د درويش ډالۍ
زلمی ترکان چې د تندي په خولو او دلاسو په ټناکو يې ځان نه شو مړولای، د يوه بډاي
سړي پر لور مين شو شپه او ورځ لکه ماهي تپيده په ډير زړورتيا د انجلۍ پلار ته د
مرکې لپاره ورغی او له ځان سره يې وويل:
يا مرګ يا بری!
د انجلۍ پلار زلمي ته وويل:
په يوه شرط لور درکوم ته به ماته يو لک افغانی په درويزه ( فقر) برابر وي!
مجنون زلمي چې په لسو کلنو کې يې د زرو افغانيو څښتن شوي نه و نو يولک په درويزه
برابرول ورته نا شونی وبرېښيده زړه يې و ځان تر موټر لاندي کړي خو بيا يې له ځان
سره وويل:
يو ازمېښت به وکړم! بيا يې د ملنګي کالي واغوستل او کچکول يې پر غاړه کړ کوڅه په
کوڅه ،کور په کور يې ګدايي کوله ،څه مهال لا نه وو تير شوی چې ونه يې ښه جګه شوه ،سره
باړخوګان يې وکړه او ښه چاغ شو او بل دا چې تر يو لک نه يې ډيري پيسې ټولي کړې نو د
انجلۍ د کور پر لور رهي شو په لاره کې يې له ځان سره ويل:
کاشکي له دې چمه (معاملې ) تير شم
خوله دې کبله چې ژمنه يې کړي وه نو ورغی او د پيسوډک بکس يې د انجلۍ د پلار مخي ته
کيښود.
د انجلۍ پلار پيسې وشميرلې او بيا يې ورته وويل:
سمه ده اوس نو ګدايي پريږده ! ورځه خپل اصلي کسب پيل کړه!
درويږګر زلمي په غوسه ورته وويل:
دا څه وايي څنګه پريږدم!
تا دګډايي خوند ليدلی دی ؟ که له ځانه لګيا يې !
د انجلې پلار ورته په غوسه وويل:
دا زما شرط دی !
درويزګر ورته په غوسه وويل:
زه ستا د لور نه تيريدای شم خو د د رويزګري څخه نه !
او زياته يې کړه: څه بيوزلی خو نه يم زر انډيوالانې مې نوري ستا له لور نه ښه پيدا
کړي دي دا چې ژمنه مې کړي وه راغلم کنه زه او ستا لور ډير سره ليری يو دا يو لک
افغاني مې هم د درويش ډالۍ در بخښلي دي !
د خداي په امان.