مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بخاري اوشرح فضل الباري (۲۸) برخه (۳) دريم حديث .



شارح : عَلامَه ، مُحَقِقْ مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّیْن أبُوالـْفَضَل ، أفْغَانِيْ کَانَ اللهُ لَه وَدَامَتْ بَرَکَاتُه .
-----------------------------------------


محترمووروڼودبخاري شریف دشرحي په دې برخه کي ددغه لاندي مبارک عبارت لفظي ترجمه درته کوم :


«فَقَالَ زَمِّلُونِي زَمِّلُونِي فَزَمَّلُوهُ حَتَّى ذَهَبَ عَنْهُ الرَّوْعُ فَقَالَ لِخَدِيجَةَ وَأَخْبَرَهَا الْخَبَرَ لَقَدْ خَشِيتُ عَلَى نَفْسِي فَقَالَتْ خَدِيجَةُ كَلَّا وَاللَّهِ مَا يُخْزِيكَ اللَّهُ أَبَدًا إِنَّكَ لَتَصِلُ الرَّحِمَ وتحمل الکل وتکسب المعدوم وتقري الضیف وتعین علی نوائب الحق»



لفظي ترجمه:
َقَالَ)نو وويل ده ، يعني رسول(صلي الله تعالي عليه وسلم وخدېجې ته چي (زَمِّلُو) پټ کړئ (نِي) ما(زَمِّلُو) پټ کړۍ (نِي) ما،په يوه روايت کښي د«زملوا» پرځاي باندي «دَثِّروني» راغلئ دئ معنا ددواړو يوه ده(فَزَمَّلُو) نوپټ کړ دوي (هُ) دَيْ مبارک (حَتَّى) ترهغه پوري (ذَهَبَ) چي ولاړه،ليري سوه (عَنْهُ)له ده مبارک څخه (الرَّوْعُ) وېره (فَقَالَ) بياوويل ده (لِخَدِيجَةَ) وخدېجې ته (رضي الله تعالی عنها)(وَ) په داسي حال کښي (أَخْبَرَ) چي خبره يې کړه ده مبارک (هَا) دا،يعني خدېجه (الْخَبَرَ) په خبره اوقصه خپله (لَقَدْ) چي خامخا په تحقيق سره (خَشِيتُ) ووېرېدم زه (عَلَى نَفْسِي) پرځان خپل باندي ، يعني له دې وجي چي مرض اوناجوړي به راته پېښه سي اوياله دې وجي چي دغه دنبوت وظيفه به په صحيح طريقه سره نکړم انجام .

نورتفصيل به په دې باره کښي دتفصيل په برخه کښي درته راسي .، نوکله چي ده مبارک وخدېجې (رضي الله تعالی عنها) ته داخبره وکړه اوخدېجې (رضي الله تعالی عنها) ته لا له پخوا څخه دده مبارک دنبي کېدوپه اړه له مختلفولارومعلوماتونه سوي وونو په دې وجه يې وده مبارک ته د ډاډ اوداطمنان په خبرو پيل وکړ (فَقَالَتْ) نو وويل يعني وده مبارک ته (خَدِيجَةُ) خديجې (رضي الله عنها) (كَلَّا) چي نه ده داسي ، يعني خبره داسي نه ده لکه څرنګه چي ستاخيال دئ اي محمده! (صلی الله تعالی عليه وسلم) اووتاته دغه درپېښه سوې قصه دوېري او وارخطايي قصه نه ده (وَاللَّهِ) قسم کوم په الله پاک (مَا يُخْزِي) چي نه به کړي رسوا،نه به کړي ضائع (كَ) تا ( اللَّهُ) خدائ پاک (أَبَدًا) هيڅ کله،يعني په دې وجه چي په تاکښي داسي صفتونه موجود دي چي دهغوصفتو پرخاوند باندي الله پاک دعزت اوداکرام انعام کوي اودا هيڅ کله الله پاک نه ورسره کوي چي رسوا يې کړي ضائع يې کړي ، داله ډاډ څخه ډکه خبره حضر ت بې بې خدېجې(رضي الله تعالی عنها) وده مبارک ته دعقلي استدلال په ډول وکړه .

خلاصه داده چي دې مبارکي ورته وويل چي ته هيڅ وېره مه کوه له دې څخه چي داقصه چي تاته درپېښه سوه دابه دخطرواقعه وي او يابه ته دنبوت اورسالت دوظيفې په انجامولوکښي ناکامه راسې زه په دې باندي قسم کوم چي تابه الله پاک په دې کار کښي نه ناکامه کوي.

(إِنَّ) بېشکه (كَ)ته (لَتَصِلُ) خامخاوصل کوې، پيوسته کوې (الرَّحِمَ) قرابت ، خپلوي .

مطلب دادئ چي په تاکښي دصله رحمي عظيم اوستر خوئ موجوددئ کوم چي دانسان ددنيا اوآخرت د کاميابئ ضامن دئ.

(وَتَحْمِلُ) اووړې ته ، باروې ته پرځان باندي(الْكَلَّ) هغه څوک چي خپل کار په خپله نسي کولائ ، يعني ته دهرهغه چابوج اوتکليف پرغاړه باندي اخلي کوم چي هغه ضعيف وي او دخپل ځان کار په خپله نسي کولائ،لکه يتيم،کونډه وغيره نودادوهم کامل صفت دئ چي دانسان ددنيا اودآخرت دکاميابئ سبب دئ اوپه تاکښي موجود دئ .

(وَتَكْسِبُ)اوورکوې ته (الْمَعْدُومَ)هغه مال چي نيستي وي ، مطلب دادئ چي دريم کامل صفت په تاکښي داموجود دئ چي ته هغه مال چي له يوچاسره معدوم وي نيستي وي وهغه ته ورکوي.

(وَتَقْرِي) اومهماني ورکوې ته (الضَّيْفَ) ومېلمانه ته ، يعني اوڅلورم کامل صفت په تاکښي داموجود دئ چي ته مهمان نوازه يې.

(وَتُعِينُ) اوکومک کوې ته ، يعني له مصېبت ځپلوخلګو سره (عَلَى نَوَائِبِ) پرحادثواوپېښوباندي (الْحَقِّ) دحق مثلا ديوچاکورلوټ سي اويا دخير په کارو کښي دمال لګولو په وجه يوڅوک پوروړئ اومفلس سي ودغه ډول پېښو ته «نوائب الحق» ويل کيږي ، ته ددغه ډول پېښو په وجه له خلګو سره مدد اوکومک کوي ، داپنځم کامل صفت دئ چي په تاکښي موجود دئ اوستادکاميابئ ضامن دئ .

والسلام ومن الله التوفیق
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery