شارح : عَلامَه ، مُحَقِقْ مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّیْن أبُوالـْفَضَل ، أفْغَانِيْ
کَانَ اللهُ لَه وَدَامَتْ بَرَکَاتُه .
-----------------------------
محترمووروڼو دفضل الباري دشرحي په دې برخه کي دبخاري شریف ددغه عبارت چي
(:فجاءه الملک فَقَالَ اقْرَأْ قَالَ مَا أَنَا بِقَارِئٍ
)
تفصيل اوعلمي تحقيق :درته کوم
(فجاءه الملک فَقَالَ اقْرَأْ قَالَ مَا أَنَا بِقَارِئٍ)یعنی
نوراغي وده ته ،ونبي علیه الصلوة والسلام ته،ملک،پرښته،چي جبرائیل علیه السلام
دۍ،نووویل ده،جبریل وده مبارک ته،چي ووایه وویل ده ورته چي نیم زه ویونکي یعني
لوستل نسم کولای ـ
پوسه چي دلته په دې ډول سوال کيږي چي په وخت کي دابتداءدوحي خو انحضرت صلي الله
تعالي عليه وسلم اُمي ووددې طاقت يې نه ووچي ديوشي قرائت وکي نوجبريل عليه السلام
چي وده ته امرپه قرائت سره وکړنوداخومکلفول دده مبارک ووپرداسي کارباندي چي هغه دده
په طاقت کي نه وو ، اوپه شريعت کي داخبره ثابته ده چي تکليف بمالايطاق الله پاک نه
کوي ـ
ددې سوال مختلف جوابونه ورکړه سويدي ، ابن حجررحمه الله تعالي دفتح الباري داتم
جلدپه ۷۱۸صفحه کي په تفسيرکي دسورت علق داسي جواب ورکړيدئ چي حاصل يې په دې ډول دي
چي دغه امرپه �اقرء� سره تکليفي امرنه وو داتلقيني امروولکه يوشاګردچي يواستاذته
کتاب وغوړوي نواستاذورته ووايي چي وايه نوددې مطلب دانه وي چي دغه کتاب ته په خپله
ووايه بلکي مطلب يې داوي چي کوم څه چي زه درته وايم هغه وايه ـ
اوعلامه بلقيني په دې ډول جواب ورکړيدئ چي جبريل عليه السلام چي وده ته وويل چي �اقرء�
نومقصوددده داووچي دغه لفظ چي مادرته ووايوچي �اقرء�د اووايه معني ددغه لفظ يې مطلب
نه وه چي امرپه قرائت سره دئ چی مقروءاومأموربه نوبيابل شي سي ـ
دغه جواب دفتح الباري د۱۲جلدپه ۳۵۷مخ کي مذکوردئ ، خوپردغه جواب باندي دااعتراض
وارديږي چي پردغه تقديرخو پکارداووچي جبريل داسي ورته ويلي واي چي � قُلْ اِقرَءْ �
ـ
ددغه اعتراض ابن حجرپه دوه ډوله جواب ذکرکړيدئ :
اول په دې ډول چي که د�قل�لفظ هم جبريل ورسره ويلئ واي نوبياددې توهم کېدائ سوائ چي
د�قُلْ � لفظ هم په مقصودي کلام کي يعني په مقروء اوماموربه کي داخل دئ ـ
اودوهم جواب يې په دې ډول ذکرکړيدې چي د�قُلْ�دلفظ په نه ويلوکي ډېرلوئ حکمت وو هغه
داچي که جبريل ورته ويلي وائ چي �قُلْ اقرء � نونبي عليه الصلاة والسلام بيادانه
ورته ويل چي � مَا أَنَا بِقَارِئٍ�نوودې ته بيابهانه نه جوړېدله چي جبريل عليه
السلام دَيْ مبارک درې واره په غيږي ټينګ ونيسي بيايې بيرته پريږدي ـ
دسيرت ابن هشام مع الروض الانف داول جلدپه ۱۵۳،اوپه ،۱۵۴،مخ کي راغلي دي چي ابن
اسحاق له عبيدبن عميرڅخه روايت کړيدئ چي هغه ټول کيفيتونه دوحي چي ونبي عليه
الصلاةوالسلام ته په بيداري کي ومخ ته راغلي دي نوهغه ټول کيفيتونه تربيدارئ له مخه
يوځل وده مبارک ته په خوب کي عارض سوي ووـ
دخوب په واقعوکي داهم راغلي دي چي جبريل عليه السلام دورېښموپه يوه ټوکرکي څه ليکل
سوئ شي ونبي عليه الصلاة والسلام ته پېش کړيعني اوورته وې ويل چي داووايه - انتهي �
يعني نوامکان لري چي جبريل عليه السلام وده مبارک ته راغلئ اوورته وې ويل چي �اِقْرأْ�نوپه
دغه وخت کي دې هم دورېښموپه يوه ټوکرکي يوتحريروده ته پېش کړيوي اوورته ويلي دي وي
چي ووايه يعني دغه تحريرووايه ، خوپه دې ارتباط ځيني علماووداخبره کړېده چي دالازمه
نه ده چي کوم څه چي په خوب کي وده ته پېش سوي دي نوهغه ټول دي په بيداري کي هم وده
ته پېش سويوي ـ
علامه سهيلي په �روض الأُنُف�کي ذکرکړيدي چي دځينومفسرينوپه قول په �الم ، ذالک
الکتاب � کي اشاره هم دورېښموودغه ټوکرته ده يعني وهغه ته چي په دغه ټوکرکي ليکل
سويووـ
ځينوعلماوودلته دااحتمال هم ذکرکړيدئ چي دلته د�اِقْرأْ�په لفظ کي امرلپاره دتکليف
دئ ـ فتح الباري ، ج۸ ، ص ۷۱۸ ـ
نوبه دلته تکليف بمالايطاق لازم سي ـ
مسئله دتکليف بمالايطاق :
پوسه چي په دې مسئله کي اختلاف دئ چي ايادارواده چي الله پاک يوبنده په داسي شي سره
مکلف کړي چي هغه دبنده په طاقت کي نه وی اوکه روانه ده ، سره له دې چي پردې باندي
دټولوعلماوواتفاق دئ چي دغه ډول تکليف په شريعت کي واقع سوئ نه دئ خوپه جوازکي يې
اختلاف دئ ، داشاعره وو مسلک دادئ چي تکليف بمالايطاق که څه واقع سوئ نه دئ
خوجائزدئ ، الله پاک فرمايلي دي � لايُسْئَلُ عَمَّايَفْعَلُ وَهُمْ يُسْئَلُوْنَ ،
فَعَّالُ لِّمَايُرِيْدُ�ـ
اوځينونوروعلماووويلي دي چي تکليف بمالايطاق روانه دئ په دليل ددې قول دخدائ پاک �
لَايکلفُ الله نفساالاوسعها..البقره ۲۸۶� يعني نه مکلف کوي الله پاک هيڅ نفس مګرپه
قدردطاقت دده ـ
اشاعره وو ددغه ايت جواب په دې سره ورکړيدئ چي په دغه ايت کي خوداسي نه دي راغلي چي
داروانه ده چي الله پاک يونفس په داسي شي سره مکلف کړي چي هغه دده ترطاقت وتلئ وي
بلکي صرف داراغلي دي چي دغه کارالله پاک نه کوي يعني که اراده ورته وکړي نوبيايې
کولائ سي موږبه اعتبارداشاعره وو وقول ته ورکووـ
والسلام ومن الله التوفیق