي ټاکل سوې وې . ځکه يو ځل دانگليسانواو پاکستان نوې
جوړي سوې ادارې لخوا دټول پوښتنې تر نامه لاندې په 1947زکال درغلې
وسوه،نه يوازي داچي مقدس کتابونه کښېښودل سوه بلکي دنظر ورکولوپه وخت
کي انتخاب غلط او ډوکه بازې وه يعنې دوه انتخابه وه پاکستان او
هندوستان ،دافغانستان نوم هلته نه و،په داسې حال کې چي دوي نه له
پاکستانه او نه هم له هندوستان څخه جلاسوې وه ، دوي له خپل وطن افغا
نستان څخه جلاسوې وه ځکه نو منطقأ بايد له دوې نه داسې پوښتنه سوې واي
چي غواړۍ له افغانستان سره دوباره يوځاي سۍ او که له هند يا پاکستان
سره . په دې هکله پر خپل وخت دافغانستان دولت کلک غبرغون ښکاره کړ ،او
خداي بخښلې خان عبدالغفارخان هم پدې هکله مفصله وينا وکړه ، او دخپل
مخالفت دلايل يي ښکاره کړه ، ما مخکې ورته اشاره کړې ده . 2/ دهمدې
کرښې شمالې لورته (افغانستان ) د پرتو قومونو استازې هغوي هم بايد په
عين شکل وټاکل سې . 3/ ددواړو هيوادو هغه پوهانو ،عالمانو او فرهنگې
شخصيتونو کوم چي په حکومتونو پوري تړاونه لرې او تل دمستقل سياسي نظر
خاوندان وه .
4/ دافغانستان دپارلمان او مشرانو جرگې لخوا غوره سوې استازې په
هيوادکې دژبو او مذهبې تړاو دانډول په نظر کې نيولو سره ،(دلږو لږ ،دډيرو
ډير ) .
5/ دپاکستان دپارلمان استازي دسوبو دويش او قومي کميت په نظر کې نيولو
پر اساس .
دکنفرانس پرېکړې بايد دتعقل او علمې منطقوپر اساس چي موخه يي په
رښتيانۍ توگه دتر يوې پيړۍ زياتې لانجمنې مسلې حل ته دپاي ټکۍ ايښودل
وې .
دغه کنفرانس ته امادگې به څو مياشتې دوام وکړې ،لگښت به هم ولرې ،ولې
دومره به ډير نه وې زيات لکه همدا اوس چي په سيمه کې دامنيت پر راوستلو
تر سره کېږې . په دغه کنفرانس کې بايد په آزاده او ديموکراتيکه توگه
دمحکومو پښتنو او بلوڅو اراده تمثيل شوې وي ،او دهغوي رواغوښتنو او
پوښتنو ته مثبت ځواب وويل سې . په هغه صورت چي دپښتنو او بلوڅولپاره
دقبول وړ وې .
کنفرانس دتاريخي اسنادو تر مطالعي او څېړلووروسته بايد ددغو مسايلو په
هکله پرېګړې وکړې :
اول : دپښتنو او بلوڅو په خوښه او اراده دتل لپاره ددوې برخليک ټاکل .
که لازمه ولېدل شې هلته دنړېوالو تر نظارت لاندي آزاد او له مداخلې نه
خلاص ريفرنډم سرته رسول . که پر ټول پوښتنه اړونده خوا سره موافقه وکړې
په هغه صورت کې بايد دټول پوښتنې په پاڼه کې واضح ليکل سوي وي چې : الف
: غواړۍ يو آزاد او خپلواک هيواد اوسۍ ؟ ب : علاقه لرۍ له پاکستان سره
پاته سۍ ؟ ت : غواړۍ دخپل مورنې ټاټوبې افغانستان سره يو ځاي سۍ ؟
داټول پوښتنه بايد بيله هر ډول مخکنې پروپاگنډ .يودبل پر خلاف دتبليغ ،دافرادو
رانيولواو نورودرغليو څخه په خلاصه توگه کاملا په پ[ه توگه دنظر په
څرگندولو سره تر سره شې . يوازي دا تبليغ ورته وسې چي تاسو حق لرۍ خپل
سرنويشت پخپله وټاکې او کله چي کاغذ صندوق ته اچوۍ هلته بيله خدايه بل
څوک نسته . ډيره ضرورې ده چي هر پوښتنه په بيل کاغذکې چي بيل رنگ او
جلا دپېژندگلوۍ علامه ولرې ليکل شوي وې . ځکه هلته هم دير زيات نالوستې
دې دارپا په دود چليپاکولو کي هر ډول درغلې ځکه کېږې چي رايه ور کوونکۍ
دبل چا مرستي ته اړ کېږې په هغه صورت کي مرسته کونکۍ کولاي خپله اراده
په هغه قبوله کړې .
دريفرنډم ټول پروسيجر بايد دبېپرې نړيوالوپوهانو او حقوق دانانو په
مشوره ،روڼ اوڅرگندوې .
دوهم : دافغانستان او پاکستان تر منځ دسرحدې پولې ټاکل .او پر هغه هر
ډول تيرۍ منع گڼل.
دريم : دنړيوالو منل سوو اصولو پر بنسټ افغانستان ته دنړۍ له نورو
هيوادو څخه دايران دعباس بندر اوپاکستان د کراچي بندرله لارې بيله
قيدوشرط نه دنړيوال ترانزيتې قانون په نظر کې نيولوسره دسوداگرۍ
دمالونودواريدولواو صادرولو په خاطر دافغانستان حق په رسميت وپېژندل سې
. دا ځکه چي له يوې خوا افغانستان له بهر سره پوله نلرې مگر داگا ونډې
هيوادونه يې لرې او بل داچې همدا اوس ايران او پاکستان له هغو اوبو څخه
وړيا استفاده کوي او ځانته داستفادې قانونې حق ورکوې کوم چې سر چينې يې
دافغانستان په خاوره کې دي ،که افغانستان ته دپورته يادسوو بندرو څخه
دسوداگريزو مالونو دوړلو او راوړلو ترانزيتې حق ورنه کړه سي ،
افغانستان هم بايد ځانته دا حق خوندې وساتې چې په هيوادکي دننه پيداسوی
اوبه چې پاکستان او ايران تي بهيږې همسايه هيوادونه يې بايد رانيسې او
کله چي افغانستان نه غواړې اوبه وپلورې دا حق ور سره خوندې پاته وې .
لکه همدا نن د10.11.2005زکال د(دسمبر لسمه) مي په بينوا ويب پاڼه کي
ولوستل چي پاکستان له پاکستان څخه د نفتى موادو صادرول بند شوى دى .د
افغانستان د اوبو او بريښنا وزير ويلى دى چې څلور ورځې کيږى چې پاکستان
� افغانستان ته د نفتى موادو صادرول بند کړى دى .دوزير پر وينا نفتى
مواد چي حرارتى توربينو نه په يوه ساعت کي ٩٠٠٠ ليتره تيل لګوى اوس له
بازار څخه رانيسی .
تاريخ دا ثابته کړې ده چې پاکستان په افغانستان کې ديوقوې ،پر ملې
اساساتواو بنسټو ولاړ ،غښتلې او پرمختللي افغانستان سره علاقه نه لرې ،غواړې
په افغانستان کې داسي يو لاس پوڅۍ رژيم حاکم وي چي هر څه ددوې په
قومانده او اشاره سرته ورسوې . په همدې اساس لازمه او اړينه برېښې
دهمدغه کنفرانس دځانگړې پرېکړې له مخې چي دپلې کېدوڅارونکۍ به يې
دامينت شورا ،امريکا ،انگليستان ،چين او روسيه وې دافغانستان او
پاکستان تر منځ ديواوبل په کورنيو چاروکي دهر ډول مداخلې او دخالت نه
کولو موافقت نامه لاسليک سې .
ددې لپاره چي هر ورځ دپاکستان او افغانستان تر منځ پر دغه شان
مسايلوپرابلمونه را پيدا نسې پر ځاې يې بولم ددغه نړېوال کنفرانس
پرېکړې چي دعدالت او انصاف پر بيادبه تر سره سوې وې دملگرو ملتو او
امنيت دشورادسازما ن په دفترونو کې راجستر او لاسليک کونکې يې په پلې
کولو مکلف وگڼل سې .
يوازې نړېوال سياسې تعقل او بې پرې سياست به وکولاي سې په سيمه کې
ددغودوهيوادو تر منځ دسل کلنې کړکېچ اوتاريخې مسله حل را منځته او
دافغان ولس له گرېوان څخه به دنړېوال تروريزم لاس لنډ کړې .
تر څو ددواړو خواو په خوښه دامسلې د عادلانه حل لاره ونه لټول سې ،امريکا
او دنړۍ دغو ټولو هيوادو ته چي په شکل داشکالو په افغانستان کې مصروف
دې داطمنان ورکوم چې خپلو هيوادوته به بيله دمړو له جسدونه بله هيڅ گټه
يونسې . او پايله به يي دا وې لکه بابرجنرال چي فرمايلي دي ((امريکا او
دانور ټول به دوباره خپلو هيوادو ته ستانه سې )) که دبابر دا ارمان
داځل تر سره سو افغانستان به په رښتياسره په هغه اورکې وسوځېږې چي
داورلوگې به يې هرومرو په نيويارک ،لندن ،مسکو ،پيکنگ ،پاريس ،اروپا،
کاناډااو جاپان او دعربې نړۍپه ښکلو ښاروکي ډير نازولې ړانده کړې .افغانستان
به نه يوازې تر هيروئنو دتوليد او سوداگرۍ مرکزوې بلکه دنړېوال افرطې
تروريزم دتربيې او نړې ترهگريزو کړنو دپلې کولومرکزوې . اوس بايد ټول
پدي پوهېدلې وې چي دډيورنډ کرښه هغه تورښاماردۍ که مړ نسې او غم يې ونه
خوړل سې ، په ټوله نړۍ که به څوک ارام پرې نږدې .