ب : ۱۹۹۲ ز اکتوبر � ۱۹۹۳ ز فبروري
د ۱۹۹۲ز کال د اگست د گولیو او راکټونو له وریا وروسته کابل د هغې مېاشتې په پرتله
دومره ونه کړیده ، خو د کال تر وروستیو شپو ورځو پورې د ښار په هره برخه کې به هره
ورځ د توپونو گولۍ او پریمانه توغندي لگېدل.
د پیښاور د تړون پر بنسټ د اکتوبر په مېاشت کې د مشرتابه واکمنې سلاکارې ډلې "
قیادي شوری " پریکړه وکړه چې د رباني واکمني دې تر نورو ۴۵ ورځو د همدغه کال د د
سامبر ترپایه پورې و غځوي ، دا ځکه چې دوبـَنـیـو جگړو د شوري د غونډو ناستې ناشونې
گرځولې وې. د جمعیت ډلو د کابل پوهنتون په را څیرمه سیمو کې د وحدت له ډلې سره کلکې
جگړې وکړې ، دغو جگړو نور ځاني او مالي تاوانونه را منځته کړل. له بلې خوا داسې نښې
نښانې را څرگندې شوې چې د دوستم جنبش ډلې د حکمتیار له اسلامي گوند سره د غاړۍ غړۍ
کېدنې خبرې را پيل کړې وې ، له دې مخکې د حکمتیار ډلې په پيل کې له دوستم سره
مخالفت کاوه او له مسعود سره په مخالفت کې دوستم یې د یوې پلمې په توگه کاراوه [
دوستم د پخواني ړنگ شوي کمونیست دولت یو چارواکی وو]
د ۱۹۹۲ز کال د سامبر په مېاشت کې رباني ځانته بیله جرگه " شوری " جوړه کړه ، نوموړی
جرگې د پیښاور د تړونونو پربنسټ پر قیادي شوری غږ وکړ چې نوی دولت دې جوړ کړي � یا
دې رباني د دویم ځل ټاکنه ومني. خو ستونزه دا وه چې د ربانۍ جرگې په جگړې کې د
ټولو ښکیلو خواوو استازیتوب نه شوای کولای او نه یې د افغانستان د ټول ولس
استازیتوب کاوه. ان د ده په شوری کې ډیریو رابلل شویو استازو د راﺌـیې له ورکړې څخه
ډډه وکړه، ان په دغو استازو کې د جنبش ، وحدت او اسلامي گوند استازو هم گډون وکړ خو
راﺌـیه یې ور نه کړه. هر گوره ، د ربانې په جرگه کې استازو چې د ملا رباني ملاتړي
او د هغه خپلې ملیشیاوې وې ټینگار وکړ چې رباني دې د نورو راتلونکو اته لسو مېاشتو
لپاره د ولسمشر په توگه و ټاکل شي او په دې توگه یې رباني یو " ځل بیا " و ټاکه .
حکمتیار د جرگې پریکړه و غندله او ژمن وو چې په څو راتلونکو مېاشتو کې به د رباني
دولت را وپرځوي او د مسعود ځواکونه به په شا و تمبوي. وحدت هم د رباني نوی دولت و
غانده او په لنډ وخت کې یې له حکمتیار او جنبش سره ټلواله جوړه کړه. جنش په دغه ټول
مهال کې کله یوې خوا اوښته او کله بلې خوا. [1]
۱۹۹۳ ز کال ، جنوري � فبروري ، جگړې دوام لري
د ۱۹۹۳ زکال د جنوري د ۱۹ نېټې په اونۍ کې د جمعیت ، اسلامي گوند � وحدت ترمنځ د
جگړو اور رمباړلې وهلې. د همدغې اونۍ په پیل کې د جمعیت ځواکونو د کابل په سویل او
سویل ختیځ کې د اسلامي گوند په بیلا بیلو مورچلونو بریدونه وکړل او د حکمتیار
ځواکونو په ځواب کې د ښار پر مرکز د توپ د گولیو او توغندیو وریا پيل کړه. [2] د
اونۍ په وروستیو کې د کابل په لویدیځ کې د وحدت او جمعیت ترمنځ د کانتیننټال د هوټل
په شا او خوا ، د غره په لویدیځ کې په یوې پراخې کرهنیزې سېمې کې د سیلو په شا او
خوا او نورو ځایونو کې کلکې نښتې رامنځته شوې. اوس هغه مهال وو چې د وحدت او اسلامي
گوند ځواکونو یو بل ته په جگړو کې اوږه و رکوله.[3]
دواړو ښکیلو خواوو ، جمعیت له یوې خوا ، د اسلامي گوند او وحدت ټلوالې له بلې خوا
خبریالانو ته خپلې اعلامېې ورکړې � دواړو خواوو د دښمنیو د بیا پیلولو تورونه پر یو
بل لگول. [4]
له یو شمیر روغتیاپالانو او خبریالانو سره د بشري حقونو د څار د ټولنې د مرکو
پربنسټ او هم د هغو مرکو پر بنسټ چې نوموړو خبریالانو او روغتیا پالانو له نورو سره
په دغه مهال کې کړې وې ،چې د راتلونکو درېو اونیو جگړو په لړ کې د کابل د ښار په
زرگونو اوسیدونکي ټپيان او ووژل شول. په کابل کې د تورکیې ، ایران ، چین او
هندوستان د ډیپلوماټانوپه گډون یو شمیر ډیپلوماټان او د ډیپلوماټیکو دفترونو
کارکوونکي له کابله ووتل.
