جنسي تیري او جنسي ځورونې :
د بشري حقونو د څار له ټولنې سره د کابل ډیریو روغتیاپالانو د مرکو په لړ کې وویل
چې په ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ ز کلونو کې د وحدت او اتحاد د ډلو او ځواکونو له پلوه جنسي تیري
او د جنسي ځورونو نور ډولونه په ځانگړې توگه پر ښځو تر سره شوي دي ،دغه ډول تیري او
ځورونې کابل ته په ور څیرمه سیمو کې د دغه پـَیـر د دښمنیو پر مهال هم تر سره شوي
دي.[1] د بشري حقونو د څار ټولنې ونه شوای کولای د دغه مهال د جنسي تیریو له ډیریو
بلهاریانو " قربانیانو " سره مخامخ خبرې وکړي ځکه نجونې او ښځې دغو ډول مرکو ته
دومره لیوالتیا نه لري او یا یې د کورنۍ غړي نه پریږدي چې په دې اړوند خبرې وکړي.
خو د دغو پیښو شاهدان او لاسوندونه شته. موږ مخکې له ح. ک څخه یادونه وکړه چې د دغه
پیر د پیښو پیښلیکنیزه بڼه یې لیکلې ده او موږ پورته نغوته وکړه چې د هغه پروژه د
پیښو ، سړي تښتونو ، لوټماریو په لاسوندولو راڅرخیدله ، نوموړي د بشري حقونو د څار
ټولنې ته وویل هغو پلټونکو چې د ۱۹۹۰ز لسیزې په پیل کې د دغو ډول پیښو په اړه پلټنه
کوله پوهیدل چې د کابل په لویدیځ کې سړي تښتونه او پر ښځو جنسي تیري خپلې لوړې کچې
ته رسیدلې ، خو هغه زیاته کړه چې ډیري کورنۍ دې ته چمتو ته دي چې په دې اړوند ډیر
مالومات ورکړي.
" په داسې پیښو کې د ښځو د تښتولو او یا پر هغوی د جنسي تیریو په اړه د مالوماتو
را ټول نه شونی ول. د تښتول شویو ښځو کورنۍ او یا هغوی چې تښتول شوي دي د کورنۍ نوم
او ویاړ له ویرې نشي کولای د هغه جنایت په اړه خبرې وکړي چې پر دوی تیر شوی دی.
کورنۍ په لوی لاس انکار کوي چې که چا د دوی له کوره چا ښځه تښتولي وي ، یا نه غواړي
چې د دغو پیښو په تړاو خبرې وکړي ؛ دا ځکه چې افغان کورنۍ ډیرې محافظه کارې دي.
نورې کورنۍ پوهیږي چې په کومې کورنۍ کې څه تیر شوي دي ، په دغو کورنیو کې داسې کیسې
ډیري دي چې د نورو کورنیو د ښځو د تښتولو په اړه خبرې دي . ما ته به ډیرو کسانو ویل
چې " هغه کورته گورﺉ ، د سړک په دغه یا هاغه غاړه کور کې یوه ښځه تښتول شوې وه" خو
کله موږ هغې کورنۍ ته ورتللو او له هغو څخه مو پوښتنه کوله هغوی انکار کاوه او ویل
یې چې هېڅ نه دي پیښ شوي. داسې ځوابونه تل او هر چیرې را کول کېدل. یو شمیر کورنیو
منله چې د هغوی له کوره هلک تښتول شوی یا پر هغه جنسي تیری شوی خو د ښځو په اړه یې
هېڅ نه ویل. "[2]
د بشري حقونو د څار ټولنې له بیلا بیلو ژورنالیستانو او د ټولنیزو چارو له
کارکوونکو څخه بیلابیل مالومات ترلاسه کړل او ټینگار کوي چې له دوی سره د جنسي تیرو
د پیښو لاسوندونه شته � په ځانگړې توگه د جمعیت ، اسلامي گوند او وحدت د ډلو په اړه
چې د خلکو پر کورونو ورننوتل او پر ښځو یې جنسي تیري کول.[3] همدا شان د بشري حقونو
د څار ټولنې ته د جمعیت ، وحدت او جنبش ځواکونو د جنسي تیریو په اړه د ډاډ وړ
مالومات را رسیدلي دي.[4] مخکې مو د کابل په لویدیځ کې له روغیتا پالې س. ک څخه
یادونه وکړه ، نوموړې وایي چې هغې د داسې میرمنو درملنه کړې ده چې په ۱۹۹۲ � ۱۹۹۳
زکلونو کې د کابل په لویدیځ کې پرې جنسي تیري شوي ول � هغه زیاتوي چې دوی د سړکونو
له مخې د ډیرو وژل شویو میرمنو جسدونه راټول کړي دي � د هغوی له جسدونو څخه په
څرگنده ښکاریدل چې پر هغوی جنسي تیري شوي ول. [5]
د نجیب الله د واکمنۍ له را پرځېدا وروسته په کابل کې د بیلا بیلو ډلو د سرتیرو له
پلوه د بې شمیرو تر سره شویو جنسي تیریو پراخې پلټنې ته اړتیا شته. د لاسوندونو پر
بنسټ په دغه مهالیز واټن کې جنسي تیرې د یوې ساري روحي ناروغۍ په بڼه د ډلو د
ځواکونو د سرتیرو او بولندویانو په منځ کې خپره شوه ، په دې کې د لوړې کچې
بولندویان هم شته ، او داسې بریښي چې ځواکمنو بولندویانو د هغې په مخنیوۍ کې وَړَند
او اړین گامونه له اره نه دي اوچت کړي. په ځینو پیښو کې لوړ پوړي بولندویان په خپله
ښکیل ول. [6]
--------------------------------------------------------
[1] Human Rights Watch interview with S.K., Afghan medical worker, Kabul, July
9, 2003; Human
Rights Watch interview with H.K., aid worker, Kabul, July 5, 2003.
[2] Human Rights Watch interview with H.K., aid worker, Kabul, July 5, 2003.
[3] �Human Rights Watch interview with Y.U., journalist, Kabul, July 8, 2003
(documented rape of
women by Hezb-e Islami forces); Human Rights Watch interview with J.J.E, civil
society leader,
Kabul, July 10, 2003 (documented case of three women raped by Jamiat forces in
Micrayon); Human
Rights Watch telephone interview with John Jennings, Associated Press
correspondent in Kabul 1992-
1993, April 8, 2004 (describing evidence of rape by Wahdat). Terence White, a
journalist with Agence
France-Presse, also documented cases of rape of Afghan women by various
mujahedin forces in 1992
and 1993. See Terence White, �Afghan women protest outside UN office as Turks
evacuate Kabul,�
Agence France-Presse, February 9, 1993.
[4] Human Rights Watch interview with J.G.M., former government security
official in 1992-1993,
Kabul, July 10, 2003 and Human Rights Watch interview with S.A.R., former Shura-e
Nazar official,
Kabul, July 11 and 20, 2003 (admitting Jamiat forces were regularly implicated
in rapes); Human
Rights Watch interview with K.M.B., former combatant who served under Ittihad
forces, Kabul, July
4, 2003 (witnessed women who said they were raped by Wahdat); Human Rights Watch
interview
with C.S.A., former government security official, July 18, 2003 (documented
rapes by Junbish).
[5] Human Rights Watch interview with S.K., Afghan medical worker in west Kabul
during early
1990�s, Kabul, July 9, 2003. S.K. described a typical case of a woman she found
on the street in Karte
She, in west Kabul: �A Pashtun; she had some tattoos on her face. She had been
killed, and she had
been tortured, you could see, and raped. We picked her up and took her to the
hospital. . . .� Ibid.
[6] For more information on the specific legal standards of international
humanitarian law applicable
to rape and the culpability of individual commanders, see section IV below.