مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-01   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دډيټابس د انکشاف مراحل

ژباړونکی : محمد خالد واحدی

د مخکینی لیکنی په ادامه...

په عمومي توګه ډېری اداری د ډیتابس جوړول د Enterprise Data model نه پیلوي.

EDM په حقیقت کی د یوې ادارې د ډېتابس عمومي منځپانګه جوړوي

کله چی مونږ د یومعلوماتی سیستم د جوړولواراده وکړو نو بی له ځنډه EDM راپه یادیږی. ددی څخه هدف دادی چی څنګه کولای شو د یوی اداری د ډیټا عمومی نقشه جوړه کړو

یا په بل عبارت دا ټکی د ډیټابس ډیزاینول مونږ ته نه بیانوی بلکه د یوی اداری د ډیټا انځورول مونږ ته را ښی.

EDM د معلوماتی سیستم یوه برخه ده

Information system Architecture: یو نظری پلان دی،چی دیوې ادارې د راتلونکي معلوماتي سیستم پوری اړوند معلومات تشریح کوي.

ISA له شپږو برخو څخه جوړ دی:

1-                      ډېټا (Data).

ï¼’-  د ډېټا هغه بهیر،چی ډېټا ترسره Ú©ÙˆÛŒ ØŒ دغه ډول پروسې په Data flow model Ú©ÛŒ ښودل کیږي.

3-نیټورک یا شبکه ،چې دیوی اداری یا څو ادارو ترمینځ د ډیټا لیږد رالیږد ښیي.

4- هغه خلک ، چی ډېتابس سره په اړیکه کې دي ، یاپه بل ډول لېږونکي یا اخېستونکي.

یا هغه کسان ،چی ډېتابس ته یو څه ورزیاتوي او نور کسان ترې ګټه اخلي.

5-هغه پېښې ،چی په یو وخت کی د یو پروسې د ترسره کولو لپاره واقع کیږي دا هم کېدای شي په state transaction Diagram کی وښودل شي.

6- هغه لاملونه ، چی د هغه په واسطه معمولا د ډېتا پروسی اداره کېدای شي،چی ډېری په متني ډول ښودل کیږي

د بېلګې په ډول : Ú©Ù‡ د help desk  ډېتابس په نظر Ú©ÛŒ ونیسو، نو دا Ú†ÛŒ یو Ù¼Ú©Ù¼ د چا په واسطه پرانېستل کیږي او ولی؟ او بیا Ú…ÙˆÚ© دا Ù¼Ú©Ù¼ Ø› نوی کوي ،اوڅوک یی بندوي.

دا ټول ولې ترسره کیږی؟ دا ددې لپاره ،چې پېرېدونکي ستونزې لری او د حل لپاره یې انجینیر باید هلته لاړ شي ØŒ له راګرځېدو نه وروسته باید خپل راپور په Ù¼Ú©Ù¼ کې ولیکي او بالاخره customer care center یی باید تصدیق Ú©Ú“ÙŠ اوبیا  Ù¼Ú©Ù¼ بند Ú©Ú“ÙŠ.

IE (information Engineering):

 ISA د معلوماتي سیستم د پلانکونکو په واسطه جوړیږی.

دوی ددی موخې لپاره د یو ځانګړي میتود یا تګلارې څخه کار اخلي ، چی دغې تګلارې ته ( IE ) ویل کیږي( IE ) د هغه ډېټا په پوهېدو،چی د معلوماتي سیستم پورې تړلې وي ټینګار کوي.

(IE ) د Top down Approach لاره تعقیبوي ، چی په دغې تګلارې کی د یو ټاکلي معلوماتی سیستم د جوړولو لپاره په زیاته اندازه معلوماتو ته ضروت وي ، یا په بل عبارت د یوې کمپنۍ د بګرا ونډ یا شالید له مطالعې نه زیات معلومات لاس ته راتلای شي، خو مونږ ته یی یوازې هغه معلومات په کار دي کوم ، چی د معلوماتي سیستم په جوړولو کی اړین بریښي، دغه ډول معلومات د پورتنۍ طریقې یا تګلارې په واسطه لاس ته راتلای شي.

د بېلګې په توګه : مونږ د خپلو پېرېدونکو،  تولیداتو، برابرونکو او پلورونکو په اړه معلومات د Top down Approach په واسطه پیدا کولای شو، نه هغه معلومات ØŒ Ú†ÛŒ د سیستم دا خلونکې صفحه (entering screen) به Ú…Ù†Ú«Ù‡ وی؟  یا د پلورل شویو مالونو د راپور بڼه باید Ú…Ù†Ú«Ù‡ وي؟

(IE) له څلوربرخوڅخه جوړدی ۱- پلان ۲- تحلیل او تجزیه ۳- ډیزاین ۴- د تطبیق مرحله

1-                      پلان (planning) : د( IE )  د پلان برخې څخه موخه داده ØŒ Ú†ÛŒ د معلوماتي سیستم او د کمپنۍ ستراتېژي باید په ټکر کې نه وي.

د پلان برخه له درېیو نورو برخو جوړه ده ، چی عبارت دي له :

۱- identifying strategic planning factors: دا برخه د کمپنۍ اصلي موخې او په کمپنۍ کی شته ستونزې مونږ ته په ګوته کوي.

دابرخه په درېیو نورو برخو وېشل کیږي:

·       اهداف.

·       هغه فکتورونه ØŒ Ú†ÛŒ باید بریالي Ø´ÛŒ.

·       شته ستونزې.

د بیلګې په توګه د یوی ( ISP) آره موخه)اصلی هدف) د انټرنیټي چوپړونو یا خدمتونو وړاندی کول دي او هغه فکتورونه ، چی باید بریالي شي عبارت دي له : ښه انټرنیټي خدمتونه وړاندی کول ، د ښو او عالي وسایلو کارونه او په بازار کی رقابت کول یا داسی نور....

هغه ستونزې ، چی دې موخو ته د رسېدو مخنیوی کوي : دا امکان شته ، چی کمپنۍ رقابت ونه شي کړای یا یی کارکونکي پوره وړتیا ونه لري یا د کمپنۍ مدیران ونه شي کړای خپله کمپنۍ په سمه توګه اداره کړي.

Û²- Identifying corporate planning objects  : دا برخه د یوې کمپنۍ کاري ساحه ټاکي.

دا برخه هم له پنځو نوروبرخو جوړه ده ، چی عبارت دي له :

·       اداري تشکیل یا جوړښت: دا په ګوته کوي،چې یوه کمپنی له Ú…Ùˆ Ú‰ یپارتمنټونویا څانګوڅخه جوړه شوې دبېلګې په ډول انجینری ØŒ د بشري منابعو څانګه ØŒ مالي څانګه ØŒ اداري څانګه.

·       اداري موقیعت : دا په ګوته کوي، Ú†ÛŒ یوه کمپنۍ یو مرکزي دفتر لري او Ú©Ù‡ په مختلفو ځایونو کې څانګې هم لري. Business Function: دا د کمپنۍ یو کاردی ØŒ Ú†ÛŒ د یوې څانګې یا ډېرو څانګو په واسطه ترسره کیږي،د بیلګې په ډول پلورل ØŒ Ú†ÛŒ یو Business Function دی د پلورلو (sales)ØŒ مالي او انجینري درېیو څانګو په Ú«Ú‰Ù‡ کار دی ØŒ Ú†ÛŒ باید یی ترسره Ú©Ú“ÙŠ.

د پلورلو څانګه باید پېرېدونکی پیدا کړي.

مالي څانګه باید د وسایلو قیمت وټاکی او له پېرېدونکي څخه پیسې تر لاسه کړي.

انجینري څانګه  باید هغه وسایل انسټال (   ) Ú©Ú“ÙŠ ،چې کارته تیار شي او د هغه څارنه ÙˆÚ©Ú“ÙŠ ØŒ Ú†ÛŒ Ú©Ù‡ کومه ستونزه پیدا کیږي باید هغه هواره او حل یی Ú©Ú“ÙŠ.

·       Entity Type: هغه معلومات ØŒ Ú†ÛŒ د یو شخص ØŒ ځای ØŒ شیانو په اړه د یوې کمپنی لپاره مهم دي او کمپنی غواړي ØŒ Ú†ÛŒ له ځان سره یی وساتي یا ذخیره Ú©Ú“ÙŠ ،نو د ډېټابس د علم له مخی دا معلومات د Entity په نامه یادیږي او ښودل کیږی. دبېلګې په ډول پېرېدونکي ØŒ تولیدات ØŒ وسایل ØŒ کارکونکي ØŒ Ú†ÛŒ یو ډول Entities دي.

·       Information system:

Û³-Developing an Enterprise Model:په دی برخه Ú©ÛŒ دری توکي شامل دي :                                                                                            

·       Functional Decomposition: د یوې یا Ú…Ùˆ ادارو Ú«Ú‰ کار،چی ورته business-function ویل کیږي د ساده کولو او اسانولو لپاره په Ú…Ùˆ ÙˆÚ“Ùˆ برخو وېشلو ته Functional Decomposition ویل کیږی.

·       Enterprise Data Model ته entity relationship diagram هم ویل کیږي دا ددې لپاره ØŒ Ú†ÛŒ د Entities او پلان شویو objects تر مینځ اړیکی په یو ګرافیکي Ø´Ú©Ù„ Ú©ÛŒ ښیي.

·       د پلان شوي objects تر مینځ اړیکو ښودولو تر ټولو ساده لار د مټرېکس په نامه یادیږي.

بیلګه :  موقیعت- فنکشن : دا مټرېکس ښیي ØŒ Ú†ÛŒ کوم کار په کوم ځای کې ترسره کیږي.


نور بیا..

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery