شارح : عَلامَه ، مُحَقِقْ مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّیْن أبُوالـْفَضَل ، أفْغَانِيْ
کَانَ اللهُ لَه وَدَامَتْ بَرَکَاتُه .
-----------------------------------------------------
محترمومطالعه کوونکو
دبخاري شريف دشرح د۲۴برخي په اخيرکښي موږددې ذکرکړئ ووچي دتوجه دڅلوروقسموتفصیل به
په آينده برخه کښي درته راسي ـاوس په دې ۲۵برخه کي دتوجه دقسموبیان درته کوم ،شیخ
اومرشدچي په مریدکي کوم روحاني تاثیرکوي نوهغه تاثیرته توجه ویله کېږي
دتوجه څلورقسمونه دي
(۱)توجه انعکاسي(۲)توجه القائي (۳)توجه اصلاحي(۴)توجه اتحادي.
توجه انعکاسي ودې ته ويله کيږي چي مریددخپل مرشدکامل مکمل په مجلس کښي حاضرسي نوکوم
انوارچي دده دشیخ پر زړه باندي نازليږي نودهغواثردمريدپه باطن کښي هم
پيداسي،اودمريدباطن له هغوانواروڅخه استفاده کونکئ سي نودغه ډول تاثیرچي په مریدکي
وکړسي ودغه توجه انعکاسي ویله کېږي خودغه استفاده دشيخ ترمجلس پوري محدوده وي کله
چي دشيخ له مجلس څخه ولاړسي نوبيادااثرختم سي.
په خارج کي ددې مثال داسي دئ لکه يوسړي چي زورورعطرپرخپل ځان باندي لګولي وي نوددغه
سړي ومجلس ته چي يوڅوک راسي نودده له کالواوبدن څخه چي کومه خوشبويي ولاړيږي نودغه
سړي هم له هغه څخه استفاده کوي خوکله چي هغه سړي ددغه متعطرسړي له مجلسه ولاړسي
نوبيابه دغه استفاده هم ختمه سي.
يابه داسي تعبیردرته وکړم چي په توجه انعکاسي کښي دشيخ دزړه نورانيت دمريدپه زړه
کښي منعکس کيږي لکه هنداره چي يوشي ته ونيوله سي نودهغه شي عکس په کښي ښکاره کيږي
خوکله چي هغه شي له هنداري څخه ليري سي نوبياپه هنداره کښي دهغه شي عکس هم ورک سي.
اوتوجه القائي ودې ته ويله کيږي چي دشيخ له باطن څخه دمريدپه زړه کښي يوقسم
نورپيداسي چي هغه دشيخ ترمجلس پوري محدودنه وي،بلکي کله چي مريدله شيخ څخه ولاړسي
نوهم هغه نورله ده سره باقي وی،خوهغه نورپوخ اوقو ي نه وي نوپه دې وجه په ادني
مخالف سبب سره هغه نوربيرته له ده څخه زائليږي.
ددې مثال داسي دئ لکه يوچاچی څراغ بل کړئ وئ اوبل څوک راسي څراغ ورسره وي په دغه بل
سوي څراغ خپل څراغ بل کړي،نوترڅوپوري چي بادياکوم بل مخالف شي موجودنسي نودده څراغ
هم بل وٍي خوکه ادنی بادمثلاپيداسي نودده څراغ وروژني.
اوتوجه اصلاحي ودې ته ويله کيږي چي دمريدوزړه ته دشيخ له باطن څخه داسي قوي
اوزوروراثرورنقل سي چی په معمولي لغزشوسره نه ورکيږي ترڅوچي مريددیوه غټ جرم مرتکب
نسي اوکه بالفرض دیولوئ جرم مرتکب سي نوبيادغه فيوضا ت چی دشيخ له باطن څخه جاري
ودته جاري وي له ده څخه بندسي ،خوکه توبه وکاږي نوبيادوباره دغه فیوضات بيرته دده
وزړه ته جاري سي.
ددې مثال داسي دئ لکه يوڅوک چي يونهر،وياله له درياب څخه راشروع کړي اودمقصودترځايه
پوري يې ورسوي اوبياپه دغه واله کښي ددرياب اوبه رارواني سي نودغه اوبه بياپه
معمولي ډبرویالوټووغیره سره نه بندیږی ترڅوچي یولوئ کاڼي په دغه واله کښي داوبومخ
ته ونه لويږي.اوکه بالفرض
دغه کاڼئ په دغه واله کښي ولويږي اواوبه بندي کړي نوکله چي دغه کاڼئ له دغي والې
څخه ليري کړسي نوبيابيرته ددرياب اوبه په واله کښي دمقصودترځايه پوري رواني سي.
اوتوجه اتحادي ودې ويله کيږي چي شيخ خپله روح دمريدله روح سره متصله اوپيوسته کړي
اودخپلوټولوکمالاتوانتقال دمريدوروح ته وکړي ،يعني دده دکمالاتومثل په مُريدکښي هم
موجودسي دالله جل جلاله په وليانوکښي دغه ډول توجه ډېره په ندرت سره موجوده سوېده
اودغه قسم توجه په ټولوتوجه ګانوکښي په اعلي درجه قوي توجه ده.
له حضرت خواجه باقي بالله قدس الله سره څخه نقل سوئ دئ چي يوه ورځ دده وکورته په
داسي حال کښي مېلمانه راغله چي دده په کورکښي يوشي دخورک موجودنه وو چي ومېلمنوته
يې ورکړي نوپه دې سبب دَيْ مبارک ډېرپرېښانه سو
دده وکورته نيږدې يونان وائ وودغه نان وائ دده مبارک له دغه صورت حال څخه خبرسونويې
في الحاله دده دمېلمنودپاره ډوډئ برابره کړه اوورته رايې وړله.
باقي بالله صاحب! دنانوائ په دې کارسره ډېرسخت خوشحاله سونوونانوائ ته يې وویل چي
وغواړه څه غواړې نانوائ ورته وويل چي داغواړم چي مادخپل ځان په ډول وګرځوي،باقي
بالله صاحب!څوواره ورته ويل چي زمادحال تاب اوطاقت نسي درلودائ بل شي
وغواړه،خونانوائ په دغه خبره ټېنګ سو،نوباقي بالله صاحب مجبورسواونانوائ يي وخپلي
حجرې ته داخل کړ،اوتوجه اتحادي يې ورته وکړه.
کله چي دوئ دواړه له حجرې څخه راووتل نودنانوائ اودباقي الله صاحب په شکل کي هم فرق
نسوائ کېدلائ خوصرف په دې سره ئي فرق کيدي چي باقي بالله صاحب په هوش کي وو
اونانوائ بېهوشه وو.
درې ورځي وروسته نانوائ ددغه بېهوشئ په حالت کښي وفات سو(رحمة الله تعالي عليهما)
دلته هم دجبريل عليه السلام له لوري ونبي عليه السلام ته دغه څلورقسمه توجه وکړه
سوه،په دې ډول چي په نفس ملاقات سره توجه انعکاسي حاصله سوه اوپه دې سره چي اول
واريې دي مبارک په غېږکښي ټينګ کړنوتوجه اقائي حاصله سواوپه دوهم وارټينګولوسره
توجه اصلاحي حاصله سوه،اوپه دې سره چي دريم واريې په غېږکي ټينګ کړتوجه اتحادي
حاصله سوه. [تفسيرعزيزي/۲۴۵/سورة اقرأـ مع توضيح].
ومن الله التوفیق