لکه څنګه چي د دې ليکني په ځينو نورو برخو کي هم يادونه سوې ده، ژبه د يـوه
ژونـــدي او خوځنده ټولنيز مخلوق په توګه تل د بدلون او اوښتون په حال کي ده. ځيني
کليمــې يــــې د زمانې په تېرېدو سره مري؛ او پرځای يې د زامنو، لمسيانو او
کــــړوسيانو په بڼـــه نـــوي نوي نسلونه سترګي غړوي. ځيني ټکي يې د لغوي تطور په
بهير کي پخـــوانـــۍ ماناوي له لاسه ورکوي؛ او پر ځای يې نوي ماناوي خپلوي. کله
کله داسي هم پېښيږي، چي بېلابېل لغـــتونه پخوانۍ ماناوي هم ساتي او د هغو ترڅنګ
ځیني نوري ماناوي هم اخلي. په تېرو بحثـــو کي مو د دغه راز بدلونو ځيني بولګې په
توګه کړې. دلته د هغو ټکو د ځينو مثالو او نمـــونو پــه اړه لنډي خبري کوو، چي د
ايتيمولوژۍ او تاريخي تګلوري په لحاظ بېل؛ خــــو د خــــپل ظاهــــري جوړښت پر
بنسټ د يوې واحدي کليمې په څېر پام اړوي؛ او پېژندنه يې د ليکسيکوګرافۍ له نظره ډېر
مهم اوارزښتناک کار دئ .
هومنيمونه يا مشابهات هغه ټکي دي، چي په ليکـلو کي يو راز؛ مـــګر په مانا کي سره
بېـــل دي؛لکه کوټه (خونه، هوتاک)، کوټه (له هګۍ اچولو لوېدلې چرګه)، کوټه (خـره،
دلۍ، د خـاورو، پارو يا نورو شيانو لويه ذخيره)،کوټه (ډېر، زيات، په پېخر، چي
زياتره په مجازي مانا استعماليږي)، کوټه (يو ډول سپی) ،کوټه (کَلْپ، ناچله، ګډ سوی،
منسوخ، له چلنده لوېدلئ) او په سلګــونو نور ټکي. دغه حالت ته، چي دوه یا څو ټکي
ويله کيږي . متشابه ټکي زياتره په دوو بڼـــو(homonymy) د ليکدود یا تلفظ له پــلوه
يوه بڼـــه ولــري، تشابه
ليدل کيږي :
هوموګرافونه ياني هغه دوه یاڅو ټکي چي يوه املا؛ خو بېلي ماناوي(ځیني وختونه مختلفي
ريښې او مختلف تلفظونه)ولري؛ لکه خوندي (ساتلئ، محفوظ) او خوندي (خواهران)، توره (سېلاوه،
شمشېر) او توره (تور رنګه، د سپين ضد)، زړه (قلب، دل) او زړه (تېره، پخوانۍ،سابقه،
ګذشته) په پاړسي کي دَر/ د دال په زْوَر/(ور، دروازه) او دُر/ د دال په پېښ/(مرغلره/
ملغلره، ګوهـــر)، سحر/ د سين په زْوَرکي او د ح په زْوَر/(سهار، ګهيځ)او سِحْر/ د
سين په زېر/(جادو، طــلسم، منتر)يا په پاړسي او هندي کي سر/ د سين په زْوَر/(د
انسان د بدن پاسنۍ برخه، د هر شي پيل)،سر/ د سين په زېر/(راز، پټه خبره)، سر/ د سين
په پېښ/(هغه بوټ، چي سربېرنه برخه يې له تارو اوبدل سوې وي)، سر/ د سين په پېښ/(په
هندي کي اواز، ږغ، موسقي، آهنـګ، نغمه او داسي نور)، سر/ د سين په پېښ/ (په هندي کي
هغه څه، چي د خدايانو خـوښ وي؛لکه قرباني)، سر/ د سين په پېښ/(په پاړسي کي د کب یا
ماهي هغه ډول چي د تـــوري بڼه لري)، سر/ د سين په زور/(هغه نل يا نی، چي
کمـــانــــه او غشی ځنـــي جـــوړوي)، سر/ د سين په زْوَر/(په هندي کي خوځنده،
متــحرک، روان)، سر/ د سين په زْوَر/(په هـــــندي کي زياتـــي اوبه، جهـــــيل،
ډنډ)، ســر/ د سين په زېر/ (په هنـدي کي خوشالي او خوښي کول) او داسي نور(عميد۲:
۱۴۰۸ او پلاټ ۶۴۸ � ۶۵۰) يا په هندي، اوردو او ځيـــنو نـــورو هـــندي الاصله ژبو
کي لوټ/په لنډ يا معروف واو/(چور، چپاو، غلا، غيرمنصفانه معامله) ،لوټ/په اوږده یا
مجهول واو/(بانکي نوټ، د پيسو لوټ) او لوټ/د لام په زَوَر/(جاروتل، بيرته را ګرځېدل،
مينه، عشق).
