ګل خبري
_زړورتوب د بېري په وړاندي مقاومت کول او پر هغې باندي غلبه کول دي نه دهغې پر
موجوديت باندي سترګي پټول.
_کوچني غله په زندان کي لويږي ، لوى غله پر چوکۍ باندي کښېني.
_په ژوند کي تر ټولو سخت کار سم فکر کول دي.
پسته ژبه هډوکي ماتوي._
_د احمق ژبه دومره اوږده ده چي دده خپل سر ور پرې کولاى سي.
_ښه ښځه پټه خزانه ده، هرنارينه چي يى کشف کړي هغه به د نړۍ تر ټولو نيکمرغه انسان
وي.
_هر وخت چي په قهر کېږې اول دهغه دعواقبو به باره کي فکر کوه.
_نفرت دهغي سکروټي په شان دي چي اول پخپله تا سوځوي.
_مريانو ته ډوډۍ او کالي وررسيږي خو د خبرو کولو حق نلري ځکه بيريږي باداران ګومان
ونکړۍ چي دوۍ مخالف فکر کوي.
_په اميد سره سفر کول منزل ته تر رسيدو ښه خوند لري.
_کار ددرو مصيبتونو څخه تا ساتي: ديغت، خياثت او احتياج.
_لوږي د زحمتکښ سړي کورته سترګي نيولي وي خو دورننوتو جرىت نسي کولاى.
_د کارګر سړي خوب خوږ دۍ.
_نړۍ د زينې په شان ده؛ يو سړى باندي پورته کيږي بل ځيني را کښته کيږي.
_ښه سړى طرفدارانوته ضرورت نلري.
_ځواني هم دشتمنۍ د پاره ښه وخت دۍ هم دغريبۍ دپاره.
_تر جګړې وروسته دونه ډيموکراسي نه پاته کيږي چي په ساتلو دي وارزي.
_حسادت له دې نه پرته بل شى ندۍ چي څوک د خوشحاله دښمن په وړاندي ځان يوازي احساس
کړي.
_ښځه په انتقام اخستلو ډېره خوشحاله کيږي.
_زړېدل د ځوانۍ بايلل نه بلکي د فرصتونو او پياوړتيا بل پړاو دۍ.
_که غواړي چي اټومي جګړه وګټې کوښښ وکړه چي هغه پيل نسي.
_حقيقت وجود لري خو درواغ کشف کيږي.
ځوانه وينه زوړ فر مان نه مني._
_د بانک جوړول او دبانک وهل يو دبل سره څه توپير لري؟
_يوازي کاچوغه ښه پو هيږي چي د دېګ په تل کي څه شي سته.
_ژوند د استاد په مخ کي د ويلون دږغولو په شان دۍ چي د وخت په تېرېدوسره زده کيږي.
د هنر تاريخ دانسان دراژوندي کېدو تاريخ دۍ._
_په نړۍ کي داسي څه نسته چي د علاقې وړ نه وي خو کېد اى سي چي بې علا قې سړي وجود
ولري.
_هغه څوک چي په حل نه پو هيږي هغه اصلا په پرابلم سم نه پو هيږي.
_ژوند دحقيقت او درواغو داسي مجموعه ده چي کله درواغ په حقيقت بدليږي او کله هم بر
عکس.
_څلوېښت کلني د ځوانۍ زوړتيا ده او پنځوس کلني د زوړ تيا ځواني.
_نا خوښي زموږ د هيلو او زموږ د استعدادونو ترمنځ د توپير څخه عبارت ده.
هغه څوک چي دوستان لري هيڅکله بې ګټي نه وي._
_ځوان دزوړ تيا په معنا نه پوهيږي او زوړ هېروي چي ځواني څنګه وه.
_غلط هدف ته درسېدو دپاره نېک عمل کول بې معنا کار دۍ.
_هر ليکوال او هنر مند پخپلو اثرونو کي خپله سوانح ليکي.
ښځه چي خاموشه وي دوه برابره ښه ايسي._
_په کنفرانس کي هيڅکله ستره مفکوره نه زيږي خو هلته ډيري احمقانه مفکورې مري.
_د جګړي پاي يوه سپينه شنخته ده چي د مړي نوم پر ليکل سوى وي.
زما دپاره اميدونه دساعت تيري ښه وسيله ده._
_داسي ذهنيت ولره چي د ټولو شيانو په وړاندي خلاص وي خوپه هيڅ شي پوري تړلي نه وي.
_هغه څه چي بايد موږ ځيني وبيريږوهغه پخپله بېره ده.
_هيله لرم چي زما کور تل زما د ملګرو دپاره کوچني وي.
_خوښي ددې دپاره ده چي بايد دنورو سره شريکه سي.
_نن پخپل ټول وس سره ښه ژوند وکړه ځکه چي نن ستا د پاته ژوند لومړۍ ورځ ده.
_سمندر دبې غيرته سړي څخه کرکه کوي.
_سولي ته لاره نسته بلکي سوله پخپله لاره ده.
د خوشحاله واده راز به تل پټ پاته سي._
_ځيني سياسي ويناوي د نه دفاع کيدونکو کارونو ددفاع هڅه ده.
_زه دهغو محکومينو څخه کرکه کوم چي دخپلو جلادانو ستاينه کوي.
_هغه کورنۍ چي په ګډه عبادت سره کوي په ګډه ژوند سره کوي.
_هيڅوک خپل ځان په خوب کي اتيا کلن نه ويني.
_هغه دښمن ته متوجه اوسه چي ستا د ګوزار جواب نه در کوي ، هغه نه تا بخښي اونه تا
پرېږدي چي ته خپل ځان وپېژنې.
_ځيني کسان خپل روح خرڅوي او په هغو پيسو ارام وجدان رانيسي.
_ددو شيطانانو څخه زه تل هغه يو انتخابوم چي پخوا مي ندۍ ازمايلي.
_هغه زړه چي دښکلا سره مينه لري هيڅ وخت نه زړيږي.
_ښه ملګرى هغه سوغات دي چي ته يى خپل ځان ته ورکوې.
_بېره هغه ماليه ده چي وجدان يى د ګناه په مقابل کي ورکوي.