مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بخاري اوشرح فضل الباري (۲۰) برخه،۳حدیث .


شارح : علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته .
-----------------------------------------------

محترمو وروڼو ! په دغه برخه کښي د بخاري شريف د دريم حديث ددغو په قوس کي راوړل سويو (فَيَتَحَنَّثُ فِيهِ وَهُوَ التَّعَبُّدُ الليالي ذوات العدد) کلماتو علمي تحقيق درته کوم .

(فَيَتَحَنَّثُ فِيهِ وَهُوَ التَّعَبُّدُ ا) :
يعني نو عبادت به کوئ ده (رسول عليه الصلوة والسلام) په ده کښي ، يعني په همدغه غار د حراء کښي ، دَي يعني دغه تحنث و عبادت کولو ته ويل کيږي يو څو شپې چي خاوندي د عدد (شمار) به وې ، يعني لږ به وې .
پوه سه ! چي د �يتحنث� لفظ له �تحَنث � څخه جوړ دئ کوم چي د تفعُل د باب مصدر دئ ، او مجرد مصدر يې حِنث دئ کوم چي به معنی د ګناه دئ ، د تفعل باب کله کله د تجنب دپاره راځي ، لکه په دې قول کښي : �تأثمَ زيد، اي تجنب عن الاثم زيد� يعني بغل وپيچئ له ګناه څخه زيد ، دلته د تحَنث فعل هم له دغه جملې څخه دئ نو به د �فيتحنث� معنی په اصل کښي په دې ډول سي چي نو تجنب به کوَئ له ګناه څخه ده مبارک په دغه غار کښي ، نو څرنګه چي له ګناه څخه ځان پيچل يو قسم د طاعت او عبادت دئ او دارنګه پر طاعت او عبادت باندي باعث هم دئ او د عبادت په استکمال کښي هم زياته مداخله لري ، او پر عبادت باندي د فيوضاتو او برکاتو د ترتب سبب هم دئ ، او دارنګه تجنب له ګناه څخه له جملې د تخليې دئ او طاعت عبادت له جملې څخه د تحليې دئ ، او تحليه پر تخليه باندي مرتبه ده ، نو د همدغو وجوهاتو له رویه راوي د تحنث تفسير په تعبد سره کړئ دئ .

او علامه خطابي ويلي دي چي د تحنث تفسیر دلته ځکه په تعبد سوئ دئ چي د عبادت په ذریعه تجنب له حنث (ګناه) څخه راځي ، او ده دا هم ويلي دي چي لکه څنګه چي دلته تحنث لپاره د سلب د مأخذچي حنث دئ راغلئ دئ ، دارنګه �تحَوب� هم لپاره د سلب د مأخذ چي حُوب (ګناه) دئ راغلئ دئ ، او د تأثم لفظ هم په دې ډول دئ ، ده له ځينو خلګو څخه دا ډول نقل هم کړئ دئ چي په کلام د عربو کښي صرف همدغه درې لفظونه لپاره د سلب د مأخذ راغلي دي وبس ( أنظر أعلامُ الحدیث ج۱ ص ۱۲۸) .
مګر د علامه خطابي (رحمه الله) په بیان کښي دوه ځايونه محل د نظر دي : اول دا چي ده ويلي دي چي د عبادت په ذريعه ګناه ليري کيږي ؛ ځکه چي علماؤ د طریقت او شريعت داسي ذکر کړيدي چي له ګناه څخه ځان ساتل ذريعه ددې ګرځي چي انسان په صحيح صورت سره عبادت وکړي ، لکه چي دا اوس اوس يې تفصيل تیر سو نو سلب د ګناه په تحقق د عبادت کښي ذې دخله دئ ، نه تحقق دعبادت په سلب د ګناه کښي ؟ ددې سوال جواب دا دئ چي دغه دواړي خبري که دعلماؤ د طريقت خبره ده او که د علامه خطابي خبر ده صحيح او پر خپل ځائ باندي دي ؛ ځکه کله چي سړئ له ګناؤ څخه اجتناب کوي نو په دې سبب دده و عبادت ته مخکي ذکر سوي ټولي فايدې رسیږي ، خو که سړئ ګنهګار وي او بيا دَي عبادت کوي نو د عبادت په وجه دده صغيره ګناوي په یقيني ډول معافیږي او کبيره ګناوي يې په احتمالي ډول ، لکه چي الله (جل جلاله) فرمايلي دي : � ان الحسنات يُذهبن السيات � يعني بېشکه نيک عملونه بيايي (لیري کوي ) له سړي څخه ګناوي ، او لکه رسول (صلی الله علیه وسلم) چي فرمايلي دي : � مَن صامَ رمضان ايمانا واحتسابا غُفرما تقدم من ذنبه � او دارنګه د ځينو خاصو عباداتو په وجه ځینو علمآؤ ذکر کړيدي چي کبيره ګناوي هم له سړي څخه ليري کيږي ، او دارنګه ځيني عبادتونه چی په صحيح صورت ادا کړه سي نو و انسان ته له ګناه کولو څخه مانع جوړيږي لکه لمونځ چي الله (جل جلاله) فرمايلي دي : � ان الصلاة تنهی عن الفحشآآ

آء والمنکر� .
دوهم يې دا قول محل د نظر دئ چي په کلام د عربو کښي صرف مذکوره درې لفظونه لپاره د سلب د مأخذ راغلي دي ، علامه کرماني فرمايلي دي چي له دغو درو څخه ماسوا نور هم ډير الفاظ کوم چي د تفعل له باب څخه دي لپاره د سلب د مأخذ راغلي دي ، لکه �تحَرج ، اي تجنب عن الحرَج� او لکه �تخونَ ، اي تجنب عن الخيانة� او داسي نور (أنظر شرح کرماني ج۱ ص۳۲ / عمدة القاري ج۱ ص ۴۹ ) خو د کرماني دغه اعتراض پر خطابي (رحمه الله) باندي نه واردیږي ؛ ځکه چي ده مذکوره خبره له بعضي علمآؤ څخه د نقل په توګه کړېده ، سره له دې چي دا احتمال سته چي مراد دي دهمدغو بعضي علمآؤ دا وي چي له دغو درو لفظو څخه ماسوا په کلام د عربو کښي بل داسي لفظ نه دئ راغلئ چي لپاره د سلب د مأخذ دي وي او له مذکوره درو لفظو سره دي په معنی کښي يو وي .
پوه سه ! چي بعضوعلماؤ لکه ابن حجر (رحمه الله) د�یتحنث � معناپه �یتحنف� سره کړې ده ، يعنی نو تحنف به کوئ ده مبارک په غار د حراکي یعني تابعداري دملت دابراهیم علیه السلام بې کوله ، ددغه تفسیرتائیدپه يوه روایت سره هم کېږي کوم چي ابن اسحاق کړئ دئ ؛ ځکه چي په هغه روایت کي دفیتحنث پرځائ باندي �یتحنف� راغلئ دئ (انظرفتح الباري ،ج۱ص۲۳ ) او ددغو دووروایتوتطبیق هم سره کېدلاۍ سي په دې ډول چي عرب کله کله �فاء� په �ثاء� سره بدلوي ،‎ ( انظرسیرت ابن هشام وکذا الروض الانف ج۱ص۱۵۳) .

پوسه ! چي دغه توري چي �وهوالتعبد� کوم چي دتعبدتفسیردئ په اتفاق سره دکوم راوي له طرفه په حدیث کي درج سوئ دئ خو په دې باره کي څه اختلاف دئ چي دغه راوي کوم راوي دئ ؟ علامه طیبي رحمه الله په یقیني ډول ویلي دي چي دغه راوي امام زهري دئ اوابن حجررحمه الله بیا ویلي دي چي له علامه طیبي سره دده دجزم کوم دلیل نسته ، البته امکان سته چي حضرت عروه یاله ده څخه ماتحت کوم راوي دي داتفسیرکړئ وي ، خوابن حجر هم د خپلي خبري دپاره کوم سندنه دئ وړاندي کړئ ،اودطیبي دخبري داسندګرځېدلاۍ سي چي امام زهري ډېر وختونه دحدیثو دغریبو الفاظو تفسیر په حديث کي درجوي (کذا فی تدریب الراوي ج۱ص۲۷۴ و کرماني).

په غار حراکي نبي علیه الصلوة والسلام څه قسم عبادت کوئ؟
پوه سه ! چي دا خبره په اصل کي ديو بلي مسئلې پر تحقیق باندي موقوفه ده هغه دا چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) مخکي تر نبوت له مخکنيو شريعتو څخه په يو شريعت باندي مکلف ؤ او که نه ؤ ؟ په دې خبره کي د علمآؤ اختلاف دئ : ځينو علمآؤ په دې کښي توقف کړئ دئ ؛ ځکه چي نه په يو روايت کي ددې ثبوت سته او نه عقل ددې ممانعت کوي چي دَي مبارک مکلف ؤ ، يا نه ؤ .

او ځینو ويلي دي چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د مخکنيو شريعتو څخه په يو شريعت باندي مکلف ؤ ، خو بيا په دې کي اختلاف دئ چي په کوم شريعت باندي مکلف ؤ ؟ ځينو ددې په تعین کي توقف کړئ دئ ، او چا ویلي دي چي په يو مخصوص شريعت باندي ده عمل نه کوئ بلکي دکوم شريعت کومه برخه چي به وده ته په صحيح طريقه رارسېدلې وه په هغه بې عمل کوئ ، او بعضو ويلي دي چي د آدم (عليه السلام)په شريعت باندي مکلف ؤ، او بعضو د حضرت ابراهيم (عليه السلام) چا د موسی (عليه السلام) او چا د حضرت عيسی (عليه السلام) ذکر کړئ دئ .

او ځینو داسي ويلي دي چي دَي په يوه شريعت باندي مکلف نه ؤ، اوس دا پوښتنه پيدا کيږي چي دا ډول ؤ نو بیاپه کومه طريقه او څه قسم عبادت رسول الله (صلی الله عليه وسلم) کوئ ؟
په دې باره کښي يو قول داسي دئ چي ده ته به کوم مسکینان راتلل نو هغه بې مړول او دا دده د عبادت ؤ ، خو دا جواب ضعيف دئ ؛ ځکه چي دا مسکنيان خو وده ته هر وخت نه راتلل .
او بل قول دادئ چي په دې وخت کي دده عبادت تفکر ، غور او سوچ ؤ په کائناتو او د خدائ په مخلوقاتو کښي . بل قول دادئ چي د رؤيا صالحه ، کشف او الهام له لاري چي به دده مبارک پر زړه باندي کومه القآء کيدله د هغه مطابق بې عمل کوئ . بل قول دادئ چي نفس خلوت دده عبادت ؤ ؛ ځکه چي په دې سره به دَي دده له قوم او د هغوۍ له خرافاتو څخه په أمن ؤ . (أنظر فتح الباري ج۸ص۷۱۷ و ج۱۲ ص۳۵۵/ وشرح کرماني ج۱ص۳۲و۳۳) .

(اللَّيَالِيَ) : پوه سه ! چي د �ليالي� لفظ د �يتحنث� دپاره ظرف دئ ، او د � وهو التعبد� لفظ د يتحنث تفسير دئ .
د ليالي لفظ په معنی د شپو دئ ، دلته مراد ورڅخه شپې او ورځي دواړه دي ، چونکه د خلوت دپاره شپه ډيره مناسبه وي له دغه وجي يې تغلیبا د ليالي لفظ ذکر کړئ دئ (أنظر شرح طيبي ج۱۱ ص۴۶ ) او بل يې له دې وجي د ليالي لفظ ذکر کړئ دئ چي کيدائ سي چاته دا وهم پيدا سي چي ده مبارک صرف د ورځي خلوت کوئ او د شپي په وخت کي بيرته واپس راتلئ .

(ذَوَاتِ الْعَدَدِ) : پوه سه! چي د ليالي دپاره يې یو مخصوص عدد نه دئ ذکر کړئ نو د�ذوات العدد� لفظ دا احتمال هم لري چي دا شپې لږ او کمي وې ، او دا احتمال هم لري چي دا شپې دي ډيري وې ، علامه طيبي (رحمه الله) فرمايلي دي چي له دې څخه مراد تقليل دشپو دئ ، لکه څرنګه چي په دې آيت کريمه کي و تقلیل ته اشاره سوې ده چي :� وشروه بثمن بخس دراهم معدودة� (شرح طيبي ج۱۱ص۴۶) او علامه کرماني (رحمه الله) فرمايلي دي چي دا د تکثیر احتمال هم لري ؛ ځکه چي احتياج وشمار ته خو کثیر شئ لري ، او د لیږ شي و شمیرلو ته خو ضرورت نه پيښيږي (شرح کرماني ج۱ص۳۲) .

علامه ابن ابي جمره (رحمه الله) په جزم سره د تکثیر احتمال راجح بللئ دئ او ويلي يې دي چي عدد پر دوه قسمه دئ : عدد قليل او عدد کثير ، دلته چونکه عدد بېله تعینه مطلق ذکر دئ نود دواړو قسمونو مجموعه ورڅخه مراد ده ، نو د ليالي ذوات العدد څخه مراد �لیالي کثيره� دي (فتح الباري ج۱۲ص۳۵۵) .

خو ځينو علمآؤ داسي ويلي دي چي ددغو شپو دشمير تعين يې ځکه نه دئ کړئ چي داتعداد معلوم نه دئ ؛ ځکه چی رسول الله (صلی الله عليه وسلم) به کله کله د خلوت په مابين کي و خپل ځائ ته تشريف راوړئ اود هغه موده نه ده معلومه ، البته د ټول خلوت موده معلومه ده کوم چي مخکي يې ذکر وسو چي �جاورتُ بحرآء شهرا� يعني همسايه سوم زه د حرآء د غره يوه مياشت ، مطلب دادئ چي زه په حراء کي يوه مياشت خلوت نشينه او معتکف سوم ( مسلم کتاب الايمان ) . مخکي دا خبره هم تیره سوېده چي نبي (صلی الله عليه وسلم) چي په غار حرآء کي اعتکاف کړئ دئ نو هغه د رمضان په مياشت کي ؤ ( فتح الباري ج۸ص۷۱۷) .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery