مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((٧))
ملي موزيم او نور موزيمونه

((کابل موزيم چې وروسته د افغانستان ملي موزيم وبلل شو د لومړي ځل لپاره پر ١٢٩٧هـ ش کې د باغ بالا په ماڼۍ کې په موقتي ډول تاسيس شو او هغه وخت يې د ((عجايب خانې)) په نوم ياد کړ. ځينې حربي وسايل، د جهاد بيرغونه، لاسي کارونه د کور ځينې انتيک شيان، تزيني الات، دولتي يادګاري اثار، تفسير شريفونه او ځينې خطي نسخې د نندارې لپاره په کې کېښودل شول)) (١٧)
د وخت په تېرېدو سره موزيم دارالامان ته نقل شو او د موزيم کلکسيون د لرغونپوهنې د علمي ګروېږنو پر بنسټ، چې د ١٩٢٢م کال تر سپټمبر وروسته د يوې ډپلوماتيکې معاهدې له مخې د فرانسويانو په مرسته پيل شوې، لا بډاى شو. له فرانسويانو سره دا ګډه موسسه د DAFA (په افغانستان کې د فرانسې د لرغونپوهنې هئيت) په نامه وپېژندل شوه. تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته يو زيات شمېر کيندنې د نورو هېوادونو له خوا، چې ايټاليا، امريکا، جاپان، بريتانيا، هندوستان او شوروي هم په کې شامل وو، تر سره شوې، خو د افغانانو تر لارښوونې لاندې لومړنۍ کيندنه په ((هډه)) کې پر ١٩٦٥م کال ترسره شوه.
د وخت په تېرېدو سره زيات شمېر اثار کشف او د کابل موزيم ته راوړل شول. دلته په لنډيز سره د موزيم د ځينو اثارو پر څرنګوالي خبرې کوو:
 

د فرهنګي دورې نوم د څېړونکي  نوم د سيمې نوم
٥٠ زره کاله وړاندې زمانه د پخوانۍ ډبرې منځنۍ دوره لويس دوپرې دادل دره
٣٠ زره کاله وړاندې د پخوانۍ ډبرې پورتنۍ دوره کارلتون، س، کون قمره کمر
د کوپرک دوره (محلي نوم) له ٢٠ څخه تر ١١ زره کاله وړاندې زمانه لويس دوپرې اق کپرک
له ١١ زرو څخه تر ٧ زره کاله وړاندې زمانه د نوې ډبرې دوره لويس دوپرې اق کپرک
د ٢ زره کاله ق م زمانه د نوې ډبرې دوره لويس دوپرې کور دره
له ٣ زره څخه تر يو زر کاله ق م زمانه د برونز عصر لويس دوپرې اق کپرک
له ٣ زره څخه تر يو زر کاله ق م زمانه د برونز عصر D.A.F.A منديګک
له ٣ زره څخه تر يو زر کاله ق م زمانه د برونز عصر D.A.F.A ناد علي
له ٣ زره څخه تر يو زر کاله ق م زمانه د برونز عصر لويس دوپرې د موراسي غونډۍ
له ٣ زره څخه تر يو زر کاله ق م زمانه د برونز عصر لويس دوپرې شمشېر غار
له ٣ زره څخه تر يو زر ق م زمانه د اوسپنې عصر لويس دوپرې اق کپرک
له ٦-٤ ق م پېړۍ پورې د هخامنشي دوره تصادفي حضوري چمن
له ٤-٣ م پېړۍ پورې باختري دوره D.A.F.A آى خانم
له ٢-١ م پېړۍ پورې هندو يوناني دوره تصادفي ميرزکه ګردېز
له ١-٣ ميلادي پېړۍ د يونان- کوشاني دوره D.A.F.A بګرام
له ١-٣ ميلادي پېړۍ د يونان- کوشاني دوره D.A.F.A سور کوتل
له ١-٣ميلادي پېړۍ پورې د يونان کوشاني دوره تصادفی شترک او پايتاوه
له ١-٣ميلادي پېړۍ پورې د يونان کوشاني دوره D.A.F.A چم قلعه
له ١-٣ميلادي پېړۍ پورې د يونان کوشاني دوره D.A.F.A باميان
له ٣-٨ م پېړۍ پورې کوشاني، ساساني او يفتلي دوره D.A.F.A هډه
له ٣-٨ م پېړۍ پورې کوشاني، ساساني او يفتلي دوره D.A.F.A باميان
له ٣-٨ م پېړۍ پورې کوشاني، ساساني او يفتلي دوره D.A.F.A شترک اوپايتاوه
له ٣-٨ م پېړۍ پورې کوشاني، ساساني او يفتلي دوره D.A.F.A مرنجان تپه
له ٣-٨ م پېړۍ پورې کوشاني، ساساني او يفتلي دوره D.A.F.A قول نادر
له ٣-٨ م پېړۍ پورې کوشاني، ساساني او يفتلي دوره تصادفی مرنجان تپه
له ٣-٨ م پېړۍ پورې کوشاني، ساساني او يفتلي دوره تصادفی سراى خواجه
له ٣-٨ م پېړۍ پورې کوشاني، ساساني او يفتلي دوره د لرغونپوهنې انستيتوت خم ازګر
له ٣-٨ م پېړۍ پورې کوشاني، ساساني او يفتلي دوره جاپاني لرغونپوهان درمان تپه
له ٣-٨ م پېړۍ پورې کوشاني، ساساني او يفتلي دوره D.A.F.A کم داقا
له ٣-٨ م پېړۍ پورې کوشاني، ساساني او يفتلي دوره D.A.F.A کهنه مسجد
له ٣-٨ م پېړۍ پورې کوشاني، ساساني او يفتلي دوره D.A.F.A تپه کلان
له ٣-٨ م پېړۍ پورې کوشاني، ساساني او يفتلي دوره D.A.F.A فندوقستان
له ٨-٩ م پېړۍ پورې تصادفي ګردېز
د هندوشاهي دوره تصادفي تګاب
له ١٥ پېړۍ څخه تراوسه ISMEO غزني
د اسلامي دورې اثار D.A.F.A لښکرګاه
د اسلامي دورې اثار D.A.F.A غلغلې ښار(١٨)

له کابل موزيم وروسته د موزيمونو د سيستم په پام کې نيولو سره برابر شوى و؛ د نورو اثارو ترڅنګ (( د موزيم په چوکاټ کې د مسکوکاتو يوه خونه وه، چې په هغې کې ټولې سکې او فلزي پيسې چې په اتفاقي توګه پيدا شوې او يا د حفرياتو په جريان کې لاس ته راغلې او موزيم ته وړاندې شوې وې. د بېلګې په توګه له خزينهء امو څخه ١٥٠٠ سکې، چې په هخامنشي دورې پورې مربوطې ګڼل شوې دي، له بلخ څخه ١٧٠ يوناني سکې، چې پر ١٩٦٦کال کشف شوې او اړوند تاريخ يې ٣٨٠ق.م پېړۍ ټاکل شوى و. د حضوري چمن خزانه، چې له يو زر سکو څخه يې ١١٥ سکې د شلمبرژه فرانسوي لرغونپوه له خوا څېړل شوې وې او تاريخ يې څه ناڅه څلور سوه کاله ق.م ټاکل شوى و. د خــــوګياڼو د ولسوالۍ لــــه پنځوسو سکو څخه چې فقط ١٢ سکې موزيم ته انتقال شوې هم په څلورمه ق. م پېړۍ پورې مربوطې ګڼل شوې وې. له ميرزکې څخه لږ تر لږه يوولس زره سکې پر ١٩٤٧م کال پيدا شوې، چې په هغو کې پنځوس محدبې، ٥٦٣ سکې سايفيټ، ٤٨٤ سکې نقره يي، ٢٠١٢ سکې يوناني، نور باختري درهمونه، ٣٣٣٥ ساکي درهمونه وو او همدا شان له بګرام څخه لږ تر لږه ٣٠٠٠ بېلابېلې سکې چې پر ١٩٤١ او ١٩٤٦ کلونو د فرانسه يي هئيت د لرغونپوهانو په لاس کشف او موزيم ته لېږدول شوې وې. (١٩)
په دې ډول تر ډېر اوږده مزله او هلو ځلو وروسته د کابل موزيم د اثارو د تاريخي لرغونتوب له مخې د نړۍ د سترو موزيمونو په کتار کې ودرېد او په لسګونو زره بېلابېل تاريخي اثار يې په خپله غېږه کې راټول کړي وو.
(( د افغانستان ملي موزيم د ١٣٧٠ ل کال پر وروستيو مياشتو تر سلو زرو پارچو زيات تاريخي اثار درلودل)). (٢٠)
پر ١٩٧٨م کال د ٢١ زره طلايي سکو اريانوونکې خزانه د جوزجان په ولايت کې شبرغان ته نږدې د طلا تپې له غونډۍ څخه لاسته راغله. (٢١)
کله چې پر ١٣٧١ل کال په کابل خونړي جنګونه پيل شول، نو د افغانستان د نورو فرهنګي بنسټونو غوندې پر موزيم هم د چور او تالان طاعون خور شو. لومړۍ هغه ډله موزيم ته ورسېدله، چې ځانونه يې د دولت ممثلين معرفي کول، د دوى چې څومره د موزيم پر اثارو لاس بر شو هغه يې يوړل.
نانسي دوپرې وايي: (( د ١٩٩٢م کال پر اپريل د جګړه مارو تنظيمونو تر راتګ وروسته، چې په کابل کې نظم او قانون مات شو، موزيم ته لويه بدمرغي پېښه شوه. په لومړي سر کې کله چې د دارالامان سيمه د موزيم په شمول د نظار شورا په لاس کې وه د موزيم کارکوونکو ته د کار اجازه نه وه. نجيب الله پوپل چې د موزيم يو ډېر مستعد کار کوونکى و، د تنظيمونو تر برياليتوب درې مياشتې وروسته مخکې تر دې چې پر موزيم باندې توغندي وورېږي، له موزيم سره هېڅ ډول رسمي ارتباط نه درلود. سره له دې د موزيم له ويشتل کېدو څخه يوه اوونۍ مخکې ده خطر پر ځان ومانه او له کومې اجازې پرته يې موزيم وکوت. ده وليدل، چې صندقونه او بکسونه پر خپل ځاى دي، خو ددې وخت يې پيدا نه کړ، چې د صندقونو منځ ولټوي. کوم وخت چې موزيم په توغنديو ويشتل کېده دا سيمه د استاد عبدالعلي مزاري تر مشرۍ لاندې د اسلامي وحدت حزب لاس ته ورغله. د جګړې تر کراريو درې ورځې وروسته پوپل يو ځل بيا په نا رسمي ډول موزيم وکوت. ده وليدل چې د دلبرجان تپې دېوالي انځورونه په نه رغېدونکې توګه سوځېدلي دي، خو زېرخانه له بکسونو او صندقونو سره خوندي ده. د سپټمبر په پيل کې د CNN او BBC خبرلوڅو وليدل، چې د زېرخانې د دروازو مهرونه روغ دي، خو دوى مطمين نه وو، چې دا به هماغه د پوپل په لاس لګول شوي مهرونه وي. ددې لپاره چې سړى پوه شي د مهرونو تر شا څه شى دي، هېڅ لاره نه وه. د سپټمبر په نيمايي کې پوپل په پټه موزيم ته ورغى او د موزيم په غولي کې يې د صندوقونو پاتې شوني وليدل. دا ډېره د تشويش وړ خبره وه.
ويليم ريو د BBC خبريال له موزيم څخه په خپله دويمه ليدنه کې راپور ورکړ، چې بکسونه او صندقونه خالي شوي او وړل شوي دي. د بودا يو وړوکى سر د يو ګودام کړکۍ ته چې ميلې ورکړاى شوې وې، نږدې ايښودل شوى او له بهر څخه د ټاير کرښې مستقيماً تر دغې کړکۍ پورې ورغلې وې. د ١٩٩٣م کال د سپټمبر په پاى کې ما د ښاغلي ستوريس موسوريس په غوښتنه، چې د افغانستان له کلتوري ميراثونو سره د زړه له کومي علاقمندي لري، له کابل څخه ليدنه وکړه. د دې توصيې پر وړاندې، چې د موزيم د ترميم چارو لپاره بايد د استاد مزاري ملاتړ ترلاسه شي، ښاغلي موسوريس سملاسي عکس العمل وښود. په موزيم کې د ترميم چارې UNOCHA د ١٩٩٣م کال په نومبر کې د ملګرو ملتو د بشري اسکان له مرکز HABITTAT وغوښتل، چې د ژمي تر پيلېدو وړاندې د موسم د ناخوالو پر وړاندې د موزيم مقاومت او امکانات وسنجول شي، ځکه ددې وېره ده، چې ښايي د واورې د انبار کېدو له امله پاسني چتونه راوغورځي او د باران اوبه د زېرخانو ګودامونو ته ورننوزي.
HABITTAT خبر ورکړ، چې په هره خونه کې صندوقونه خلاص پراته دي او د شيانو په ترتيب کې ژوره ګډوډي ليدل کېده او په دغه ځاى کې ګودامونو ته هم په اسانۍ سره لاس نه رسېده. نازک کاغذي مهرونه، چې د لومړي پوړ د ګودامونو پر دروازو او کړکيو نښلول شوي وو، پر ځاى وو، خو دا مهرونه په اسانۍ سره د بدلېدو وړ وو. د HABITTAT عکسونه چې له ماتو شويو او شيندل شويو شيانو څخه اخيستل شوي وو، ډېر دردوونکي وو. په عکسونو کې هغه اره شوې المارۍ هم ليدل کېږي، چې هلته به د موزيم دفترونه او لستونه ساتل کېدل. دا المارۍ ټولې يو شان او بې توپيره راوړل شوې وې او کاغذونه ډېر بد څيرې شوي وو. زولپۍ خلاصې شوې وې او پولادي صندقونه ټول سپک ښکارېدل او داسې اټکل کېده، چې بايد تش وي. بکسونه او جعبې ټول د کوټې پرمخ اړول شوي وو. په دې توګه څرګنده شوه، چې زياتې تحويلخانې ښې لټول شوې دي. د HABITTAT له خوا ځينې ترميمونه وشول. کړکۍ د تيږو او خښتو په واسطه بندې شوې، چتونه د هوا د خرابوالي پر وړاندې جوړ شول او تحويلخانو ته پولادي دروازې ورکړل شوې. ښاغلي موسوريس چې پخوا يې د UNESCO په موزيم کې د کار لپاره تشويش څرګند کړى و، کله چې د موزيم په هکله د ارزيابۍ راپور ترلاسه کړ د نومبر پر ٧مه يې په اسلام اباد کې يوه عاجله غونډه راوبلله. ورپسې د نومبر پر ٢٩مه دى کابل ته ولاړ او له استاد مزاري سره يې وليدل. استاد مزاري ښاغلي موسوريس ته اطمينان ورکړ، چې د موزيم خونديتوب به تامين کړاى شي. وروسته د نجيب الله پوپل په مشرۍ د نظارت يوه کمېټه جوړه شوه او دغې کمېټې د ډسمبر پر ٢١مه خپل کار پيل کړ. ښاغلي موسوريس په خپله د موزيم ليدنه وکړه او دى لومړى کتونکى و، چې د سکو خونې ته د ننوتو اجازه ورکړل شوه، ده وليدل چې ټولې جعبې تشې دي.
د ١٩٩٤ په مى کې زه کابل ته لاړم او د مى پر ١٦مه ما ټوله ورځ د موزيم د تحويلخانو پر کتنو تېره کړه. ترسره شوى کار واقعاً قناعت بښونکى و. په تېره بيا دا چې د ژمي شرايط او سخت ساړه وو، د کار کوونکو لپاره له يوه تيلي لاټين پرته د تودوخې او روښنايۍ هېڅ وسيله نه وه. ټولو خونو ته ښې مضبوطې دروازې ورکړاى شوې وې. دهليزونه پاک شوي وو او درې زره خټين لوښي له فضلاتو څخه را ايستل شوي وو او په تحويلخانو کې خوندي شوي وو. يوه خونه د اسلامي برونزي شيانو له ماتو شويو ويلي شويو او څيرې شويو ټوټو څخه ډکه وه. په کتابتون کې ٢٢٤٧ ټوکه کتابونه پاتې وو، خو هغه کتابونه چې د ډېرو ښو اثارو عکسونه يې درلودل، غلا شوي وو. اوس بايد د لوټمارانو په هکله رڼا واچول شي. برياليو مجاهدينو له پيله لوټماري خپل طبيعي حق ګاڼه. د کابل موزيم په ارتباط ټول مدارک ښيي، غلا ښه په ډاډه زړه ترسره شوې ده او داسې نښې نښانې نه ليدل کېږي، چې دا کار دې د بېسوادو او بې پروا تنظيميانو له خوا شوى وي، په لومړي سالون کې د نندارې شيان، لکه د کنشکا مجسمه او له سره کوتل څخه نور ترلاسه شوي شيان، د کندهار مرمرين لوښي او د ناستې په حال کې د بودا لويه مجسمه، چې له مرنجان تپې څخه لاس ته راغلي پر خپل ځاى ليدل کېدل. د ١٩٩٤م کال تر سپټمبر پورې ١٥٣٤١ قلمه اثار ثبت شوي وو او څلور ګودامونه د موجودۍ لپاره لا پاتې وو. د پوپل د اټکل له مخې د ډېرو ښو اثارو تقريباً په سلو کې اويا ورک شوي وو. داسې ښکاري چې لوټمارانو پوره وخت درلود، چې د شيانو ارزښت وټاکي او ډېر ښه اثار په کې چاڼ کړي. ښايي موږ هېڅکله پوه نه شو، چې دغه غلا څه وخت ترسره شوې ده؟ او څو پورې چې دقيقه موجودي ونه شي، د موزيم واقعي حالت به هم څرګند نه شي.
وروسته تر دې چې کابل د مجاهدينو لاس ته ورغى، اوازه خپره شوه، چې د کابل موزيم د مجاهدينو له خوا چور شوى دى. پېښور- اسلام اباد او د کراچۍ بازارونه له غلا شويو اثارو څخه ډک شول. يو وخت ماته خبر راورسېد، چې د موزيم ټول اثار په چترال کې دي او د لوړو بيو انتظار کوي. عملاً د بهرنيانو يوه ډله چترال ته لاړه، خو دوى يوازې د کباړ شويو شيانو يو دردونکى کلکسيون وليد. ما په خپله هم ډېر اثار وليدل، خو هغه ټول جعلي او پروني شيان وو. يوازې د بګرام لس عاجونه چې د ١٩٩٤م کال پر اپريل په اسلام اباد کې وليدل شول واقعاً اصلي وو. د هغوى بيه دوه سوله لکه برتانوي پونډه وه، څه موده مخکې زه خبره شوم، چې دغه عاجونه له پاکستان څخه وتلي دي او بيه يې څلور سوه لکه پونډو ته ختلې ده.)) (٢٢)
دا د موزيم د غملړلي داستان يوه برخه وه، چې دوپرې ليکلى و. پر موزيم باندې د راغلي طاعون داستان ډېر اوږد دى. کله چې موزيم د بېلابېلو ډلو لاس ته ورغى، نو هر يوه تر خپل وسه په موزيم کې پاتې شيان غلا کړل، ،خو هغه ډله چې په لومړي پړاو کې يې موزيم په لاس کې و، په ډېر ماهرانه ډول د موزيم اثار غلا کړل او بيا يې د نړۍ په بازارونو کې وپلورل. د نورو اثارو ترڅنګ په همدې موزيم کې د قرآن کريم هغه نسخه، چې ويل کېږي د طﻻوو په اوبو ليکل شوې وه او په نړۍ کې يې سارى نه و، غلا او د باجوړ په سيمه کې په اتيا زره کلدارو وپلورل شوه. (٢٣)
يو افغان په خپلو سترګو ليدلي وو، چې د پاکستان د کوچي بازار په سيمه کې څلور دېرش مجسمې چې قيمت يې په مليونونو کلدارې اټکلېده او د مغولو د عصر ١٦ تورې چې ٢٣ مليونه ډالره قيمت يې لاره په يو تر زمکې لاندې دکان کې ايښودل شوى وو. (٢٤) د موزيم په اثارو نه يوازې زموږ د هېواد د ګاونډيو نږدې بازارونه ډک شول، بلکې لرې نړيوالو بازارونو ته يې هم لاره وکړه. د موزيم د اثارو د غلا او د غلو په اړه پر همغه وخت او هم بيا وروسته پلټنې او ګروېږنې وشوې. يو بهرني شخص چې پر هغه وخت يې د موزيم د اثارو د غلا کوونکو په باب ليکنې کولې، د دې لپاره، چې ده ته څه ستونزه جوړه نه شي، نو هغو ډلو چې د موزيم په لوټ او تالان کې يې برخه اخيستې ده، د هغو نومونه يې په شفري ډول ثبت کړي او بيا يې د کمپيوټر حافظې ته سپارلي. دا شفرونه په دې ډول دي: (( HI-7، GH-2 , Am-2، BR-13، Hw-2، SNP، HI-9، HI-8 او نور)). (٢٥)
د ملي موزيم په اثارو کې د طلا تپې هغه شل زره (٢٦) طلايي سکې، هوسۍ او نور اثار هم شامل وو، چې د ډېر زيات ارزښت درلودونکي وو.
ځينې داسې اوازې هم وې، چې (( له ملي موزيم څخه يو شمېر با ارزښته اثار د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ په وروستيو شپو ورځو کې د ساتنې په خاطر د افغانستان مرکزي بانک تحتاني منزل ته راوړل شوي دي، دا چې دا اثار به اوس چېرته وي معلومات نه شته، دغه راز د ملي موزيم يو شمېر اثار د يونسکو په مرسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته هم انتقال شوي دي)). (٢٧)
څرنګه چې د افغانستان بانک د نظار شورا په لاس کې و، نو که دا خبره رښتيا وي، چې د نجيب الله د حاکميت پر وخت دا اثار هلته وړل شوي دي، نو طبعاً د شوراى نظار د افرادو په لاس کې به لوېدلي وي. د ١٣٧٥ ل کال پر څو لومړنيو مياشتو يو ځل بيا د موزيم د اثارو په تېره بيا د طلا تپې د اثارو په باب د هېواد په دننه او بهر کې ګڼ شمېر مقالې چاپ او خپرې شوې. پخوانۍ تنظيمي ادارې او نظار شورا ته هم په دې ارتباط ډېر زيات سوالونه راجع شول. بالاخره قوماندان مسعود اعتراف وکړ، چې: (( اثار طلا تپه در جايى که به وسيلهء هئيت حکومت قبلي و هئيت ملل متحد جا به جا و مهرلاک گرديده بود محفوظ است)). (٢٨) ښه به وي چې په دې اړه د دوکتور نجيب الله په واکمنۍ کې د هغه د دفتر رئيس ښاغلي محمد اسحق توخي څرګندونې هم راوړو؛ ښاغلي توخي دا څرګندونې په خپله يوه اوږده ليکنه ( دوکتور نجيب الله و خروج نيروهاى نظامى شوروى از افغانستان) کې چې د ١٣٨٧ل کال په وروستيو کې د انټرنټ له لارې خپره شوه، کړي دي. موږ د طلا تپې اثارو سره اړوند موضوع کټ مټ له کومې ژباړنې او کمونې پرته خپروو: [ ((... رييس جمهور دکتور نجيب الهب کشورش را در شرايط حساس رهبرى ميکرد. او نخستين شخصيتيست، که خطرى راکه سرمايهء ملى و فرهنگى افغانها را تهديد ميکرد، احساس مينمود.
قبل از بسته شدن موزيم کابل به علت حمله هاى راکتى مجاهدين، او همه اثار طلاتپه را تحت نظر مستقيم خودش به زيرزمينيهاى بانک مرکزى، جايى که ذخيرهء طلاى مملکت محفوظ است، منتقل ساخت و ان را در اتاق مخصوص که تنها رييس جمهور صلاحيت باز کردن آن را دارد، قرار داد، حالا گاوصندوقهاى حاوى اين اثار را بيرون کشيده اند. هر صندوق با بوريهاى مخصوص پوش گرديده است و يک جدول و پروتوکول و فهرست محتواى داخل ان با مهر و نامهء رييس جمهور نجيب الله دريافت گرديد.))
حامد کرزى با چند وزيرش در برابر خبرنگاران ظاهر شده اظهار نمود که: (( گنجينهء طلا تپه محفوظ و دست ناخورده باقى مانده است. ((بدون توضيحهاى بيشتر)).))
به همين ارتباط براى شناخت هر چه بيشتر شخصيتهاى چون برهان الدين ربانى، که جز ثروت اندوزى به چيزى ديگرى نمى انديشد، خاطره يى در ذهنم تداعى گرديد، که ميخواهم خدمت هموطنان بيان کنم.
روزى، کارمند بين المللى ملل متحد در کابل به دکتور نجيب الله مراجعه نمود، که برهان الدين ربانى دو نفر را که حامل کدام پيغام از جانب او هستند فرستاده است و تقاضاى ملاقات با شما را دارند. دکتور نجيب الله به کارمند ملل متحد گفت، که اگر او (کارمند ملل متحد) مانعى نميبيند، ميتوانند بيايند. دو نفر مذکور داخل امدند، وقتى که من ان ها را ديدم، يک نفر ان راشناختم، که همان وکيل عبدالرسول از بدخشان بود، که در صفحه هاى قبل نيز در موردش نوشته ام، که در سال ١٣٦٦خ. (١٩٨٨م.) عضو رابط برهان الدين ربانى با سفارت اتحاد شوروى در کابل بود. به نظر من دليل اعزام وکيل عبدالرسول مذکور اين بود، تا ما باور کنيم، که فرد همراه او امده واقعاً فرستادهء برهان الدين ربانى بوده است. اين فرستاده يکى از اعضاى جميعت اسلامى بود، که خود را څارنوال معرفى ميکرد. بعد از مصافحه دکتور نجيب الله براى شان گفت، بفرماييد، چه گفتنى داشتيد، من در خدمت تان هستم.
کسى که خودر را څارنوال معرفى کرده بود، گفت: ((استاد برهان الدين ربانى پس از عرض سلام، تقاضا دارد، در اين روز هايى که دولت اسلامى افغانستان دچار مشکلات اقتصاديست، اگر شما لطف نموده کمک نماييد، که در زمان شما کدام ذخيره يى از داراييهاى دولت در کدام جايى اگر مانده باشد، براى ما معلومات بدهيد، تا از ان در رفع مشکل اقتصادى دولت استفاده شود.))
دکتور نجيب الله خنديد و براى موصوف گفت: (( به استاد ربانى بگوييد، که قدرت دولتى را شما با تمام دم و دستگاه ان به طور سالم و رسماً در سال ١٣٧١خ. (١٩٩٢م) تسليم شديد و چندين سال هم از حکومت اسلامى (( عدالت گستر)) شما ميگذرد. حالا چگونه به من مراجعه نموده ايد؟ من رييس جمهور کشور بودم، نى خزانه دار. بهتر است، بعد از اين به من همچو مراجعات را انجام ندهيد.))
سپس ان ها را از نزد خود رخصت کرد. ان گاه خطاب به من گفت: ((از اين ميترسم، که نشود اين غارتگران به ذخيرهء طلاى افغانستان دست يابند و ان را غارت کنند. چيزى ديگرى را در کشور باقى نگذاشتند.)) ] له دې خبرو څخه څرګندېږي، چې استاد برهان الدين رباني د افغانستان ددې ملي او فرهنګي شتمنۍ د لاسته راوړلو هڅه کړې، خو بريالى شوى نه دى. احمدشاه مسعود چې کومه يادونه کړې هغه هم له همغې غوښتنې سره ارتباط لري. ځکه دوى ته يوازې دومره پته وه، چې دا شتمني د مخني حکومت او ملګرو ملتو له خوا خوندي شوې ده، خو د ترلاسه کولو امکان يې پيدا نه کړاى شو.
لنډه دا چې هر چا چې په هر نامه او د هر مقصد لپاره موزيم چور کړ، زموږ هېواد يې له ډېرو زياتو تاريخي اثارو څخه بې برخې کړ، اوس نو موزيم پر يوه سوځېدلې کنډواله بدل شوى او اثار يې غلو وړي دي. د هېواد تر ملي موزيم وروسته ( د اردو موزيم) په هېواد کې بل ستر موزيم و، چې په زرګونو بېلابېل اثار په کې خوندي وو. د نورو مهمو اثارو په لړ کې د احمدشاه بابا د لاس توره او د اعليحضرت امان الله خان د کار څوکۍ هم په دې موزيم کې خوندي وو. دغه راز د جګړې د اکثرو هغو وسلو بېلګې په کې خوندي وې، چې له ډېرې پخوا راهيسې افغانانو عملاً په هغو د يرغلګرو پر ضد مبارزه کړې وه. دا موزيم تر ملي موزيم لږ څه وړاندې په يوه ښکلې ودانۍ کې په ډېر منظم او سيستماتيک ډول جوړ شوى و. له ملي موزيم سره يو ځاى د دې موزيم اثار هم لوټ او تالان شول.
د هېواد سيمه ييز او ولايتي موزيمونه:
١- د غزني موزيم:
د غزني موزيم پر ١٣٤٥ل کال د لړم پر مياشت د تيموريانو د دورې په يو تعمير کې رسماً پرانيستل شو.
د غزني موزيم اثار د تاريخ او هنر له مخې خاص اهميت لري او د افغانستان د اسلامي دورې ډېر پخواني اثار په کې شامل دي. دغه اثار له لسمې ميلادي پېړۍ څخه تر دولسمې پېړۍ پورې اړه لري او له هنري پلوه هغه يوازېني اثار دي، چې د غزنويانو د مخصوص سبک، چې سلجوقيانو ته نږدې دي نماينده ګي کوي.
سربېره پر دې چې ځينې وړې او لويې پارچې، د قبرو لوحې، کوچني حوضونه هم د نندارې لپاره تيار شوي وو. په مجموعي ډول د غزني موزيم اثار پر ١٣٤٦ل کال ٣٥٠ قلمو ته رسېدل، چې تر ١٣٥٧ل کال پورې زرو قلمو ته ورسېدل. دا اثار تر ١٣٧٠ل کال پورې خوندي وو.

٢- د کندهار موزيم:
دا موزيم پر ١٣١١ل کال تاسيس شوى او لومړى اثر يې هم د وزيرمحمداکبر هغه کميس و، چې د دوى لاس ته ورغلى و. پر ١٣٣٩ل کال د دغه موزيم د اثارو شمېر ٨٠٧ ته رسېده.
٣- د هرات موزيم:
دا موزيم د ١٣٠٢ل او ١٣٠٤ل کلونو ترمنځ جوړ شوى دى. د ١٣٠٧ او ١٣٠٨ کلونو د پېښو په جريان کې د هرات موزيم دروازه خلاصه شوه او د هرات د جامع جومات مسي دېګ او د هفت اقليم په نوم اثر چې د تنظيميه رئيس په امر له ګازرګاه څخه موزيم ته نقل شوي وو، بېرته وايستل شول او د موزيم نور اثار له منځه لاړل. پر ١٣١٠ل کال موزيم ښاروالۍ ته وسپارل شو، پر ١٣٢٥ل کال يو شمېر لرغوني اثار له کابل نه موزيم ته د تحفې په ډول ورکړى شول. د هرات موزيم اثار هغه وخت لا زيات او د درنښت اندازه يې زياته شوه، چې د (لرغوني هرات) په نوم نړيوالې پروژې خپلې مرستې پيل کړې.
٤- د ميمنې موزيم:
پر ١٣٣٥ل کال د ميمنې د اعلى حاکم غلام حيدرخان زوى محمد سهيل، چې له خپلو او نورو مېلمنو سره خواجه کنت ته نږدې د سلطان سنجر پر غونډۍ په تفريح بوخت و، يو منګوټى وموند، چې په هغه کې د غوريانو د دورې سکې پرتې وې، د دغو سکو د ساتنې مسالې د موزيم د جوړېدو موضوع رامنځته کړه.
د ميمنې اعلى حاکم د موزيم اساس کېښود، څه موده وروسته موزيم د يوې مجموعې خاوند شو. دې موزيم خپل ننداريز پروګرامونه تر ١٣٣٦ل کال وروسته بيا تر ١٣٥٧ل کال پورې په منظمه توګه ترسره کړي دي.
٥- د مزارشريف موزيم:
د مزارشريف موزيم زيات پخوانى تاريخ لري. د دې موزيم اساس له هغه وخته پيلېږي، چې د حضرت علي کرم الله وجهه مرقد ته ځينو پاچاهانو او لويانو سوغاتونه او هديې ورکړې دي. دغه سوغاتونه ټول د روضې مبارکې په يوه کوټه کې ايښودل شوي دي او همدا راز يو شمېر پخواني او لرغوني اثار د مزارشريف په تحويلخانه (ساتنځي) کې موجود وو. دا موزيم د قلمي نسخو او مسکوکاتو له اړخه زيات شتمن ګڼل شوى دى. پر ١٣٣٩ ل کال د دې موزيم د اثارو شمېر ٧٣٥ ته رسېده. (٢٩)
٦- د هډې موزيم:
د جلال اباد د ښار د جنوب ختيز په شپږ کيلو مټرۍ کې يو ستر کلى دکوچنيو کوچنيو غونډيو په منځ کې پروت دى. دغه ځاى ته هډه وايي.
د اعليحضرت محمدظاهر شاه د واکمنۍ په زمانه کې همدلته کيندنې پيل شوې او په نتيجه کې تر ځمکې لاندې يو بيضوي موزيم وموندل شو. هغه وخت د دولت له خوا د همدې ځاى د اوسېدونکو ١٥٠ تنو پر دې ځاى د دې غونډې ګردچاپېره پر کار پيل وکړ. د درې جريبه ځمکې په ساحه کې د ښار په بڼه موزيم وموندل شو. دغه موزيم ته يوه لار راغلې وه او همدا لار له ټولې ودانۍ څخه ګردچاپېره ګرځېدلې وه. د دروازې خوا کې يو لوى بُت د سلامۍ په حال کې ليدل کېده، تر ټولو مشر بُت چې ګردچاپېره ورڅخه څو بُتان د محافظينو په شکل ولاړ وو، ځاى پر ځاى شوي وو. يوه فرانسه يي ښځه د کيندونکو د فني هئيت مشره وه. هغې دغه بت ته د ((ارکوليس پهلوان)) نوم ورکړ. دا موزيم د شپږو کلونو په موده کې سم برابر شو، ټولې ٤٢ کوټې وموندل شوې، حکومت ورته يو ساتونکى کنډک واچاوه. يو کانتين هم په دروازه کې ورته جوړ شو، چې وروسته به سيلانيان ورته راتلل.
د سردارمحمدداودخان د واکمنۍ پر وخت پر دغو نورو غونډۍګانو کار شروع شو په هر ځاى کې به بُتان موندل کېدل. دا موزيم د جهاد په دوران کې د تنظيمي ځواکونو له خوا وسوځول شو. کله چې تنظيمونو جلال اباد ونيو، د هډې شاوخوا په چټکۍ کيندنې پيل شوې، د مليونو ډالرو په ارزښت بتان راووتل او هغه ټول باندنۍ نړۍ ته انتقال شول، خو نن ورځ هلته هېڅ نه شته او سپېره ميدان دى. (٣٠)
د هډې پر تاريخي اثارو سربېره د هېواد په زياتو سيمو کې ګڼ شمېر تاريخي اثار د مختلفو اشخاصو له خوا راوسپړل شول او پر نورو هېوادو خرڅ کړاى شول. دا څېړنې او پلټنې له کوم مسلک او قانون پرته ترسره شوې او د هېواد په اکثرو هغو سيمو کې چې د تاريخي اثارو د پيدا کېدو هيله ترې کېدله ترسره شوې، لکه کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتيا، کابل، تخار، غزني، بلخ او نور. يوازې د پکتيا له ميرزکي څخه په لسګونو ډوله تاريخي اثار را وايستل شو ل او بيا خرڅ شول. په دې کې ځينې هغو اثارو ته هم زيان واړول شول، چې د انتقال وړ نه وو، د ساري په توګه د باميانو تاريخي بُتان چې د ځينو جګړو او طبيعي پېښو له کبله زيانمن شوي دي.
کله چې جګړه له کليو نه ښارونو ته دننه شوه، نو د هېواد د نورو اقتصادي او فرهنګي مرکزونو په شان پر دې ولايتي موزيمونو هم تالان خور شو او اکثره اثار يې لوټ شول. اوس په دقيق ډول معلومه نه ده، چې په دې موزيمونو کې څومره اثار پاتې دي، خو د عيني کتنو او ليدنو له مخې نه يوازې دا چې د دې موزيمونو اثار له منځه وړل شوي دي، بلکې ان ودانۍ يې هم ړنګې شوي دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery