د ځغاستي ملي سيالي
د کراچي له سهراب ګوټ څخه ترمهاجر کمپ پوري د پېنځه سوه کيلو متري له خنډ ه سره د
ځغاستې يوه سيالۍ وه.
ړومبی تن يو افغان و چې له ډيرو منډو په خولولوند خېښت و او سا يې له ستړيا بنده
بنده کيده په ترس او لرز يې وويل:
(کيسه بر را پسې دی) تر ټاکلي ليکې تير شو ړومبی دريځ يې وګټه.
خلکو او د لوبې مينه والو په چکچکو د هغه هرکلی وکړ. لس- پنځلس ثانيې وروسته يو
کيسه بر په داسي حال کې چې يو وار وار يې تر شا هم کتله په وارختايې ويل: پوليس را
پسې دی او ما لا دستلاپ نه دی کړۍ په ويلو له ټاکلي ليکې تير شو او دويم پوړ ( مقام)
يې وګټه.
حاضرينو په چکچکو بدرګه کړ . اود درېيم اتل لپاره يې سترګې سړک ته نيولي وې چې يو
پوليس ليکې ته راورسيد(چاي پاڼي دو) په ويلو له ليکې تير شو د لوبي مينه وال هم د
درېيم ګډون کوونکي په ليدو د ځغاستې په سيالۍ کې و ر ګډ شول
کراچي ۱۹۹۷،