د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه
پايله (نتيجه)
لکه څنګه چې مو په سريزه کې يادونه وکړه، ددې رسالې اساسي هدف د هېواد فرهنګ ته د
اوښتو زيانونو څرنګوالى، څومره والى او راتلونکو ته د فرهنګي زيان د جاج معلومول او
هم د هغو د بيا رغونې لپاره د هېوادوالو د پام را اړول دي، لکه څنګه چې اکثره د خپل
هېواد د فرهنګ په ويجاړۍ دردېدلي، ټولو ته بايد ددغو زيانونو اندازه څه نا څه
معلومه شي، سره له دې چې ددې کار لپاره چې څنګه دې د ټول هېواد فرهنګ ته اوښتي
زيانونه معلوم شي؟ خورا زيات کار او ان ډله ييزې څېړنې ته اړتيا وه، خو څرنګه چې زه
لکه د نورو هېوادوالو په شان د جګړې په ټولو کلونو کې په هېواد او په تېرو څلورو
کلونو کې په کابل کې پاتې شوى يم، نو د ګڼ شمېر فرهنګي مرکزونو ړنګونه مې په خپلو
سترګو ليدلې، همغه وخت مې ځينې يادښتونه اخيستي دي، خو دا بايد په ډاګه کړم، چې دا
يادښتونه په پوره ډول د هغې فرهنګي موسسې ټول څرنګوالى نه شي بيانولاى. په کابل ښار
کې داسې حالات هم پېښ شول، نه يوازې دا چې يو فرهنګي مرکز ړنګ شو، بلکې هغه بل لوړ
فرهنګي ارګان، چې دا فرهنګي مرکز يې تر لاس لاندې و، هغه هم ړنګ شو، ځينو برخو کې
هېڅ اسناد او اشخاص نه شته، چې سړى ترې بشپړ معلومات واخلي او که څوک هم د يوه
فرهنګي مرکز په باب بشپړ او پوره معلومات راټولوي، نو ډېر زيات وخت او امکاناتو ته
اړتيا لري او په ځينو برخو کې هېڅ شوني نه دي.
په دې رساله کې علمي مرکزونو ته اوښتي زيانونه هم ځينې د اټکل له مخې بيان شوي او
منځنى حد ټاکل شوى. اصلاً د فرهنګي څېړنې ترڅنګ اقتصادي کارپوهانو ته هم اړتيا ده،
چې ددې مرکزونو اقتصادي زيان محاسبه کړي. دلته به هم لوستونکو ته يوه فرهنګي مرکز
ته د اقتصادي زيان په اړه پوښتنې راولاړې شي، خو که خپله قلم او کاغذ راواخلي او د
هر زيان اندازه ولګوي، نو ښه به ورته معلومه شي، چې د زيان د حد ټاکل خورا ګران کار
دى.
په رساله کې د هېواد ټولو فرهنګي شتمنيو ته اوښتي زيانونه په پوره ډول نه دي بيان
شوي، يوازې د هغو مهمو فرهنګي مرکزونو او شتمنيو د چور او تالان پېښې په کې په
لنډيز سره بيان شوي، چې ډېر پرې سړى دردېږي او تل د سړي سترګو ته ودرېږي. ددې ترڅنګ
په رساله کې هغو فرهنګي شتمنيو او د هغو پر زيان باندې بحث نه دى شوى، چې هغه د
علمي مرکز او جوړښت په شکل موجودې نه وې او يوازې د خلکو په روحياتو، دودونو او
اعمالو کې ښکاره کېږي. ټولنيز ارزښتونه، چې د کلتور يوه برخه جوړوي د هغو څېړڼه هم
په کې نه ده راغلې. لنډه دا چې په دې رساله کې د هغو علمي، فرهنګي او هنري مرکزونو
په باب په لنډيز سره د ځينو اسنادو، شواهدو او د سترګو ليدلي حال پر بنسټ ځينې
معلومات راغلي، چې يو وخت د پوهې، ښکلا او تاريخي برم مرکزونه وو او بيا وروسته
وران کړاى شول او پر وژنتونونو او وژنځايونو واړول شول. د يادونې وړ ده، چې په دې
رساله کې يوازې د افغانستان فرهنګ ته اوښتو زيانونو ته اشاره شوې، د بيا رغونې
لپاره څه وړانديزونه په کې نه شته، خو په دې برخه کې (( د بازسازى نهادهاى فرهنگى
افغانستان)) په نوم د ښاغلي ((شباهنگ) له خوا يو اثر ليکل شوى او د همدې موسسې
(وفا) له خوا چاپ شوى دى.
دا حاضره رساله که له خپلو ټولو نيمګړتياوو سره سره بيا هم د هېواد د فرهنګ د
رنځونو، دردونو او ستونزو په انعکاس کې رول ولوبولاى شي، نو ما به تر يوه حده خپله
دنده سرته رسولې وي.
په درنښت
اسمعيل يون