شارح : عَلامَه ، مُحَقِقْ مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّیْن أبُوالـْفَضَل ، أفْغَانِيْ
کَانَ اللهُ لَه وَدَامَتْ بَرَکَاتُه .
محترمووروڼودبخاري شریف دشرحي په دې برخه کي ددغه لاندي مبارک عبارت تحقیق اوعلمي
بیان درته کوم
(فَرَجَعَ بِهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ
وَسَلَّمَ يَرْجُفُ فُؤَادُهُ فَدَخَلَ عَلَى خَدِيجَةَ بِنْتِ خُوَيْلِدٍ رَضِيَ
اللَّهُ عَنْهَا) :
يعني نو رجوع وکړه پدغو اياتو سره (يا پدغه قصه سره) رسول د الله رحمت دي نازل کړي
الله پر ده باندي او سلامتيا دي نازله کړي پر ده .
مطلب دادئ چي کله چي حضرت جبريل (علیه السلام) د «علق» د مبارک سورت ړومبني پنځه
اياتونه و ده مبارک ته وويل او ده په ياد کړل ، نو سره له هغوآیاتو و کور ته راغلئ
، او حضرت خديجې (رضي الله عنها) ته يې تلاوت کړل .
پوه سه ! چي د «بها» په ضمير کښي دوه احتماله دي : اول دا چي و ذکر سويو اياتو ته
راجع سي ، دوهم دا چي ذکر سوي ټولي قصې ته راجع سي [فتح الباري ج۱ ص ۲۴] .
(يَرْجُفُ فُؤَادُهُ) :
يعني (پداسي حال کښي يې پدغه قصه سره رجوع وکور ته وکړه) چي ريږديدئ زړه دده مبارک
.
پوه سه ! چي د «فؤاد» په تفسير کښي مُتعدد قولونه علمآؤ ذکر کړيدي : اول قول دا دئ
چي فؤاد د انسان په زړه کښي هغه ځائ ته ويل کيږي چي هغه مَحل او ځائ د تعلق د روح
دئ . دوهم قول دادئ چي فؤاد د زړه و باطن ته ويل کيږي . دريم قول دادئ چي فؤاد و «غشآء
القلب» يعني د زړه و پردې ته ويل کيږي . څلرم قوول دادئ چي فؤاد و زړه ته ویل کيږي
(عمدة القاري وغیره) .
دلته که له فؤاد څخه د زړه پرده مراد سي نو دغه جمله به دده مبارک د زړه مبارک پر
ډير زيات تکان دلالت وکړي ؛ ځکه چي دا به ورڅخه معلومه سي چي د زړه تکان يې دونه
زورور ؤ چي د زړه پرده يې لا (کومه چي پر زړه باندي سربيره ده) هم په تکان او دربي
کښي وه .
پوه سه ! چي دلته په «بدءُ الوحي» کښي خو دغه جُمله پدغه مذکور لفظ سره راغلې ده ،خو
د بخاري شريف په کتابُ التفسير او کتابُ التعبير کښي د يرجُف فؤادُه پر ځائ «تَرجُف
بوادِره» راغلئ دئ ، د «بوادر» دلفظ په جمع والي او مفرد والي کښي ، دارنګه ددغه
لفظ په معنی کښي څه اختلاف دئ : جوهَري ويلي دي چي د «بَوَادِر» لفظ مُفرد دئ پر
صيغه د جمع راغلئ دئ ، مراد ورڅخه هغه ټوکړه غوښه ده چي د اوږې او غاړي په منځ کښي
ده ، کومه چي د ويري او ترس په وخت کښي تکان او لرزه کوي . او ابن بري ويلي دي چي
دا د «بادرَةٌ» جمع ده ؛ ځکه چي د اوږې او د غاړي په منځ کښي چي کومه حصه غوښه ده
ددې وهري ټوکړې ته بَادِره ويله کيږي ، نو مجموع ته بې بوَادِر وويل سي . او علامه
داؤدي ويلي دي چي بَوادر او فؤاد دوه مُترادف لفظونه دي (په يوه معنی دي) خو دده
کلام که مُأوّل فرض کړ سي پدې ډول چي مراد دده دادئ چي تکان د هر يوه مستلزم دئ و
لرزې د هغه بل ته ، نو بيا دده کلام صحيح دئ ، او که دده حقيقتًا ترادُف مراد وي نو
بيا درُست نه دئ .
پوه سه ! چي کله چي په زړه کښي ويره زياته سي او زړه تکاني سي نو دا د مذکوري غوښي
(چي بوادر ورته ويل کيږي) و تکان ته مُستلزم ګرځي ، نو پدې وجه د مذکورو دوو جملو
په منځ کښي د مآل په اعتبار اختلاف نسته . [فتح الباري ج ۱۲ ص ۳۵۸] .
.............. د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) د زړه د تکان سبب :
پوه سه ! چي دده مبارک د زړه د تکان مختلف شيان سبب کيدلائ سي : (۱) : له جبريل (عليه
السلام) سره خبري ، سوال او جواب کول . (۲) : د جبريل (عليه السلام) په مبالغه سره
ده مبارک لره په غيږ کښي ټينګول . (۳) : ددغه کار مکرر والئ تر درو وارو پوري . (۴)
: ثقل او دروندوالئ د وحي د مذکورو اياتو، سره له دې چي دا اوله دَفعه وحي وه . (۵)
: د رسالت او نبوت د وظيفې د أنجامولو ، او پدې لار کښي د ممکنه مشکلاتو او کړاوونو
تصور او فکر کول .
(فَدَخَلَ عَلَى خَدِيجَةَ بِنْتِ خُوَيْلِدٍ رَضِيَ اللَّهُ
عَنْهَا) :
يعني نو داخل سو (دَئ مبارک) پر خديجې باندي چي لور د خُويلد ده ، الله پاک دي له
دې څخه راضي سي .
مطلب دا دئ چي دَئ مبارک و کور ته راغلئ او کوم ځائ چي خديجه (رضي الله عنها) ناسته
وه هلته ورغلئ .
............... د حضرت بي بي خديجې (رضي الله عنها) لنډ تعارُف :
پدې باره کښي څه ناڅه اختلاف سته چي تر ټولو صحابه ؤ ړومبئ صحابي څوک دئ ؟ او
ترټولو ړومبئ ايمان چاراوړئ دئ ؟ چي پدې باره کښي لاندي دوه قوله موږ ذکر کوو :
(۱) : ترټولوړومبئ ايمان حضرت خديجة الکبري(رضي الله تعالي عنها)راوړئ دئ .
(۲) : ترټولو ړومبئ ايمان حضرت ابوبکرالصديق رضي الله تعالي عنه راوړئ دئ .
خو زما د تحقيقاتو له مخي ډېربهتر او ډېر صحيح قول دادئ چي تر ټولو اول ايمان حضرت
خديجة الکبری رضي الله تعالی عنهاراوړئ دئ ، داسعادت الله(جل جلاله) تنهاوحضرت بي
بي خديجې (رضي الله تعالي عنها) ته وربخښلئ دئ ، دالله پاک دپيغمبر او دالله پاک
ددين اودقرآن کريم په امداد او کومک کښي، اوداسلام دپرمختګ په لاره کښي اول قدم په
امت کښي ښځي ايښئ دئ ، کوم چي خديجة الکبری رضي الله تعالي عنهاده ، اودا دښځو
دپاره يوسترمذهبي ديني علمي اوسياسي افتخار دئ چي تر نارينه ؤ ړومبئ په امت کښي
ددوۍ نصيب سوئ دئ .
ملاعلي القاري (رحمه الله تعالی) په «مرقاةج۱ص۱۸۴» فرمايلي دي :
«وهي اول من آمن من کافة الناس من ذکرهم وانثاهم،وجميع اولاده منهاغيرابراهيم فانه
مارية ومات في المکة قبل الهجرة بخمس سنين،وقيل باربع سنين،وقيل بثلاث،وکان قدمضی
من النبوة عشر سنين ، و کان لهامن العمرخمس وستون سنة،وکانت مدة مقامهامع رسول الله
(صلي الله تعالي عليه وسلم)خمس وعشرين سنة،ودفنت في الحجون».
يعني حضرت خديجې (رضي الله تعالی عنها) تر ټولو خلګو (که نران دي اوکه ښځي) اول او
ړومبئ ايمان راوړئ دئ ، دايوسترخصوصيت دئ ددې مبارکي . او دوهم ستر خصوصيت يې دادئ
چي دجناب رسول کريم (صلی الله تعالي عليه وسلم) ټول اولاد له دې مبارکي څخه دئ ،
ماسوا له ابراهيم څخه چي دماريه (رضي الله تعالي عنها) زوئ دئ . تر هجرت پنځه کاله
(دځينو په قول درې کاله، او د ځينو په قول څلور کاله) له مخه دې مبارکي له دنيا څخه
رحلت کړئ دئ ، ددې دوفات پرمهال دنبي عليه السلام د نبوت لس کاله تېرسوي وو ،
اوعمريې پنځه شپېته ۶۵ کاله وو ، اوله نبي عليه الصلاة والسلام سره پنځه ويشت ۲۵کاله
دې مبارکي ژوندتېرکړئ دئ ، اوپه حجون کښي وخاوروته سپارله سوېده .
ملاعلي القاري داهم ذکرکړيدي (اودامتفق علیه خبره هم ده) چي داسلام پيغمبر (صلي
الله تعالي عليه وسلم) نه تر دې مبارکي له مخه له کومي ښځي سره نکاح کړېده اونه يې
ددې مبارکي په ژوندکښي له بلي ښځي سره نکاح کړېده .
ــــــــــــــــ دحضرت خديجة الکبري (رضي الله تعالي عنها) دپلار لخوا دنسب سلسله
:
سيدتناخديجه بنت خويلدبن اسدبن عبدالعزي بن قصي بن کلاب بن مره بن کعب بن لوئي بن
غالب بن فهربن مالک بن النضربن کنانه [ سيرت ابن هشام ج۱/ص۲۰۱] .
حضرت بي بي خديجة الکبري (رضي الله تعالی عنها) له جناب رسول کريم (صلي الله تعالی
عليه وسلم) سره دنسب په اعتبار په څلورم پلار«قصي» کښي يوځائ کيږي .
تر نورو ټولو ازواجومطهراتو په نسب کښي وجناب رسول کريم صلي الله تعالي عليه وسلم
ته خديجة الکبري رضي الله تعالي عنهاورنيژدې ده ، د«قصي»په اولاده کښي صرف له يوې
بلي ښځي سره نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم نکاح کړېده چي هغه حضرت ام حبيبه
رضي الله تعالي عنهاوه .
ـــــــــــــــــ اودمورله خواددې مبارکي دنسب سلسله پدې ډول ده:
سيدتناخديجة بنت فاطمة بنت زاهدبن الاصم ابن رواحة حجر بن عبد بن معيص بن عامربن
لوئي بن غالب بن فهر . [ سيرت ابن هشام/ص۱/۱۹۸.ج ] .
والسلام