مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دویم : تأریخي مخینه

له نړیوال بشري قانون څخه سرغړونه
 
مخکې مو هم په دغه گزارش کې وویل چې په لوی لاس د ملکي وگړو او د ملکي بنسټونو په نخښه کول له نړیوال بشري قانون څخه سرغړونه ده او کیدای شي د جنگي جنایت په نامه وبلل شي.  د دې ترڅنگ د ژنیوا په څلورو کنوانسیونو کې دریمه ماده ځای پر ځای ده چې غیر نړیوالو وسله والو نښتو ته ځانگړې شوې ده ، دغه ماده غواړي چې له ملکي وگړو او بندیانو سره دې انساني چلند وشي. په وچ زور یو څوک له خپلواکۍ څخه بې برخې کول ، وژل ، ځورول ، جنسي تیری او نور ناوړه چلندونه ددې مانا ښندي چې له دغې مادې څخه سرغړونه کیږي. نړیوال بشري قانون " لو ټماري " او داړه  ماري هم په کلکه غندي ، د دغې مادې په تعریف کې راغلي چې لوټماري د یو چا یا ددښمن د شخصي شتمنۍ غلا ده چې په وچ زور اخیستل کیږي او هم د نورو غلاوو بڼې یې په خپل تعریف کې رانغاړلي دي.
د ژب توکمنیز یا هغه ته د ورته بیلگو پر بنسټ وژنه ، ناوړه چلند او په ناقانونه توگه له خپلواکۍ څخه د ملکي وگړو بې برخې کول ( او هم د نیول شویو یرغملو وهل ، ځورول ) د ژنیوا د څلورو واړو کنوانسیونونو له څلورمې ماده څخه سرغړونه ده. د دې ترڅنگ په سیستماتیک ډول سړي تښتونې ، وژنې  او " تري تم كېدنې " چې په ملکي وگړو او پرگنو د برید یوه برخه وي لکه برید پریوه توکم او نور ، د بشریت پر ضد جنایاتو کې شمیرل کیږي. [1]
 
موږ د همدغې مادې د بشپړوونکې یوې برخې په توگه د وحدت او اتحاد د ځواکونو ډیرې بیلگې وړاندې کړې او و مو ویل چې د نجیب الله د واکمنۍ د پرځېدنې په لومړي کال او له هغه په را وروسته کلونو کې یې په زرگونه کسان تښتولي دي. ستونزه دا ده چې ډیري نیول شوي کسان بیرته نه دي خوشې شوي او بیا یې چا مخ نه دی لیدلی او دا په څرگنده دې ته نغوته کوي چې هم د اتحاد او هم د وحدت ډلې ددغو تښتول شویو بندیانو له منځه  په زرگونو بې گناه ملکي وگړي وژلي دي. همدارنگه هغه بندیان چې ژندوي پاتې دي یا خوشې شوي دي وايي چې له ټولو سره ناوړه غیر انساني چلند شوی او وهل شوي دي. د وحدت او اتحاد د ډلو او ځواکونو له پلوه تر سره شوې وژنې ، ناوړه چلندونه ، له خپلواکۍ څخه د ملکي وگړو بې برخې کول او هر اړخیزه پراخې وژنې ښايي د بشریت پر ضد جنایاتو کې وشمیرل شي.
 
د اتحاد مشر سیاف ته په پورتنیو تیریو او سرغړونو کې د یو مرکزي کرکتر په توگه نیغ په نیغه گوته نیول  کیږي ځکه نوموړي د اتحاد د ځواکونو وروستنی څارونکی او کنترولوونکی وو.له سیاف سره په ټلواله کې د رباني د دولت د ۱۹۹۲ � ۱۹۹۳ ز کلونو چارواکو د بشري حقونو د څار ټولنې ته ومنل چې سیاف د اتحاد د ځواکونو د لوړ پوځي بولندوی په توگه له خپلو ټولو بولندویانو سره ورځنۍ اړیکې درلودلې او هغه دا واک درلود چې خپلو تر لاس لاندې کسانو باندې د بندیانو د خوشې کولو امر ورکړي او په حقیقت کې نوموړي په څو پیښو کې دغه کار کړی دی ، دا په دې مانا ده چې سیاف پر دغو بولندویانو د قوماندې واک درلود.[2] په ۲۰۰۳ز کال کې د بشري حقونو د څار ټولنې ته د کابل په لویدیځ کې روغتیاپالانو وویل چې یو شمیر ځانګړې قضیې وې چې په هغو کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې له سیاف سره د بندیانو د خوشې کولو په اړوند خبرې کړي دي  او دا یو ځل بیا په دې ټینگار کوي چې سیاف په خپلو تر لاس لاندې کسانو باندې کنترول درلود.[3] د بشري حقونو د څار ټولنې له هغو کسانو سره هم مرکې کړي دي چې د خپلو خپلوانو د خوشې کولو لپاره سیاف ته ورغلي او له هغه سره یې خبرې کړي دي.[4] او کله چې د ۱۹۹۲ز کال د جون په مېاشت کې په کابل کې له خبریالانو سره مخامخ شو او سیاف څخه د سړي تښتونو په اړه پوښتنې وشوې ، سیاف انکار و کړ چې د اتحاد ځواکونو دې هزاره گان تښتولي وي خو دې ته یې نغوته وکړه چې وحدت د ایران د دولت یو ایجنټ دی. [5]
 
موږ د اتحاد د نورو بولندویانو په اړه ډیرو پراخو څیړنو ته اړتیا لرو چې په سړي تښتونو او ځورونو کې د هر یوه ځانگړې ونډه و پلټو. د اتحاد د یو شمیر ځانگړو بولندویانو لکه شیرعلم ، ملاعزت ، زلمي توپان ، عبدالمنان ، ډاکټر عبدالله او نور آغا پر ونډې ، ځانگړې پلټنې ته اړتیا لري ، زموږ په راپور کې د مرکو په ترڅ کې د دوې نومونه ډیر راغلي دي چې په سړي تښتونه ، بندي کولو او پر بندیانو په اجباري کارونو کې یې ونډه درلودله.[6] لاندې مو  په څلورمه برخه کې د سیاف او د هغه د بولندویانو د شونی قانوني پازوالۍ په اړه سپړنې کړي دی چې په دغه گزارش او نورو ځایونو کې د ځورونو او سرغړونو بڼې یې راغلې دي. 
 
پورته مو د وحدت د گوند مشر مزاري په اړه یو شمیر یادونې وکړې. هغه په ۱۹۹۵ ز کال کې ووژل شو . مزاري او د هغه مرستیال کریم خلیلي ( د افغانستان د اوسني ولسمشر مرستیال ) دواړو له رویټر او اسوشیـﺌـتد پرس سره منلي ول چې هغوی ډیر پښتانه ملکي وگړي بندیان کړي دي.[7] مزاري له خپل دریځ څخه په دې پلمې ننگه وکړه چې د اتحاد سرتیرو هزاره گان بندیان کړي دي.[8] ( مزاري وروسته دا هم منلي ول چې بندیان په کورونو کې ساتل کیږی ، هغوی ته ډوډۍ ، اوبه او خوراک ورکول کیږي او نه ځورول کیږي ) [9]
 
د وحدت د بولنې " قوماندې " او کنترول د جوړښت په اړه او هم د وحدت د هغو بولندویانو د قانوني عدلي تعقیب لپاره نورو پلټنو ته اړتیا شته چې تر اوسه ژوندي دي. د وحدت د گوند د پریکړو او د گوند په پوځي کنترول کې د کریم خلیلي د ونډې او ښکیلتیا په اړه نورو پلټنو ته اړتیا لیدل کیږي. شفیع دیوانه او نصیر دیوانه دواړه وژل شوي دي خو تورکمني ، محسن سلطاني ، طاهر توپان ، صداقت جاغوري او بولندوی بهرامي لا تر اوسه ژوندي دي او په هغو سرغړونو کې دې د دوی ونډه و پلټل شي چې یې دلته راټول شوي دي. موږ په څلورمه برخه کې د وحدت د بولندویانو د قانوني پازوالۍ او په سرغړونو کې د هغوی د ونډې په اړوند نورې خبرې هم لرو.
 
د سړي تښتونو ، یرغمل نیولو او وژنو ترڅنگ دې  د هغو لوټماریو ، داړه ماریو، غلاوو او شوکو په اړه هم هراړخیره پلټنه وشي چې په دغه مهالیز واټڼ کې تر سره شوي او موږ پورته یو شمیر کوشنیو برخو ته یې نغوته وکړه. د ټولو ځواکونو او ډلو د بولندویانو نومونه چې پورته یاد شول له هغو څخه دې په شوکماریو ، داړو ، ډاکو گریو او لوټلو کې د ښکیلوالی پوښتنې او پلټنې وشوي.
[1] د ژنیوا د څلورو واړو کنوانیسیونو د دریمې مادې او په نړیوال قانون کې د نورو بندیزونو لپار لاندې څلورمه برخه وگورﺉ.
 
[2] Human Rights Watch interview with S.A.R., former Shura-e Nazar official in 1992, Kabul, July 11,
2003; Human Rights Watch interview with R.D., former official in the interim government 1992-
1995, Kabul, July 16, 2003; Human Rights Watch interview with C.S.A., former government security
official, July 18, 2003.
[3] Human Rights Watch interview with H.K., aid worker, Kabul, July 5, 2003; Human Rights Watch
interview with S.K., Afghan medical worker in Karte Seh (West Kabul) during early 1990�s, Kabul,
July 9, 2003.
[4] Human Rights Watch interview with L.R.G., Kabul, July 3, 2003.
[5] Roche, �Kabul fighting erupts again despite ceasefire,� Reuters, June 4, 1992
[6]  پورته مو د " بندي شویو او تري تم شویو " کسانو څو بیلگې وړاندې کړې دغه تورونه دې ته نغوته کوي چې په دغه گزارش کې د ویل شویو تري تم کیدنو ، بندي کولو او ځورنو د پازوالۍ تورونه د نوموړو بولندویانو پر غاړه ور پریوزي.
[7] Andrew Roche, �Kabul fighting erupts again despite ceasefire,� Reuters, June 4, 1992; Sharon
Herbaugh, �Civilians tell of captivity, torture by rebels,� Associated Press, June 6, 1992.
[8] Roche, �Kabul fighting erupts again despite ceasefire,� June 4, 1992.
د ژنیوا د ۱۹۴۹ز کال د څلورو کنوانسیونونو دریمه ماده چې غیر نړیوالو وسله والو نښتو ته ځانگړې شوې ټینگار کوي چې هېڅ څوک دا حق نه لري چې غچ اخیستنې ته لمن ووهي او دا یې هغه غیر قانوني چلند بللی دی چې سیال ځواکونه یې د یو بل پروړاندې کارَوي ؛ نوموړې ماده غلیمې خواووې دې ته اړ باسي چې نړیوال بشري قانون ته درناوی وکړي. د بېلگې په توگه، دریمه ماده ناوړه غیر انساني چال چلند لکه سړي تښتونه " هر چیرې ، هر وخت او تر هر نامه لاندې چې وي" په کلکه غندي.
[9] Herbaugh, �Civilians tell of captivity, torture by rebels,� June 6, 1992.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery