شارح : علامه ، مُحَقق محمدمعین الدین ابوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته
.
----------------------------------
په دې برخه کي ددغومبارکودووجملوتحقیق درته کيږي (قَبْلَ أَنْ
يَنْزِعَ إِلَى أَهْلِهِ ( وَيَتَزَوَّدُ لِذَلِكَ) :
(قَبْلَ أَنْ يَنْزِعَ إِلَى أَهْلِهِ ) :
له مخه تر دې چي رجوع به کوله ده و أهل خپل ته ، يعني نبي (صلی الله عليه وسلم) چي
به کله و غارِحرآء ته له کور څخه راغلئ نو بيا به ده مبارک له مخه تر دې چي بيرته
وکور ته ولاړ سي يو څو معدودي شپې عبادت کوئ .
پوه سه ! چي د �يَنزعَ� لفظ د �ضَرَبَ� له باب څخه دئ، و هغه رجوع ته ويل کيږي چي
سره له شوقه او ميلانه وي ، په عربو کښي به داسي ويل کيدل چي �نَزَعَ فلان الی أهله�
يعني په مينه او شوق سره يې وخپل أهل ته رجوع وکړه ، مطلب دا چي و کور ته د رجوع
کولو مينه ورپيدا سوه نو ځکه يې وکور ته رجوع وکړه ، او په عربو کښي داسي هم ويل
کيدل �هَلْ نَزَعَکَ غيره� يعني ايا راتګ وکړ په تا ، ياراجذب راکش کړې ته وسفر ته
غیر له ده څخه (يعني له حج څخه بل شي ) . دارنګه هغه اوښه چي د خپل ځائ یا دچراګاه
مينه به ورولاړه سوه نو دوۍ به وهغې ته نَازِعْ ويله په دې ډول چي �ناقةٌ نازعٌ� .
پوه سه ! چي مشهور صرفي قانون خو دادئ چي �فعل يفعلُ� چي کله صحيح فعل وي او عَين
يا لام کلمه يې حرف حلق وي نو مَضارِع بې مَفتوحُ العَين وي ، خو له دې سره سره
ځيني أفعال ددې قانون خلاف په کلام د عربو کښي راغلي دي ، مثلاً ځيني په دې ډول
راغلي دي چي مَاضي يې مَفتوحُ العين او مضارع يې مَضموم العين ده لکه �جَنَحَ
يَجنُحُ� او ځيني پدې ډول راغلي دي چي مَاضي يې مَفتوحُ العين او مضارع يې مکسورُ
العين ده لکه �نزَعَ يَنزِعُ� مګر علامه بدرالدين عيني ويلي دي چي قاعده پدې ډول نه
ده چي که د عين يا دلام کلمه د صحيح فعل حرف حلق وه نو بيا به په ماضي او مضارع کښي
د عَين کلمه مفتوحُه وي ، بلکي قاعده پدې ډول ده چي که په دواړو کښي د عين کلمه
مفتوحه وه نو بيا به خامخا د عين يا د لام کلمه حرف حلق وي .
پوه سه ! چي له دغي مبارکي جُملې څخه د حديث دا خبره فهميږي چي کله چي به ونبي (صلی
الله عليه وسلم) ته په غارِحرآء کښي د کور مينه ورولاړه سوه نو بيا به ده وکور ته
رجوع کوله ، له دې څخه علماوو دا مطلب په ثبوت رسولئ دئ چي په اسلام کښي رَهْبانيت
نسته کوم چي په أهلِ کتابو کښي رائج ؤ چي له خلګو او کور څخه بې مُکمل تَجَرد کوئ
او په يوه غار کښي به مثلا تر مرګه پوري اوسیدئ ؛ ځکه چي هغه ډول تَجرد او ګوښه
نشیني کومه چي أهلِ کتابو به کوله او په دين کښي يې د بدعت په ډول د هغه احداث کړئ
ؤ ، لکه الله پاک چي فرمايلي دي �ورَهبانية ابتدعوها مَاکتبناها عَليهم� د الله (جل
جلاله) له حکمت څخه او هم له انساني فطرت څخه مخالفت دئ ، د الله پاک له حکمت څخه
ځکه مخالف کار دئ چي که رَهبانِيَت انسانان غوره کړي نو بيا به د عالـَم بقآء ختمه
سي ؛ ځکه بقاء د عالـَم خو په انساني نسَل سره کيږي او په رهبانيت سره انساني نَسل
مُنقطع ګرځي .
او له فطرت انساني څخه پدې وجه خلاف کار دئ چي الله (جل جلاله) چي کوم قوتونه او
جذبات په انسان کښي ايښي دي نو دا خو ددې تقاضا کوي چي بايد دا قوتونه هر يو په خپل
محل کښي په کار ولويږي ، او په رَهبانيت سره دغه ټول قوتونه مُعطل او عَبث ګرځي .
( وَيَتَزَوَّدُ لِذَلِكَ) :
او توښه او خورکه بې رااخستله لپاره دهغه (يعني لپاره د خلوت کولو په غار کښي دحرآء)
يعني کله چي به دَئ مبارک له کور څخه وغار ته د حِرآء راتلئ نو له ځان سره بې خوراک
راأخيستئ .
پوه سه ! چي د �یَتزود� لفظ له �تَزود� څخه جوړ دئ او �تزود� اتخاذ د زَاد ته ويل
کيږي ، يعني له ځان سره رااخستل د زَاد ، او زَاد و هغي خورکي او ازوغې ته ويل کيږي
چي مُسافر يې له ځان سره واخلي ، دغه فعل د تَفْعیل د باب مُطاوِعْ هم واقع کيږي ،
لکه چي ويل کیږي �زودتُه فَتَزودَ � يعني ومي ګرځوئ خاوند د زاد دَئ نو وګرځيدئ دَئ
خاوندد زاد او ازُوغې .
ځينو علماوو د حديث له دغي جُملې څخه ددې خبري استنباط کړئ دئ چي پر الله (جل جلاله)
باندي توکل ودې ته نه ويل کيږي چي يو سړئ اسباب پر مخ پريږدي ؛ ځکه نبي (صلی الله
عليه وسلم) سره له دې چي کامل توکل پر الله پاک باندي ورته ثابت ؤ له دې سره سره يې
تَرک د اسبابو نکوئ ، همدا سبب ؤ چي کله به غارِحراء ته تلئ نو بې توښه او نفقه
ورسره أخستله .
په ترمذي �کتابُ صفةِ القيامة� کښي ، دارنګه په �حلية الأوليآء ج ۸ ص ۳۹۰) کښي ددې
حديث روايت سوئ دئ چي يوه صحابي له و نبي (صلی الله علیه وسلم) ته وويل چي اې د
خدائ رسوله ! زه خپل اوښ تړم بيا پر الله (جل جلاله) باندي توکل کوم او که دا ډول
توکل پر الله تعالی وکړم چي اوښ نه تړم ؟ ( يعني چي زه پر الله پاک باندي توکل کوم
نو به ظاهري أسباب هم پر مخ پريږدم نو بيا زه مُتَوکِل بلل کيږم او که به ظاهري
أسباب د خپل وَس مطابق برابروم خو له هغه سره سره به پر أسبابو باندي اعتماد نکوم
بلکي پر الله باندي به اعتماد کوم؟ ) نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په جواب
کښي ورته وفرمايل چي �أعْقِلْهَا وَ توکلْ� يعني تړه اوښه خپله او توکل کوه .
مطلب دا چي ظاهره سبب د کار چي ستا په طاقت پوره کيږي برابروه بيا پر الله (جل
جلاله) باندي توکل کوه ، يعني بيا پر سبب باندي اعتماد مکوه پر الله باندي يې کوه .
تنبيه :
پوه سه ! چي د الله (جل جلاله) په بندګي کښي داسي مُقام سته چي وهغه مُقام ته څوک
ورسيږي نو بيا توکل دده دا هم غواړي چي تَرک د أسبابو به هم کوي ، خو دغه ډول تَوکل
د عامو مسلمانانو دپاره نسته ، څرنګه چي د اسلام پيغمبر د اسلامي شريعت د ټولو شعبو
بنسټ ايښوونکئ او تعليم کونکئ ؤ نو ځکه يې ډير کارونه سره له دې چي دده مقام به له
هغه څخه اوچت ؤ پدې خاطر کول چي وعام أمت ته د هغو کارو د جواز لاره پيدا سي .
والسلام ومنَ الله التوفيق .