مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بخاري اوشرح فضل الباري (۲۴) برخه،۳حدیث .

شارح : عَلامَه ، مُحَقِقْ مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّیْن أبُوالـْفَضَل ، أفْغَانِيْ کَانَ اللهُ لَه وَدَامَتْ بَرَکَاتُه .
-------------------------------------------------


محترمووروڼو دفضل الباري دشرحي په دې برخه کي دبخاري شریف ددغه عبارت چي

(:مَا أَنَا بِقَارِئٍ قالَ : �فأخذني فغطنيْ حتی بلغنيْ مني الجهدَ)

تفصيل اوعلمي تحقيق :درته کوم

(مَا أَنَا بِقَارِئٍ):
يعني زه خولوستونکئ نه يم ـ
پوسه ! چي د�ما�کلمه په کلام دعربوکي ډېرډولونه لري ، مثلاً:ماخالص مصدريه ، ما مصدریه حينيه ، مااستفهاميه ، نافيه ، مشابه دليس ، موصوله ، موصوفه ـ
دلته دحديث په دغه جمله کي چي د�ما�کلمه راغلې ده په دې کي دعلماووترمنځ څه اختلاف موجوددئ : قاضي عياض ويلي دي چي ځيني علماوودغه �ما�نافيه بللې ده ، اوځيني نوروعلماووبيااستفهاميه بللې ده ـ

په �الروض الانف� کي علامه سهيلي د�ماانابقارئ�پرځاي باندي د�ماانااقرء�لفظ ذکرکړيدئ اوويلي يې دي چي په دغه ماکي دوه احتمالونه دي :
اول داچي استفهاميه سي نوبه د�مااقرء�دلفظ معني په دې ډول سي چي څه شي ووايم ـ
اودوهم احتمال دادئ چي نافيه سي نوبيابې معني داډول سي چي �مااحسن ان اقرء�يعني زه لوستل ښه نسم کولائ يازمالوستل ښه نه دي ايزده ـ
اوعلامه سهيلي داهم ويلي دي چي دبخاري اودمسلم په روايت کي چي د�ماانابقارئ�لفظ راغلئ دئ نوپه هغه کي د�ما�کلمه نافيه ده ـ
ابن حجررحمه الله تعالي له حضرت عروه څخه د�کيف اقرء�لفظ اوله حضرت عبيدبن عمير څخه د�ماذااقرء�دلفظ اودارنګه له امام زهري څخه د�کيف اقرء�دلفظ نقل کړيدئ ـ
دغه ټول روايتونه ددې تائيدکوي چي د�ماانابقارئ‎�په لفظ کي �ما�نافيه ده ، البته که ديو چا په ذهن کي دغه روايتونه نه وي اود�ماانابقارئ�ولفظ ته وګوري نوپه متبادرډول يې دا خبره وذهن ته تيرېږي چي دغه مانافيه ده ـ

د حافظ ابن حجراودعلامه عيني رحمهماالله تعالي ترمنځ هم په دې باره کي اختلاف موجوددئ ، ابن حجررحمه الله تعالي ويلي دي چي د�ماانابقارئ�په لفظ کي مانافيه ده ؛ځکه چي باءجاره زائده دمانافيې پرخبرباندي داخليږي اوله مااستفهاميې وروسته باءزائده نه راځي ، البته اخفش له مااستفهاميې څخه وروسته هم دباءزائده راتلل جائزګڼلئ دئ خوداقول شاذ دئ ـ
اوعلامه عيني رحمه الله تعالي ويلي دي چي په مذکورلفظ کي مااستفهاميه غلط ګڼل صحيح خبره نه ده ؛ ځکه چي متعددروايتونه ددې خبري تائيدکوي اوله مااستفهاميې وروسته باءزائده اخفش جائزګڼلې ده ـ

سوال : د�ماانابقارئ�جمله په حديث کي ولي مکرره سوېده ؟
جواب : حافظ أبو شامه (رحمه الله) فرمايلي دي چي د �مَا� کلمه په اول �ماأنا بقارئ� کښي نافيه ده ، د امتناع لپاره ده ، د نبي (عليه السلام) مطلب دا ؤ چي زه وينا نه سم کولائ . او په دوهم ځائ کښي خو هم �مَا� نافيه ده ، ليکن دلته بيا د نبي (صلی الله عليه وسلم) مطلب امتناع نه وه ، بلکي مراد يې نفي محض (خالص) وه ، يعني ما بالکل ليک او لوست نه دئ کړئ نو څنګه يې ووايم .
او په دريم ځائ کښي �مَا� استفهاميه ده ، او مطلب دده مبارک ددې پوښتنه کول ؤ چي کوم شئ ووايم ، ددې تأييد هغه مخکي مراسيل هم کوي [فتح ج۱ ص ۲۴] .

د �ما� نافيه او استفهاميه د تطبيق لار :
له پورتنۍ خبري څخه د مختلفو رواياتو په منځ کښي تطبيق هم ښکاره سو ، چي ځيني پر نفي او ځيني پر استفهام دلالت کوي : هغه پدې ډول چي څرنګه چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په خلوت کښي د الله تعالی په عبادت کښي مستغرق ؤ ، او د کاملي بندګۍ و مقام ته رسيدلئ ؤ ، نو پداسي حال کښي چي کله جبريل (عليه السلام) وده ته وويل چي �اقرأ ! � نو ده مبارک ورته وویل چي �مَا انابقارئ� يعني زه لوستل نه سم کولائ ، بيا چي کله جبريل ورته وويل چي �اقرأ !� نو ده په �مَا انابقارئ� ويلو سره دا څرګنده کړه چي زه أمي يم ، ما لوستل نه دي کړي نو څنګه يې ووايم ، بيا چي کله جبريل دريم وار د ويلو أمر ورته وکړ نو ده ورته وفرمايل �مَا انابقارئ� يعني �مَا ذا أقرأ ؟ � يعني کوم شئ ووايم ، پدغه ډول ددغو رواياتو په منځ کښي تطبيق راځي [والله سبحانه وتعالی أعلم ، علمه أتم] .

[قالَ : �فأخذني فغطنيْ� ] :
په يوه روايت کښي کوم چي ابن جرير طبري يې نقل کړئ دئ د �غطنيْ� پر ځائ �غثني� راغلئ دئ ، او د أبوداؤد طيالسي په روايت کښي �فأخذ بحلقيْ� ذکر سوئ دئ (يعني بيا ونيوئ جبريل حلق ځما) [حوالهء بالا] . د غَطّ او �غثّ� معنی سره يوه ده ، يعني ټينګول او کښیکښل .

[حتی بلغنيْ مني الجهدَ] :
پوه سه ! چی دا لفظ په ضمه د جيم او په فتحه د جیم په دواړو سره ويل کيدائ سي ، په ضمه د جيم په معنی د قدرت ، طاقت او ګنجايش راځي ، او په فتحه د جيم بيا په معنی د مشقت ، تکليف او زحمت سره راځي [النهاية في غريب الحديث والأثر ج۱ ص ۳۲۰] .
دارنګه د �الجهد� لفظ د اعراب په اعتبار هم دوه احتماله لري : رفع او نصب ، نو ټول څلور صورته سوه چي شرح يې پدې ډول ده :

(۱) : په ضمه د جيم او په رفع سره د �بلغ� فاعل دئ ، او مطلب به داسي چي جبريل أمين زه دونه ټينګ کړم چي د هغه دفع کول او برداشت ځما له وس او قدرته بهر سو ، او ځما طاقت نور جواب راکۍ .
(۲) : په فتحه د جيم او په رفع سره ، پر دې تقدير هم فاعل د ئ د �بلغ� دپاره ، خو مطلب به داسي چي جبریل زه دونه ټينګ کړم چي د هغه په سبب کوم تکليف ماته پيښ سو هغه تکليف او مشقت و اخيري درجې ته ورسيدئ .
(۳) : په ضمه د جيم او په نصب سره ، په دې صورت به د �بلغ� دپاره مفعول سي ، د �بلغ� فاعل به �غط� سي ، او مطلب به داسي چي د جبريل (عليه السلام) کښيکښل او ټينګول ځما د طاقت و اخير ته ورسيدئ ، او ځما قدرت ختم سو .
(۴) : په فتحه د جيم او په نصب سره ، پدې صورت هم مفعول ګرځي لپاره د �بلغ� ، او معنی به داسي چي د جبريل ټينګول ځما د تکليف او مشقت و انتها او اخير ته ورسيدئ ، يعني ځما مشقت و انتها ته ورسيدئ ، خو د څلورو سره احتمالو مطلب اومآل و يوه شي ته راځي .
اوځينوعلماووپه اخيرودووصورتوکي د�بلغ�فاعل جبريل بللئ دئ نوبه دمذکوره جملې مطلب داسي چي ترهغه پوري چي حضرت جبريل عليه السلام زمادطاقت يازمادمشقت واخيرته ورسېدئ

سوال:په دې کي چي جبريل عليه السلام درې واره نبي علیه الصلاة والسلام په غېږکي ټينګ کړڅه سراوحکمت موجودوو؟
جواب: علماءکراموددې مختلف حکمتونه بيان کړيدي چي په دې شرحه دي:
(۱):د�فتح الباري�داتم جلدپه اوه سوه اتلسمه صفحه کي راغلي دي چي حکمت په دې کي داووچي په دې ذريعه سره نبي صلي الله تعالي عليه وسلم ددنياله تعلقاتوڅخه خالي اوفارغ سي يعني زړه يې مکمل واخذته دوحي متوجه وي ـ
دوهم:حکمت په کښي داووچي دَيْ مبارک په دې باندي پوه سي چي اوس ذماپرذمه باندي غټه ذمه واري واقع کيږي اودروندقول چي قرآن کريم دئ پرماباندي نازليږي ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ـ

(۳):علامه قسطلاني(رحمه الله تعالي)ذکرکړيدي چي داول وارپه غېږکي ټينګولومقصد داووچي دده مبارک خيال له ټولودنيوي اموروڅخه فارغ سي،اودوهم اودريم وارټينګول په دې باره کي د تاکيداودمبالغې په وجه سوئ دئ ـ
اودارنګه قسطلاني دځينوعلماووله قوله داسي ذکرکړيدي چي داول وارټينګولومقصد خالي کېدل دده مبارک ووددنيوي اموروله فکرڅخه اوددوهم وارټينګولومقصدداووچي دَيْ مبارک ووحي ته پوره متوجه سي اوددريم وارټينګولومقصدداووچي دده زړه له وحي سره الفت اومحبت پيداکړي ـ
له دې قسمه نورډېرحکمتونه هم علماووبيان کړيدي خوزماپه فکرپه ټولوکي هغه بيان ډېرانسب معلوميږي کوم چي شاه عبدالعزيز(رحمه الله تعالي)په دې باره کي په تفسيرعزيزي کښي کړئ دئ ده ويلي دي چي دپيراومرشدتوجه ومريدته څلورقسمه ده،اول توجه انعکاسي،دوهم توجه القائي،دريم توجه اصلاحي،څلورم توجه اتحادي...،ـ چي په آينده برخه کي به ددې تفصيل انشاءالله العزيزدرته راسي ـ

والسلام ومنه التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery