مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د خپلي خوښي د ښوونځيو د انتخاب امکانات

د خپلى خوښى ښوونځي يعنى دا چې متنوع ښوونځي موجود وي او والدين وکولاى شي چې د دوى اود دوى د اولادونو د خوښي سره يو له موجودو څخه خوش کړي. د دغې مفکوري بنياد د بشري حقونو او د زده کوونکو د ترجيحاتو په مسئله کې ده. د دغې مفکوري له مخې ښوونه او روزنه بايد چې د دولت تر تسلط لاندې نه وي، بلکه د نورو استهلاکي شيانو او خدماتو په شان د رقابت اله وي، يعنى هر څوک چې وغواړي د خپلى خوښى سره سم هغه ډول ښوونې ته لاس رسى ولري.
ماشومان په ځانګړو ډولونو لويږي او ځانګړي ترجيحات لري، نو يو ډول ښوونځي مختلفو غوښتنو او ځانګړتياوو ته ځواب نشي ويلاى. د ښوونې او روزنې آزاد مارکيټ به د مختلف النوع ښوونځيو د پرانستلو په ذريعه دغه ډول غوښتنو او علايقو ته ښه ځواب وويلاى شي. ادعا کيږي چې دا چې ښوونه او روزنه يو انساني حق دى، نو بايد هغه ډول ښوونه او روزنه مو په اختيار کې وي، چې موږ يې غواړو، نه هغه ډول چې دولت يې راته برابروي.
په ختيځو ( پرمختلونکو هېوادونو ) کې د ښوونې او روزنې په مارکيټ کې د آزادانه انتخاب امکانات ډېر کم او نه ليدل کيږي. يوازي دوه بديلونه موجود وي: يو هغه ښوونځي چې د ټولنې د مستعد او ممتاز قشر د اولادونو لپاره وي ( د نړيوالو معيارونو سره سم شخصي ښوونځي د لوړ فيس په مقابل کې ) او بل ډول د نورو خلکو لپاره ( دولتي وړيا ښوونځي چې ټيټ تعليمي معيارونه لري ).
د هېواد د اخــرني اساسي قانون له مخې ښوونه او روزنه د ټولو ماشومانو حق بلل شوى ده، اما د معلومو دلايلو له مخې تراوسه لا د ښوونې د انتخاب حق د اجندا موضوع نه بلل کيږي. يوازينى متبادله ښوونه، اسلامي تعليمات دي.
په هېواد کې د اسلامي او � عصري � تعليماتو د همزمان موجوديت مسئله په ملي سطحه بحث او مناقشي ته اړتيا لري. په اوسنيو حالاتو کې والدين د ديني مدرسو او ښوونځيو ترمنځ د انتخاب واک لري، خو په ديني مدراسو کې يوازي اسلامي تعليمات ترلاسه کيږي او برعکس په ښوونځيو کې د نوري نړۍ د تعليماتو په شان زده کړه کيږي خو ډېره لږه اندازه اسلامي زده کړه پکې وي. نو په واقيعت کې د انتخاب دغه چانس محدود دى. که د ښوونې او روزنې موخه په معاصره نړۍ کې د فعال او ګټور ژوند لپاره اماده کول وي، نو يوازي د مدرسو تعليمات به بس نه وي او برعکس يوازي غربي ډوله ښوونه او روزنه به ددې لپاره ځکه بس نه وي چې يو افغان ماشوم بايد په اسلامي ټولنه کې د ژوند کولو لپاره اسلامي تعليمات ولري. نو يو منځنى حل بايد راوايستل شي چې لږ تر لږه په ښوونځيو کې د پخوا په اندازه د اسلامي مضامينو د ساعتونو شمير وساتل شي او دا به هــغه حــل لاره وي چې د والديــنو او زده کوونــکو قناعــت به حــاصل کړاى شي.
د هغو زده کوونکو لپاره چې لوړ او زيات اسلامي تعليمات ترلاسه کول غواړي، د جمعي د ورځي او د سهار او ماسپښين درسونه، چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې هم مروج دي، هم يوه لاره کيداى شي . البته د ليسي د دوري لپاره کيداى شي د ديني مدرسو د انتخاب امکانات زيات شي او پدې صورت کې د ديني مدرسو تعليمي نصاب هم بايد تجديد شي. د جنکيانو لپاره هم بايد د ديني مدرسو امکانات رامنځ ته شي.
