مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

استاد زیار

داستان ليکونکى زيار

وايي چې: (( کيسه ژوند دى او ژوند کيسه. په ژوند کې کيسې جوړېږي او کيسې له ژونده جوړېږي. ژوند د پېښو يو بهير دى او پېښې د کيسو اساسي شرط. ژوند پېښې جوړوي او پېښې کيسې. کيسې د ژوند يو تصوير دى او د تصوير يو اړخ په کيسو کې ژوندى کېږي او کيسې هستېږي. يون د ژوند يو نوم دى او که يون نه وي کيسه هم حرکت نه شي کولاى او نه شي جوړېدلاى.
ژوند او د ژوند هره شېبه تنظيم او برابرۍ ته سخت ضرورت لري او کيسه د همدغسې يو تنظيم لپاره تلاش دى او بايد وي.
ژوند د خپل وړاندې تګ په سلسلو کې قهرمانان خلقوي، قهرمانان بيا کيسې جوړوي او په کيسو کې قهرمانان بايد خلق شي. ژوند د غورځو پرځو يو نوم دى او کيسې له همدغو حالاتو څخه ايجادېږي.)) (1)
نو استاد زيار هم د کيسې دغومره ستر ازرښت په پام کې نيولو سره کيسه هېڅکله له ياده نه ده کښلې، تل يې په دې برخه کې کار کړى دى، د کيسو په باب يې علمي او تحقيقي ليکنې کړي، د هغو پر شکل او محتوا پوره غږېدلى دى او ان که ووايو پوره استادي په کې لري، زياته به مې نه وي ويلي، نو ځکه يې کيسې ليکلي دي، ډېرې يې ليکلي دي او ښې يې ليکلي دي.
دلته په لنډ ډول د ده پر چاپي او نا چاپي کيسو رڼا اچوو:
د يوولسم پوړ کړکۍ ( مينه د زړه په وينه):
دا يو رومان دى، چې استاد زيار په ديموکراتيک المان کې پر ١٣٦٤ل کال کښلى دى. په دغه رومان کې له يوې المانۍ پېغلې سره د يوه مېلمه افغاني استاد مينه انځور شوې او په دې ترڅ کې د هيټلري فاشيستي جنګ ناخوالو او پايلو ته ګوته نيول شوې ده. له دې سره سره په کې د افغاني ټولنې جنګ ځپلى اکر هم رانغښتل شوى او په دې توګه په کې د ((ولسيتوب)) او ((ژمنتوب)) توګه له ورايه ځلېږي.
دغه رومان څه دپاسه (٢٠٠) ټايپي مخه او (١٦) څپرکي لري چې د سرحدونو چارو وزارت له خوا چاپ ته وړاندې شوى دى.

او خندا يې راويښ کړم:
د استاد زيار يوه لنډه کيسه ده، چې د سباوون مجلې د ١٣٦٧ل کال د ٢ ګڼې په ١٨-١٩ مخونو کې خپره شوې ده. همدارنګه همدغه کيسه د مېرمن مجلې د ١٣٦٤ ل کال په ٥ ګڼه کې هم خپره شوې ده.

