شارح : عَلامَه ، مُحَقِقْ مُحَمّدْمُعِیْنُ الدِّیْن أبُوالـْفَضَل ، أفْغَانِيْ
کَانَ اللهُ لَه وَدَامَتْ بَرَکَاتُه .
-------------------------------------------------
محترمووروڼو دفضل الباري دشرحي په دې برخه کي دبخاري شریف ددغه عبارت چي
(ثُمَّ يَرْجِعُ إِلَى خَدِيجَةَ فَيَتَزَوَّدُ لِمِثْلِهَا
حتي جاءه الحق) علمي تحقیق اودارنګه ددغه عبارت چي(:فجاءه الملک فَقَالَ اقْرَأْ
قَالَ مَا أَنَا بِقَارِئٍ قَالَ فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي حَتَّى بَلَغَ مِنِّي
الْجَهْدَ ثُمَّ أَرْسَلَنِي فَقَالَ اقْرَأْ قُلْتُ مَا أَنَا بِقَارِئٍ
فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي الثَّانِيَةَ حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الْجَهْدَ ثُمَّ
أَرْسَلَنِي فَقَالَ اقْرَأْ فَقُلْتُ مَا أَنَا بِقَارِئٍ فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي
الثَّالِثَةَ ثُمَّ أَرْسَلَنِي فَقَالَ{ اقْرَأْ
بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ
وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3)} لفظي ترجمه درته بیانه وم اوعلمي تحقیق بې په
ورپسې برخه کي ان شاءالله درته راسي :
(ثُمَّ يَرْجِعُ إِلَى خَدِيجَةَ فَيَتَزَوَّدُ لِمِثْلِهَا)
يعني وروسته به (چي يو څو شپې بې خلوت وکړ) رجوع کوله ده مبارک و خديجې (رضي الله
عنها) ته ، بيا بې زاد (توښه) رااخستله لپاره د مثل د هغو شپو .
پوه سه ! چي د �لمثلها� د ضمير په مرجَع کښي مختلف احتمالونه دي : يو احتمال دا دئ
چي د �عبادة� و لفظ ته راجع سي کوم چي د مقام په قرینه معلوميږي ، دارنګه د �مرة� �خلوة�
�فعلة� لفظونه هم ددې احتمال لري چي د �مثلها� د ضمیر مرجع دي سي .
علامه سراجُ الدين بلقيني (رحمه الله) فرمايلي دي چي د �ها� ضمير د �سنة� ولفظ ته
راجع دئ ، نو مطلب به داسي چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به هر کال يوه میاشت
خلوت کوئ ، او کله چي به بل کال راورسيدئ نو د تير کال په اندازه بې زاد او توښه
واخستله او خلوت ته بې تشريف يووړئ (فتح الباري ج ۸ ص ۷۱۷/ ج ۱۲ ص ۳۵۵) .
خو پر دغه خبر باندي دا سوال کيږي چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) خو د مکې
مکرمې اوسيدونکئ ؤ ، او د مکې د خلګو په زندګي او روزګار کښي دونه پراخي نه وه بلکي
عمومًا دوۍ تنګدسته وه ، او په عام ډول ددوۍ ګذاره په غوښو او شيدو سره وه ، نو له
همدې وجي په يوه وار د پوره مياشتي توښه او خورکه اخستل او هلته اوسيدل په ظاهر
غيرممکن معلوميږي ، خصوصًا پدې وجه هم چي د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په
طبیعت کښي جود ، سخا او ورکړه پرته وه ، په رواياتو کښي راځي چي ده مبارک به د
لارويانو پوښتنه کوله او هغوۍ ته بې خوراک ورکوۍ او اوبه کول بې ، له دې وجي دا
ډيره بعيده معلوميږي چي له ده مبارک سره دي د يوې مياشتي توښه او خوراک پاته سي .
نو صحيح خبر داده چي ده مبارک به د څو ورځو توښه له ځانه سره وړله کله چي به هغه
ختمه سوه نو بيا بې نوره وړله ، پدغه ډول به ده يوه مياشت په خلوت کښي پوره کوله .
حافظ ابن حجر عسقلاني (رحمه الله) هم په �کتابُ التفسير� کښي د خپل استاد بلقيني
تابعداري کړېده او دده قول يې أظهر بللئ دئ ، ليکن په �کتابُ التعبير� کښي يې بيرته
له خپله قوله رجوع کړېده او دمذکوره وجوهاتو پر بنا يې دوهم قول غوره کړئ دئ (فتح
الباري ج ۱۲ ص ۳۵۵، ۳۵۶) .
(حَتَّى جَاءَهُ الْحَقُّ وَهُوَ فِي غَارِ حِرَاءٍ : )
یعني ترڅوچي راغي وده مبارک ته حق ،یعني وحي ،په داسي حال کښي چي دَئ په غارِ حرآء
کښي ؤ .
پوه سه ! چي ددغه حديث روايت په �کتاب التفسير� او �کتابُ التعبير� کښي هم سوئ دئ ،
خو هلته د �جآءه� پر ځائ د �فجِئَه� لفظ راغلئ دئ . یعني ترڅوچي ناڅاپه راغي وده ته
حق،
امام نووي (رحمه الله) فرمايلي دي چي د �فجئه� لفظ ځکه ويل سوئ دئ چي رسول الله (صلی
الله عليه وسلم) ته ددې توقع نه وه چي پر ده به فرشته نازله سي او د نبوت او رسالت
پر وظيفه به مقرر سي . خو علامه سراج الدين بلقيني (رحمه الله) پر دې خبره باندي دا
اعتراض کړئ دئ چي کوم صورت چي ونبي (صلی الله علیه وسلم) ته په بيداري کښي ښکاره سو
بعينه هغه صورت وده مبارک ته په خوب کښي هم مخته راغلئ ؤ ؛ نو ځکه مطلقًا داسي ويل
چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ددې توقع نه درلودله بېځايه ده . (فتح الباري ج
۱۲ ص ۳۵۶) .
بيا ابن حجر عسقلاني (رحمه الله) فرمايلي دي چي په خوب کښي د يو شي په نظر راتللو
سره دا نه لازميږي چي وده مبارک ته دي ددې توقع هم وه چي بعينه هغه شئ دي په بيداري
کښي هم په نظر راسي نو ځکه قطعي فيصله کول نه دي پکار (فتح الباري ج۱۲ ص ۳۵۶) .
د �الحق� له لفظ څخه مراد څه دئ ؟ پدې اړه علامه طيبي (رحمه الله) فرمايلي دي چي له
حق څخه مراد یا �أمرِحق� يعني وَحي ده ، يا �رسولُ الحق� دئ يعني قاصد د حق ، له
قاصد دحق څخه مراد حضرت جبريل (عليه السلام) دئ نوبه دالحق لفظ دالله پاک نوم سي
مرادبه ورڅخه خدای پاک سي اوعبارت به په حذف دمضاف سره سي، او علامه بلقيني ويلي دي
چي له حق څخه مراد �الأمرُ البَيِّن الظاهر� دئ . (شرح طیبي ج۱۱ ص ۴۷/ فتح الباري ج
۱۲ ص ۳۵۶) .
...........................................................................................................
فَقَالَ اقْرَأْ قَالَ مَا أَنَا بِقَارِئٍ قَالَ فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي حَتَّى
بَلَغَ مِنِّي الْجَهْدَ ثُمَّ أَرْسَلَنِي فَقَالَ اقْرَأْ قُلْتُ مَا أَنَا
بِقَارِئٍ فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي الثَّانِيَةَ حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الْجَهْدَ ثُمَّ
أَرْسَلَنِي فَقَالَ اقْرَأْ فَقُلْتُ مَا أَنَا بِقَارِئٍ فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي
الثَّالِثَةَ ثُمَّ أَرْسَلَنِي فَقَالَ{ اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ
(1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3)}
د پورتني عبارت لفظي ترجمه :
(ف)نو (جَاء)راغلئ (َهُ )وده ته ،یعني ورسول علیه الصلوة والسلام ته (الْمَلَكُ)
ملکه يعني جبرائيل (فَ) نو (قَالَ) وې ويل ده ،یعني ملک،جبرائيل ونبي علیه السلام
ته (اقْرَأْ) ووايه ! (قَالَ) وویل ده یعني نبي علیه السلام وجبرائيل ته (مَا) نه
يم (أَنَا) زه (بِقَارِئٍ) هيڅ ويونکئ ، مراد يادادئ چي زه ويل نه سم کولائ يعني
کوم څه چي ته راته وايې هغه نه سم ويلائ ، خو دغه ډول مفهوم پدې وجه چي دَئ مبارک د
عربو او عجمو أفصَح ؤ نو دده د بلاغت او فصاحت له شان سره دا نه لګيږي چي يو څو
کلمې چي جبریل ورته ويلې نو د هغوۍ په باره کښي دي ده ويلي وي چي زه دغه کلمې نه سم
ويلائ ، او يا مراد ورڅخه دادئ چي ما لوستل نه دي کړي ، دغه ډول مفهوم دده مبارک له
شان سره ډير مناسب دئ (قَالَ) وويل ده ، يعني رسول [صلی الله عليه وسلم] چي (فَ)
بيا، يعني کله چي ما ورته وويل چي ما لوستل نه دي کړي (أَخَذَ) ونيولم ده ، یعني
جبريل (نِي) زه (فَ) بيا يې (غَطَّ) ټينګ کړم (نِي) زه (حَتَّى) تر داسي حده پوري (بَلَغَ)
چي ورسيدئ (مِنِّي) له ماڅخه (الْجَهْدَ) مشقت ، تکليف ، يعني و مَبلغ او پائ خپل
ته ، مراد دادئ چي دونه يې ټينګ کړم چي هغه تکليف چي ما يې برداشت کولاۍ سواۍ او
ددغه ټينګيدو له وجي پر ما باندي راغلئ و خپلي اخيري درجې ته ورسيدئ (ثُمَّ) وروسته
يې (أَرْسَلَ) پريښووم ده ، يعني جبريل (نِي) زه (فَ) بيا يې (قَالَ ) وویل ، يعني
دوهم ځل يې وماته وویل (اقْرَأْ) ووايه ! (قُلْتُ) وويل ما ، يعني پدغه دوهم وار مي
بيا و جبريل ته وويل (مَا) چي نه يم ( أَنَا) زه (بِقَارِئٍ) هيڅ ويونکئ (فَ) بيا (أَخَذَ)
ونيولم ده (نِي) زه (فَ) بيا يې (غَطَّ) ټينګ کړم ده (نِي) زه (الثَّانِيَةَ) دوهم
وار (حَتَّى) تر داسي حده پوري (بَلَغَ) چي ورسيدئ (مِنِّي) له ماڅخه (الْجَهْدَ)
مشقت ، تکليف ، يعني و مَبلغ او پائ خپل ته ، مراد دادئ چي دونه يې ټينګ کړم چي هغه
تکليف چي ما يې برداشت کولاۍ سواۍ او ددغه ټينګيدو له وجي پر ما باندي راغلئ و خپلي
اخيري درجې ته ورسيدئ (ثُمَّ) وروسته يې (أَرْسَلَ) پريښووم ده ، يعني جبريل (نِي)
زه (فَ) بيا يې (قَالَ ) وویل ، يعني دوهم ځل يې وماته وویل (اقْرَأْ) ووايه ! (قُلْتُ)
وويل ما ، يعني پدغه دوهم وار مي بيا و جبريل ته وويل (مَا) چي نه يم ( أَنَا) زه (بِقَارِئٍ)
هيڅ ويونکئ (فَ) بيا (أَخَذَ) ونيولم ده (نِي) زه (فَ) بيا يې (غَطَّ) ټينګ کړم ده
(نِي) زه (الثَّالِثَةَ) دريم وار (ثُمَّ) وروسته يې (أَرْسَلَ) ايله کړم (نِي) زه
( فَ) بيا يې (قَالَ) وويل ، يعني وماته دا ډول چي {(اقْرَأْ) ووايه (بِاسْمِ) په
نامه سره (رَبِّ) د رب (كَ) ستا ، يعني پداسي حال کښي چي برکت حاصلونکئ يې په نامه
سره درب ستا (الَّذِي) هغه ، يعني هغه رب ستا (خَلَقَ) چي پيدا کړئ يې دئ ، یعني هر
شئ (خَلَقَ) پيدا کړئ يې دئ (الْإِنْسَانَ) انسان (مِنْ) له (عَلَقٍ) يوې ټوټې د
ويني (اقْرَأْ) ووايه (وَ) چي حال دادئ (رَبُّ) چي رب (كَ ) ستا (الْأَكْرَمُ) ډير
کريم او ډير مهربانه دئ } . خلاصه داده چي نبي علیه الصلة والسلام به په سلسله کي
دجریان دخلوت یوڅه آزوغه له کره څخه راواخيستله اوغارحراته به راغئ اوهلته بې خلوت
کاوه بیاچي به کله دغه آزوغه ورتمامه سوه نوبیابه وکورته راغئ اونوره خوراکه بې
راواخیستله دغه حال ترهغه وخته پوري جریان درلودچي جبرائيل علیه السلام وحی ورته
راوړه بیاچي اول ځل جبرائيل ورته راغي نوداسي ئې ورته وویل چي ووایه،ویل وکړه نوده
مبارک ورت وویل چي لوستل خوماندي زده کړي نوپه دې وجه جبرائيل دَي مبارک دونه په
غیږکي په قوت سره ټینګ کړچي ددغه ټینګولو مشقت دده مبارکرپروجودباندي واخیري درجې
ته ورسيدئ اودامعامله درې واره مکرره سوه له څه وخته وروسته جبرېل دعلق دسورت ړوبني
پنځه آیاتونه وده مبارک ته وویل ـ
والسلام ومن الله التوفیق