ښه او بد
چې ژوندي يې تر تا بد او چې مړ شوې له تا بل ښه نه شته�له وګړو له نظره
چې برحاله يې تر تا ښه چې منفک شوې تر تا بل بد نشته---د همکارانو له نظره
چې جره ( مجرد) يې تر تا ښه چې کوروال شوې تر تا بد نشته ---له انجونو له نظره
چې پلار د بچو يې له تا نه بد که بې بچو يې له تا نه ښه نشته ---د کرايي دار له
نظره
چې نرم خوی يې له تا ښه که تند خوی يې له تا بد نشته ---د ميرمني له نظره
که لکړه لرې له تا بد او که يې نه لرې له تا ښه نشته ---د سپو له نظره
چې ږيره پريږدي له تا بد او که يې خرېيي له تا ښه نشته --- د ډمانو له نظره
چې شتمن يې له تا ښه او که غريب وي له تا بد نشته�د خپلوانو له نظره
که موټر لرې له تا ښه او که يې نه لرې له تا بد نشته--- د ګاونډيانو له نظره
پيسه دوست که درواغجن شی يوه غيران ته بم اتوم شي--- د پوهانو له نظره
په سياست کې رښتيا نه شته ،بېله غلا دغله بل کار نشته�د تجربو له نظره