علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
-----------------------------------------------------------------------------
(الی دنیا)پوسه چی لفظ ددنیا له دُنوّڅخه مأخوذدۍ کوم چی وقرب اوونزدیوالی ته ویل
کیږی دغه لفظ دفُعْلی پروزن دۍ په ضمه ددال سره بنیا پرمشهورقول باندی اوابن قتیبه
وغیره له عربوڅخه د دغه لفظ په کسره ددال سره هم روایت کړیدۍ اوجمع ئې دُنًی راځی
لکه دکبری جمع چی کُبَرراځی اودکوم شی نسبت چی ورته کوې نوپه درې ډوله ئی ویلای
سې،دنیوی،دنیی،په دریویی ګانوسره ،دنیاوی، دغه لفظ په راجح قول بې له تنوین څخه ویل
کیږی ځکه چی الف مقصوره دتانیث پکښی موجوددۍ کوم چی قائم مقامه دسببینودۍ اوپه
مرجوح قول په تنوین سره هم ویل کیږی دغه لفظ په اصل کښی مونث اسم تفضیل دۍ مذکر ئې
دادنی لفظ دۍ بیاله وصفی معنی څخه پرمخ بالکلیه راوتلی دۍ همداسبب دۍ چی استعمال ئی
بې له طرق ثلاثه ؤوڅخه هم کیږی کومی چی داسم تفضیل استعمال په یوه سره له هغوی څخه
ضروردۍ،چی یابه الف لام باندی داخل وی ،یابه مضاف وی، یابه په من سره مستعمل وی لکه
زید هوالافضل یازیدافضلکم ،یازیدافضل منکم، په همدې وجه ئی واوپه یابدل سویدۍ ځکه
اصل ددنیادنوا وه اوداقانون دۍ چی دصفتی فعلی واوپه یا نه بدلیږی بلکه تنها په فعلی
ا سمی کښی چی واوواقع سی نوپه یا سره بدلیږی ،ددنیا دلفظ موصوف په اصل کښی دحیاة
لفظ دۍ لکه په دې قول کښی دالله پاک ،وماالحیوة الدنیا الامتاع الغرور، ددنیاحقیقت
څه دۍ وکوم شی ته دنیا ویله کیږی،په دې باره کښی متعددقولونه دی ،اول قول دادۍ چی
دنیاوهخه څه ته ویل کیږی کوم چی پرځمکه باندی دی سره له هوااوله مافی الجو څخه،دوهم
قول دادۍ چی دنیا دټولومخلوقاتونوم دۍ کوم چی دقیامت ترورځی دمخه دې ،دغه دواړه
قولونه دمتکلمینودی ،پوسه چی ددنیا لفظ که له دنوّڅخه جوړ سی نوودنیا ته ځکه دنیا
ویله کیږی چی وزوال ته قریبه ده اویا وموږته ترآخرت رانزدې ده اوکه له دنلئت څخه
مشتق سی کوم چی وخسا ست ته ویل کیږی نوبیائی وجه دتسمیې داده چی دنیا نسبت وآخر ته
خسیسه ده،(
یصیبها) دغه لفظ له اصابت څخه مأخوذ دۍ اصابت په دریومعنا ؤوکښی مستعمل
سویدۍ اول حصول دوهم وجدان دریم اراده اوقصددصواب لکه په دې قول کښی اصاب الصواب ای
قصده اودرارنګه دغه لفظ وحق ته درسیدلو په معنی هم راځی اویوه بله څلرمه معنی هم
لری چی رسیددغشی وغیره دی ونښان ته،عینی وغیره، دلته په معنی دیحصل یایجد دۍ
(اوالی
امرأة ینکحها)پوسه چی ددنیا په لفظ کښی کوم چي دمخه ذکرسویدۍ امرأة،ښځه هم داخله ده
نوپه دې وجه دلته داسوال پیدا کیږی چی دښځی ذکردوهم ځل په خاص ډول دڅه دپاره
سویدۍ؟ددې سول متعدد جوابونه سویدی
اول جواب امام نووی کړیدۍ په دې ډول چی ددنیا
لفظ مخکښ نکره فی الاثبات ذکرسویدۍ کوم چی غالباًعموم نلری البته نکره چی تحت النفی
راسی نوعامه وی نوپه دې سبب ددنیا دلفظ شمول وښځی ته متیقن ندۍ نوځکه دامرأة لفظ
علاحده ذکرسویدۍ، مګردامام نووي دغه جواب په دې سره ردکړسويدۍ چي نکره چي په سياق
کښي دشرط راسی هم عامه ګرځي لکه څرنګه چي په سياق دنفې کښي راسي نوعامه ګرځي دوهم
جواب دادۍ چي دښځي ذکرځکه ددنياله ذکره څخه وروسته راغلۍ دۍ چي ښځه دانسان دپه فتنه
کښي اچولودپاره ډيرقوي سبب دۍ همداوجه ده چي داسلام پيغمبر ودوۍ ته حبائل الشيطان
ويلۍ دۍ، دريم جواب دادۍ چي سبب دوروددغه حديث دښځي دپه نکاح کولو په سبب دمهاجرام
قيس هجرت کول ؤوڅلورم جواب دادۍ چي ابن بطال له ابن سراج څخه نقل کړيدۍ چي تراسلام
دمخه دعربو داسي رواج ؤوچي عربيه ښځه بې وغيرعربي سړي ته قطعاً په نکاح نه ورکوله
بيا کله چي اسلام راغلۍ او ټول مسلمانان يې په نکاح کښي سره برابرکړل نوپه دې وجه
ډيروخلګوکوم چي په نسب به عرب نه وه ومدينې منوری ته هجرت وکړ چي هلته له عربي
الاصله ښځوسره نکاح وکړي نوپه دې سبب په حديث کښي دښځي ذکر بالخصوص راغلۍ دۍخوحافظ
ابن حجررحمه الله دابن بطال دغه قول په دریووجوسره رد کړیدۍ اول داچی ددې خبری هیڅ
ثبوت نسته چی دغه خلګ کوم چی دښځو دپه نکاح کولوپه وجه ئې هجرت کړی ؤو غیرعرب وه
اودوهم داچی ددې هم ثبوت نسته چی دغه ښځی کومی چی دهغوی دنکاح دپاره دوی هجرت کړی
ؤو عربی ښځی وې اودریم داچی داخبره هم مسلمه نده چی اسلام مطلقا اعتبار دکفاءت په
نسب کښی لغوه کړی دۍ، عيني ، فتح الباري وغيره،
(فهجرته الی ماهاجراليه) پوسه چی په دغه جمله کښی دترکیب په اعتباردوه احتماله دی
اول داچی الی ماهاجر الیه دمتعلق مقدرپه اعتبار خبر دفهجرته سی اودوهم داچی
مذکورجاراومجرورترهجرت پوری تعلق ونیسی ظرف لغوه سی اوخبرئې محذوفه سی ای قبیحة
اومذمومة ،همدارنګه پوسه چی داسی ندی فرمایل سوی چی فهجرته الی دنیا اوالی امرأة
لکه څرنګه چی دحدیث په محذوفه جمله کښی کومه چی په اصل کښی تردغه جمله دمخه ده چی
د،فمن کانت هجرته الی الله ورسوله فهجرته الی الله ورسوله،جمله ده اعاده دجار
اومجرورپه جزا کښی په سابق ډول سویده له وجی دبدګڼلو دتصریح په ذکرسره دهجرت ودنیا
اووښځی ته په مکررډول ،سره له دی چی دالی ماهاجرالیه په لفظ کښی تعمیم هم فائده
کیږی ،سوال،په مذکره جمله کښی شرط اوجزاسره یودی اوسره له دی چی ددوی دواړوپه منځ
کښی تغایر ضرور دۍ لکه چی دمبتدا اودخبرپه منځ کښی چی تغایرضرور دۍ؟ددې سوال جواب
شارحینو دبخاری په مختلفوطریقوسره ورکړیدۍ، اول په دی طریقه چی په ظاهره که څه هم
دوی دواړه سره متحد دی خوپه حقیقت کښی سره مختلف دی ځکه چی دشرط په جانب کښی یوقید
اودجزا په جانب کښی بل قسم قید معتبردۍ اوتقدیر په دې ډول دۍ فمن کانت هجرته الی
دنیایصیبها اوالی امرأة ینکحها قصدا ونیة ،فهجرته الی ماهاجرالیه حکما وشرعا،داجواب
ابوالفتح قشیری ورکړیدۍ ،دوهم جواب دادۍ چی دیر ځایونه مبتدا اوخبر ظا هراً دحمل
اولی په ډول وی چی عقد الوضع په عقد الحمل کښی ماخوذ وی لکه په دې قول کښی چی انا
انا مګرپه معنی کښی له محمول څخه یوقسم اضافه مفهوم مرادوی مثلاپه مذکورمثال کښی له
دوهم انا څخه معنی دالمعروف بکمال المروءة مرادده نو دلته هم مرادله جزاڅخه کوم چی
په مرتبه دخبرکښی ده داده چی فهجرته هی المعروفة بالحقارة والقبح، پوسه چی شرط
اوجزااویامبتدا اوخبرچی کله په ظاهرکښی سره متحدراسی نوپه دې کښی یااستحقارمقصودوی
اویاتعظیم ددغودواړوقسمومثال په مبتدا اوخبر کښی داقول دهارون رشیددۍ چی په حج کښی
ئې ددعا د کولوپه جریان کښی وویل اللهم انت انت واناانانودد ه پهدغه قول کښی چی انت
انت اتحاد دمسندالیه اودمسند دپاره دتعظیم دۍ ای انت المعرف بعظمة الشان وکثرة
الغفران،اوپه انااناکښی دتحقیر دپاره دۍ ای انا المعروف بالحقارة والعجز والمعصیة ،اوپه
شرط اوجزا کښی ئی مثال ددغه حدیث محذوفه جمله او دغه مذکوره جمله ده ځکه چی په
محذوفه جمله کښی دشرط اودجزااتحاددپاره دتعظیم دۍ اوپه مذکوره جمله کښی دپاره
دتحقیردۍ دریم جواب دادۍ چی که څه هم دعاموخلګوخوداخیال دۍ چی دآخرت په ورځ وخلګوته
داعما لوبدله ورکوله کیږی مګرحقیقت دادۍ چی دقیامت په ورځ وخلګوته ددوی اعمال بیرته
ودوی ته ورکول کیږی البته خودغه اعمال هلته په شکل دنعمتودجنت یاپه شکل دعذابوددوزخ
وګرځی ،یوله دلائلوددې خبری دغه آیت دۍ چی،ووجدواماعملوحاضرا، اوددغه حدیث دغه دوې
جملې هم پردې خبره باندی دلالت کوی،عمدة القاری وغیره، محترمووروڼوددغه حدیث دحذف
سوی جملې دحذف وجه اوله دغه حدیث څخه دمستنبطومسائلواودځنونوروخبروبیان به په
یوولسمه برخه کښی انشاءالله درته راسی والسلام ومن الله التوفیق ،