د اونیو په تېرېدو جگړه لا پراخېدله او ډیره کرغېړنه شوه. هغو ژورنالیستانو چې د
کابل په لویدیځ کې کارکاوه د بشري حقونو د څار نړیوالې ټولنې ته وویل چې په
روغتونونو کې نور د ناروغانو لپاره ځای نه وو هره ورځ به بې شمیره ټپي ملکي وگړي او
پوځي ناروغان راوړل کېدل. ډیري ټپیان تر روغتونه نه را رسیدل او په لاره کې مړه
کېدل. یو ژورنالیست چې د ښار له مرکزه به د کابل تر لویدیځه د جگړو د گزارشونو
لپاره راته ، د جگړو ډیر کرغیړن اړخونه داسې په یاد لري :
دا یو بشپړ لیونتوب وو. پر سړکونو څوک نه ښکارېدل. د کابل د ښار او دارالامان ترمنځ
سړک یو خونړی سړک وو ، هره شېبه به توغندي پرې ورېدل. رښتونی او خونړۍ وحشت خپور
وو. کله به چې له یوې خوا ډز وشو ، نو هر څوک به پوهېدل چې ډز له کومې خوا وشو.
کله به چې څوک د کابل سویل چهارآسیاب ته تلل نو د لارې په اوږدو کې به یې د حکمتیار
د توغندي ویشتونکو لیکې لېدلې. د وزیر اکبر خان شاته د بي بي مهرو د غونډۍ له پاسه
هم همدا حال وو او هره شېبه به توغندي لگېدل. د پیښو لړۍ دومره ډیرې وې چې موږ به د
خبریال په توگه پریکړه کوله چې هرې یوې ته مو زړه غوښتل ورتللو او له خلکو سره مو
مرکې کولې یا به مو د رامنځته شوې پیښې ویډیويي انځورونه اخیستل. موږ ډیرې کرغیړنې
پیښې په سترگو ولیدلې. هرې خوا ته به مړي پراته ول ، هر لورته دې چې کتل ټپيان ول
، د سړک پر څنډو جسدونه خواره واره لیدل کېدل. یوه ورځ مې د یوه ماشوم د بدن پاتې
شوې غوښې ولیدلې چې پرځمکه پروت وو. یوه بله ورځ مو یو ټپي هلک موټر ته را پورته کړ
، هغه ملکي هلکی وو ، ډډه یې سورۍ شوې وه. ما ډیر له وحشته ډک او کرغیړن شیان لیدلي
دي. ددغه هلک له ټپ څخه بویونه تلل ، بیا مو د موټر شاته په ټول بکس کې واچاو او
روغتون ته مو ورساوه. ډیر ککړ بوی یې کاوه. گومان نه کوم چې هغه دې ژوندی پاتې شوی
وی. [5]
د جگړې د دواړو خواوو ډیري توغندي او د توپونو گولۍ به هره ورځ د ملکي وگړو پر سیمو
موښتل او ډیري ناروغان چې روغتون ته راوړل کېدل ملکي وگړي ول.[6]
په جگړو کې د وژل شویو کسانو روښانه شمیره نه ده څرگنده خو په کابل کې د هاغه وخت
ژورنالیستان په دې بریالي شوي چې د ورځنیو شمیرو اټکلنه را ټوله کړي :
- د جنورۍ په ۱۹ نېټه د فرانسپرس خبري ایجنسۍ ته د روغتیايي چارو یوه چارواکي
گزارش ورکړ چې د ښار مرکزي روغتون ته ۲۳ تنه ټپيان راوړل شول او ۸ تنه یې مړه شول.
[7]
- د رویتر د ژورنالیست د راټولو شویو گزارشونو له مخې یوازې د وزیر اکبرخان په
روغتون کې لږ تر لږه ۴۱ ناروغان منل شوي ، ۱۰ تنه په ورڅیرمه پوځي روغتون کې مړه
شوي ( دلته ډیر ټپیان راوړل شوي ) ، د جمهوریت په روغتون کې ۲۶ تنه ټپیان ، چې
څلورتنه یې مړل شول.[8] د جمهوریت د روغتون ډاکټر سیدعمر ژورنالیستانو ته وویل " دا
درانده توپونه دي او چرې یې انسان ټوټې ټوټې کوي.... نن موږ ته تر ټولو بد سهاررا
په برخه شوی وو." [9]
- د ۱۹۹۳ ز کال د فبرورۍ د مېاشتې په اتمه نېټه د اسلامي گوند او د وحدت د ډلې
ځواکونو دواړو د ټولې ورځې په اوږدو کې د جمعیت پر مورچلونو د توغندیو بریدونه وکړل
، په دغه برید کې د ښار په مرکز او ختیځو سیمو کې د ملکي وگړو سیمې هم وویشتل شوې ،
له بلې خوا د بي بي مهرو ، او د وزیراکبر خان د غونډیو له پاسه د جمعیت د ډلې
ځواکونو د ښار سویلي برخې د اسلامي گوند د مورچلونو په گډون په توغندیو وویشتلې. د
کابل پر دغو ځایونو توغندي مښتلي ول : مکروریان ، وزیراکبرخان ، د کابل ټول لویدیځ
، د ټلویزیون د غره په لمنه کې پراته کورنه ، په دغو بریدونو کې په سلگونو ملکي
وگړي ووژل شول. د جمعیت او د اسلامي گوند د ځواکونو ترمنځ د روسیې سفارت ته نیږدې
او هم د ولسمشرۍ د ماڼۍ تر څنگ د نښتو گزارش ورکړل شوی دی. په دغه ورځ د وزیر اکبر
خان روغتون ، د ۲۰ تنو د مړه کېدلو او ۶۰ تنو د ټپي کېدلو گزارش ورکړ ؛ یوه
ژورنالیست د روغتون په دالانونو کې ډیر کړیدونکي ټپیان اود موټرو په تمځای کې بې
شمیره مړي لیدلي دي ، ټپیان ټول د توغندیو په چـَرو لگېدلي ول. ډاکټر محمد قاسم ،
خبریال ته وویل : " دا د جگړو له پيله تر ټولو لوړه شمیره ده ." [10] په نورو
روغتونونو کې روغتیاپالانو د مړیو شمیره نه شوای اخیستای. یوې رنځورپالې بل ژور
نالیست ته ویلي ول چې : " موږ د مړیو د شمیرلو لپاره وخت نه لرو ،موږ ډیر بوخت یو
، موږ د ټپیانو ژوند ژغورو او اړ یو چې د هغوی پالنه وکړو"[11]
د فبرورۍ د لومړۍ اونۍ په پای کې د کابل د روغتیایي چارو مأمورینو د ۸۰۰ تنو د وژل
کېدلو د ۳۵۰۰ تر ۴۰۰۰ تنو پورې د ټپي کېدلو گزارش ورکړ چې د ۱۹۹۳ ز کال د جنورۍ د
مېاشتې له ۱۹ وروسته تر دغه دمه یا وژل شوي یا ټپیان شوي دي � او دا یې هم ورزیاته
کړه چې ښايي د مړیو شمیره نوره هم اوچته شي ځکه چې ډیري ملکي وگړي خپل مړي
روغتونونو ته نه راوړي او یا د مړیو گزارش روغتون ته نه ورکوي.[12] د آي سي آر سي
مشر امین کوبل [13] ژورنالیستانو ته وویل چې د فبرورۍ تر لسمې[14] نیټې پورې ۳۶۸
تنه ټپیان د کابل په روغتونونو کې منل شوي دي. د فبرورۍ په ۱۲ نېټه د آي سي آر سي د
روغتون یوه ډاکټر د فرانسپرس د خبري ایجنسۍ یوه ژورنالیست ته وویل چې د ( ملکي او
پوځي ) وگړو په گډون ښایي په ټول ښار کې ۵۰۰۰ تنه وژل شوي وي. [15]
د کابل یوه استوگن چې د جگړې په لړ کې د کابل په لویدیځ کې اوسیده ، د بشري حقونو د
څار ټولنې ته د مرکې په ترڅ کې وویل :
" ډیرې بدې او ترخې شپې ورځې وې. هره ورځ به توغندي راتلل. د شپې له پلوه به د سیاف
او جمعیت تر ولکې لاندې د کابل په لویدیځ کې د پغمان په لمنه کې له پرتې قرغې څخه د
ټوپ گولۍ او د نورو درندو وسلو مرمۍ راتلې. او د جمعیت په ولکه کې د مأمورینو د
کارتې د غونډې له پاسه به د توغندیو ډزې پيل شوې. د مأمورینو د کارتې د غره او
غونډۍ له پاسه به یې افشار ویشته ،هغوی د غره ډډې ویشتلې ، هلته ټول د ملکي وگړو
کورونه ول ، موږ په دغه موده کې د خپل کور ترځمکې لاندې خونې " زیرزمینۍ " کې
اوسیدلو. " [16]
د کابل یو بل استوگن شاهد چې په هغه مهال کې د طب د پوهنځي محصل وو د بشري حقونو د
څار ټولنې ته د کابل د لویدیځ او مرکز په دواړو سیموکې د پیښو د حالت په تړاو داسې
وویل :
" په دغه وخت کې زموږ په سیمو او گاونډ کې ډیرې کلکې او ترخې جگړې روانې وې. ما
داسې جگړې ډیرې لېدلې وې. موږ د نظار د شوری او د حکمتیار د توغندیو او د توپونو د
مرمیو او ډزو ډیرې بدې ورځې او وحشت ولید. پر روغتونونو هم توغندي مښتل ؛ خلک ټوټې
ټوټې کېدل ، هرې خواته به ککرې ، لاسونه او پښې پرتې وې.
یو ځل یو توغندی د امنیت [ خاد � ژ ] پرروغتون ومښت ، موږ هلته په پوهنتون کې د
امنیت د نشتوالي له امله خپلې زده کړې کولې... د سهار لس بجې وې. یو شمیر ډاکټران
ووژل شول ، یو شمیر نجونې زده کوونکې هم ووژل شوې ، یوې نجلې خپل عصبي کنترول له
لاسه ورکړ ځکه پر ککره یې د توغندي چره مښتې وه. یوه نجلۍ ړنده شوه. ما دغه ټول په
رڼو سترگو ولیدل � ما ولیدل چې د یوه توغندي چرې څنگه یو انسان ټوټې ټوټې کوي.د
توغندیو د مښتلو په پیښو کې ډیر خلک ووژل شول. توغندي د ښار له لویدیځ لوري د
ټلویزیون د غره له پاسه [ د کابل په زړه کې لوړه څوکه ، په دې مانا چې د کابل له
سویل لویدیځ څخه د حکمتیار له مورچلونو څخه] ویشتل کېدل. [17]
د کابل په لویدیځ کې د افشار د سیمې یوه اوسیدونکي د بشري حقونو د څار ټولنې ته د
مرکې په لړ کې وویل چې په ۱۹۹۳ زکال کې لومړی دده ورور ، وروسته یې پلار د توغندیو
او ټوپونو د مرمیو په چرو کې ووژل شول :
" د جنوري د مېاشتې وروستۍ اونۍ وه ، شین سهار وو ، زه لا تر هاغه مهاله بیده وم ،
زما مشر ورور کښته د څاه سر ته ولاړ [ څاه د غره په لمن کې زموږ تر کور لاندې وه] ،
ورور مې غوښتل کورته لږ اوبه راوړي..... گاونډیان راځي او موږ له خوبه را پاڅوي او
وايي کښته د هټۍ مخې ته ورشو ... موږ کښته شولو : اوه یا اته جسدونه د ځمکې پرمخ
پراته ول ، جسدونه د یوبل تر څنگ د هټۍ مخ ته ایښودل شوي ول. گاونډیو وویل چې د څاه
تر څنگ یو توغندی مښتی وو او ورور مې پکې وژل شوی وو. په دغو شپو ورځو کې هر چیرې
او هر وخت چاودنې کېدلې او توغندي هر چیرې موښتل....
موږ نشوای کولای مړی ښخ کړ ، هرې خواته توغندي مښتل ، چا له کوره دباندې پښه نه شوه
ایښودلای.... کله چې شپه تیاره شوه ، د کورڅنگ ته مو ښخ کړ. موږ له ځان سره اریکن
او لمپې راوړې وې خو له ویرې مو نه شوای لگولې. چوپه چوپتیا وه ، موږ ځمکه و کیندله
او د کوڅې ملا لنډه دعا وکړه. له هغه وروسته مو اریکن روښانه کړ ، تیاره وه ، هیڅ
شی مو په سترگو نه لیدل. د اریکن له روښانولو سره سم د مأمورینو د کارتې د غونډۍ له
پاسه چې د جمعیت په لاس کې وه ډزې پيل شوې ، زموږ خواته نیږدې یو توغندی و موښته ،
اریکن مو مړ کړ او مړی مو په تیاره کې ښخ کړ. دا د نظار د شوری خلک ول چې ډزې یې
کولې. هغوی به تل د مأمورینو له کارتې څخه ډزې کولې � هغوی به تل ملکي وگړي ویشتل.
هغوی به پر هر چا ډزې کولې ، خو ډیرې ډزې به یې هغه مهال کولې کله چې د دریو یا
څلورو تنو ډله یې ولیدله. [18]
ددغه سړي پلار درې ورځې وروسته په یوه برید کې ووژل شو :
" سهار مهال وو ، ډزې نه وې او حالت کرار ښکاریده. زړه مو غوښتل دباندې ووځو. موږ
خوراکي توکو ته اړتیا درلودله. پلار مې دباندې ووت. کله چې پلارمې زموږ له غرني
کوره کښته مخ په ځوړي روان وو ، د هغه ترڅنگ توغندی و مښت. پلار مې په هوا کړ او پر
ځمکه یې وویشتت. یوه چره ورباندې مښتې وه. په ډیر بد ډول ټپی شوی وو. موږ ژړاوې پیل
کړې ، موږ غوښتل چې هغه روغتون ته ورسوو ، خو ډیر وینه ورڅخه بهېدله ، وینه نه
درېدله. هغه په وینو کې لېت پیت وو او سا یې ورکړه.... موږ غوښتل چې هغه ښخ کړو خو
د هغه په ښخولو کې هغه کړاو پر موږ تیر شو چې درې ورځې مخکې زما د ورور په ښخولو کې
راپیښ شوی وو. "
د جنورۍ د مېاشتې په وروستیو او د فبرورۍ د مېاشتې په پیلنیو ورځو کې په زرگونو
کابلیان له خپلو کورونو څخه وتښتیدل. د بشري حقونو د څار ټولنې[19] له څو تنو
کابلیانو سره چې په هغه مهال کې یې خپلې کورنۍ له کابله دباندې لیږلې وې مرکه کړیده
او ټولو د جگړو له امله سرټکونه کوله. " موږ د توغندیو د چرو له ویرې خپل کورونه
پریښودل ، موږ د ډزو له ویرې خپلې شتمنۍ او کورونه پریښودل ، درندې وسلې وې ، هرې
خواته ډزې کېدلې او هره شېبه توغندي مښتل." [20] یوه کابلي ښاري چې د فبرورۍ په
مېاشت کې یې خپل کور پرې ایښی وو د بشري حقونو د څارټولنې ته وویل : " د کابل په
لویدیځ کې به شوروي سکر توغندي مښتل ، توغندي هر چیرې په هوا ول... د توپونو ړندې
گولې او ړانده توغندي له توپیره پرته هر چیرې او د هر چا په ککره موښتل. زموږ ژوند
خوندي نه وو له دې امله اړ شو چې دباندې ووځو[21]. په هاغه وخت کې ژورنالیستانو
گزارش ورکړ چې د ملکي وگړو کتارونه پر سړکونو لیدل کیږي او غواړي له ښاره دباندې
ووځي. یوه سړي چې په یوې لاسي کراچۍ کې یې د خپل کور شیان بار کړي ول د فبرورۍ په
نهمه یوه ژورنالیست ته په لوړه ترخه ژبه وویل : " دغه مجاهدین موږ بیرته لومړۍ پیړۍ
ته بیایي. "
--------------------------------------------
[1] اسیر : علل سقوط پپ. ۹۱ � ۱۰۳ . سنگر : نیم نگاهې بر اﺌـتلافهای تنظیمي در
افغانستان پپ : ۱۶۲ -۱۶۷
[2] د ۱۹۹۳ ز کال د جنورۍ د مېاشتې د ۱۹ نېټې د اونۍ د جگړو په اړه مالومات د هغو
پراخو مرکو پربنسټ راټول شوي چې په کابل کې مو د جگړو له شاهدانو ، افغانو او
نړیوالو ژورنالیستانو ، د مرستندویو ټولنو له کارکوونکو ، د بيلا بیلو ډلو له
چارواکو او نورو شاهدانو سره تر سره کړي دي چې د پیښو په اړوند یې مالومات درلودل
[3]په ۱۹۹۳ ز کال کې د دفاع وزیر مسعود تر لاس لاندې د جمعیت رسمي چارواکي یونس
قانوني د فبرورۍ د مېاشتې په لومړۍ اونۍ کې خبریالانو ته وویل چې اوس د اسلامي گوند
او وحدت ترمنځ د جوړې شوې ټلوالې کړۍ مخ په ماتیدو ده
[4] Terence White, �Rebel faction holds out under pressure from government,�
Agence France-Presse,
January 20, 1993 (�government� and �Hezb� officials quoted); Terence White,
�South Kabul under intense rebel bombardment, many casualties,� Agence France-Presse,
January 21, 1993 (quoting
�government� officials); Suzy Price, �Hundreds of casualties in Afghan
fighting,� Reuters, January 21,
1993 (quoting �government� and �Hezb� statements); and Suzy Price, �Rebel Afghan
chief attacks
Kabul for the 19th day,� Reuters, February 6, 1993 (quoting Yunis Qanooni and
Abul Ali Mazari).
[5] Human Rights Watch interview with Suzy Price, correspondent for the British
Broadcasting
Corporation and Reuters, New York, April 1, 2004.
[6] Human Rights Watch telephone interview with Marc Biot, official at Jamhuriat
hospital in Kabul in
1992-1993, July 10, 2004; Human Rights Watch interview with S.K., Afghan medical
worker in west
Kabul during early 1990�s, Kabul, July 9, 2003.
[7] Terence White, �Rocket attack kills eight, Afghan troops suffer heavy
losses,� Agence France-
Presse, January 19, 1993 (quoting hospital officials).
[8] Suzy Price, �Hospitals full as more rockets hit Afghan capital,� Reuters,
February 4, 1993; Human
Rights Watch interviews with Suzy Price, New York, March 2004.
[9] هماغه
[10] Price, �Dozens killed, hurt in shelling of Afghan capital,� February 8,
1993.
[11] Jennings, �Fighting intensifies in Afghan capital,� February 8, 1993.
[12] Price, �Dozens killed, hurt in shelling of Afghan capital,� February 8,
1993; Jennings, �Fighting
intensifies in Afghan capital,� February 8, 1993.
[13] Armin Kobel, the chief of ICRC,
[14] Terence White, �Former Pakistan secret service chief arrives in Kabul,�
Agence France-Presse,
February 10, 1993 (quoting Kobel).
[15] Terence White, �No respite in Kabul rocket barrage, death toll close to
5,000,� Agence France-
Presse, February 12, 1993.
[16] Human Rights Watch interview with L.M., resident of Afshar, Kabul, July 12,
2003.
[17] Human Rights Watch interview with F.K.Z., resident of west Kabul, Kabul,
July 9, 2003.
د ژباړونکي یادونه : د بشري حقونو د څار ټولنه باید په دغه برخه کې سپیناوی وکړي او
یا د دوی ژباړونکو ورته جمله سمه نه ده ژباړلې. د آشامایي یا آسمايي غر چې د کابل د
زړه لوړه څوکه ده او خلک یې د ټلویزیون د غره په نامه بولي. دغه غر د مسعود په لاس
کې وو نه د حکمتیار د ځواکونو په لاس کې. ښايي د لیکوال یا مرکه کوونکي موخه دا وي
چې د کابل له سویل لویدیځ څخه ویشتل شوی توغندی چې موخه یې د ټلویزیون د پوستو غر
وو ، له خپلې نخښې اوښتی او د خاد پر روغتون مښتی دی.
[18] Human Rights Watch interview with Y.B.K., former resident of Afshar as a
young boy, Kabul, July
[19] Human Rights Watch interview with A.S.F., resident of west Kabul, July 2,
2003.
[20] هماغه
[21] هماغه