د غرونو او ځنګلونو شپه:
د غرونو او ځنګلونو شپه د استاد زيار يوه داستاني اډانه (طرحه) يا تکل دى، چې په ښکلو الفاظو کې رانغاړل شو ىدى. دا داستاني طرح د کتاب مجلې د ١٣٦٥ کال د ٧-٨ ګڼې په ٧١-٧٤ مخونو کې خپره شوې ده.
همدا ډول يې يوه بله اډانه د زېري جريدې د ١٣٦٥ل کال په يوه ګڼه کې هم خپره کړې ده.
پټه پلوشه:
پټه پلوشه يو منځنى داستان دى، چې استاد د څرخي پله زندان تر اغېزې لاندې ليکلى دى. دا داستان شل مخه لري او تراوسه پورې خپور شوى نه دى.
د سترګو دروږ:
د سترګو دروږ د هغې منځنۍ کيسې نوم دى، چې د هېواد د ځوان شاعر باقي بريال ژوند په کې بيان شوى دى. دا کيسه پر ١٣٦٥ل کال د بريال په وياړ ليکل شوې ده او د څارندوى مجلې د ١٣٦٧ل کال د لسمې ګڼې په ٦٨-٧٢ مخونو کې له چاپه راوتلې ده.
په همدې ډول يې د ٣٩-١٣٤٠ کلونو په اوږدو کې يو شمېر نورې لنډې کيسې ليکلي او په هېواد او اصلاح ورځپاڼو کې خپرې شوي دي. دا دى، دلته يې يوه لنډه کيسه د بېلګې په توګه وړاندې کوو:
او خندا يې راويښ کړم
د يوه لرې سفر په تکل د برلين ښار د (رڼا غر) لوى تمځي ته ورسېدم. بار بستره مې ښه پوره درانه وو. شاکڅوړې مې دواړې اوږې سره ټينګې کېښکلې وې، ملا مې ورسره کړوپه کړوپه کېده او سم مې پورته نېغ کتلاى نه شول.
لويو او وړو کڅوړو مې لاسونه هم خورا بې دمې کړي وو. په پښو کې مې متره پاتې نه وه او په ډېره خوارۍ مې په ځان پسې راکښلې. دا اندېښنه هم راسره وه، چې که لږه دمه ونيسم او سا هومره واخلم، نو خپل ټاکلى اورګاډى به راڅخه وخوځېږي. په دې کې مې ناڅاپه پر يوې ښکلې نجلۍ سترګې ولګېدې، چې زما غوندې دا هم له يوه ښاري ګاډي څخه نوې پلې شوې وه او د اورګاډي په هڅه لېږداوه غبرګ بکسونه د تمځي پر وچې کانکريټي ډيوډۍ ورو ورو کښوي او پاپۍ پاپۍ پلونه ورسره اخلي، په هغه ګڼه ګوڼه کې يو زړه سواند لاروى نه پيدا کېده، چې د بکسونو په لېږد کې ورسره مرسته وکړي او تر يوې بلې ډيوډۍ يې ورسره ورسوي.
ما په دغه ښار او ټول هېواد کې وخت ډېر تېر کړى و، ډېرې رنګيزې څېرې مې ليدلې وې، مګر د دغې ښکلې پېغلې سره سپينه او زړه راکښونکې څېره يوازې ماته نه، بلکې ټولو ښاريانو ته نوې برېښېده، دومره چې تا به ويل له ارمه کومه ښاپېرۍ راغلې او يا له اسمانه کوهم پرښته راکښته شوې ده.
زما غوندې پرې د هر چا دا اټکل راته، چې يا خو د کوم بل هېواد ګرځندويه ده او ښايي د کوم يار اشنا يا خپل خپلوان تر ليدنې وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته ځي. زړه مې ډېر غوښتل ورسره مرسته وکړم، نه يوازې د هغې د بې سارې ښکلا او بې کچه پېغلتوب په پار، بلکې د يوې پردېسې ښځمنې په توګه، مګر خپل درانه پېټي له دغه وياړه بې برخې کړى وم. خو نورو تش لاسو او هوسا لارويانو ته مې له پخساکه يينګۍ ايشيده چې ولې پر هغې ښلکې پردېسې زړه نه سېزي او پېټې ورسره نه سپکوي.
زه هله پوه شوم، چې لوديځيان له پرمختللي کولتور سره سره بيا هم کلک زړي دي. خپلې پردېسۍ ته مې زړه خټه شو چې نه چېرې زه هم له داسې تنګسې سره لاس و ګرېوان شم او خپل بار پر خپلو اوږو تر منزله ونه شم رسولاى. سره له دې مې هم خپل پېټى دومره نه ژاړه او ځانته مې ډاډ ورکاوه، مګر د هغې ښکلې پردېسې او بېوسۍ مې يوه شېبه هم له زړه نه وته او همدا سودا راسره وه، چې کېږي خپل ګاډى لاندې نه کړي او بل ورپسې ګاډي ته يوه ګړۍ دوه سترګې پر لار پاتې شي.
زما ګاډى پر خپلې ټاکلې شېبه له تمځي وخوځېد او زړه مې له هغې پردېسې سره په تمځي کې تم پاتې شو. اورگاډى لکه د ژوند بهير ډېر ګړندى او بېړندى له ښکلو غرونو، سيندونو او ګلکڅونو څخه تېرېده. خنډ و ځنډ يې نه پېژندل او د سيمه ييزو ګاډو غوندې هر کلي او بانډې ته نه ودرېده په ښکاره د نورو سپرليو غوندې ما هم پر ښکلو شا او خوا منظرو سترګې ښخې کړې وې، خو له زړه مې يو خداى خبر و. د پاتې نيمې ورځې له تېرېدو سره د کوربه هېواد تر پولو واوښتو، مګر د ((ايلبې)) ښکلى سيند مو له خپل ښکلي چاپېريال سره هماغسې ملګرى و. تر څو يې د دو ناو په څپانده سيند او د الپ په ننداريزو ځنګلي ګلکڅونو وسپارلو. لمر راڅخه خپلې تودې طلايي وړانګې ورو ورو لېږدولې او د اسمانڅکو غرنيو ونو د څوکو په ښکلولو يې له موږ سره هم مخه ښه کوله او بېرته راڅخه مخ پر لويديځ ستنېده، تر څو د سکڼي ماښام تياره ولګېده، تورې تروږمۍ شپې رانه هر څه له سترګو پنا کړل، سپرلۍ هم په خپلو څوکيو او سفري کټونو کې ځاى پر ځاى شوې. ما په خپل کټ کې هسې پښې غځولې وې او کمپله مې نيمکښه غوندې پر ځان راکښلې وه. هرڅه چې مې ځان تلقيناوه، د خوب نړۍ ته پناه يوسم، خو خوب چېرې و. يوازې د ګاډي د ګړب ګړوب له کبله نه، بلکې د پردېسې پېغلې اندېښنې مې هم لکه ماران په زړه کې کښته پورته ځغلېدې راځغلېدې.
شپه به نيمايي ته رسېدلې وه او سترګې مې سره سمې نه وې ورغلې، چې ناڅاپه د ګاډي يوې بوږنوونکې کړيکې بېرته راويښ کړم. کوم همخوني مې د کړکۍ پرده يوې خواته کړه او سترګې مې د پراګ د ښکلي ښار په څراغان تمځي ولګېدې. له تمځي او بيا له ټول ښار څخه له وتو سره مې چې هر څو هڅه وکړه، تښتېدلى خوب مې سترګو ته بېرته کډه راوکړي، خو بريالى نه شوم او هسې مې له نيمکښې کړکۍ څخه د تور مخي اسمان په ناپايه ورشو کې د يونيم ستوري ننداره کوله. په همدې همدې کې ورو ورو د ختيځ له خوا د شلمې يا دوه ويشتمې سپوږمۍ نيمزالې غوندې رڼا د کړکيو ښيښې راوبرېښولې او له يوه اوږډه تورتم تونل څخه له وتلو سره بيا د شپې نوراني پېغله د اسمان نيمايي ته رانېغه شوې وه او د هسک په ارته ورشو کې يې راسره تېز تېز ځغاستل. زما لپاره دا رومانتيکه شاعرانه او شپېنۍ ننداره تر ورځنۍ هغې هم ډېره په زړه پورې وه، ځکه له کومه راهيسې چې د يو ګڼ مېشتي اروپايي ښار په اسمانڅکو کې مېشت شوى وم. سپوږمۍ ته مې هډو پام شوى نه و او د چا خبره بېخي يې راڅخه ونګه هېره شوې وه.
شپه به مټى پار نيمه پاتې وه، چې سخت خوب راغلى و، يو له ډېرو رنګينو ډک خوب چې له ډېرو خوږو خوږو خوبونو سره ملګرى و. له زړه مې هغه ټولې ورځينۍ اندېښنې او ستړياوې لښېدلې وې او د يوه زړه راکښونکي روښان سباوون هيله منو ولولو مې په زړه کې غځونې کولې. خدايزده چې نور به مې څه خواږه خواږه خوبونه کتل او خپلې مرورې او تمبېدلې هيلې او اسرې مې پرې غولولې او پخلا کولې، چې يو ناڅاپه يوې مستې زړه وړونکې خندا راويښ کړم.
له کټه مې ورو ورو ځان راښوى کړ، د کړکۍ هنداره مې په بيړه بيړه راکښى ايسته او د باندې مې سر وکيښ. ګورم چې لمر نوى څرک راوهلى او د پسرلني سباوون خوشبويه او پسته وږمه د غرنيو ګلانو عطرونو زموږ پر ګاډي راشيندي.
ترور ترور مې ګاونډيو کړکيو ته غلچکي غلچکي وکتل او سم مې په هماغسې پرونۍ پېغلې سترګې ولګېدې، چې سپينه نرۍ غاړه يې له کړکۍ راکښلې وه او اوږدې ورېښمينې طلايي څڼې او اوربل يې د اورګاډي د توند باد له څپو سره شيند پر شيند اخوا دېخوا اوښتل را اوښتل.
همدا چې يې هوسۍ وږمه ترندې او برندې سترګې پرما ولګېدې، نو ما پرې هم بېواکه غږ وکړ: سهار مو نېکمرغه! هغې هم لکه ټول عمر چې ليدلى او کتلى اوسم، په يوه پېژندويه او مينه وړي شان ګړدود زما د سلام غبرګون وکړ او بېرته د لمر څرک په ښکلې ننداره بوخته شوه، زه هم ترې را شا کوچ شوم. يخ پخ پرځاى کېناستم، تندي ته مې يو ټس ورکړ او په زړه کې مې له ځان سره وويل: (( هغه مې چې پر اسمان غوښتله، خداى پر ځمکه راکړه!)).
هو، ما نوره خپله ورکه او د لارې مله موندلې وه، داسې مې انګېرله چې د لمر وړانګې او د سباوون زړه راکښونکې وږمه او بيا شاوخوا غرونه، ځنګلونه، سيندونه او ګلکڅونه طلايي کورونه او پرتمين ښارونه راسره يوځاى ځغلي او د لمرين ختيځ پر لور زما د پردېسو هيلو بدرګه کوي. نور مې نو د ارمانونو غوټۍ باغ باغ غوړېدلې وې او ټوله نړۍ راته د ګل په څېر موسکۍ موسکۍ کېده.



له کيسه ليکنې پرته استاد زيار يو زيات شمېر ادبي ټوټې هم ليکلي چې ځينې د تکلونو بڼه لري او چاپ کړي يې دي. دلته يې د لاسته راغلو ټوټو يادونه کوم.
د توبې ورونه:
د توبې ورونه د استاد زيار د هغې ادبي ټوټې نوم دى، چې (افراطينو ته) تر سرليک لاندې د کابل پوهنتون اوونيزې د ١٣٦٦ کال د ٥ مياشتې د ٢١ نېټې په ګڼه کې خپره شوې ده.

تلک:
د پوهاند زيار يوه بله ادبي ټوټه ده، چې د وږمې مجلې د ١٣٥١ کال د ٣ ګڼې په ٦٩-٧١ مخونو کې خپره شوې ده. دغه ډول د زېري جريدې د ٦٥- ٦٦ کلونو په ګڼو کې د استاد زيار ځينې نورې ادبي ټوټې هم خپرې شوې دي.

خوب کالي:
خوب کالي د پوهاند زيار د يوې بلې ادبي ټوټې نوم دى چې لاندې به يې متن په بشپړ ډول راوړو:
زه په ختيځ کې وم،
ته په لويديځ کې
لومړى
پر ما ورځ راغله
او بيا پر تا
خو ته،
تر ما دمخه راويښ شوې
او دمخه ولښېدې
او زه
ځاى پر ځاى ويده پاتې شوم
ستا د کاروان د غږو غوږ
زما په غوږو کې
هسې خوبولې انګازې شوې
او زما خوب يې نور هم پسې لا درون کړ
تا
زما له خوبولتيا ناوړه ګټه واخيسته
بېرته راپسې راستون شوې
په خوب کې دې رانه هر څه ولجه کړل
او زه دې
پر وچ ډاګ
ميرات او کور ګډى
ويده پرېښودم...
هو
تر څو چې زما د راويښېدو وار راسېده
او عقل مې سرته راته
بيا پېړۍ اوښتې وې
او پړاوونه پړاوونه
تر تا لرې پاتې وم
اوس نو
که يو خوا
له ډېرې بېوسۍ او نهيلۍ نه
زما د پښو سپينې غوټې شوې
نو بل خوا
تا هم راباندې داسې کوډې کړې دي
چې په سپېره خاورينه کنډواله کې
پر سپينه رڼا ورځ
په غړېدلو سترګو
خوب وړى يم
له کار او ژوند سره هماغسې مرور يم
او خوب کالي مې لا
پر کار کاليو نه دي بدل کړي!!؟
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery