شارح : عَلامَه ، مُحَقِقْ مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّیْن أبُوالـْفَضَل ، أفْغَانِيْ
کَانَ اللهُ لَه وَدَامَتْ بَرَکَاتُه .
--------------------------------------------------------
په دغه برخه کښي ددغومبارکوآیاتوپه ارتباط تفصیل اوعلمي
تحقیق درته کوم :
فَقَالَ {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ خَلَقَ
الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ، الذي علَمَ بالقلَم ،
علمَ الانسانَ مَا لمْ يَعْلمْ } :
يعني نو وويل جبريل چي : ووايه (اې محمده ! قرآنکريم) په (برکت د) نامه د رب ستا
هغه رب (پالونکئ) چي تخليق يې کړئ دئ (د مخلوقاتو) پيدا کړئ يې دئ انسان له ټوټه
ويني څخه ، ووايه (اې محمده!) پداسي حال کښي چي رب ستا ډير مهربانه دئ (تر هر چا)
هغه رب چي ښوونه يې کړې ده په قلم سره ، ښودلئ يې دئ انسان ته هغه څه چي دَئ نه په
پوهيدئ [له مخه] .
پوه سه ! چي دلته د مختلفو شيانو توضيح او تفصيل ضروري دئ :
اول شئ دادئ چي له قرآن څخه تر ټولو لومړئ کوم اياتونه نازل سويدي ؟ پدې مسئله کښي
اختلاف دئ چي شرح يې په لاندي ډول ده :
د جمهورو (أکثرو) علماؤ رايه داده چي تر ټولو اول د سورت عَلَق لومړني پنځه اياتونه
نازل سويدي ، کوم چي په حديث شريف کښي هم ذکر دي ، همدغه قول امام نووي (رحمه الله)
حق بللئ دئ ، لکه چي فرمايي : �وهذا هو الصواب الذي عليه الجماهير منَ السلف والخلف�
[شرح نووي علی صحيح مسلم ج۱ص۸۹] .
دوهم قول پدې باره کښي د حضرت جابر (رضي الله عنه) او د هغه د شاګرد حضرت أبو سلمه
بن عبدالرحمن بن عوف (رضي الله) دئ ، ددوۍ رايه داده چي تر ټولو اول سورت مُدَثّر
نازل سوئ دئ [بخاري کتاب التفسير] .
خو دغه دوهم قول له مختلفو وجو ضعيف بلل سوئ دئ : اول له دې وجي چي کچيري تر ټولو
اول د سورت مدثر نزول سوئ وائ ، نو بيا ده مبارک (صلی الله عليه وسلم) د جبرئيل د
سوال په جواب کښي �ماأنا بقارئٍ� ولي وايه ؛ ځکه چي مخکښي د سورت مدثر نزول سوئ ؤ
هغه بې ورته تلاوت کړئ وائ .
دوهم له دې وجي چي دا خو د حضرت جابر (رضي الله عنه) خپله رايه ده ، کوم چي په
مقابل کښي يې د حضرت عايشې (رضي الله عنها) روایت موجود دئ چي نبي (صلی الله عليه
وسلم) وفرمايل چي ماته حضرت جبريل راغلئ ، او ځما څخه يې د ويلو غوښتنه وکړه او ما
ورته وويل چي �ما أنا بقارئٍ� او ګفتګو تر درو وارو پوري مکرره سوه ، او بيا حضرت
جبريل درې واره زه په غيږ کښي ټينګ کړم او بيا يې راته وفرمايل �اقرأ باسم ربک الذي
خلق � الخ . [شرح کرماني ج ۱۸ ص ۱۶۹ ] .
دريم له دې وجي چي په سورت مُدَثر کښي د انْذار �ويرولو� حکم فرمايل سوئ دئ او په
سورت اقرأ کښي د قرآئت �ويلو� حکم سوئ دئ کوم چي درجه يې د ويرولو تر حکم لومړۍ ده
؛ ځکه چي اول خو زده کړه او قرآئت کيږي وروسته د هغه مطابق بيا ويرول کيږي [زادُ
المعاد ج۱ ص۸۵] .
څلرمه وجه د ضعف يې داده چي پخپله د حضرت جابر له قصې څخه دا معلوميږي چي د سورت
مدثر له نزول څخه مخکښي هم د نبي (صلی الله عليه وسلم) ملاقات له حضرت جبریل سره
سوئ دئ : �فرفعتُ رأسي فاذا الملک الذي جآءني بحرآء جالس علی کرسي بين السمآء
والأرض� [زاد المعاد ج۱ ص۸۵/ صحيح البخاري کتاب التفسير] .
خو ځينو علمآؤ د دغو دواړو قولو په منځ کښي په مختلفو ډولو تطبيق بيان کړئ دئ ، اول
پدې ډول چي تر ټولو له مخه خو د سورت اقرأ مذکوره پنځه اياتونه نازل سوي دي ، خو
سورت مدثر ته چي بيا تر ټولو لومړئ نازل سوئ ويل سوئ دئ هغه پدې اعتبار چي په هغه
سورتو کښي چي پوره نازل سويدي تر ټولو اول سورت مدثر دئ [الاتقان في علوم القرآن ج۱
ص ۳۲] .
