پر پاچاهي يې نه ورکوم
ترافيک غورازه چکله موټر ته لاس ورکړ . موټر و دريد او د کړکۍ له ماتې ښيښې نه د
موټروان سر را ښکاره شو.
ترافيک : ليسانس او جواز سير دي راکړه!
چلونکي دېخوا هاخوا د واسکټ جيبونه ولټول او ويي ويل:
-راڅخه ورک شوي دي!
ترافيک ورته په غوسه شو او له يو � دوه پټکو وروسته يې موټر د سړک پر غاړه ودروی او
د جريمې د پاڼې په ليکلو بوخت شو
موټروان د واسکت له غوړ جيب نه د نسوارو ډبلی راوکيښ د مخ او غاښو په ليدو شو او له
ځان سره يې غوم غوم وکړ او ورو يې وويل:
تر دې موټرواني خو د ترافيکو کومنداني ښه ده .
ترافيک د جريمې پاڼه موټروان ته ورکړه
موټروان په تونده لهجه وپوښتل:
-څودي؟
- دوه سوه!
موټروان د شنو لوټو بنډل راويست او يو لوټ يې ترافيک ته ګذار کړ او ورسره يې وويل
:
نوريې ستا!
موټر يې سوچ کړ او په داسي حال کې چې ګير يې اليشاوه(بدلاوه) د ځان سره و ويل:
- نه بابا پر پاچاهي يې نه ورکوم او په روڼ تندي پر خپله لار روان شو
کابل ۱۹۹۱