(ښايسته، ښکـلی، روښانه، ، کم fair (د وني خوَر يا پوستکی)؛Bark(غپل)او bark په
انګرېزي کي
(دسوداګرۍ نندارتون، په شمالي امريکا کـــي کارنيـــوال او د څاروييوfair رنګه ، د
توربخون ضد)،
(عادلانه، منصفانه، معقول)او د دې ټکي نوري ماناوي، ټول د هوموګرافو له ډلي څخه
fair ګنج)،
دي .
که څه هم د هومونيمو د دواړو ډولونو پېژندنه او راغونډول په لغت پوهنه او قاموس
ليکنه کي ډېره ارزښتناکه موضوع ده؛ خو سره له دې هـــــم ژبپوهان او لغتپوهـــــان
د هومونيمو د پېژندنــــي او پـــه قاموسو کي د هغو د اوډني په اړه يو راز نظرنه
لري . ځینو هومونيمونه هغه لغتونه ګڼلي دي، چي د ريښو يا ايتيمولوژۍ له پلوه بېل؛
خو د تلفظ له پلوه يو ډول وي؛ لکه په دغو مثالو کي :
کوټ(کورتۍ، بالاپوښ) او کوټ(کلا، حصار) يا په پاړسي کي شادي(خوښي، خوشــــالي) او
شادي(بــيزو،
(د درياب، رود او ولـې غـاړه)،bank(د پيسو خونـدي کـولو ځای)او bank ميـمــون)، يا
په انـګرېزي ژبـه کـي
( ټوټه، برخه، شمېر pieceاو (سوله، امـن) peace(د وني يا درختـي خوَړ/ پوستــکـی)،
bark(غپل)او bark
(وهل، ضربه، وارکول او نوري ماناوي)، strike(اعتصاب،کاربندي، هړتال)او strike ، غړی
او داسي نور)،
(د می مياشت)، May(ممکن)او may(پولنډی، د پولنډ اوسېدونکی) ، Poleاو (اوږد ډانګ يا
سيخ)pole
(يـــږ،خرس)او پــه لسګـــونو bear (زغــــمل، وړل، لــرل، منــل ...)او bear (ژړا،
ژړل)، tear(څيــرل)او tear
نـــور(مقايــسوي يا تاريخـــي مېتود). ځيني نور ژبپوهان او لغتپوهان باورلري، چي
په هومونيمو کي نه یوازي
هغه ټکي شامليږي، چي تلفظ يې سره ورته؛ خـو د ريښو په لحاظ سره بېـــل وي؛ بلکي هغه
لغتونه هم هومونيمونه بلل کیږي، چي تلفظ يې يـــو راز وي؛ او د کليمـــو د ماناوو د
تاريخي تطور او مورفالوجيکو بدلـــــونو په نتيجــــــــه کي منـــــــځ ته
راغـــلي وي(د سترکتورياليزم/ سترکچرياليزم مېتود) (د نور مالومات دپاره و.ګ. هلالي
۶۱). په دې ډله کي تور(د سپين ضد)، تور(تومت/تهمت، اتهام، الزام)، تور(جال، دام)،
کوټه(خــره، خرمن، دلۍ، د هرشي لويه ذخيره)،کوټه(ډېر، زيات، په پېخر)، بړېڅ(د پښتنو
يوه قبيله)او بړېڅ(سرتـــېری يا تېرونی يار)؛ په پاړسي کي شاهد(کتوونکی)، شاهد(په
مجازي مانا محــبوب، معشوق، نګار، يار) او شاهد(په جزايي او حقوقي دعوو کي د قضيې
اثباتوونــکی يا ردونکی)يا په انـــــګرېزي کي
(دراغونډو سوو مالوماتو د مانـــــاوو او استنبـــــاطاتو اروېدل او شنـل او حتا
digest(هضمول)، digest
(د خبرو او منظمو ادبي خپرونو لنډه مجموعه يا لنډه بڼه) او د دې کليمـــې نـوري
ماناوي، چي ټولي digest
په حقيــقت کي له يوې ريښې او يوې مادې څخه راوتلي دي؛ خو د زمانې په تېرېدو سره يې
بېلابېل مفهومونه
ټکو پرځای او جلا ماناوي خپلي کړي دي . له دې امله د ژبپوهانو دوهمه ډله غوره ګڼي،
چي داســـي کليمو ته کليمـې و وايو(د نور مـــالومات (polysemous) پر ځای
ذومعانيــن (homonymous) بايد د هومنيمس
له پاره و. ګ.: هلالي ۶۴).
په هره ژبه له هغې ډلي څخه په پښتو کي،کله کله د مشابه ټکو د ويلو پر مهال د
اروېدونکي په ذهن کي د مانا لويه ګډوډي او التباس پېښيږي؛ لکه په دغو جوملو کي :
د احمد کوټ ډېر اوږد ؤ/ دئ . دلته د�کوټ�ټکی د مانوي التباس اساسي سبب دئ؛ ځکه په
مخکنۍ جومله کي د�کوټ� ټکی په دوو بېلو ماناوو(لباس او کلا)سم او معقول دئ . څوک
وار دواره نه پوهېږي، چي ويوونکي د�کوټ�کليمه په څه مقصد او مانا استعمال کړې ده.
کــــه څوک ووایي:�د پلاني کوټ (پوښاک) لوی دئ . � دا جومله بېخي سمه ده. دغه راز
که څوک و وایي: �د پلاني کوټ (کلا/ قلعه) ډېر لوی دئ .� دا جومله کليمه له
انګـــــــرېزي coatهم په بشپړه توګه سمــه او دقيقه ده. (که څه هم د کورتۍ يا
بلاپوښ په مفهوم د کوټ
ژبي څخه را غلـــې ده؛ خو له عمرونو راهيسي زموږ په ژبه کي په پراخ ډول کاريږي .)
يا دا دوې جوملـې، چي په
هغو کي د مشابه ټکو کاروَنه، د مانا له اړخه لويه ګډوډي او ستونزه پېښوي :
۱- کوم لور ښه دئ؟ ياني کومه خوا، کوم طرف، کوم لوری او داسي نور.
۲- کوم لور ښه دئ؟ ياني د رېبلو کومه وسيله (چي په پاړسي کي يې داس بولي) ښه ده؟
د پښتو په ځينو لهجو کي، د دغو درو ټکو په وينګ او کښنګ کي د ګډوډۍ او التباس له
کبله، د هغو د مانا په پوهېدو کي لوی مشکل پېښيږي :
- خوله (دهن)
- خوله (عرق)
- خوله (کلاه)
اصولاً د درو سرو ټکو په تلفظ کي د خج له پلوه ښکاره توپیرونه سته، چي که روښانه نه
ســـي لوستونکي ته د مانا په پوهېدو کي ډېر ګران پرېوزي . د دې له پاره، چــي له
لومړيیو دوو ټـکو سره د دريم ټکي (خوله =کلاه) التباس له منځه يو وړل سي، ښه دا ده
چــي دا ټکی د�خوله�پر ځای �خولۍ�و وايو. په انګــــرېزي کي هم داسي پېچومي او
مشکلات خورا زيات دي؛ مثلاً:
The route was very long.
The root was very long.
په لومړۍ جومله کي د لاري يا مسير اوږدوالي ته اشاره سوې ده؛ په داسي حال کي چـــي
په دوهمه جومله کي د وني يا بوټي د ريښې په اړه خبري کيږي. يا په دې دوو
انګــــــــرېزي جوملو کي :
Helen didn�t see the bat) animal).
Helen didn�t see the bat (wooden implement).
کليمه د څکالــــــي(ښـــاپېرک/ شــوپرک/ یا خفاش) په مانا �bat� لکه څنګه چي ګورو،
په لومړۍ جومله کي د
ده؛ او په دوهمه جومله کي د هغه لرګين اوزار/ افــــزار په مـانا ده، چــي په
کــريکيټ کي استــعماليږي . سره له
دې چــي داسي ټکـي زيــــاتره د پــــام وړ شرايطـو او حالاتو تر څنګ، د اړونده
مشابه ټکو د ګرامـــــري ډول یــــا پر بنسټ سـره بېلوي؛ خو په عمل کي د لويو مانوي
التباسو او ګډوډييو سبب ګرځي.(word class) نوعیت
حساسو مانوي توپيرونو ته پام اړول، د هر پــوه او مجـــرب قاموس ليکوونکي د کــــار
مهمـــــه د داسي ټکــــو
(Jackson and Amvela 72-73.) برخـــــه ده
د مشابه ټکو په اړه عامه پرېکړه دا ده، چي د ظاهراً يوه ريښه لرونکو ټـکو دپاره بېل
قاموسي سرټکي ولرو.
دپاره څــــلور مشابه (sound) کي د ږغ (COD9) له همدې سببه د اکسفورډ د کوچــني
قاموس په نهـــــم چــاپ
ټکي راغـــلي دي، چــــي له بېلابېــــلو ژبو څخــــه اوس په جــــلا جـــــلا
ماناوو، په انګـــــرېــــزي کـــــي بـــاب دي .
په ځينو مواردو او حالاتو کي حتا هغه مهال هم څو ټکي مشابه ګڼـــل کيـــږي، چــي
وروستـــۍ ريښه يې کــــټ کليمه د يــو ډول حشرې پــه مانا د زړې �mite� مـټ يو راز؛
خو دوهمي ژبي ته يې د ننوتو لاري بېلي وي؛ مثلاً
ټکـــي څخـــه را ټوکېدلې ده، چي هغه هم په خپل وار سره، له جرمنــۍ �mite� له (Old
English) انـــګرېزۍ
ژبي څخه اخيستـل سوی دئ . د�کوچنۍ پیسې�يا�کوچني حيوان �مانا يې هم جرمنـۍ ريښــه
لري؛ خو منځـنۍ له لاري ننوتی دئ .�mite� انګـــرېزۍ ته د کښته منځنۍ جرمنۍاو بيا
منځنۍ هالنډۍ د
په ځينو حالاتو کي حتا هغه ټکي هــم د مشابه ټکو په توګه ګڼل سوي دي، چي د ريښو په
منځ کي يې اړېکی
ټکی چـــي په( ا.ل.ق.۹) کي دوه سر ټکي لري . لـومړی يې د څاروييو (graze) فرضي بڼه
هم ولري؛ لکه د څړولو
ټکي ته رسيږي . دوهــم يې پوستکي/ پوټکــي ته �grasian� له خوا د وښو په څړولو اړه
لري، چي ريښه يې د
ټکي يو ځانګړی استعمال وي . په داسي حالاتو کي دا�graze� وايي، چـي ښايي ريښه يــې
د زړې انګرېزۍ د
خبره روښانه نه ده، چي ولي دغه راز دوه ټکي د يوې کليمې دوې بېلي ماناوي يا په
بلــــه ويـــــنا دوهمــــه مانا د لومړۍ مانا امتداد او پراختيا نه بلل کيږي؟
د قاموسو اوسنييو استعمالوونکو ته ريښه پېژندنه د مشابه ټکو د تشخيص او بېلولو يو
طبيعي معيار يا اساس نه دئ؛ خو قاموس ليکوونکي ته د لغتـو د ناباوري بڼو او
مانــــاوو د فرضـــي او تصوري توپيرو په پرتله ډېر باوري او مشخص اساس دئ . هماغسي
چي مخکــي هــم يـادونه وسوه، د مشابه ټکو د توپير کولو دپاره يو بل اساس او تاداو
د کـــلام د اجزاوو له مــــــخي د کليمو بېـــــلول دي، چي د هغو پر بنسټ په
مختـــــــلفو ډلــــو يا کټګورييو پوري تړلي لغتونه، په خپله د بېـلو قاموسي سرټکو
اړتيا په ګوته کوي . د همـــــدي معيار له مخي د
کليمې د اسم او فعـــــل دپاره دوه بېل سرټکي ثبت �skin� کي د(LDEL 1991)
لانګمـــېن په انګـرېزي قاموس
سوي دي .
په دې اړه بله مهمه مسأله داده، چي قاموس ليکوونکی باید د هغو ټکو لفظي او مـــانوي
شنني ته هم پوره پام وکي، چي د يوې ژبي تر پولو دباندي په بېلابېلو ژبو کي د اواز
يا املا د ورته والي په سبب د ګډوډۍ او التباس موجبات برابروي؛ مثلاً �دود� په
پاړسي او پښتو کي د لوګي په مانا کاريږي؛ خو په هندي او اوردو انګرېزي ټکــــی،
چــي د وهـــلو يا (buffet) کي يې د�دودهـ�په بڼـــه د شيدو په مــــانـــا
استعمالوي يا د بپيټ
د خوړو له هغه فرانسوي کليمې سره يو راز ده، چي ځانته(buffet) ټکولو په مــانا دئ؛
خو املا يـــي د بوپې
کاريږي . له دې دوو مثالو څخـه مالوميږي، چي د مشابهاتو بېلابېل ډولـونه
(هوموفونونه اخيستو پـه مانا
او هموګرافونه) نه يوازي د يوې ژبي په محدوده؛ بلکي کله کله د دوو يا څو ژبو تر منځ
هم لويـي املايي يا مانوي ګډوډۍ پېښوي . ځينو فرهنګ ليکوونکو، له هغې ډلي څخه د
انګـــــرېزي ژبـي د چېمـــــبرز قـاموس مؤلفانو، د دغه راز التباسو او مغالطو د
ايسته کولو دپاره، خونده ور او په زړه پـوري توضيحات وړاندي
)Chambers 21st Century Dictionary کــــړي دي(و.ګ.:
په اوسنييو قاموسو کي زياتره هڅه کيږي، چي د لغتو تاريخي ريښو او مانــوی تطور ته
پــــه پام نه کولو
ټکي د بېلو یا جلا ټکو څېر وکښل سي . البته دا کار لوستونکو ته(homonymous) سره،
ټول مشابه
د کليمو د پام وړ ماناوو په موندنه کي ډېر ګټور او مرستنــدوی دئ؛ خـــو د لغتو د
اتيمولوژۍ او شکلي - مانوي بدلونو له پلوه ځينو ګډوډيیو او سرخوږييو ته لمن وهي .
د مانوي بدلون پر دې بولګو او مثالو سربېره، چي د عربي او پښتو تر منځ د کليمو د
مانوي بدلون ځيني اړخونه بيانوي، په پښتو کي هم د کليمو، ترکيبو او اصطلاحاتو د
مانوي تحول خورا ډېر مثالونه لرو. دلته د يوه مثال يادونه بې ګټي نه ګڼو. د
افغانستان د علومو اکاډيمۍ په� پښتو - پښتو تشريحي قاموس�کي د�تور�دغو دوو مشابه
ټکو ته ځای ورکړل سوی دئ:
۱تهمت(تومت)، افترا، الزام .۲متهم، مجرم، هغه څوک چي د کوم جرم مرتکب شي.۳قصور،
ګناه.۴ترهه، د زړه وسواس.۵د مرغانو نيولو يوډول جال(امرخېل اونور،۱ټ: ۷۴۴).
د�تور�د بېلابېلو ماناوو په لړ کي دريمه مانا ياني قصور او ګناه بېله مانا نه ده.
قصور او ګونا په مانا کي له تهمت، الزام، افترأ او اتهام سره هيڅ توپيرنه لري. دا
ټولي کليمې په خپلو منځو کي مترادفي دي. ځيني خلګ د یوه تورن يا متهم کس په باره کي
وايي:�د پلاني تور څه ؤ؟� ځيني وايي:� قصور يا ګونا يې څه وه؟� د قاموس د دې برخي
ليکوال بايد تر هر څه مخکي له حقوقي پلوه د� متهم�او�مجرم�د دوو بېلو اصطلاحاتو
ترمنځ جدي توپير ته پام کړی وای؛ ځکه په حقوقو کي�متهم�هغه څوک دئ، چي د یوه جرم يا
ګونا په کولو تورن وي؛ مګر تور يا اتهام يې تر اوسه د يوې قانوني محکمې له خوا نه
وي زباد سوی؛ په داسي حال کي چي�مجرم� هغه څوک دئ، چي لګېدلئ تور يې د يوې واکمني
قانوني محکمې له خوا ثابت سوی وي. له دې کبله�متهم� او �مجرم�له حقـــوقـــي لحاظه
يو راز خلګ نه دي. که څوک په تېروتني سره د�متهم� او�مجرم�د حقوقي اصطلاحاتو ترمنځ
توپير و نه کړي، ښايي خلګ پر دې تېروتني سترګي پټي کړي؛ ځکه قاموس ليکوونکی حقوقپوه
نه دئ، چي د حقــــوقو او نورو علــــومو د ټــــولو اصطلاحاتو په باريکو توپيرونو
پوه سي(که څه هم بايد تر وسه وسه کوښښ وکي، چي د دغه راز ټکو په مانا او بيان کي تل
له اړونده نافذو قوانينو يا نورو منصوصو حقوقي تعريفونو څخه استفاده وکي، نه دا چي
هغو ته د ځينو لغت جوړونکو په څېر، له ځانه تعريفونه وټاکي)؛ مګر د�تور�په بېلابېلو
ماناوو کي له تومت (تهمت) او الزام سره د جال یا دام د ماناوو یو ځای کول په
ښکــاره دا ښيي،چي�د پښتو- پښتو تشريحي قاموس�د دې برخي لیکوال د قاموس ليکني مهم
اصل ته هم پام نه دئ کړی . دا دوې بېلي ماناوي بايد د �تور� په دوو بېلو قاموسي
سرټکو کي بيان سوي وای. په بل عبارت، د مرغانو د جال په مانا د�تور� ټکی بايد د يوې
بېلي قاموسي کليمې په توګه ثبت سوی وای .
د تراه/ترهـ، وسواس يا اندېښنې په مانا د�تور�کاروَنه ډېره نادره برېښي، چي قاموس
ليکوونکي بايد دا نابابه او نادره مانا د پښتو ادب ديوه مشهور او باوري ماخذ په
ښوولو سره مستنده کړې وای. که د�تور� ټولو ماناوو ته په ځير سره پام وسي، له ورايه
مالوميږي چي د ټولو ماناوو په منځ کي نيژدې او منطقي اړېکی سته؛ او ګرده ماناوي په
واقعيت کي له يوې ريښې او یوې مادې څخه راوتلي دي، چي هغه د تور(د سپين ضد) ټکی دئ.
همدې کليمې د خلګو له مانوي انګېرنو سره سم، د زمانې په تېرېدو سره، بېلابېلي
ماناوي موندلي دي. ځينو ماناوو تر اوږده نسبي استقلال وروسته، په پای کي د جلا
کلیمو په بڼه سر پورته کړی دئ؛ لکه د جال يا دام په مانا د�تور�ټکي کاروَنه، چي له
تومت(تهمت)، افترأ، متهم او مجرم څخه کاملاً بېله ښکاري .
د تور رنګ او تومت ترمنځ اړېکی له ورايه څرګند دئ؛ ځکه تومت يوازي هغه مهال منځ ته
راځي، چي د چا پرسپينه لمن توره لکهَ یا داغ پيدا سي. په بله ژبه، د انسان نېک شهرت
يا نامه ته زيان ورسيږي. د دې استدلال له مخي به ښه دا وي، چي�تور�د پښتو ژبي په
قاموسو کي د دوو مشابه ټکو په بڼه وکښل سي. په لومړي کي يې پر اصلي او حقيقي
مانا(تور رنګ)سربېره ګرده مجازي يا اصطلاحي ماناوي؛ لکه تومت، افترأ، الزام، اتهام،
متهم، تورن او داسي نوري را غونډي سي؛ او په دوهم کي د جال يا دام په مفهوم د يوې
بېلي کليمې په بڼه وړاندي سي. که چيري اتېمولوژيکي څېړني دا حقيقت په ډاګه کړي، چي
د�تور� دا مانا هم له هماغه اصلي او پخوانۍ ريېښې(تور رنګ)څخه را ټوکېدلې ده، بيا
هم دا مانا تر ډېره حده بېله او علیحده برېښي. د بېلوالي او استقلال دليل يې هم
دادئ، چي له اصلي او پخوانۍ مانا څخه د ليري والي په سبب د زمانې په تېرېدو سره نور
له خپل بايولاجيکي/ بيولوژيکي مور او پلار سره په يوه جامه کي ښه نه ايسي.
څرنګه چي ليدل کيږي ذومعانين يا پاليسميس ټکي د اوږده لغوي او مانوي( معنوي)تطور په
بهير کي کله کله خپله څېره په هومنيمو يا مشابه ټکو هم اړوي . په دې مانا چي د يوې
کلیمې يوه يا څو ماناوي د نسبي خپلواکۍ تر موندلو وروسته، په پای کي د يوې بېلي
کليمې په توګه سر را پورته کوي؛ لکه کوټه (ډېر، زيات، سِوا، په پېخر)چي په حقيقت کي
له کوټه (خرهَ، خرمن، دلۍ، د خاورو، امبارو يا نورو ورته شيانو لويه کوټنۍ)سره يوه
ريښه لري؛ خو اوس ګورو چي خلګ يې د هر شي د ډېروالي او زياتوالي په مانا استعمالوي؛
مثلاً يوه نجلۍ خپلي همزولي ته وايي:�زه کوټه کالي لرم.�يا�ورور مي کوټه چاکلېټ
راکړه.� دلته �کوټه�د ډېروالي او زيادښت په مانا ده، که څه هم له خرمن، خرې، امبار/
انبار، ډېران، کوټنۍ او داسي نورو سره نېغ په نېغ ارتباط لري . له دې کبله بايد په
پښتو قاموسو کي د يوه بېل سرټکي په توګه ثبت او تشريح سي.
د اوروپایي ژبو په ګډون د نړۍ په زياترو ژبو کي د واقعي مشابه او ذومعانين ټکو د
پولو بېلوالی اسانه کار نه دئ. کله کله واقعي مشابه لغت د پاليسميس يا ذومعانين په
بڼه او کله کله هم د هومنيمو يا مشابه ټکو په ډول سر ښکاره کوي. پروفيسر جګسن او
پروفيسر امويله هم د ځينو وتلو ژبپوهانو او لغتپوهانو د نظريو په استناد کاږي، چي د
پاليسيمي او هامنیمي تر منځ د بېلولو روښانه کرښه نسته. په دې لاره کي لوی مشکل د
دې خبري اِبهام او تاريکي ده، چي د کلیمو ماناوي بايد څونه بېلوالی او جلاوالی
ولري، تر څو په قاموسو کي (Jackson and Amvela 22) د بېلو ټکو په توګه و پېژندل سي؟
د �عملي قاموس ليکني دپاره د آکسفورډ لارښود�مؤلفانو- سو آټکينز او مايکل رنډيل د
پاليسيمي د بېلابېلو ډولونه په ډله کي، ددغو نومونو یادونه هم کړې ده :
Regular Polysemy, Semantic Polysemy, Semantic Transfer, Regular Meaning Shift,
Semi-Productive Polysemy and Lexical Implication rules.
په انګرېزي کي د پاليسيمي دوه مثاله :
Put the can in the recycling bin.[د لوښي په مانا کارسوی دئ�can� دلته]
Did he eat the whole can ? [د محتوياتو په مانا دئ�can� دلته]
He dropped the glass and broke it. [د لوښي مانا لري�glass�دلته]
She drank six glasses that evening. [دهغه دمحتویاتو مانا لري�glass�دلته]
(Atkins and Rundell 139)
په ځينو قاموسو کي يې هموګرافو ته پرله پسې نومرې يا شمېرې ورکړي وي؛ او هغه په
روښانه ډول ښيي، چي په راتلونکو ليکو کي د پام وړ ټکي ځيني نوري مانوي هم بيان سوي
دي.