پر افشار برید
د وحدت او اسلامي گوند ټلوالې د رباني دولت ته نوی گواښ رامنځته کړی وو ؛ وحدت لا
وختي په یوازې سر د کابل د لویدیځ د ډیرو برخو او د ښار د یو شمیر ختیځو برخو په
گډون د کابل یو شمیرمرکزبرخې په خپلې ولکې کې درلودلې ، د هغوی په لاس کې ډیرې
دولتي ودانۍ هم وې ، په پغمان او د کابل په لویدیځ او د لویدیځ په لوړو غونډیو کې د
سیاف ملیشايي ځواکونه ډیره شوي ول. وحدت د افشار د غره لوړې څوکې په لاس کې درلودلې
چې له پوځي اړخه د د غه غره شمالي برخې چې د پغمان پر سړک سپرې وې وحدت په یوه
پیاوړي دریځ کې درولی وو.
د ۱۹۹۳ ز کال د فبرورۍ په پیل کې د برهان الدین رباني دولت ، د جمعیت او د اتحاد
لوړ پوړو بولندویانو پریکړه وکړه چې د اسلامي گوند او وحدت د ټلوالې پر وړاندې
کوټلي گامونه اوچت کړي ، دوی و پتییله چې د ښار په لویدیځ کې د وحدت پر مورچلونو په
ځانگړې توگه د افشار پر غره او پر نورو دولتي ودانیو چې د افشار ختیځ ته پرتې وې
برید وکړي او هم د افشار د غره په لمنه کې گڼ میشتې ملکي سیمې چاڼ کړي.
د بشري حقونو د څار ټولنې له بیلابیلو رسمي چارواکو څخه چې د نظار په شوری او لنډ
مهالي دولت کې یې کار کاوه د ډاډ وړ مالومات ترلاسه کړي دي ، هغوی منلي دي چې دغه
برید د جمعیت ، نظار شوری ، اتحاد او د رباني دولت د لوړ پوړو کسانو له پلوه پلان
او منظور شو.[1]
په پلان کې پتیـیل شوې وه چې دوی به د وحدت پر مرکزونو چې د کابل په لویدیځ کې د
افشارو په لمن کې د پولیتخنیک پوهنتون ته نیږدې د ټولنیزو علومو د اکاډیمۍ پر
ودانۍ برید کوي. د جمعیت او اتحاد ځانگړې موخه د وحدت د مرکزونو نیول او د افشار په
ور څیرموسیمو کې د وحدت د ډلې د مورچلونو دړې وړې کول ول تر څو دولت و کولای شي د
پغمان له سیمې نیولې بیا د ښار تر ختېځ پورې د خپلې ولکې لېکې و غځوي او هم د وحدت
سیاسي او پوځی مشر عبدالعلي مزاري ژوندی ونیسي.
د افغانستان لپاره د عدالت پروژې چې یوه غیر دولتي ډله ده د افشار د پیښې په گدون
له ۱۹۷۹ تر ۲۰۰۱ ز کال پورې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو لړۍ پلټلي او د افشار
عملیات یې د خپل ۲۰۰۵ ز کال د جنورۍ په گزارش کې داسې را سپړلي دي :
د برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې د افغانستان د اسلامي دولت د ۱۹۹۳ ز کال د
فبرورۍ د مېاشتې د افشار عملیات ، ددغه دولت تر ټولو پياوړي او سمبال شوي پوځي
عملیاتو ته نغوته کوي چې پکې له ډیر زیات پوځی ځواک څخه کار اخیستل شوی دی. دغو
عملیاتو دوې تاکتیکي موخې درلودلې. مسعود پریکړه کړې وه چې په لومړي سر کې به د
وحدت د گوند پوځي او سیاسي مرکزونه ونیسي ( دغه مرکزونه د کابل په لویدیځ کې د
افشار د غره په لمنه کې د ټولنیزو علومو په اکاډیمۍ کې پراته ول ) ، او هم به د
وحدت د گوند مشر عبدالعلي مزاري ژوندی ونیسي. دویم : د برهان الدین رباني تر مشرۍ
لاندې د افغانستان اسلامي دولت په پام کې درلودل چې د جمعیت تر ولکې لاندې سیمې د
کابل له مرکزه نیولې د سیاف تر ولکې لاندې سیمو پورې له یو بل سره ونښلوي چې له دې
لارې به په مرکز کې خپله واکمني ټینگه کړي. [2]
د ملیشیاوو ترمنځ د برید تابیا له بریده مخکې پټه پاتې نه شوه. د وحدت سیاسي
چارواکي د برید له پیلیدا څو ورځې مخکې پوهیدل چې د برید تابیا نیول شوې ده ، له
برید څخه څو ورځې مخکې د افشار د سیمې د اوسیدونکو یوه کوشنۍ برخه چې د اړیکو پر
بنسټ له بریده خبره وه له سیمې ووتله.[3] په بله وینا یوازې د افشار د سیمې هغه
استوگن چې له برید څخه خبر شوي ول په دې بریالي شول چې سیمه پریږدي. د سیمې یو
استوگن د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل چې په څه ډول له بریده مخکې خبر شوی وو :
" یوه ملگري مې د نظار په شوری کې کار کاوه. هغه د دولت په مرکز کې کار کاوه. هغه
له برید څخه دوې ورځې مخکې ماته راغی او ویې ویل : ته باید له دغه ځایه ووځی. د
برید امر ورکړ شوی دی. پغمانیان [ د اتحاد ډله ] غواړي پر دغې سیمې برید وکړي ، هر
څوک یې چې مخې ورشي و به یې وژني ، او هر څه به لوټ کړي. " [4]
یو بل وویل :
" موږ د مسعود د کسانو په منځ کې له یوې کورنۍ سره اړیکه درلودله او موږ ته یې وویل
چې ووځـو. هغه وویل : ' د سیاف او مسعود جنگیالي به پر دغې سیمې برید وکړي ' دا له
بریده څلور ورځې مخکې ول . هغه موږ ته وویل چې باید له سیمې څخه ووځو. هماغه ول چې
ووتلو."[5]
یو بل وویل :
" له برید څخه پينځه ورځې مخکې زما وراره چې د حرکت د مشر انوري ساتونکی دی ما ته
راغی او ویې ویل : ' ته باید له دغه ځایه ووځـﺊ . دغه سیمه په بل مخ اړول کیږي. ان
که تاسو پوځیان هم نه یاست خو ډیره وراني به رامنځته شي. ددغه خبر په اوریدلو موږ
دوې ورځې وروسته د شپې له پلوه له افشارو وو تلو. " [6]
د دغې سیمې ډیریو اوسیدونکو ته د کیدوني عملیات په تړاو نه خبر ورکړل شو او نه ورته
وویل شول چې له سیمې څخه ووځي. [7]
د عملیاتو کیلي د افشار پر گڼ میشتې سیمې سپره د افشار د غړه
لوړه څوکه وه. پوځي ستراتیژي دا وه چې جمعیت مخکې له دې چې د افشار په سویل ختیځ او
په سویل کې د ملکي وگړو په منځ کې د وحدت مورچلونه و نیسي ، غوښتل یې لومړي د افشار
د غره لوړې څوکې و نیسي.[8] له برید مخکې د محمد فهیم قسیم تر مشرۍ لاندې د افغان د
ملي امنیت ځرو " جاسوسانو" د حرکت د ډلې څو تنو بولندویانو ته چې د افشارو په
لویدیځ او شمال کې یې پوستې درلودلې بډې ورکړې تر څو په عملیاتو کې ورسره مرسته
وکړي او د جمعیت او اتحاد سرتیرو ته اجازه ورکړي چې د دوی له پوستو څخه تیر شي او د
افشار لوړې څوکې ونیسي [9] ( محمد قسیم فهیم له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۴ زکال پورې د افغانستان
د دفاع وزیر ، او د ۲۰۰۱ز کال په پای کې د طالبانو پروړاندې د امریکايي عملیاتو
کیلیدي پوځي ملگری وو). کله چې عملیات پیل شول د جمعیت ځواکونو د افشارو لوړې څوکې
و نیولې او د اتحاد ډله پر افشارو ور ننوتله ، د ټولنیزو علومو په اکاډیمۍ کې د
وحدت د ډلې مورچلونه یې ونیول او هم یې د هغه سړک ولکه په لاس کې و نیوله چې له
پغمانه د کابل تر مرکزه د افشار له منځه تیریږي. د جمعیت ځواکونو له افشارو دباندې
سړکونه هم ونیول او خپل مورچلونه یې جوړ کړل. په دې لړ کې د وحدت ځواکونه د افشار
له سویلي برخې د کابل لویدیځې برخې ته په شا شول او د افشارو هزاره میشته سیمه یې د
پښتونواکې اتحاد ډلې جنگیالیو ته ور پریښودله.
له برید څخه دوې ورځې مخکې د کابل د بادام باغ په سیمه کې مسعود په خپلې پوځې اډې
کې یوه غونډه ونیوله ؛ په غونډه کې د جمعیت او اتحاد د ډلو لوړپوړو بولندویانو او
هم د نظار د شوری په جوړښت کې د نورو ښکیلو ډلو بولندویانو گډون وکړ.[10] په هاغه
وخت کې د جمعیت د ډلې په مشرتابه کې دغه کسان ول : ملا عزت
( عزت الله ) د پغمان بولندوی ، محمد قسیم فهیم ( د ملي امنیت رﺌـیس ) ، بابه جان ،
انور ډنگر ، گدا محمد ، بابه جلندر ، حاجي الماس ، گل حیدر او بسم الله خان.
د بشري حقونو د څار ټولنه په دې بریالۍ نه شوه چې ومومي په غونډه کې چا او چا گډون
کړی وو خو د عملیاتو د اړینوالي په پام کې لرو څرگنده خبره دا ده چې فهیم هرو مرو
هلته وو. د افغانستان لپاره د عدالت د پروژې د گزارش پر بنسټ چې له څو تنو شاهدانو
سره یې مرکه کړېده ، د اتحاد دوه بولندویان � شیر علم او زلمی توپان او د حرکت د
ډلې مشر حسین انوري په غونډې کې ول. [11]
د گزارشونو پربنسټ سیاف په پغمان کې د اتحاد د ډلې له لوړپوړو بولندویان سره د پلان
شویو عملیاتو په اړوند غونډه جوړه کړه.[12] د هاغه مهال د اتحاد په مشرتابه کې دغه
کسان ول : په خپله سیاف ، حاجي شیر علم ، زلمی توپان ،
عبدالله شاه او ملا تاج محمد. ښايي څوتنو منځپوړو بولندویانو هم کړی وي.
له عمیاتو یوه شپه مخکې د پروان په کارته " کارته پروان " کې د مسعود په یوه پټ او
خوندي کور کې یوه بله غونډه جوړه شوه ، دغه کور د کانتیننټال هوټل ته نیږدې پروت وو.
[13] د افغانستان لپاره د عدالت د پروژې د گزارش پربنسټ مسعود په خپله د فبرورۍ د
مېاشتې په ۱۲ نېټه د عملیاتو په دویمه ورځ د کانټیننټال په هوټل کې غونډه جوړه کړه.
په غونډه کې د رباني ، سیاف او فهیم په څیر سیاسي او پوځي مشران هم ول. [14]
د بشري حقونو د څار ټولنې د افشار د سیمې له څو تنو اوسیدونکو سره مرکه کړېده چې د
برید پر مهال یې په سیمه کې ژوند کاوه او ویې ویل چې برید څنگه پیل شو او له برید
وروسته څه ډول ناورین ځپلی غوبل په سیمې کې را خپور شو. دغه د ډاډ وړ لاسوندونه په
زباد رسوي چې په څه ډول له بشري حقونو څخه سرغړونه شویده او د افشارو په عملیاتو کې
په څه ډول بشري نړیوال قانون په سیستماتیک ډول ترپښو لاندې شوی دی ، دلته ملکي وگړي
په لوی لاس وژل شوي دي ، دلته په لویه کچه ملکي وگړي وهل او ټکول شوي دي ، دلته
یوازې د ژب توکمیزتړښټ پر بنسټ سړي تښتول شوي دي او دلته په لویه کچه غلاوې ، داړه
مارۍ او لوټمارۍ شوي دي. دغه ټولې په لوی لاس ترسره شوي ناخیـړۍ ، دې ته نغوته کوي
چې په دغه ناتار او ناورین کې ښکیل یو شمیربولندویان ښايي د بشریت پرضد په جنایاتو
کې ښکیل وبلل شي
----------------------------------------------------------------------
[1] Human Rights Watch interview with K.S., former government security official,
Kabul, July 24,
2003; Human Rights Watch interview with C.S.A., former government security
official, July 18, 2003;
Human Rights Watch interview with R.D., former official in the interim
government 1992-1995,
Kabul, July 16, 2003; Human Rights Watch interview with J.G.M., former
government intelligence
official 1992-1996, Kabul, July 10, 2003. Intelligence agents in Wahdat also
told Human Rights
WWatch that they knew in advance of an impending attack by Jamiat and Ittihad
forces.
[2] Afghan Justice Project, �Addressing the Past: The Legacy of War Crimes and
the Political
Transition in Afghanistan,� January 2005, (�AJP report�), page 27.
[3] Human Rights Watch interview with Q.E.K., former Wahdat political official,
Kabul, July 15, 2003.
[4] Human Rights Watch interview with I.R.H., resident of Afshar, Kabul, July
12, 2003.
[5] Human Rights Watch interview with I.K., resident of Afshar, Kabul, July 2,
2003.
[6] Human Rights Watch interview with K.I.K., resident of Afshar, Kabul, July 6,
2003.
[7] ددغې سیمې یو شمیر اوسیدونکو د بشري حقونو د څآر ټولنې ته وویل چې د سیمې او
خپلو کورونو پریښودلو ته نه ول چمتو شوي . د بیلگې په توگه میرمن ف. الف چې ددغې
سیمې یوه اوسیدونکې ده د بشري حقونو د څار ټولنې ته د ۲۰۰۳ ز کال د جولای د مېاشتې
د شپږمې نېټې په مرکه کې وویل " زه نه پوهېدلم چې د غره لوړه څوکه پر مسعود پلورل
شوې وه )
[8] The general descriptions of the Afshar campaign here are based on testimony
taken by researchers
with the Afghan Justice Project, as well as Human Rights Watch interviews with
officials named in the
proceeding note, and interviews with two soldiers who took part in the Afshar
campaign; Human
Rights Watch interview with K.M.B., soldier who served under Ittihad forces in
1993, Kabul, July 4,
2003 (describing his orders on the day of the attack) and Human Rights Watch
interview with T.E.S.,
soldier in Shura-e Nazar in 1993, Kabul, July 5, 2003 (describing aim of attack
on Afshar as told to
him by his commanders).
[9] د حرکت پر دغو بولندویانو تور لگېدلی دی چې له جمعیت څخه یې بډې اخیستې دي :
صداقت ، ضابط محسن سلطاني ، عوض علي گرجي ، تابش ، ملک شریف او سید شریف. د بشري
حقونو د څار ټولنې دغه مالومات د وحدت او د نظار د شوری د ډاډ وړ له سرچینو څخه تر
لاسه کړي دي : په لاندې ډول :
Human Rights Watch interview with Q.Q.S., former Wahdat commander, Kabul, July
14, 2004; Human Rights Watch interview with Q.E.K., former Wahdat political
official, Kabul, July
15, 2003; Human Rights Watch interview with C.S.A., former government security
official, July 18,
2003
[10] هماغه
[11] هماغه
[12] AJP report, p. 29.
د افغانستان لپاره د عدالت پروژه پ. ۲۹
[13] هماغه
[14] د افغانستان لپاره د عدالت پروژه ، ۲۰۰۵ ز کال پ. ۳۰