کشتي کج
د پړانګ او ملخ تر منځ د کج غيږه نيولو و روستی وار (رونډ) پيل شو ټولو دا سوچ کاوه
چې پړانګ ګټونکۍ دی نو له هم دې کبله به د پرانګ په هر غورځنګ د چکچکو ږغونه فضا
ډکه کړه . پړانګ چې بړا(حريف) يې ډير ناتوانه ګڼه نو پر له پسې ټوپونه يې په ملخ
پسې وهل چې ژر يې تر پښولاندي کړي . پړانګ دومره ټوپونه ووهل چې له ستړيا نه ستونې
ستغ اوږد اوږد وغځيد.
ملخ هم ټوپ کړل او پر تندي يې کيناست او د اتلانو جام يې وګټه .ځکه يو ټوپ يې پر
سول ( عقل) برابر سم او بې ښاځ( غرورّ) وواهه
لندن۱۹۹۸