دوهم ډول تطبيق يې دا بيان کړئ دئ چي تر ټول اول خو د سورت اقرأ اياتونه نازل سويدي
، ليکن د وحي له بنديدو وروسته چي بيرته وحي شروع سوه نو اول سورت مدثر ؤ .
او چا يې پدې ډول تطبيق کړئ دئ چي اول خو د سورت اقرأ اياتونه نازل سوئ دئ خو په
هغه قرآني اياتو کښي چي نزول يې يو سبب درلودئ سورت مدثر ؤ .
او ځينو بيا داسي ويلي دي چي په کومو سورتو کښي چي په انذار (ويرولو) سره حکم سوئ
دئ په هغو کښی لومړئ سورت مدثر دئ [فتح الباري ج۸ ص ۶۷۸] .
دريم قول پدې باره کښي چي �اول مانزلَ� کوم اياتونه دي ؟ دادئ چي تر ټولو لومړئ �بسم
الله الرحمن الرحيم� نازل سوئ دئ [الاتقان ج۱ ص۳۳] . ليکن دا قول غير صحيح دئ ؛ ځکه
چي د حضرت ابن عباس (رضي الله عنه) له يو روايت څخه داسي معلوميږي چي د بسم الله
نزول اول نه بلکي وروسته سوئ دئ ، لکه چي فرمايي : �کان النبي صلی الله عليه وسلم
لايعرف فصل السورة حتی تنزل عليه بسم الله الرحمن الرحيم [سنن أبي داؤد /رقم ۷۸۸/کتاب
الصلاة] .
څلرم قول پدې باره کښي هغه دئ کوم چي علامه زمخشري (رحمه الله) په خپل تفسير �کشاف
ج۴ ص ۷۷۵� کښي نقل کړئ دئ ، هغه دا چي د أکثرو مفسرينو په نزد تر ټولو لومړئ د سورتِ
فاتحې نزول سوئ دئ . خو دا قول هم مردود دئ ، ځکه چي يو خو دا يواځي د أبو مَيسره
عَمرو بن شرحبيل قول دئ ، نو د أکثريت دعوه يې باطله ده ، د عمرو يو مرسَل روايت
بيهقي په دلائل النبوت کښي پدې ډول ذکر کړئ دئ : �فلما خلا ناداه يامحمد ! قل : بسم
الله الرحمن الرحيم ، الحمد لله رب العالمين (حتی بلغ :) ولاالضالين � . او وروسته
امام بيهقي فرمايلي دي �فهذا منقطعٌ� . او بل دا چي دا روايت له مخکني صحیح روايت
سره ټکر او تعارض لري ، نو ځکه داقول هم قابل قبول نه سو [ دلائل : ج۲ ص ۱۵۸ / فتح
: ج۸ ص ۷۱۹] .
ابن حجر (رحمه الله) ذکر کړيدي چي له عطآء خراساني څخه نقل دئ چي تر سورت مُدَثر له
مخه �سورت مزمل� نازل سوئ دئ ، خو دا هم د قبول وړ نه دئ ؛ ځکه چي عطآء ضعيف دئ [فتح
: ج۸ ص ۶۷۸] .
پاته سوه دا پوښتنه چي په �اقرأء باسم ربک� کښي د خدائ پاک په نامه سره د شروع حکم
سوئ دئ ، ليکن د هغه اسم تعين نه دئ سوئ ؟ پدې باره کښي علامه سُهيلي په �الروض
الأنف ج۱ ص ۱۵۴� کښي داسي ذکر کړيدي چي وروسته له دغه حکمه ددې بيان په متعددو
مبارکو اياتو کښي سوئ دئ ، لکه �بسم الله مجرها و مرسها� له دې وروسته بيا دا مبارک
آيت نازل سو چي �انه من سليمن وانه بسم الله الرحمن الرحيم� له دې وروسته بيا حضرت
جبريل (عليه السلام) عليحده له هر سورت سره �بسم الله الرحمن الرحيم� ويله . والله
أعلم وعلمه أتم .
(۲) :
دوهم شئ دادئ چي پدغو پنځو اياتو کښي د قرآن پاک و ټولو مضامينو او مطالبو ته اشاره
سوېده ، پدې ډول چي د قرآنکريم مطلبونه او مضمونونه درې قسمه دي : اول �توحيد� يعني
د قرآنکريم ځيني داسي اياتونه دي چي د الله پاک تر ذات ، واحدانيت او صفاتو پوري
تعلق لري . دوهم �شرعي أحکام� دقرآنکريم ځيني اياتونه د شرعي أحکامو متعلق دي .
دريم : �اخبار بالغيب� �مثالونه� او د أنبيآؤ او ددوۍ د أمتو قصې او داسي نور .
د �اقرأ باسمک ربک� په جمله کښي لفظ د �رب� او د �الذي خلقَ� او د �خلق الانسان من
علق� او د �ربکَ الأکرم� په کلماتو کښي د الله پاک د ذات او صفاتو و طرفته اشاره
راغلې ده ، تفصيل ددې خبري دادئ : چي د الله پاک صفتونه دوه قسمه دي : يو قسم صفات
يې ذاتيه دي او بل قسم يې فعليه ، صفاتِ ذاتيه د الله پاک ځموږ د حنفي علمآؤ د امام
أبومنصور ماتريدي (رضي الله عنه) په نزد اته (۸) دي : �۱ علم ، ۲قدرت ، ۳اراده ،۴
سمع ، ۵ بصر ۶ کلام ، ۷ حیات ، ۸ تکوين � . او د أهلِ سنت والجماعت د نورو امامانو
په نزد صفاتِ ذاتيه اوه (۷) دي ، چي هغه له تکوين څخه ماسيوا نور مذکوره صفات دي .
د صفاتِ ذاتيه او صفاتِ فعليه په منځ کښي د أحنافو په نزد فرق دادئ چي هر هغه صفت د
الله پاک ذاتي صفت بلل کيږي چي په ضد د هغه سره الله پاک نسي موصوف کيدلائ ، لکه
علم چي ضد يې جهل دئ ، الله پاک په جهل سره نسي موصوف کيدلائ ، او لکه قدرت چي ضد
يې عُجز دئ ، والله پاک ته يې ثبوت محال دئ . او صفاتِ فعليه هغه صفتونه دي چي په
ضد سره يې الله پاک موصف کيدلائ سي ، مثلا رحمت د خدائ صفت دئ ، ضد يې غضب دئ او
الله پاک په غضب سره هم موصوفه کيږي ، د ماتريديه ؤ په نزد (کوم چي د امام أعظم
رحمه الله د مَسلک مطابق د عقايدو تشريح کوي) صفات د خدائ تعالی که ذاتيه دي که
فعليه دواړه قدیم دي ، ددوۍ په نزد ټول فعلي صفتونه راجع دي و يوه صفت ته چي تکوين
دئ ، او نفسِ تکوين له صفاتِ ذاتيه ؤ څخه دئ ، او کوم صفتونه چي و تکوين ته راجع
کيږي لکه �ترزيق ، احياء ، اماتت� دا صفاتِ فعليه بلل کيږي . او د نورو امامانو په
نزد صفاتِ فعليه ټول حادِث (نو پيدا) دي.
نو په مذکوره اياتو کښي د �رب� په لفظ کښي و صفاتو ذاتيه ؤ ته د خدائ پاک اشاره ده
؛ ځکه چي رَب و تربيه کونکي ته ويل کيږي ، او تربيه کونکئ به حتمًا علم لري ، قدرت
به لري اراده به لري سَمع او بَصر به لري ، کلام به لري ، او دغه ټول صفاتِ ذاتيه
دي . او د �خلق� په لفظ کښي و صفاتِ فعليه ؤ ته اشاره ده ، دارنګه پدغو دواړو لفظو
کښي د الله پاک و وَحدانيَت ته هم اشاره ده . او د �اقرأ باسم ربک� او د �اقرأ و
ربک الأکرم�په جملو کښي د �اقرأ� په لفظ کښي (پدې وجه چي د أمر صيغه ده) و أحکامو
ته اشاره ده . او د �علم الانسان ما لم يعلم� په جمله کښي و ذکر سوي دريم مضمون د
قرآنکريم ته اشاره ده .
(۳) :
او دريم شئ دادئ چي پدغو پنځو اياتو کښي په هر يوه کښي الله پاک و نبي کريم (صلی
الله عليه وسلم) ته داسي ډاډ او تسله ورکړېده چي ته و دې ته مه وارخطا کيږه چي ما
تر اوسه پوري هيڅ تعليم نه دئ کړئ ، نو بيا به زه څنګه دونه غټه او درنه وظيفه (چی
تعليمات د نبوت دي) سرته ورسوم ، چي په مجمل ډول ددې خبري توضیح داده چي هغه ذات چي
ستا رب دئ او ته يې له نيستۍ څخه و هستۍ ته راوستلې او بيا يې په خاص ډول سره ستا
تربيه وکړه ، او هغه د د ټولو موجوداتو خالق دئ ، او له هغه سره داسي عظيم قدرت دئ
چي له يوې ټوټې د ويني څخه يې انسان غوندي مخلوق پيدا کړئ دئ ، او د قلم په ذریعه
يې و خلګو ته ښوونه کړېده ، او و انسان ته يې هغه څه ورايزده کړيدي چي انسان له هغه
څخه مطلق ناخبره ؤ ، نو وداسي ذات ته دا خبره هيڅ مشکله نه ده چي په تا کښي يو دَم
داسي صلاحيت او قوت پيدا کړي چي د نبوت او رسالت ، او د تعليم او تبليغ ثقيله او
درنه وظيفه په کامله توګه انجام کړې .
والسلام و من الله التو فيق