د جنکيانو لپاره متبادل تعليمات يو حتمى امر دى، ځکه چې د کليوالي جنکيانو لويه فيصدي په ښوونځيو کې شاملي ندي او يا هلته د ليسو امکانات نشته. د جنکيانو د تعليم د دوام لپاره بايد ښوونځي د محتوى او جوړښت، دواړو له اړخه انعطاف منونکي وي او د کليوالى والدينو نظر او غوښتني بايد په نظر کې ونيولاى شي.

په افغانستان کي په ښوونيزو چارو کې د ولس برخه اخستنه

د شورويانو له تهاجم څخه په مخکې دورو کې د هېواد په ښوونيز نظام کې د ولس د برخې اخستني او اغيزو کومه خاصه بڼه نه وه موجوده، خو د جهاد په دوره کې د کليو، ولسواليو او حتى ولايتونو په سطحه ولسي جوړښتونه لکه شوراګاني رامنځته شوي او د خپلو سيمو د ښوونې په اړوند چارو کې فعالي وي. که څه هم دغه ډول سيمه ايزو جوړښتونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې يې ډېرتوپيرونه سره درلودل - ځينو يې سياسي رنګ درلود، ځينى يې د ولسي ګټو لپاره نه وي او ځينو يې دواړه شکلونه خپل کړي وو خو ډيرو يې په خپل رواجي ډول دوام پيدا کړ - مخصوصاً په محلي سطحو کې. دغه ډول کليوالي شوراګانو په ښوونيزو چارو کې دخيلي وي او آن تر اوسه لاهم دخيلي دي. په هغه وخت کې دغه ډول شوراګانو ښوونځي پرانستل، ښوونکي يې استخدامول او مالي منابع يې ورته راټولولي او پلرونه يې دې ته هڅول چې خپل اولادونه ښوونځيو ته وليږي او له غير دولتي مړسساتو سره به يې همکاري کوله او نور. دغه ډول کليوالي او محلي شوراګاني اوس هم فعالي دي او واضح خبره ده چې بايد له هغو تجربو څخه ګټه واخستله شي. په اوسني وخت کې چې څه ته اړتيا ده، هغه لارې او تدبيرونه دي چې د ښځينه وو ګډون پکې رامنځ ته شي. د ښوونځيو خاصي شوراګاني او يا د والدينو اتحاديي کيداى شي يو په زړه پوري بديل وي، خو دا خبره ډېره مهمه ده چې هيڅ ډول جوړښت بايد له باندې څخه ور باندې تحميل نه شي او يوازي ولس ته اختيار ورکړل شي چې څه ډول جوړښتونه خوښوي.
د محلي ولس برخه اخيستنه همدا راز د ښوونځيو د تمويل په چارو کې ډېره مرستندويه واقع کيداى شي. همدا راز له ښوونکو سره د مرستي، تقرر، له ښوونکو سره د جنسي مالي مرستوکولو، د ښوونځيو د ساتنې او ترميم، د ښوونيزو کمپاينو او نورو په هکله به په هېواد کې د دغه ډول برخې اخيستنې لپاره اړتياوي او ګټوري به وي.
د نورو هېوادو تجربي ښيى چې چيرې چې دغه ډول ولسي برخې اخيستنې موجودي وي، هلته معمولاً د ولسونو منځني خبير قشر د ښوونځيو په چارو کې فعاله برخه اخلي. کيداى شي زموږ په هېواد کې هم دغه تجربه تکرار شي او د نورو ملتونو د منځني قشر معادل قشر زموږ په ولس کې هم دغه رول ولوبوي. خو په هېواد کې د اکثريت د بې برخي کيدلو ويره دومره لويه نه ښکاري او هيله کيږي چې په هر صورت کې به د غريبو کورنيو د اولادونو لپاره ګټوره وي. فقر او غريبى په هېواد کې عامه ده ( که څه هم له اخـرنيو بدلــونو سره لــږ تر لــږه په پلازمينه کې وړوکې منځنى قشر د راپيدا کيدو په حال کې دي )، خو د زکات نظام پدې مورد کې په ټولنه کې د عدالت د تامين ښه متضمين کيداى شي، ځکه چې په غريبانو زکات لازم ندى.

په افغانستان کې د ارزښتونو د تعليم احيا او تجدد

د تاريخ په اوږدو کې په ټولو ټولنو کې د ښوونې او روزنې له موخو څخه يو هم د ځوان نسل اخلاقي، معنوي او د ټولنې د ارزښتونو سره سم روزل وو او دي. د اسلامي تعليماتو په مرکزونو کې چې په هېواد کې د اوومې ميلادي پيړۍ څخه را پدې خوا موجود وو، د خداى (ج) د بندګي تر څنګ، نور اخلاقي ټولنيز درسونه لکه د والدينو اطاعت، اخلاص، مساوات، د يووالى اهميت او نور زده کيدل. فعلاً دغه ډول اخلاقي تعليمات نه يوازې په مدرسو بلکه جوماتونو کې هم وړو ماشومانو ته ورکول کيږي. په عين ډول اخلاقي او ديني ارزښتونه د لومړنۍ او منځنۍ دواړو دورو زده کوونکو ته د ښوونځي ديني تعليماتو په مضمونونو کې ورکول کيږي.
په ښوونه او روزنه کې د اخلاقي معنوي ارزښتونو په هکله د هېواد پدې اخيرو څولسيزو کې ډېر متضاد جهتونه تعقيب شوي دي. د شوروي پلوه حکومت په دوران کې غوښتنل کيده چې په زده کوونکو کې له کپتياليزم سره د دوشمني مفکوره، انترنا سيوناليزم، په ګوند باندې عقيده او نور تقويه او تحکيم کړاى شي. د مجاهدينو په دوره کې ښوونيز اخلاقي او معنوي ارزښتونه د اسلامي تحريک ارزښتونه وو، کوم چې اسلام يو ټولنيز سياسي بولى 1.
د اخيرنيو بدلونو څخه راپدې خوا، په ښوونه او روزنه کې د ارزښتونو په اړه تراوسه لا کوم واضح جهت معلوم ندى. خو داسې نښي نښاني ښکاري چې خارجي تخنيکي مشاورين تر ډېره حده د نړيوالو ارزښتونو سپارښتنه او د هغوى په ګټه پياوړى استدلال کوي. له بلې خوا دولت هم د معلومو مجبوريتونو له مخې دغو سپارښتنو ته غاړه ږدي.
داسې ښکاري چې د ارزښتونو په ټاکلو کې د ملي توافق په ځاى انفرادي سياسي مفکوري مجبوريتونه لوى لاس لري او په دغه پروسه کې ولس په مستقيم او يا غير مستقيم ډول برخه او يا رول نلري.
پدې اخرو کې په نړۍ کې په پرمختللو او هم پرمختلونکو ( لويديځو او ختيځو ) هېوادونو کې د ارزښتونو ښوونې او روزنې د بيا را ژوندى کيدلو ( احياى مجدد ) په حال کې ښکاري. ددې تجدد يوه وجه په اخيرو لسيزو کې د ارزښتونو د تعليماتو کمښت او بله وجه يې په عمومي توګه په ټولنو کې د اخلاقي تنازل تجربي بلل کيږي.
په افغانستان کې د اسلامي او غربي ډوله ( عصري ) تعليماتو ترمنځ تضاد د شلمې عيسوي پيړۍ له پيل څخه ښکاريده او د هېواد په تاريخ کې د طالبانو د تحريک رامنځته کيدل ددغه تضاد تر ټولو د پياوړى عکس العمل ښارندوى بلل کيداى شي 2.
په اوسنى وضع کې باندينى فشار، په باندينيو مرستو اتکاء او د هېواد په دننه کې د قدرت غوښتنې مبارزي کيداى شي يو ځل بيا د هېواد په ښوونيزو نظام ډيرې منفي اغيزي وکړي. ځيني پوښتنې شته چې: آيا په هېواد کې د ارزښتونو د تعليم نوى احيا راځى؟ آيا د تجدد او احيا لپاره يې دلايل موجود دي؟ په لاندي پاراګرافونو کې د دغو پوښتنو په هکله بحث وړاندي کيږي.
افغانستان سره لدې چې يو غير متجانس هېواد دى، اما په نسبي ډول ارام وو او په هېواد کې د تاريخ په اوږدو او د مختلفو واکدارانو د تسلط په دورو کې د ارزښتونو په هکله توافق موجود وو. د ټولنيزو، سياسي، اقتصادي، او توکميزو ولسي توپيرو سره سره دغه هېواد د اسلام د دين له برکته متحد پاته شوى دى. هر افغان وايي او غواړي چې د ژوند موخه دا دى چې يو ښه مسلمان پاته شي.
د ملي نظام جوړيدنه، ملي يووالى او ګډ ارزښتونه هغه څه دي چې افغانان تر بل هر شي او هر وخت زياته اړه ورته لري او د ډېرو لپاره اسلام د دغو اړتياو د پوره کولو لپاره يو چوکاټ وړاندې کوي. د نورو ټولنو په شان، يه هيواد کې هيله کيږي چې ښوونه او روزنه به ټولنيز ارزښتونه تحکيم او تعميم کړي او اسلامي ارزښتونه جامع او ملي ارزښتونه بلل کيږي. د يوه افغان لپاره اسلامي تعليمات يوه فريضه او ضمناً د هر وګړي حق بلل کيږي. ډېر کم افغانان به په دې عقيده وي چې اسلامي تعليمات دي له عصري ښوونو څخه جلا وي.
د هېواد په اوسني نظام کې چې په لومړنۍ دوره کې د اسلامي تعليماتو درسي ساعتونه راکم کړيدي، په واقيعت مخض د نورى نړۍ څخه د پيروي يو مثال دي. پداسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د ارزښتونو د تعليم د دوباره احيا غوښتله کيږي. د هېواد په تاريخ کې ډېرو حکومتونو هڅي کړي چې د اسلامي تعليماتو اندازه راکمه کړي، يايې سره جلا کړي او يا د اسلامي تعليماتو په مرکزونو کنټرول ولري.
دغه هڅې هر څل د غربي ډوله ( عصري ) تعليماتو لپاره په ستونزو منتج شويدي او په خاصه توګه د جنکيانو د تعليم لپاره يې منفي اغيزي درلودلي دي ( پخوانى مرجع ). يوه ويره دا وى چې په خاص ډول په کليوالى سيمو کې به پلرونه خپل اولادونه د ښوونځيو څخه وباسي او په مدرسو کې به يې شامل کړي او خپلې لوڼي به په کور کښينوي.
د اسلامي هېوادونو له جملې څخه د ايران اسلامي جمهوريت د جنکيانو د ښوونې او روزنې په هکله ډېر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي. د ايران ددې برياليتوبونو دليل د ښوونې او روزنې اسلامي کيدنه بلل کيږي. � د جنکيانو لپاره جلا ښوونځي، د حجاب استعمال د اسلامي تعليماتو او قرآن کريم د ساعتونو د شمير زياتوالى، حتى د ډېر محافظه کارو کورنيو د نجونو لپاره هم د ښوونځي دروازې خلاصي کړي � ( ٢٨٦ مخ ) 3
د ايران د اسلامي انقلاب څخه وروسته اوس د ايراني ښوونځيو په ټولو سطحو کې د جنکيانو شمير پنڅوس فيصده يعنى د هلکانو په اندازه دى ( پخوانى مرجع ).
د اخلاقي ارزښتونو د تعليم تجدد او دوباره زياتوالى په ډېرو هېوادونو کې رامنځته شوى ترڅو په ټولنه کې داخلاقي فساد لکه جرايم، د مخدره موادو استعمال، غدارى، بى احترامي او نورو مخنيوى وکړاى شي. دغه ډول ستونزي په افغانستان کې هم موجودي دي او د نور زياتوالى ويره يې هم ليدل کيږي. د کارى ( وظيفوي ) اخلاقو تنازل، لکه رشوت، له قدرت څخه ناوړه استفاده کول او نور هم په ډېرو ټولنو کې زيات شويدي. ددې لپاره چې په هېواد کې � اخلاقي بيسوادي � په موجوده عادي بيسوادي ورزياته نشي، نو د هېواد په ښوونيزو تاسساتو کې د اخلاقي او ديني تعليماتو زياتوالى به يوه اړتياوي.
افغانستان د نړيوالى تر فشارونو لاندي راغلي او دغه فشار نور هم ورځ په ورځ زياتيږي. ددغه ډول اغيزوله جملې څخه کلتوري او سياسي نړيوالي اغيزي هم دي، چې د هېواد او د هېوادوالو ذهنونو ته ور رسيږي. دډيموکراسي، د بشر حقوق، په خاصه توګه د ښځو حقوق او د ماشومانو حقوق، مساوات، د آزاد بازار اصل، فردى آزادى او نور مفاهيم هلته اودلته اوريدل کيږي. له دغو مفاهيمو څخه ځينى يې نوي او ځينى يې زاړه دي. داسې احساس کيږي چې افغانان د دغو اصطلاحاتو په نسبت وروسته پاته ( عقب مانده ) قوم وي، پداسي حال کې چې د دغو مفاهيمو ډېره برخه له اسلامي ارزښتونو سره مغايرت نلري او يا لږ تر لږه ورسره موافق کيداى شي. د هېواد د ملي ارزښتونو د تقويي لپاره د ارزښتونو او اخلاقي زده کړو د اندازي زياتوالي يوه اړتيا ده. د لويديځ د اغيزو په سبب به په هېواد کې استهلاکي فرهنګ او د ماده ژوند اصل په چټکه توګه وده وکړي، چې ددغه ډول ناوړه اخلاقي ارزښتونو د مخنيوي لپاره د اسلامي ارزښتونو زده کړه يوه ښه وسيله کيداى شي.
تجدد غوښتنه (Modernization) او د غرب پيروي (Westernization) مترداف کلمات نه، بلکه بېلابېل مفاهيم دي. د غرب له پيروي سره ښائي په ډېرو عصري اسلامي ( او حتى غير اسلامي ) ټولنو کې، چيرې چې معاصر ساينس او تخنيک يې هم منلى او کار ولې دى، هم مخالفت موجود وي او د بي ديني، فردي اصات او ليبراليزم په مقابل کې نفرت وښي.
بله مسئله د اسلامي تعليماتو د تدريس لپاره مناسبي پيداګوژي ته وده ورکول دي. په ښوونځيو، مدرسو او جوماتونو کې د اسلامي تعلماتو د تدريس لپاره بايد داسې طريقو ته وده ورکړل شي، چې زده کوونکي په اسانه توګه زده کړه وکړي يعنى د ماشومانو د سويي مطابق بايد پيداګوژيکي مواد جوړ شي.
ښوونه او روزنه د ماشوم د حق په حيث

افغانستان د ماشومانو د حقونو کنواسيون تصويب کړى دي. پدغه نړيوال لاسوند ( سند ) کې د ماشومانو د نورو حقوقو ترڅنګ يوه خبره دا ده چې ښوونه او روزنه د هر ماشوم حق دي او دولتونه مکلف دي چې د هېواد ماشومانو ته د ښوونې او روزنې اسانتياوي برابري کړي. د هېواد په نوى اساسي قانون کې راغلي دي چې ښوونه او روزنه دهېواد د ټولو اتباعو حق دى او � د ليسى تر دورى پورې بايد د دولت لخوا په وړيا توګه وي� ( دوهم فصل ٢٢ ماده ).
د ماشومانو د حقونو د کنواسيون تصويبول دغه لاسوند ته په هېواد کې د يوه قانون حيثيت ورکوي، چې د نورو ترڅنګ دولت مکلف دى چې � ابتدائيه تعليمات جبري کړى او بايد ټول ماشومان لاس رسي ورته ولري� او � د منځنۍ دورى تعليماتو مختلف شکلونه هم د ماشومانو لپاره موجود کړى.� له دغو څرګندونو څخه دا معلوميږي چې د ماشومانو د حقونو کنوانسيون ښوونې او روزنې ته په مساويانه ډول لاس رسى او برخه مند کيدلو باندې ټينګار کوي. پدغه لاسوند کې د ماشومانو شخصيت او استعدادونو ته د ودې ورکولو په نورو اړخونو هم ټينګار کيږي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery