د غوښو ضررونه
په دوتر کې ناست وم هوا توده وه برېښنا ( برق) نه وه چې پکه چالانه کړ م، نو مې يوه
نوې ورځپاڼه چې ښه پکه پرې وهل کيدله راواخيستله او په پکه وهلو مې پيل وکړ . د يو
مطلب سريزه(د غوښو ضررونه ) په ليدو مې د لومړی ځل لپاره د مطلب پوره لوستلو ته زړه
خوشاله کيده او ورو ورو د زړه ضربان مې ډيريده نو د ځان سره مې وويل:
زرينه! لکه چې د غوښو د رانيولو څخه بېغمه شوې ! او د ځان سره مې حساب پيل کړ : که
د مېلمنو او کور لپاره غوښې رانه نيسم نو په تنخواه مې هرومرو ګذاره کيږي په ډيره
خوشالۍ مې پياده ته ږغ کړل :
جانو کاکا نورو ټولو کارمندانو ته ږغ کړه.
ټول مامورين آن د جنسي، خدماتو،او معاش کارمندان په چټکي يو د بل پسې دوتر ته راغلل
د هغو په ګمان چې د سيلو ډوډۍ مې ورته راوړي ده زما پر ميز راټول شول او ما د د
غوښو ضررونه تر عنوان لاندي مطلب په لوستلو پيل وکړ:
(غوښه اصلاً د انسان خواړه نه بلکې د ځناورانو خوراک دی او په ناببره توګه د
بنيادمانو په خوړو کې ننوتې ده ، د هغو څيړنې له کبله چې د امريکا په ايالاتو کې تر
سره شوي د غوښو خوړل د بډوډي د زهري کيدو د ځيګر د خرابيدو سبب ګرځي، معده کمزوره
وي...لنډه دا چې د انسان عمر نيموي...)
د کارمندامو څخه هر يوه د دې مطلب په هکله په نظر ويلو پيل وکړ:
مامور افضل د جنسي مامور ويل:
- ولا رښتيا! زمو ږ په کلي کې بابا خيرو يو سلو لس کاله ژوند وکړ ، ځکه چې په ژوند
کې يې په غوښه باندي څکه هم نه وه کړې.
مامور عباس د ارشيف مامور داسي زياته کړه:
دا ښه ده چې تنخواه مو ډيره نه ده که نه نو اوس به په څه ناروغيو اخته نه وای.
بي بي نازو د دوتر ټايپستې چې ډيره هيجاني شوې وه په ماته ژبه وويل:
زموږ د ښی خوا ګاونډی چې تجار وو د ډيرو غوښو د خوړلو په وجه د بډوډي د ناروغي څخه
يوه اوونۍ مخکي مړ ....
د املاکو مدير رجب ګل په ډيره مينه د بي بي نازو خبري پرې کړې او ويې ويل:
دا کومه ګڼه ده ؟ بايد ټول د هغې يوه يوه ګڼه د ميلمنو او د کوشنيانو د مور د قناعت
په خاطر د ځان سره ولرو . ټولو مامورينو د سر په ښورولو او هو ويلو دا وړانديز
تاييد کړ، دستي مو پيسې ټولي کړې او د مامور شيرين ته مو دنده ورکړه چې ژر تر ژره
شل ګڼې د همدې ورځپاڼې راوړي
. موږ ترغرمې په همدې موضوع تبصرې وې. دولس بجې په يوه بهانه د دوتر نه راووتم څو
دا مهم او ارزښناکه سند ژر د الله مبارک مورته ورښکاره کړم .و سپرلۍ ګاډۍ ( سرويس)
ته وختم ، څنګ ته مې يو چاغ سړي چې يوه يوه نيمه کيلو غوښه يې په همدې ګڼه کې نغښتې
وه ناست وو ، زړه مې را ته ويل چې دا مطب په لوړ اواز په سرويس کې ولولم او ټول
سرويس د ِغوښو په ضرر وپوهوم، ولي جرات مې ونشو کړای، نوهغه و چې مخ مې د څنګ ناست
چاغ سړي ته واړوی او په فيلوسوفانه لهجه په داسي حال کې چې ورځپاڼه مې ورښکاره کوله
ويل:
دا مطلب مو لوستی دی؟ دلته يې ليکلي دي چې غوښه اصلاً د ځناوروخوراک دی ..
د څنګ سړي يو وار راته سور او شين شو اوپه لوړ اواز يې په داسي حال کې چې په بريتو
يې لاس تيراوه را باندي چيغه کړه:
غوښه د زمريانو خوراک دی نه د ګيدړانو! ته دي قواره ګوره ، مخ يې نورو سپرليو ته
ورواړاوه او ويې ويل: چې وس يې په غوښو اخېستلو نه رسيږي بيا يې خبري ګوره
د ځناورانو خوراک! په داسي حال کې چې مخ يې بيا ما ته راواړاوه:
ځناور خو ته يې چې غوښې نه شوای رانيولای زه چې ډير توهين شوی وم بېله دې چې سوچ
وکړم شخړه مې ورسره پيل کړه:
غوښه د زمريانو خوراک دی!
-نه دی!
-دی!
-نه دی
-دی
د سرويس سپرليو د هغه پلوي کوله . سرويس لا يو تمځی نه وتلی چې چاغ سړی له ځايه
پورته او په غوسه يې وويل:
دا لومړی ځل دی چې وه سرويس ته پورته کيږم نه پوهيدم چې دلته داسي احمقانو سره
مخامخ کيږم له سرويس نه کوز شو او يو ټکسي ته وخوت.
زړه مې له ډيري غوسې پړسيدلی وو چې ولي نورو سپرليو د چاغ سړي پلوي کوله نو د همدې
مطلب د پوهيدلو په پار مې د شا څوکۍ يو ځوان ته ورځپاڼه ورښکاره کړه ، هغه هم زما
خبرې تاييد کړې ما په غوسې ځينې وپوښتل:
نو ولي مو د هغه چاغ سړي خبرې تاييد ولې؟
هغه راته وويل: د هغه خبره درسته وه ځکه غوښه د زمريانو خوراک ده زه په خپله
تيروتنې پوه شوم ځکه چې زمری خو انسان نه بلکي ځناور دی، د کړکۍ نه مې بهر وکتل چې
ګوندي چاغ سړی ووينم او ورته ووايم : بلې بلې غوښه د زمري خوراک دی خو زمری انسان
نه دی . خو هغه نه وو.
کور ته د رسيدو سره سم مي د الله مبارک د مور نه وپوښتل:
څه دی پاخه کړي دي؟
ښځې مې په ډيره خوشالۍ راته وويل:
دا چې زموږ د ګاونډي د ميرمني ليور په ښاروالي کې پياده دی نن يې پر موږ باندي د
زړه سوی په خاطر د ښاروالي په بيه غوښه راوړې او ما دهغې نه ښه ښوروا پخه کړې ده،
ما په داسي حال کې چې ورځپاڼه مې و رښکاره کوله ورته وويل:
غوښه مضره ده د خدای دپاره غوښه مه خورئ غوښه بډوډي زهري کوي ِغوښه.....
د غوښې داسي بد ويل مې و رته پيل کړه تا به ويل چې د پلار پلار دښمني مې ورسره ده،
نه پوهيږم چې ولي زموږ خبرې دومره کښته پورته شوې چې ميرمن مې په غوسه راته وويل:
موږ يې خورو که ته يې نه خورئ تا ته به بل کوم شی تيار کړم . او هغه وچې له چايو
سره يې وچه ډوډۍ راته کيښوده او دوی په مزه مزه ښوروا نوش جان کړه.
په زړه مې يوخداي خبروو . طاقت مي ونه شو کړای او په لوړ اواز مې وويل:
غوښه د ځناورانو خوراک دی بډوډی..معده....ځيګر...
ميرمني مې په غوسه راته وويل
- نور خلک يې ولي خوری؟
-تاسو نادانان ياست د امريکې پوهانو څيړنه کړې ده....
خو ميرمني مې ورځپاڼه ليري ګذار کړه او په غوسه د پلار کره ولاړه.
سبا کله چې د خسر کره ورغلم ، خواښې مې خپله لور پوه کړې وه هيڅ يې راته ونه ويل.
چې ډوډۍ راغله نو خواښې مې د قورمې قاب زما له مخي نه چې بوی يې زما پزه تخنوله
ليري کړ او پر ځای يې د پوډري هګيو خاګينه راته کيښودله. اوس چې هر چيري که واده وی
يا ميلمستيا نو ما ته د غوښې پر ځاي سور کړي پټاټې چې چپس يې بولي يا دال او يا
پوډري هګۍ مخي ته ږدي او ورسره دا خبره هم کوي چي ما ته ډير زور راکوي
د زرين جان! غوښه نه خوري حساسيت ورسره لري.