استاد زیار
څېړنيال زيار
پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار د خپلې هر اړخيزې ليکوالۍ په ترڅ کې علمي څېړنې او
پلټنې هم له ياده نه دي ايستلي او په دې برخه کې يې زياتې مقالې کښلي او ليکنې يې
کړې دي. په حقيقت کې څېړنه د استاد د ليکوالۍ يوه زياته برخه را اخلي. موږ به دلته
له ګړدودي څېړنو پرته د ده نورې ژبنۍ څېړنې دده په ژبپوهنيزه برخه کې راوړو او دلته
به يې هغه تحقيقي ليکنې له اخځ او څرنګوالي سره يادې کړو، چې په بېلابېلو برخو کې
يې کړي دي او بيا به يې پر خپلواکو څېړنيزو اثارو رڼا واچوو:
په پښتو کې ازاد وګړنى او ليکنى شعر پر سېلابي تونيکو آرونو او ويونو ولاړ دى:
دا د هغې څېړنې نوم دى، چې د پښتو شعر او په ځانګړي ډول د پښتو ازاد شعر او د هغه
جوړښت د څرنګوالي په باب په کې هر اړخيز او په زړه پورې معلومات وړاندې شوي دي. فکر
کوم دا په پښتو کې د لومړي ځل لپاره د ازاد شعر په باب يوه ژوره علمي ليکنه ده.
دا ليکنه د ژوندون مجلې د ١٣٦٧ل کال د لومړۍ ګڼې په ٢٢مخونو کې خپره شوې ده، دغه
راز يې د همدغې مجلې د همدغه کال په پنځمه ګڼه کې دغې لړۍ ته دوام ورکړى دى او
ترڅنګه يې د همدغه کال په کابل مجله کې يو لړ نورې ورته ليکنې هم خپرې کړې دي (دغه
ليکنه را وروسته د کتاب بڼې (پښتو شعر څنګه جوړېږي؟)) ته لوړتيا موندلې ده).
راورټي او پښتو ګرامر يې:
دا يوه څېړنيزه ليکنه او ژباړنه ده، چې د مستر راورټي د ژوند او د هغه د پښتو ګرامر
په باب معلومات په کې ورکړ شوي دي. دا ليکنه د وږمې مجلې د ١٣٥٦ کال د ٤ ګڼې په
٥٠-٥٧ مخونو کې خپره شوې ده او بيا پر ١٣٥٧ کال د (پښتو چاپي اثار په دوو تېرو
پېړيو کې) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقالو په غونډ کې هم راغلې ده.
د امير شېرعلي خان د پښتو بوليو يوه قلمي نسخه:
دا په متنپوهنه کې د استاد زيار يوه څېړنيزه ليکنه ده، چې د امير شېرعلي خان د
فرهنګ پالنې او پښتو پالنې په برخه کې په کې زيات معلومات وړاندې شوي دي، دا ليکنه
د کابل مجلې د ١٣٢ل کال د ١١ ګڼې په ٣٤-٤٢مخونو کې چاپ شوې ده.
پټه خزانه د پښتو د تاريخي ګړدود څېړنې د يوه غوره اخځ په توګه:
دغه څېړنيزه ليکنه په (( د محمد هوتک ياد)) نومي کتاب کې د علومو اکاډمۍ له خوا پر
١٣٦٢ کال خپره شوې ده.
د ملا درمحمد ځاځي شاعري:
د يوې بلې څېړنيزې ليکنې نوم دى، چې د ياد شوي شاعر د شاعرۍ په باب په کې معلومات
راټول شوي دي. دا ليکنه دکابل مجلې د ١٣٤٢ کال د ٧-٨ ګڼې په ٢٣-٣٢مخونو کې خپره شوې
ده.
نوميالى نورسيب:
دا يوه بله څېړنيزه ليکنه ده، چې له ګڼو بېلګو سره په کې د نورسيب د شاعرۍ په باب
هر اړخيز معلومات ورکړ شوي دي. دا ليکنه د کابل مجلې د ١٣٤٢ کال د ٩ ګڼې په ١٤-٣٦
مخونو کې راغلې ده.
د لال پورې شريف:
په دې تحقيقي ليکنه کې له لاسته راوړو بېلګو سره د لال پورې شريف د ژوند او شاعرۍ
په باب پوره معلومات ورکړ شوي دي. دا ليکنه د کابل مجلې د ١٣٤٣ل کال د ٤ ګڼې په
٧-٢٣ مخونو کې خپره شوې ده.
الفت (١٢٨٨-١٣٥٦) د پښتو ادب د نوي ادبي سنتيز پر پېچومي:
په دې ليکنه کې د استاد ګل پاچا الفت د ليکوالۍ په باب معلومات ورکړ شوي دي. دا
ليکنه د کابل مجلې د ١٣٦٢ کال د ٢ ګڼې په ١٢-١٣ مخونو کې راغلې ده.
د سيد راحت الله راحت زاخيلي مهال او چاپېريال:
دا د سيد راحت زاخيلي په باب د استاد زيار يوه تحقيقي ليکنه ده، چې د کابل مجلې د
١٣٦٣ل کال د لومړۍ ګڼې په ٢٩-٣٩ مخونو کې خپره شوې ده. همدارنګه نوموړې ليکنه (( د
راحت ياد)) نومي کتاب په ٥٧-٦٥ مخونو کې هم راغلې ده. چې د کابل پوهنتون د فرهنګي
شورا له خوا په ١٣٦٣ کال کې خپور شوى دى.
په افغانستان کې پښتو داستان ليکنه:
په دې څېړنيزه ليکنه کې په افغانستان کې د پښتو داستان ليکنې د څرنګوالي په باب
معلومات وړاندې شوي دي. دا ليکنه د کابل مجلې د ١٣٦٢ کال د ١٢ ګڼې په ١-٨ مخونو کې
چاپ شوې ده.
د انقلابي شاعر نورمحمد غمجن د شهادت د لومړي تلين په درناوي:
په دې تحقيقي ليکنه کې د پوهندوى نورمحمد غمجن د ليکوالۍ او ژوند په باب معلومات
ورکړ شوي دي. دا ليکنه د ژوندون مجلې د ١٣٦٢ کال د لومړۍ ګڼې په ٩-١٢ مخونو کې خپره
شوې ده.
ماياکوفسکي په هاوانا کې:
د ماياکوفسکي په باب د استاد زيار يوه څېړنيزه ليکنه ده چې د ژوندون مجلې د ١٣٦٢ل
کال د ٢ګڼې په ٥٥-٦٦ مخونو کې خپره شوې ده.
ماياکوفسکي د ستر سوسياليستي انقلاب د شاعر په توګه:
دماياکوفسکي په باب د استاد زيار دويمه څېړنيزه ليکنه ده، چې د ژوندون مجلې د ١٣٦٢
کال د ٤ ګڼې په ٩-١٥ مخونو کې خپره شوې ده. دغه ډول دا ليکنه د دوستي مجلې د ١٣٦٢ل
کال د ٣ ګڼې په ٨٠-٨٤ مخونو کې هم را اخيستل شوې ده.
نوميالۍ انقلابي ليکواله انازيګر به خپل ادبي شاهکارونه ژوندي وساتي:
دا د يوې څېړنيزې او ژباړيزې ليکنې نوم دى، چې د يادې شوې ليکوالې د مړينې له کبله
ليکل شوې ده. دا ليکنه د ژوندون مجلې د ١٣٦٢ل کال د ٢ ګڼې په ٧٦-٨٠ مخونو کې خپره
شوې ده.
د ټولنوال رياليزم په رڼا کې د ميتود او موضوع ډيالکتيک:
يوه بله علمي ليکنه ده چې په يوې اوږدې لړۍ پورې اړه لري او د ژوندون مجلې د ١٣٦٢
کال د ٣ ګڼې په ٥-٩ مخونو کې خپره شوې ده.
کارپوهه (Ergology):
دا د پوهاند زيار د يوې بلې څېړنيزې ليکنې نوم دى، چې په هغې کې د فولکور او وګړنۍ
تکنالوژۍ په باب معلومات ورکړ شوي دي او په دې لړ کې د کټ اوبدنې په باب څېړنه شوې
ده. دا ليکنه د فولکور مجلې د ١٣٥٥ ل کال د ١١ګڼې په ١٥٧-١٦٦ مخونو کې خپره شوې ده.
د کرنې لوښي او سامان او د هغوى د کارونې چمونه:
دا هم يوه څېړنيزه ليکنه ده، چې د کرنې سامان الاتو په باب په کې معلومات ورکړ شوي
دي. دا ليکنه د فولکور مجلې د ١٣٥٥ل کال د ٣ ګڼې په ٢٥-٣٩ مخونو کې خپره شوې ده.
کارپوهه ( اوبدنې او رغاونې):
په دې ليکنه کې د ولسي کارونو د يو ډول (اوبدنو او رغونو) په باب معلومات ورکړ شوي
دي. دا ليکنه د فولکور مجلې د ١٣٥٦ل کال د ٢ ګڼې په ٣٩-٤٣ مخونو کې خپره شوې ده.
اوبدنه او د هغې لومړۍ لارې چارې او ډولونه:
د فولکور په برخه کې يوه بله څېړنيزه ليکنه ده، چې په هغې کې د لاسي کارونو د ځينو
ډولونو په باب معلومات ورکړ شوي دي. دا ليکنه د فولکور مجلې د ١٣٥٥ل کال د ٤ ګڼې په
٣٢-٣٥مخونو کې خپره شوې ده.
پسته انځورګري يا رنګونه (رنګريزي):
په ولسي لاسرغاوې (لاسي صنعت) کې يوه بله څېړنيزه ليکنه ده، چې د فولکور مجلې د
١٣٥٦ل کال د ٣ ګڼې په ٢٨-٢٩ مخونو کې چاپ شوې ده.
کارپوهه (Ergology):
يوه بله ليکنه ده، چې په هغې کې د ولسي جامو (څادر) په باب معلومات ورکړ شوي دي. دا
ليکنه د فولکور مجلې د ١٣٥٥ کال د ٦ ګې په ٢٦-٢٩ مخونو کې خپره شوې ده.
اوبدنه او د هغې لارې چارې او ډولونه:
دا د تېرې يادې شوې ليکنې يوه برخه ده، چې د فولکور مجلې د ١٣٥٥ کال د ٥ ګڼې په
٢٩-٣٢ مخونو کې خپره شوې ده.
کارپوهه:
يوه بله څېړنيزه ليکنه ده، چې د (فرهنګ خلق) جريدې د ١٣٥٧ کال د لومړۍ ګڼې په ١٢-١٣
مخونو کې خپره شوې ده.
په پاټکيزه (طبقاتي) جګړه کې د هنر ونډه:
د هنر په باب يوه علمي تحقيقي ليکنه ده چې د هنر مجلې د ١٣٥٧ کال د لومړۍ ګڼې په
٢٤-٢٥ مخونو کې خپره شوې ده.
ټولنوال رياليزم د رښتينې ټولنيز هنر استازي (رسالت) پرځاى کولاى شي:
يوه علمي تحقيقي ليکنه ده چې د هنر مجلې د ١٣٥٩ کال د لومړۍ ګڼې په ٥-٦ مخونو کې
خپره شوې ده.
رښتينى ټولنيز هنر د وګړو زېږونه ده او د همدوى د غوښتنو او اړتياوو څرګندونه:
د هنر په باب يوه علمي تحقيقي ليکنه ده، چې د هنر مجلې د ١٣٥٨ل کال د ٤-٥ ګڼې په ١٨
او ٨٤ مخ کې خپره شوې ده.
د ټولنې په ژغورتيايي بهير کې د ټولنوال رياليزم اغېزه او ونډه:
يوه علمي او تحقيقي ليکنه ده، چې د هنر مجلې د ١٣٥٩ کال د ٥-٦ ګڼې په ١٧-١٨ مخونو
کې خپره شوې ده.
د پښتو د اوسني نظام تحليل او څېړنه د روحياتو له مخې:
د پورتنۍ يادې شوې ليکنې يوه برخه ده، چې د پوهنې مجلې د ١٣٤١ل کال د ٤ ګڼې په
٣-٦مخونو کې خپره شوې ده.
د پښتو د اوسني نظم تحليل او څېړنه:
د يادې شوې ليکنې يوه بله برخه ده، چې د پوهنې مجلې د ١٣٤١ کال د ٥ ګڼې په ١٨-١٩
مخونو کې چاپ شوې ده.
سپيتامه زره توشتره يا سپين ځواکي زردښت د بامي بلخ ستر نوميالى بچى:
د ياد شوي شخص په باب يوه تحقيقي ليکنه ده، چې د بلخ مجلې د ١٣٥٧ کال د لومړۍ ګنې
په ١٤-١٥ او پاتې په ٥١ او ٥٣ مخونو کې خپره شوې ده.
د ټولنوال رياليزم په رڼا کې د ميتود او موضوع ديالتيک:
يوه علمي او تحقيقي ليکنه ده چې د ژوندون مجلې د ١٣٦٢ل کال د ٣ ګڼې په ٥-٩ مخونو کې
خپره شوې ده.
پرده پوښي او سپېڅلتيا له ټولنوال رياليزم او ژمنتيا څخه تېښته ده:
دا هم يوه علمي تحقيقي ليکنه ده، چې د ژوندون مجلې د ١٣٦١ کال د لومړۍ ګڼې په ١٢-١٥
مخونو کې خپره شوې ده.
د واقعيت تشې پېښې په وزن او قافيه شعر کېدى نه شي:
يوه تحقيقي او علمي ليکنه ده، چې د ژوندون مجلې د ١٣٦١ ل کال د ٣ ګڼې په ١١-١٤
مخونو کې خپره شوې ده.
دمعياري ليکنۍ پښتو اړتيا، پرنسيپونه او لارې چارې:
يوه علمي او تحقيقي ليکنه ده، چې د ژوندون مجلې د ١٣٦١ل کال د ٤ ګڼې په ٤٤-٤٧مخونو
کې خپره شوې ده.
د ګويتې پر پلونو:
ګويتې په باب يوه علمي او تحقيقي ليکنه ده، چې د ((اجتماعي علوم)) مجلې د ١٣٦١ کال
د ٣ ګڼې په ١٦٣-١٧٢) مخونو کې خپره شوې ده.
کوشاني د يوې آرې (اصلي) باختري ژبې په توګه:
يوه تحقيقي او علمي ليکنه ده، چې د (تحقيقات کوشاني) مجلې د ١٣٥٩ل کال د ٢ ګڼې په
١١-١١٦ مخونو کې خپره شوې ده.
د افغان- شوروي ګډ فرهنګي ميراثونه:
يوه څېړنيزه ليکنه ده، چې د شوروي اتحاد او افغانستان د ګډ فرهنګ په باب په کې
معلومات ورکړ شوي دي. دا ليکنه د دوستي مجلې د ١٣٥٩ل کال د ٢-٣ ګڼې په ٤-٣٨ مخونو
کې چاپ شوې ده.
د ملي سپورتونو په لړ کې (هله داد):
د ورزش په باب يوه څېړنيزه ليکنه ده، چې په هغې کې د (هله داد) لوبه بيان شوې ده.
دا ليکنه د (بدني روزنه) مجلې د ١٣٣٩ ل کال د ٣ ګڼې په ١٢-١٤ مخونو کې خپره شوې ده.
د کبډۍ لوبه:
دا هم د کبډي ورزش په باب د استاد يوه څېړنيزه ليکنه ده، چې د بدني روزنې مجلې د
١٣٣٩ ل کال د لومړۍ ګڼې په ١١-١٣مخونو کې خپره شوې ده.
په افغانستان کې د اجباري او اختياري ودونو کړکېچونه:
دا په ټولنه کې په اجباري او اختياري توګه واده کول او د هغه د راتلونکې د څرنګوالي
په باب يوه څېړنيزه او تحليلي ليکنه ده. د استاد دا ليکنه د هغه د مېرمنې په نوم
((سکينه زيار)) د مېرمن مجلې د ١٣٤٤ کال د اسد ګڼې په ١١ مخ او پاتې په ٣٣ مخ کې
خپره شوې ده.
په افغانستان کې د اختياري او اجباري ودونو کړکېچونه:
د پورتنۍ يادې شوې ليکنې دويمه برخه ده، چې د مېرمن مجلې د ١٣٤٤ کال د سنبلې او
ميزان ګڼې په ٢٣ مخ او پاتې يې په ٥٣ مخ کې خپره شوې ده.
دغه ډول يې د هنر په باب يوه بله علمي څېړنيزه ليکنه د اجتماعي علوم مجلې په لومړۍ
ګڼه کې هم خپره شوې ده.
د افغان- شوروي ګډ فرهنګي اړيکي د موسيقۍ په برخه کې:
يوه څېړنيزه ليکنه ده، چې د دوستي مجلې د ١٣٦٣ل کال د ٤ ګڼې په ٢٧-٢٩ مخونو کې خپره
شوې ده.
د افغان- شوروي ګډ فرهنګي اړيکي، د فلم او سينما په برخه کې:
يوه بله تحقيقي ليکنه ده، چې د دوستي مجلې د ١٣٦٠ کال د ٨ ګڼې په ٤٤-٤٨ مخونو کې
خپره شوې ده.
د افغان-شوروي فرهنګي اړيکي، د فلم او سينما په برخه کې:
د يادې شوې ليکنې دويمه برخه ده، چې د دوستي مجلې د ١٣٦٢ کال د لومړۍ ګڼې په ٥١-٥٧
مخونو کې خپره شوې ده.
د شوروي اتحاد په شپېته کلن پېر کې د افغان- شوروي د دوستۍ پرمختيا:
دا هم د پوهاند زيار يوه څېړنيزه ليکنه ده، چې د دوستي مجلې د ١٣٦١ ل کال د ١١ګڼې
په ٥٧-٦٣ مخونو کې خپره شوې ده.
٧٦کلن مصري ليکوال نجيب محفوظ د نوبل سږنۍ جايزه وګټله:
د استاد يوه بله څېړنيزه ليکنه ده، چې د مصري ليکوال نجيب محفوظ د اثارو او ژوند د
څرنګوالي په باب په کې معلومات وړاندې شوي دي. دا ليکنه د ژوندون مجلې د ١٣٦٧ کال د
ميزان او عقرب مياشتو د ګڼې په ٥٣-٥٤ مخونو کې خپره شوې ده او همغه مهال په دري
ايډيشن کې د همده له خوا په دري ژبه هم خپره شوې ده.
ارتوګرافيک ريفورم (الفبايي سمون) زموږ له ملي انقلابي هيلو سره سمون لري، نوې
افغاني الفبا د ټولو افغاني ژبو لپاره:
دا يوه پيشنهادي ډوله څېړنيزه ليکنه ده. دلته استاد زيار د اوښتون په پلمه خپلو هغو
الواکونو (نظرياتو) ته يوه ټولنيزه بڼه ورکړې، چې له کلونو راهيسې يې د پښتو د
اوسنۍ ليکني يا الفبايي سيستم د ريفورم يا سمون په برخه کې خپاره کړي وو. ده په دغه
وېړه څېړنيزه ليکنه کې د عربي سيستم ټولې نيمګړتياوې په ګوته کړي او دا يې زياته
کړې ده چې يو يوازينى فونيميک الفبايي سيستم کولاى شي د ټولو افغاني ژبو لپاره
رامنځته شي او دود ومومي. ده د همدې موخې لپاره پر بېلابېلو لارو چارو رڼا اچولې او
د دغه الفبايي اوښتون د ترسره کولو لپاره يې يو لړپلانونه په ګوته کړي دي. دغه
ليکنه د عرفان مجلې د ١٣٥٧ل کال د سرطان-اسد او عقرب-قوس په ګڼو کې له يوه الفبايي
جدول سره خپره شوې او ١٦ مخه يې نيولي دي.
د حميد مومند ليکلار:
دا يوه شپاړس مخيزه څېړنيزه ليکنه ده چې استاد زيار د عبدالحميد مومند د شاه و ګدا
د ترجمې د دوه سوه اويايمې کاليزې په سيمينار کې اورولې وه او بيا پر ١٣٦٦ کال په
اړوند غونډ کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ده.
د حمزه ژب- ښکلاييز سبک:
دا د پوهاند زيار يوه پنځه ويشت مخيزه علمي څېړنه ده چې د حمزه شينواري د اتيايمې
کاليزې په سيمينار کې يې اورولې او بيا په ((د حمزه ياد)) غونډ کې پر ١٣٦٦ل کال د
سرحدونو چارو وزارت د خپرونو له خوا خپره شوې ده.
د رحمان بابا ليکلار:
دا يوه پنځلس مخيزه څېړنه ده، چې د کابل پوهنتون له خوا د رحمان بابا د دوه سوه
اتيايم تلين له کبله په جوړ شوي سيمينار کې اورول شوې او بيا وروسته ١٣٦٩ل کال په
اړوند غونډ کې د نوموړي پوهنتون له خوا چاپ شوې ده.
د تاريخ مرصع ليکلار:
په دې نامه هم د استاد زيار يوه مقاله خپره شوې ده چې په هغې کې د تاريخ مرصع د
ليکلار او ليکدود په باب خبرې شوي دي.
هغه انقلابي ليکوال او پوهاند چې اندو ژوند يې د انسان ژغورتيا ته وبښل:
دا د هغې څېړنې نوم دى، چې استاد زيار د الماني ليکوال ګيورک بيوخنر د يو سلو
پنځوسم تلين له کبله ترسره کړې ده او د بيوخنر د ليکوالۍ په باب په کې خبرې شوي دي.
دا ليکنه د ژوندون مجلې د ١٣٦٦ کال د لومړۍ ګڼې په ٤٧-٥٤ مخونو کې خپره شوې ده.
ژباړه د پښتو پښتۍ ماتوي او نامعياريتوب يې کوپړۍ:
يوه علمي ليکنه ده، چې د (پښتو په ټوليزو رسنيو کې) د سيمينار په غونډ کې چې د
علومو اکاډمۍ له خوا په ١٣٦٧ کال چاپ شو ىدى راغلې ده. همدارنګه دېته ورته مقاله د
ژورناليستانو د ټولنې له خوا دهمداسې يوه سيمينار په غونډ کې راغلې ده.
وګړپوهنه (اتنولوژي):
ديوې نيم څېړنيزې او نيم ژباړيزې ليکنې سرليک دى چې د فرهنګ مجلې د ١٣٦٨ل کال په
لومړۍ (وري-غويي) ګڼه کې خپره شوې ده.
د ډګريزې څېړنې لارې چارې:
دا هم د استاد زيار ديوې علمي ليکنې نوم دى چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو
څېړنو د نړيوال مرکز د ١٣٦٧ل کال په سمپوزيم کې وړاندې شوې او په اړوند غونډ کې چاپ
ته سپارل شوې ده.
Jams Darmesteter:
د استاد زيار ليکنه ده، چې په پښتو مجله کې په انګليسي ژبه د ١٣٦٢ کال د ٣ ګڼې په
٤٥-٥٠ مخونو کې خپره شوې ده.
لويه جرګه:
په الماني ژبه (( Der Rat des Jirgas)) د استاد يوه ليکنه ده چې د ديموکراتيک المان
د ((ويلت بيونې)) نومي مجلې په ١٧-٦-١٩٨٦ ګڼه کې خپره شوې ده.
" The Ethno � Linguistic
Composition of Afghanistan"
د افغانستان وګړ- ژبيز جوړښت:
دا ليکنه استاد زيار په انګليسي ژبه د هند ((انجمن فارسي)) اورګان ((بياض)) د ١٩٨٣م
په لومړۍ ګڼه کې خپره کړې ده او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو مجلې د همدغه
کال د درېيمې ګڼې په ٦٥-٦٧ مخونو کې هم خپره شوې ده.
نوي ازاد شعر پر وړاندې:
يوه علمي تحقيقي ليکنه ده، چې د کابل مجلې د ١٣٦٧ل کال د ٥ ګڼې په ٣٥-٥٤ مخونو کې
خپره شوې ده.
همدارنګه يې د نوي ازاد شعر په باب د همدې کال په يوه بله ګڼه کې هم يوه مخ ليکنه
خپره شوې ده.
دغه راز يې دوه نورې ليکنې، يوه د سيدحسن حسن په باب او بله د سعدالله جان برق د
شاعرۍ په باب د جرګې په مجله کې خپره شوې ده. همدارنګه يې د استاد خادم په باب يوه
ليکنه په ژوندون مجله کې خپره شوې ده.