علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
-----------------------------------------
دانماالاعمال په مبارک حدیث
کښی دخرم اواختصاراودارنګه له دغه مبارک حدیث څخه دراایستلېو سویومسألواوفائدوبیان
،پوسه چی امام بخاری رحمه الله دغه حدیث په بخاری شریف کښی اوه ځایه راوړیدۍ چی اول
ئې دغه ځای دۍ خوپه نوروټولوځایوکښی ئې دغه حدیث مکمل راوړیدۍ په غیرددغه ځایه ځکه
دلته ئې دحدیث داجمله چی ،فمن کانت هجرته الی الله ورسوله
فهجرته الی الله ورسوله،نده راوړيې ،نوپه دې وجه دلته داسوال پیدا کېږی چی
سبب دنه راوړلوددغی مذکوره جملې دلته کوم شی دۍ،ابن عربی په دې اړه فرمایلی دی چی
امام بخاری لره ددغی جملی په نه راوړلوکښی کوم عذر نه لیدل کېژی ځکه دده استادحمیدی
په خپل مسندکښی دغه حدیث مکمل راوړیدۍ ،اوځینوعالمانوفرمایلی دی چی ښایی چی له
حمیدی څخه دی وامام بخاری ته ددغه حدیث دویلو په وخت کښی په سهوه سره دغه جمله پاته
سويې وی اویادی دبخاری له یادڅخه وتلی وی مګرابن عربی دغه توجیه په دې سره ردکړیده
چی دحمیدی اودامام بخاری رحمهماالله وبی مثله قوی اومحکمی قوی حافظې ته چی وکتل سی
نوداوجه ډیره بعیده ښکاری ،فتح الباری،ج ،اول ،ص،۱۸،حافظ ابن حجررحمه الله ددغه
اختصارداوجه ویلې ده چی په دې کښی امام بخاری ودیته اشاره کړیده چی خرم فی الحدیث
جائز دۍ لکه څنګه چی دی روایت دحدیث بالمعنی هم جائز بولی،فائده، خرم فی الحدیث
ودېته ویل کیږی چی دحدیث ځنی جملی حذف کړلی سی ،دخرم حکم دادۍ چی که سبب دخلل په
معنی دحدیث کښی نه ګرځیدۍ نوروادۍ اوکه ګرځیدۍ نوبیاندۍ جائز،لمزید التفصیل
انظرتدریب الراوی ج ۲ ،علامه کرمانی فرمایلی دی چی امام بخاری چی له خپل استاذڅخه
دغه حدیث په دوران کښی دبیان دمسألی دضرورت د صحت دنیت په اعمالوکښی اوریدلئ دۍ
نوناقص یی اوریدلی دۍ نوځکه ئې په همهغه ډول دلته راوړیدۍ،اوعلامه عثمانی ویلی دی
چی داحادیثوویل دقرآن کریم دتلاوت په ډول له جملې څخه دقرباتودۍ اوپه قرباتوکښی نیت
ضرورندۍ بلکه صرف معرفت دمن یتقرب الیه ضروردۍ البته له نیت فاسده څخه احترازضروردۍ
نوامام بخاری چی دلته کومه جمله دحدیث حذف کړیده په دې کښی يی وطالب دعلم حدیث ته
داتنبیه وکړیده چی دحدیثودتعلم ثواب حاصلول صرف ودیته ضرورت لری چی خراب نیت پکښی
ونکړ سی او که له صحیح نیت څخه غافل سی خوله خراب نیت څخه ئې ځان سا تلی وی نوپه دې
سره له ثواب څخه نه محروم کیږی ،همدارنګه پوسه چی له دغه مبارک حدیث څخه
علماؤودمتعددومسا ئلواستنباط کړیدۍچی تفصیل ئی په دې ډول دۍ، اول،امام مالک،امام
شافعی،امام احمد رحمهمالله په اوداسه اوپه غسل کښی نیت شرط بولی اوددغه حکم استنباط
ئې له دغه حدیث څخه کړیدۍ په دې سبب چی دوی دانماله لفظ څخه وروسته دصحت دلفظ
تقدیرکوی اونورتفصیل ددې دمخه تیرسو،دوهم،امام مالک رحمه الله له دغه حدیث څخه ددې
مسألې هم استنباط کړیدۍ چی په رمضان کښی چی یوسړی دټول رمضان دروزونیت په یوه وار
وکړی نوداصحیح دۍ اوبیا که دهری روژې نیت تنهاتنهاونکړی باک نلری اوله امام احمدڅخه
هم یوروایت دغه ډول راغلی دۍ ،البته امام اعظم اوامام شافعی فرمائی چی دهری روژې
دپاره تنهاتنهانیت ضرور دۍ ځکه چی هره روژه ځانته ځانته مستقل عبادت دۍ،دریم،له دغه
مبارک حدیث څخه داحکم راوتلی دۍ چی ددینی علوموتحصیل پرکمال دباطنی هجرت باندی
موقوف دۍ،څلرم،له دغه حدیث څخه ددې مسألې استنباط سویدۍ چی خرم فی الحدیث
روادۍ،دنیت په بارهکښی ددؤحدیثوتر منځ دتعارض بیان اودهغه دفعه،پوسه چی په دی باب
کښی چی ایانیت دمومن بهتر دۍ اوکه ئې عمل متخالف حدیثونه راغلی دی،ځکه مثلایوحدیث
داسی راغلی دۍچی ،من هم بحسنة ولم یعملهاکتبت له واحدة ومن عملهاکتبت له عشرة ،یعنی
چاکه قصدویوې نیکۍ ته وکړاووئې نکړه نولیکله کېږی دده دپا ره یوه نېکی اوچاکه بیا
دغه نېکی وهمکړه لکه څرنګه چی ئې قصدورته کړی ؤنولیکله کېږی ده لره لس نېکۍ،له دغه
حدیث څخه داخبره معلومېږی چی عمل دمومن بهتر دۍ ترنیت دده،اوپه بل حدیث کښی بیاداسی
راغلی دی چی،نیة المومن خیرمن عمله،یعنی نیت دمومن غوره اوبهتردۍ ترعمل دده دغه
حدیث مبارک بیادمومن دنیت پربهتروالی باندی دلالت کوی ترعمل دده ،علامه عینی رحمه
الله ددغودووحدیثونودتعارض په دفع کښی فرمایلی دی چی په اول حدیث کښی چی دعمل
وفضیلت ته پرنیت باندی اشاره سویده نوداپه دې سبب ده چی له عمل سره نیت اوهم ٌ هم
ملګریدۍ نوځکه پریواځی نیت باندی ئې فضیلت ثابت سویدۍ،اوپه دوهم حدیث کښی چی نیت
دمومن پرعمل دده بهتربلل سویدۍ نودابیا په دې سبب دۍ چی دقیامت په ورځ کښی چی الله
پاک ومومن ته ابدی اوهمېشنی ثوابونه ورکوی نوداصرف دده دنیت په وجه دۍ نه دده دعمل
ځکه که دعمل په وجه سی نوعمل دمومن خومتناهی دۍ نوثواب ئې هم باید متناهی سی اونیت
دمومن غیرمتناهی دۍ ځکه چی دمومن په نیت کښی خودادی چی که ابدالابدپه دې دنیاکښی وی
نودی به ابدالابددالله طاعت اوبندګی کوی دارنګه کافرته چی ددوزخ ابدی عذاب ورکړکیږی
نوداهم دده دنیت په وجه دۍ ځکه دده په نیت کښی دادی چی که دی همیشه په دنیاکښی وی
نوهمیشه به همدغه خپل کفرته جریان ورکوی اوکرمانی فرمایلی دی چی ددغودووحدیثودتعارض
دفع په دې ډول هم ممکنه ده چی وویل سی چی له دوهم حدیث څخه مطلب دادۍ چی نیت ترهغه
عمل بهتردۍ کوم چی له هغه سره نیت نه وی ملګری اویامرادورڅخه دادۍ چی هغه بدله چی
ومومن ته دده دنیت په وجه ورکیږی بهتره ده ترهغی بدلې چی دعمل په وجه ورکیږی په سبب
ددې چی په نیت کښی ریانسی راتللای،پوسه چی دنیت پربهتروالی باندی هغه حدیث هم دلالت
کوی چی ابویعلی ئې روایت کړیدۍچی نبی علیه السلام فرمایلی دی،یقول
الله تعالی للحفظة یوم القیمة اکتبوا لعبدی کذا وکذا من الاجرفیقولون ربنالم نحفظ
ذالک عنه ولاهوفی صحفنافیقول انه نواه ،،تمت البیانات المربوطة بالحدیث الاول من
کتاب البخاری وسیجیءانشاءالله تفصیل الحدیث الثانی منه فی الحصة الآتیة ومن الله
التوفیق