بنګ حبيب الله ( لومړی برخه)
د لوى كندهار په كوڅه او بازار كلي او كور د ځوانانو د مجلس او ناستو
ځايونو ګرمه او توده خبره د حبيب الله ماما يا بنګ حبيب الله د هغو كارنامو
يادونه وه چي نوموړي د كندهار په ښار او شاوخوا كي تر سره كړي دي، ځوانانو
بيله كوم رقابت او حسادت څخه د بنګ حبيب الله كيسې او كار نامې اورېدلې او
همدا شان به يې ټكي په ټكي په بل مجلس كي اورولې. او په دې ډول به د
ځوانانو مجالس ګرم او تاوده ساتل كېدل.
صوفي مادريم (محمد رحيم) يو له هغو ځوانانو څخه و چي د بنګ حبيب الله كيسې
به يې د ځوانانو د مجلسو اصلي موضوع ګرځولې.
مادريم (محمد رحيم) به د بنګ هغه كيسې په خاصه مينه بيانولې چي د ميړاني
غيرت او مهارت څرګندونه يې كوله، كله به د يوې پيښي هغه برخه پيل او دوام
به يې وموند چي د حبيب الله ماما د غيرت لورى به يې څرګنداوه، او كله به
بيا هغه كيسه پيل سوه چي د بنګ د ورځني مهارت څرګندونه يې كوله.
د ژمي فصل لنډ مازيګر به د دنګانو (پاي كوب) په پيتاوي كي د صوفي مادريم
مجلس پر ځوانانو لا زيات لنډ كړ،زيات شمېر ځوانان به د ورځي په اوږدو كي د
بنګ په هكله د صوفي مادريم له خولې اورېدلي كيسې يو او بل ته كولې او كله
نا كله به ځوانانو د بنګ حبيب الله د لنګوټې د تړلو نكل اورېدلى و هغه به د
بنګ د لنګوټې په شان خپله لنګوټه تړله، او كوم ځوان ته به چي د بنګ د لاري
تګ كيسه خوند وره سوې وه هغه به بيا د نورو ځوانانو په منځ كي د حبيب الله
ماما په شان پر لار روانېدى، او چا به د حبيب الله ماما يوه بله كارنامه
يادوله او په دې ترتيب به ځوانانو د ورځي زياته برخه په دې اميد او انتظار
تېروله چي بيا به مازيګر صوفي مادريم (محمد رحيم) راشي او د حبيب الله ماما
په هلكه به نوي او نوري كيسې وكړي.
زما ياد دي چي د يوه ژمي څو ورځي د ځوانانو دا مجلسونه پاشلي او بې مزې
ښكارېده، د دې بې خوندۍ سبب دا و چي صوفي مادريم كندهار ښار ته سفر كړى و
نو ځكه به د مجلس پخوانۍ كيسې تاو را تاوكېدلې، او د حبيب الله ماما په اړه
به نوې كيسه نه وه، خو له يوې اونۍ وروسته د ځوانانو دا مجلس بيا ګرم سو
صوفي مادريم د كندهار د بنګ نوي او په زړه پوري كيسې او خبري راوړي وې.
يوه ورځ د ځوانانو په دې مجلس كي پر صوفي مادريم سگربېره لنډ ور خداى نظر
خان،مامد شاه خان (محمد شاه خان) استاد مد انور (محمد انور) كلك ماجتي (مسجدي)
بسم الله جان او نور ځوانان ناست وو چي د حبيب الله ماما په اړه بحث لا ګرم
سوى و، صوفي مادريم چي تازه له كندهاره راغلى و د حبيب الله ماما د نوو او
حيرانوونكو كيسو څخه يې يوه ډېره جالبه داسي پيل كړه، وايې چي يو وخت ظاهر
بابا كندهار ته راغلي و، د كندهار نائب الحكومه عبدالغني خان د هغه لپاره
ډېر تياري نيولې وه، ډېر زيات خلګ د ظاهر بابا د ليدلو له پاره عيد ګاه
دروازې ته راغلي وو، كله چي ظاهر بابا د سړك په منځ كي روان و زيات پوليس
پر راګرځېدلي وو او خلګ به هغه ته د لاس وركولو په خاطر ور كيدل
تاسي به اورېدلي وي چي هر څوك د پاچا مخ وويني پر هغه د دوږخ اور حرام دى،
نو ځكه زيات بېروبار جوړ و او هر چا غوښتل چي سپين چرګ سي، په دې وخت كي چي
د ظاهر بابا سپايانو (سپاه) د هغه د تګ لاره خلاصوله كه ګوري چي د دې زياتو
خلګو په منځ او مخامخ خوا كي يوه بله لويه لاره خلاصيږي او خلګ بېله ځنډه
يوه تن ته لاره وركوي چي د ظاهر بابا خواته ور سي.
د خلكو په منځ كي يو تن چي منځنۍ ونه يې درلوده، د تور پاج لنګوټه يې تړلې،
د ترخځو كالي او د ريبكاټ سدرۍ يې پر تن او چار اشه موچڼي يې په پښو او په
كيڼ لاس كي يې د خپلي سدرۍ او لمني ښي خوا نيولې وه په ډير غرور را څرګند
سو، په دې وخت كي ظاهر بابا د نايب الحكومه څخه پوښتنه وكړه چي دا څوك دى
نايب الحكومه د ظاهر بابا غوږ ته ځان كړ او ورته يې وويل صيب دا بنګ دى د
كندهار بنګ، ځني خلك ورته حبيب الله ماما هم وايي.
وايي چي ظاهر بابا بيا وپوښتل چي هغه څه غواړي او ولي هغه ته خلكو داسي لار
پرېيښېده؟ وايې چي بيا نايب الحكومه سر ور كى او وي ويل: زه هم نه پوهېږم
بنګ خو داسي مجالسو ته نه راتلى او دا چي نن څنګه راغلى دى زه هم نه پوهېږم.
په دې وخت كي حبيب الله ماما د ظاهر خان خواته ورغلى او په لوړ ږغ يې وويل
چي: سلام عليكم (بس زياتره) ته زموږ ياچا يې زه يوه پوښتنه كوم بس زياتره
چي كه چيري يو څوك ستا د پلار قبر خراب كي ته د هغه سړي سره څه كوې؟ ظاهر
خان چي دا پوښتنه واورېده سمدلاسه يې ځواب وركى چي زه څوك نه پرېږدم چي زما
د پلار قبر خراب كي وايي چي حبيب الله ماما په زوره زوره وخندل او بيا يې و
ظاهر خان ته مخ واړاوه او ويې ويل چي اي زموږ پاچا دا لويه هديره چي ستا
ښاروال يې غواړي خرابه كړي دا د كندهاريانو د پلار او نيكه هديره ده بس
زياتره تا ته چي د خپل پلار قبر ګران دى، موږ ته هم زموږ پلرونه همداشان
ګران دي او څوك نه پرېږدو چي زموږ د پلار او نيكه هديره ورانه كړي، خپل
ښاروال ته ووايه چي زموږ د هديرې عزت وكړي بس زياتره.
ظاهر بابا چي دا خبره واورېده نايب الحكومه ته يې مخ واړاوه او پوښتنه يې
وكړه دا څه خبره ده؟ نايب الحكومه سمدستي ځواب وركړ چي صيب د كندهار
ښاروالي غواړي چي دا ښار پراخ سي، او د نوي ښار نخښه (نقشه) پر همدې هديره
راغلې ده په دې هكله څو ځله د كندهار خلګو او سپين ږيرو هم غوښتنه كړې وه
خو د ښاروالۍ له خوا ورته منفي ځواب وركول سوي و دا دى نن بنګ هم همدا
غوښتنه وكړه، په دې وخت كي ظاهر بابا امر وكى چي ښاروالي ته امر وكړي چي د
نخشې لورى تغير كي، حبيب الله ماما چي كله دا امر واورېد نو بيا يې لاس د
خداى په اماني په ډول پورته كړ او وې ويل زما همدا عرض و، اباد اوسې د خداى
په امان، نو حبيب الله ماما په دې ډول د لويي هديرې د ورانېدو او بربادۍ
مخه ونيوله.
د صوفي مادريم دې كيسې ته ټول ناست ځوانان يو غوږ سوي او د صوفي مادريم
خولې ته داسي ځير وو ته به وايې چي د نه هېرېدلو خبره اوري، په دې وخت مد
انور (محمد انور) استاد د صوفي د خبرو په دوام وويل: هو هو څوك خو بنګ نه
سي كېداي، د چا پلار هم نه سي كولاي چي و ظاهر بابا ته داسي خبره مخامخ او
په مېړانه وكړي، هغه يو غيرتمن سړى دى او د غريبانو لاس نيوى كوي او د
ظالمانو مخه نيسي، تاسي به اورېدلي وي او كه نه، وايي چي يوه ورځ د برو
دروازې په يوه سماوار كي بنګ د څو نورو انډيوالانو سره ناست و چي نا پامه
يو چار شانه ځوان چي غټه لنګوټه يې تړلې وه، د ترخزو كالي او د ريبكاټ سدرۍ
يې اغوستې او چار اشه مچڼه يې په پښو وه سماوار ته راغى او د سماوارچي څخه
يې پوښتنه وكړه چي وروره بنګ حبيب الله به دې نه وي په سترګو سوى؟ سماوارچي
بېله ځنډه او په بې فكري ورته وويل چي هغه د ناستو خلكو په ميان كي يو بنګ
دى، راغلي ځوان هم د ځوانانو پر خوا ورغى او د سلام وروسته يې وويل چي
وروڼو په تاسي كي كوم يو حبيب الله دى؟ په دې وخت كي يوه تن وويل چي واليكم
سلام، وروره ستا كوم حبيب الله په كار دى كه دي وچ حبيب الله په كار دى خو
زه يم او كه بنګ غواړې نو خبره دي وكه، راغلي ځوان وويل چي يا هغه ستا بنګ
غواړم، په دې وخت كي حبيب الله ماما مخ ورته راواړاوه او وې ويل چي وروره
زه هم حبيب الله نومېږم خو ځيني خلګ لكه چي تا وويل ما په همدې نوم هم
يادوي، وايه وروره چي زما سره دي څه كار و؟ هغه ځوان ورته وويل چي هو ستا
سره مي كار دى وطن دي په اوازو ډك كړى او ته لكه بوم پټ ناست يې، زه راغلم
چي درسره مالومه يې كړم، نور مي ستا د نومه خوا ګرځي، پوهېږي زياته زه
غواړم چي يا ته يې او يا زه، په يوه وطن كي دوه اسمانه نه ځايېږي، ناستو
ځوانانو د دې راغلي ځوان خبري تر حده تيري وليدې او په دې وخت كي د حبيب
الله ماما يوه انډيوال هڅه وكړه چي راغلي ځوان ته د هغه د دې بې پروايي يو
سپك درس وركړي چي د حبيب الله ماما ورته فكر سو او پر خپل انډيوال يې ږغ
وكړ چي پام كوه دې ورور زما نوم اخستى، ته كرار كښېنه چي لاس ونه ښوروې، د
حبيب الله ماما په دې ږغ د هغه ټول انډيوالان هل پك پاته سول او هيچا د هغه
د امر خلاف كار ونه كړ هر يو پر خپل ځاي كښېناست او څار يې كاوه.
حبيب الله ماما بيا راغى ځوان ته يې وويل چي وروره بس زياتره ما خو هيچا ته
نه دې ويلي چي زما صفت وكړي په رښتيا چي دا مي ښه نه ايسي، خو ستا نوم زه
نه پېژنم او تا زما نوم اورېدلى دى اوس ته خپل نوم ماته ووايه زه چي هر ځاى
كښېنم ستا صفت به كوم او تا به يادوم چي ډېر ښه ځوان دى او له دې زيات كه
بله كومه خبره لرې هغه هم راته ووايه چي هغسي وكړم، حبيب الله ماما لا خپله
خبره نه وه خلاصه كړې چي راغلي ځوان په تند اواز وويل چي ډېر غور او پور مه
كوه زياته بس را ولاړ سه چي دا اور پر لاس كښېږدو او نر او ښځه مالومه كړو
كه تا ږغ وكړ بيا به ځان ته بنګ نه وايې او كه ما ږغ وكړ بيا به زه روْپ نه
يم خپل نوم به اړوم او ښار به پرېږدم، راځه را ولاړ سه زياته بس.
بنګ حيبب الله چي د دې ځوان دا خبري واورېدې وې ويل: روْپ جانه راځه كښېنه
زه او ته څه بدي لرو زه ستا پر پل نه يم ختلى او ته زما، راځه د انډيوالۍ
خبري وكړو بس زياتره ولي يو او بل سره ازار كړو په اور كي به زما او ستا د
غوښو سوځول څه مړانه وي، دا هيڅ مړانه نه ده بس زياتره راځه خپلي توري او
شنې وچښو.
په دې وخت كي روْف جان د حبيب الله ماما لاس ونيوى او د سماوار د دروازې پر
لور يې د بېولو هڅه وكړه او وې ويل: زويه زياته بس زه د مسخرو لپاره نه يم
راغلى راځه راولاړ سه او بنګ يې د سماوار د دروازې په لور روان كړ، حبيب
الله ماما هم د ځوان د حركت سره ور ولاړ سو او د دروازې خواته ورغى، په
سماوار كي ناست خلك ټول هك پك دي چي اوس به څه پيښيږي وار په وار د ناستو
خلګو د زړه دربى زياتېدى او په ځير يې د دې زور ازمايي سيل كاوه.
بنګ او روْف جان دواړه د سماوار دروازې ته سول چي هلته د سماوار د چاينكو
لپاره د سروسكروټو لمبې په پيك وهلو لاسرې سوي وې، اول روْف جان يوه لويه
سكروته د اتشدان څخه را واخيسته او پر خپل لاس يې كښيښوده، بيا يې د حبيب
الله ماما خواته په يوه مانا داره ډول وكتل او ورته وې ويل زويه زياته بس
څه ته ګورې در واخله يوه سكروټه در واخله، فرق نه لري لويه وي كه كوچنۍ يوه
خوښه كړه، په دې وخت كي حبيب الله ماما د خپل راسته لاس لستوڼى پورته كۍ چي
پر لاس يې نور د اور ايښودلو ځاى نه وو، بيا يې د چپه لاس لستوڼى پورته كړ
هغه لاس يې تر ها بل بد تر و بيا يې د روْف جان خواته وكتل چي ګويا د لاس
پر كوم ځاى اور كښېږدي، په دې وخت كي بيا روْف جان ورته وويل څه راته ګورې
زياته بس سكروټه در واخله،كه يې زور نه لري بس بيا رخصت يې.
حبيب الله ماما چي دا تر خولې تيري او زياتي خبري واورېدې نو د اتشدان څنګ
ته كښېناست او د سكروټو په خوړلو يې پيل وكى، يوه يوه سكروټه را اخلي او
خولې ته يې اچوي او هره سكروټه تر غاښو لاندي داسي ژويي ته به وايې چي
لانده كورت يې خولې ته اچولي دي، روْف جان چي دا حالت وليدى سمدستي يې د
بنګ لاس ونيوى او په لوړ اواز يې وويل چي بس دى زياته بس نور ته بنګ يې او
دا ښار زما څه پاته دى نوش جان دي سه ته پوهېږې او ستا ښار زه درڅه ولاړم.
او بيا يې ناستو ځوانانو ته مخ ور وګرځاوه او و يې ويل چي يارانو كه چا په
ښار كي د روْپ پوښتنه كوله ورته وواياست چي روْپ مات سو او ښار يې بنګ ته
پرېښوى حبيب الله ماما چي د روْف جان خبري واورېدې دستي يې وانډيوالانو ته
مخ واړاوه او وې ويل چي يارانو روْپ شين زمرى دى او په ښار كي د حكومتيانو
څه نيولې تر نورو په دې ښار كي ژوند كوي دلته يو څو ګيډران هم شته چي د مخ
نيوي لپاره يې زمري ته اړتيا ده دا غټ ښار ته يوازي موږ او تاسي دا څو كسه
نه سو رسېدلاى موږ او تاسي به ټول ښار د ګيدړانو او داړيانو څه خلاصوو، زه
غواړم چي روْپ جان زما خبره ومني او زموږ او ستاسي سره يو ځاى بس زياتره د
غل او غدو لاسونه بند كړي، څنګه يارانو داغسي ده كه نه؟ د حبيب الله ماما
ناستو يارانو ټولو په يوه ږغ وويل چي هو همداسي ده په دې وخت كي روْف جان د
حبيب الله ماما لاس ونيوى او د اتشدان څخه يې راولاړ كى په خپله شمله يې د
حبيب الله ماما خوله ور پاكوله چي ګوري د بنګ د يوې زامي خوا لويه تڼاكه
سوه او وچاوده اوس هم چي سړى ورته وګوري د حبيب الله ماما د مخ يوه زامه په
يوه لږ پوستكي پوښلې ده د خولې د ننه غوښه يې هغه وخت وسوځېده چي بيا جوړه
نه سوه.
د استا مد انور (محمد انور) خبري لا پاى ته نه وې رسېدلي چي مامد شاه خان (محمد
شاه) ور ږغ كړه او وې ويل چي هو بنګ خو هم د ننګ سړى دى او هم د جنګ، هر
څوك رښتيا هم د بنګ په ركم نه سي كېداى، كله چي مامد شاه خان غوښتل چي د
حبيب الله ماما په اړه يوه بله نوې كيسه وكړي بسم الله جان د هغه خبري لنډي
كړې او وې ويل، وايي چي بنګ د تور پاج لنګوټه تړي، د ترخځو كالي، د ريبكاټ
سدرۍ او چار اشه مچڼي په پښو كوي دا مي هم اورېدلي چي هغه ډيري خبري هم نه
كوي پر يوه ځاى چي كښېني تر څو چي بل كار نه وي ورپيدا سوى پر هماغه ځاى
ناست وي، وايي چي كله ناكله د يارانو سره د چلم پر وخت خاندي خو ډېر لږ،
ماته يوه كندهاري په برو دروازه كي وويل چي حبيب الله ماما هيڅ وخت خپل
لمونځ نه قضا كوي او همېشه په اودس ګرځي د چا مال ته په تمه نه دى چي طلا
پرته وي نه يې اخلي زيات وخت د شپې ګرځي او كله چي كوم ظالم وويني د هغه
لاس نيسي او د مظلوم مرسته كوي، په لښته خورا ټينګ او داسي خردوم چلوي چي
هر څوك يې توان نه لري، ظالمان خو څه كوې وايي چي حكومتيان هم ځان ځني چپوي.
مامد شاه خان د بسم الله جان د خبرو په پاى كي د ناستو ځوانانو پام د
لمانځه وخت ته واړاوه او وې ويل چي د حبيب الله ماما يو عادت د لمانځه ادا
كول دي راځئ لمونځ وكړو، زه بيا تاسي ته د بنګ يوه داسي كيسه كوم چي تر
اوسه چا نه وي اورېدلې، خو يو صوفي مادريم كه په خبر وي نسم ويلاى زما ګمان
نورو به نه وي اورېدلې، ټول ناست ځوانان په دې هيله چي سبا به د مامد شاه
خان څخه د حبيب الله ماما نوې كيسه واوري د لمانځه پر خوا روان سول.
ورځي ورځي به د ځوانانو په مجلس كي د يوه او يا بل ځوان كيسه كېدله خو داسي
ورځ به نه وه چي په مجلس كي به د حبيب الله ماما كيسه نه يادېده بيا خاصه
چي په مجلس كي به صوفي مادريم ناست و، يوه ورځ ماجتي (مسجدي) ته ياد سول چي
مامد شاه خان هم يوه ورځ د حبيب الله ماما د يوې نوي كيسې وعده كړې وه، په
دې ورځ چي د ځوانانو مجلس بيا د صوفي مادريم په كيسو ګرم سوى و، ناڅاپه
ماجتي پر مامد شاه خان ږغ وكى چي خانه تا خو هم د يوې كيسې وعده كړې وه خو
بيا دي هېره كړه اوس به يې حتمي كوې، په دې وخت كي ټولو ځوانانو په يوه
اواز وويل چي هو خانه، هو خانه نن به حتماً هغه كيسه كوې نن دي نه پرېږدو
خامخا به هغه كيسه كوې مامد شاه خان چي كله دځوانانو مينه د حبيب الله ماما
له كيسې سره وليده نو يې په يو خاص انداز وويل چي زما هېره ده تاسي كومه
كيسه يادوئ؟ حبيب الله ماما خو ډيري كيسې لري، مامد شاه خان چي لا خپلي
خبري نه وې خلاصي كړي بسم الله جان ور ږغ كړه هغه كيسه وكړه چي موږ تر اوسه
نه ده اورېدلې، ښه هغه كيسه تاسي اورېدلې كه نه چي د يوې سارايي ښځي څخه
يوه كيسه بر پيسي غلا كړي وې، په دې وخت كي يو شمېر كسانو وويل چي هو دا
كيسه موږ اورېدلې ده، يوه بله كيسه وكړه يو نور شمېر چي د بوډۍ او كيسه بر
كيسه نه وه اورېدلې، هغو بيا غوښتل چي همدا كيسه وكړي صوفي مادريم چي د
مجلس حال دوه ګونى وليدى نو يې په څو لنډو جملو كي د همدې كيسې په اورولو
پيل وكړ او په دې ترتيب يې مجلس ته بيا رنګ وركړ او وي وېل: چي دا كيسه خو
څو واره دلته سوې ده ټوله ښار خبر دى چي يو وخت يوه سپين سرې ښځه كندهار ته
د زوى د واده په خاطر د ځينو مالونو د رانيولو لپاره تللې وه هلته كيسه بر
د هغې خواره كۍ څخه پيسې وهلي وې، او سپين سري په ژړا او نا امېدى د سړك پر
غاړه ناسته او بد او رد يې ويل، په دې وخت كي حبيب الله ماما د هغه ځايه
تېرېدى چي د ښځي ور فكر سو او په لوړ ږغ يې د حبيب الله ماما پر خوا ناره
وكړه او وي ويل اې تاته وايم ګوره تاته وايم چي غټه لنګوټه دي تړلې ده بنګ
حبيب الله چي تر خپل بغل وكتل يوه سپين سرې ښځه يې وليده چي ده ته ګوري او
خبري كوي، بنګ ور وګرځېدى او له سپين سري څخه يې پوښتنه وكړه چي مور تا
ماته څه ويل او كه. . . بنګ لا خپله خبره نه وه خلاصه كړې چي سپين سري ږغ
وكى او ورته ويې ويل مور دي سر وخوره هو تاته وايم ته چي غټه لنګوټه دي
تړلې ده، تاته وايم و شرمېږه ته هم ځان ته پښتون وايې غټه لنګوټه دي تړلې
او كوږ كوږ ګرځې اود ښځو څخه په غلا سوو پيسو ځان ته كالي كوې او بيا داسي
په خيال هم ګرځې، حبيب الله ماما چي د سپين سري په درد پوه سو نو لا ور
نژدې سو او په حال د پوهېدو هڅه يې وكړه، بيا يې ورته وويل چي موري پېښه څه
ده چي داسي راته دردېږې؟ سپين سرې داسي په غوصه وه چي ته به وايې چي همدا
يې غل دي، د بنګ د خبري جواب يې په خبرو نه بلكي به تو كولو وركى مخامخ د
حبيب الله ماما خواته ودرېده او پر مخ يې ناړي ور تو كړې، بنګ پوه سو چي
كوم چا د سپين سري سره ناځواني كړېده، نو ځكه يې څه ونه ويل او بيا يې د
هغې څخه پوښتنه وكړه چي موري ته راته ووايه چي څه پېښ سوي؟ زه خو په هيڅ نه
يم خبر سپين سري جبيب الله ماما ته وويل چي ولي دي ځان ناګاره واچاوه زما
پيسې دي جېب ته كړې او اوس پوښتنه هم كوې ما په څه خواريو او كبوتيو دا زر
روپۍ زار مړي پيدا كړي وې او هغه هم تا را څخه غلا كړې وشرمېږه پخوا به
ځوانانو د ښځو عزت كاوه خو اوس ځوانان د ښځو له جېبه پيسې غلا كوي او خپلو
ځانو ته غټه لنګوټه رانيسي وشرمېږه دا لنګوټه نه ده دا پوړنى دى.
سپين سري ښځي چي خپله خبره ورته وكړه حبيب الله ماما سمدستي د هغه دوكان مخ
ته ورغى چي هغه سپين سرې ښځه هلته ناسته وه، دوكاندار ته يې وويل چي وروره
زه حبيب الله نومېږم او په برو دروازه كي مي كور دي زما يو زر روپۍ په كار
دي كه در سره وي په پور يې راكړه، زه تر هغه وخته دلته ستا سره ګرو كښېنم
تر څو چي ستا زر روپۍ زما له كوره رارسيږي، دوكاندار چي د خپل دوكان په مخ
كي د كندهار بنګ وليدۍ نو بېله ځڼده يې د خپل دخل څخه پيسې را وايستلې او
يو څو پاته يې د خپل څنګ دوكاندار څخه واخيستلې او د حبيب الله ماما اړتيا
يې پوره كړه، حبيب الله ماما د دوكاندار څخه پيسې واخيستې او هغه سپين سري
ښځي ته يې ور كړې او ورته ويې ويل چي دا دي موري خپلي پيسې دي واخله وې
شمېره چي پوره دي او كه نه؟ خو موري بس زياتره دوې خبري واوره اول خپل مال
ټينګ ساته او دوهم هر ځوان غل مه بوله پښتانه هر وخت د خور پوړنى ور پر سر
كوي خو كله نا كله يو ظالم هم پكښي پيدا كيږي.
بوډۍ مور پيسې د حيرانتيا سره يو ځاى وشمېرلې او وې ويل چي، خير ووينې زويه
اوس چي دي زما پيسې راكړې نور توبه وباسه دا غلا مه كوه خلګ به بدواوي درته
كوي چي هم به دي دنيا او هم به دي اخيرت خراب سي، بنګ چي سپين سري ته پيسې
وركړې او هغه يې رخصت كړه بيا بيرته هغه دوكان ته ورغى او دوو يارانو ته يې
چي د همدې پيښي په وخت كي را پيدا سول وويل چي حقداده وروره ته او زمرى
دواړه نن په ښار كي وګرځئ او شا او خوا ټولو بد سترګو ته وواياست چي د نن
ورځي تر ماپښين لمانځه د مخه كه د دې كونډي خور پيسې را و نه رسېدې نو بيا
به هغه سړى ګيله زما څه نه كوي بس زياتره، هر څه چي بيا ور پېښ سول ګناه به
يې پر خپله غاړه وي، زمريه وروره ته هم بس زياتره د حقداد سره يو ځاى وګرځه
هغه ببر لكيان خو ځيني پېژنې هغو ته هم خبر وركړه، ځئ ولاړ سئ او زه بيرته
تر لمانځه دمخه بس زياتره دلته راځم او د همدې ورور په دوكان كي ناست يم،
زموږ او ستاسي نښاني همدا دوكان دى.
د ماپښين د لمانځه وخت رانژدې سو او حبيب الله ماما هم د هغه دوكان په لوري
راغى،كله چي راورسېدى اول يې و دوكاندار ته سلام وكړ او بيا يې پوښتنه وكړه
چي دوكانداره وروره ته خو به خوا بدى سوى نه يې چي زه لږ څه وځنډېدم
دوكاندار ورته وويل چي يا حبيب الله ماما زه يوازي دې ته خوشاله وم چي كله
به ته راسې چي زما په دوكان كي لږ مجلس وكړو ما د خدايه دا غوښتل چي يوه
ورځ ستا سره پر كراره كښېنو او مجلس وكړو، ما نن ورځ ډوډۍ هم ستا له پاره
ماتله (معطل) كړېده ښه سو چي راغلې بنګ د دوكاندار خبري لنډي كړې او وې ويل
چي خداى دي خير دركړي زه پرېشانه وم بس زياتره چي تا به څنګه خيال كاوه چي
دا حبيب الله خو ورك سو دا دى زه راغلم رښتيا ستا په دوكان كي خو به چا زما
پوښتنه نه وي كړې؟ خو يوازي يو نفر چي په ځان لږ څه تيټ و دوه واره راغى او
ستا پوښتنه يې وكړه او وې ويل چي وروسته به بيا هم راسي.
دوكاندار او حبيب الله ماما لا د ډوډۍ په سمولو بوخت وو چي يو ځوان راغى او
سلام يې واچاوه او د حبيب الله ماما سره يې ښه ګرمه ستړې مه سې وكړه
دوكاندار ډوډۍ تياره كړه او حبيب الله ماما پر دې نوي راغلي ځوان هم ږغ وكړ
چي راځه وروره څه چي تيار وي هغه د يار وي راځه چي ډوډۍ وخورو، مېلمه حبيب
الله ماما ته وويل چي زه ډوډۍ نه خورم ستا سره مي لږ كار دى زه ځم.
بنګ ورته وويل چي راځه وروره كارونه به خداى خير كړي، اول به ډوډۍ وخورو
بيا به د كارونو غم كوو راځه.
مېلمه هم را ولاړ سو له دوكاندار او بنګ سره يې يو ځاى ډوډۍ وخوړه چي ډوډۍ
خلاصه سوه حبيب الله ماما لمانځه ته ولاړ سو، راغلي مېلمه بيا وويل چي حبيب
الله ماما زما ستا سره لږ كار و چي دمخه تر لمانځه بايد ووايم، بنګ پوښتنه
وكړه چي خداى دي خير كي څه پېښگه ده چي تلوار دي دى ووايه چي زه څه خدمت
كولاى سم؟ مېلمه يې غوږ ته ځان نژدې كړ او پټ يې ورته وويل چي حبيب الله
ماما نن سهار مي يو غلط كار كړى او راغلى يم چي خپل عذر وغواړم بنګ چي په
خبره پوه سو نو ورته وې ويل چي ښه هغه ته يې، ولي دي بس زياتره دا د بېمانۍ
كار ته ملا تړلې ده ته نه شرمېږې چي د سپيتاني په ډوډۍ دي ځان چاغ كړى، دا
غريب خلك خولې تويوي او يو څو پيسې پيدا كوي خو ته هغه پيسې په نامردۍ كي
ځني غلا كوې ولي دا كار كوې؟ بڼګ لا خبري نه وې خلاصي كړي چي راغلي سړي په
عذر شروع وكړه او په پرله پسې زاريو يې عذر وغوښت، دوكاندار چي دا حال
وليدى نو د حبيب الله ماما څخه يې د دې سړي د عذر منل وغوښتل، حبيب الله
ماما وويل چي په يو ډول د ده غذر منم هغه دا چي دى توبه وباسي او بيا
هيڅكله دې بې ننګه كار ته زړه ښه نه كړي، د همدې خبري سره سم راغلى سړى په
توبو سو او وې ويل چي زما توبه ده بيا به هيڅ وخت داسي بد كار ونه كړم، بنګ
په پاى كي ورته وويل چي ځه ورك سه چي دا تور مخ دي بيا و نه وينم، سړى چي
له دروازې وتى د خپله جېبه يې نه سوه روپۍ راوايستې او دوكاندار ته يې
وركړې او وې ويل چي سل روپۍ مي بايللي او نور دا دي سته كه غواړې چي را يې
وړم نو د خوارۍ غريبۍ تر پيدا كېدو راته وګورئ د خداى په امان.
مامد شاه خان چي د صوفي مادريم له خوا د پيل سوي كيسې لنډول غوښتل نو ږغ يې
وكړ چي ګورئ د حبيب الله ماما امر پر ټول ښار چلېږي هر څوك د بنګ عزت او
مراعات كوي، د كندهار په ښار كي د بنګ امر لكه د فرقې د قومندان امر داسي
چليږي په دې وخت كي استاد مد انور د مامد شاه خان خبري ته پيوند وركړ او وې
ويل ما خو تر اوسه د بنګ سره نه خبري كړي او نه مي ليدلي دي خو دا چي په
رښتيا د كندهار ښه ځوان دى او ټوله يې مني كه زه هم د هغه امر واورم خامخا
به يې منم او كه مي په بل چا زور ورسيږي هغه به هم خامخا مجبور كړم چي د
حبيب الله ماما امر ته غاړه كښېږدي، او كه پوه سم چي غاړه نه ږدي نو خامخا
به يې تر څټ نيسم او هغه ته به يې ورولم، مامد شاه خان د استاد مد انور
خبره ونيوله او وې ويل چي هو هغه كيسه چي ما غوښتل تاسي ته يې وكړم را په
ياد سوه راځئ چي اوس د ماښام لمونځ وكړو او بيا به سبا ان شاْالله دا كيسه
درته وكړم.
د سبا ورځي ماځگيګر ته د ځوانانو زياته تلوسه وه د ورځي كارونه يې په دې
نيت چي نن ماځيګر د مامد شاه خان څخه د حبيب الله ماما نوې كيسه اوري ټول
په ډگير شوق او خوند سره خلاص كړل او ماځيګر بيا د دنګانو پيتاوي ته را ټول
سول د دنګانو پر پيتاوي د يو شمېر ځوانانو شالۍ هم غوړېدلي پرتې وې، ټولو
ځوانانو د مامد شاه خان د راتلو لاره څارله، يو وخت د برنډو پر سر الله داد
نورو ځوانانو ته ږغ كړ چي هغه دى مامد شاه خان راغى په دې ږغ ټولو ځوانانو
خپل نيمګړي كارونه ژر ژر پوره كړل او د مامد شاه خان تر رارسېدو يې ځانونه
له كاره بېغمه كړل،كله چي هغه راورسېدى ټولو په يوه ږغ وويل چي خانه نن به
هغه كيسه نه هېروې هغه چي پرون دي وعده كړې وه، خان هم تر سلام او حال و
احوال اخيستلو وروسته وويل چي هو نن به هغه كيسه كوم ما هم خپله وعده نه ده
هېره كړې، خو نن پر دنګ د چا ورجي دي چي د شنو چايو تاوان هم ور دغاړي سي
په دې وخت كي د صمد جان ورور وويل چي د چاي غم مه خورئ ما تياره چاى جوشه
پر اور ايښې ده تاسي خپل بانډار تودكى زه چاى راوړم، مامد شاه خان چي دا
بهانه هم وركه وليدله نو د صوفي مادريم څنګ ته نژدې يې خپل پټو غبرګ واچاوه
او دمجلس لپاره يې ځان تيار كړ اول يې ځوانان د هغو د كارونو په خاطر
وستايل چي خير يوسئ چي كارونه مو خلاص كړيدي كه نه بيا مشران خوا بد وي او
وايي به چي د كار در ك مو نسته او د ښه ځوانۍ خبري خو هر يو په قاف او لام
كوي، دا دى زه نن هغه كيسه كوم چي ما په كندهار كي د غونډ مشر صيب په كور
كي اورېدلې ده.
يوه ورځ زه د غونډ مشر صيب كورته تللى وم او هلته مي يو كندهارى وليدى چي
په پخوا وختونو كي يې ډېري سختي ليدلي وې، د وهلو او ټكولو څخه بيا تر محبس
او كوټه قلفۍ پورى د ښه ستر خانه بيا تر اوږدو مسافريو پوري د ملكي كارونو
څخه بيا تر خواريو او مزدوريو پوري ټولي خانې تيري كړي وې، ويل چي يو وخت د
سرپوزې د كلي نماينده و كور او دوكانونه يې درلودل يو وخت بيا د حكومت توري
سو، بيا زندان ته تللى او له زندانه تر تښتېدو وروسته بيا د خپل كلي كور او
بيا وروسته د كندهار د ښو ځوانانو سره په بانډارونو كي شپې او ورځي تيري
كړيدي، خير نو د دې سړي سره مي د غونډ مشر صيب په كور كي شناخت وسو هغه ډېر
خوږ ژبى سړى و، زه پوه نه سوم چي د غونډ مشر صيب او هغه ملګر توب څنګه پيدا
سوى و، خو غونډ مشرصيب هغه ته په ډېره درنه سترګه كتل هره د جمعې شپه به
هغه د غونډ مشر صيب كورته راتلى او په هغه شپه به غونډ مشر صيب هم د شپې تر
ډېره وخته مجلس كاوه.
يوه شپه يار ماد خان اكا (يار محمد خان) د روژې تر پېشلمي پوري داسي خوږ
مجلس وكړ چي ټوله حيران پاته وو چي څنګه پېشلمي سو، يار محمد خان اكا د
كندهار د بلوا خبري كولې هغه بلوا چي د كندهار ښار سېنما په كښي وسوځېده
دوكانونه چور سول، ګاډيو او حكومتي موټرو ته اور واچول سو، او په كندهار كي
زياتي خرابۍ وسوې نور يې څه كوې د حكومت او رعيت تر منځ تياره جګړه وه، يار
ماد خان اكا دا كيسه داسي كوله ته به وايې چي همدا اوس هغه اړو دوړ روان
دى،د كيسې په يوه برخه كي د حبيب الله ماما خبره هم راياده سوه او ويل يې
چي د كندهار د بلوا څه څو ورځي وروسته د كندهار امنيي قومندان د كندهار
ځيني نامتو مشران لكه قدوس خان باركزى صالح محمد خان پوپلزى او د كندهار سر
زوره خلګ ونيول او بنديان يې كړل، خو د خان محمد خان په مشوره د ټولو
مشرانو څخه بخښنه وغوښتل سوه او په دې ډول يې د بيا بغاوت د نه كولو ضمانت
هم واخيستى او د كندهار ښار ټول مشران يې له بندي خانې څه ازاد كړل، خو په
دې جمله كي يوازي حبيب الله ماما د نورو بنديانو څخه بيل سو او د سر مامور
په امر د بنديخانې په يوه بله برخه كي پټ وساتل سو، نور ټول مشران او قومي
سپين ږيري خپلو كورونو ته ورسېدل خو د حبيب الله ماما درك ورك سو د بنګ
انډيوالان د نن او سبا به انتظار ناست وو خو حبيب الله ماما پسي ورك سو.
وايي چي په سر ماموريت كي د څلورو ورځو كوټه قلفيو وروسته دكندهار دسر
مامور په امر د هغه و شعبې ته وروستل سو، په دې وخت كي دكندهار د امنيې
قومانداني او سرماموريت دواړه د يوه نفر په لاس كي وه چي په ظلم او زور يې
په ډيرو خلګو كندهار خوشي كړى او يا يې د مات ږغ په كړى چي بيا د شرمه ښار
ته نه دى راوتلى، زمان جان غېږ باز يې په پښو شل كى، په لالو ماما يې تر
لښتو لاندي د مات ږغ وكى چي مجبوره سو كندهار خوشي كي، د بريت رحيم بريتونه
يې په چور وشكول هغه هم د خپلو شونډو د بدرنګۍ په وجه د خپل كور بندي سو،
او ډير نور ځوانان يې هم ژړ مخي كړي وو او دا ځل د كندهار بنګ په لاس ورغلى
وايي چي د څو ورځو كوټه قلفيو وروسته د سر مامور په امر حبيب الله ماما د
هغه دفتر ته ور وستل سو كله چي حبيب الله ماما دفتر ته ننوت سمدستي اكبر
خان سر مامور ږغ پر وكړ چي ته دكندهار لچك ما پر اسمان غوښتې ته خداى پر
مځكه په لاس راكړې، ستا مي اورېدلي وه چي ځانته يو څه وايې زه خو دي اوس
وينم لكه موږك په كالو كي پټ يې، اوس به دې لكه چرګ پرو بال وباسم او چيغي
به دي په برو دروازه كي سماوار چيان كاڼه كي، په دې وخت كي حبيب الله ماما
د دفتر د دروازې خواته حركت وكړ چي اكبر خان بيا ور ږغ كړه چي چيري ځغلي تا
خو تر وخت دمخه ځان خراب كړ حبيب الله ماما بيا هم دروازې ته نژدې سو او په
ډېره چالاكي يې د دفتر دروازه د دننه د خوا وتړله او بيا يې اكبر خان ته
وويل چي ګوره بس زياتره زما په مردي كي خو كندهار شك نه لري ته چي شك لرې
تاته يې بايد وښيم چي زه نر يم كه ښځه، بيا يې لكه قهرېدلى زمرى د اكبر خان
د ميز پر خوا ور ټوپ كړه او تر څو چي اكبر خان ځان پيدا كاوه حبيب الله
ماما بيا د ميز پر سر ورته ولاړ و او د اكبر خان په ستوني كي يې منګلي ښخي
كړي وې، اكبر خان چي په خپل عمر د داسي صحنې سره نه و مخامخ سوى حيران پاته
و چي دا څه پېښ دي، اكبر خان چي د حبيب الله ماما ځواب ته منتظر و د حملې
اميد يې هيڅ نه كاوه، نو ځكه يې دځان د دفاع واك هم له لاسه ووت، خو هغه هم
غښتلى افسر و اول يې د ميز شاته ځاى خالي كړ او بيا يې د حبيب الله ماما
سره د مقابلې تر څنګ د دروازې د خلاصولو هڅه وكړه، كله چي دروازه خلاصه سوه
نو د دفتر حاضر باش په يوه ساه راغى او حبيب الله ماما يې د شا له خوا په
غېږ كي ټينګ ونيو او د حاضر باش سره نور عسكر هم ملګري سول او حبيب الله
ماما يې ځنځير پېچ او د اكبر خان په امر يې بيرته كوټه قلفۍ ته بوتى او
ورته وې ويل چي هـر وخت ما وغوښت بيا يې را حاضر كړئ.
د دفتر حاضر باش او نورو محافظينو هم د خپل امر په امر حبيب الله بيا د
كوټه قلفي په لور روان كړ په دې ټيل ما ټيل كي حبيب الله ماما د اكبر خان
په خوا مخ واړا وه او وې ويل چي ګوره نا ځوانه بيا د بل كندهاري په مخ كي د
نر او ښځي خبره ونه كړې، زما خو لاس در و نه رسېدى كه د بل چا په مخ كي
داسي خبره درڅه را ووزي بيا به تر ياسينه ونه رسېږې، زما خبره دي ستا په
ياد وي هير يې نه كړي بس زياتره، نور دي چي څه په وسه وي هغه وكړه.
حبيب الله ماما درې هفتې (اونۍ) پرله پسې په كوټه قلفي كي تيري كړې په يوه
كوچنۍ كوټه كي چي لمر يې نه درلود او يوازي يې په ناستي د بيدېدو ځاى
درلودى، فقط يو سهار او بل سهار به يې د اودس تازه كولو لپاره دباندي را
وتلو ته پرېښودى هغه چي به د ورځي په سهار اودس تازه كړ بيا به يې تر
ماخستن پوري په هغه اوداسه لمونځ كاوه، حبيب الله ماما بېله دې چي كوم
شكايت وكړي په خورا مردۍ يې شپې ورځي تېر ولې.
وايي چي درې هفتې تيري سوې خو حبيب الله ماما را مالوم نه سو د برو دروازې
ځوانانو هره ورځ د يو او بل څخه پوښتنه كوله چي كه څوك د حبيب الله ماما
حال او احوال ولري، ورځي زياتي تيري سوي خو د حبيب الله ماما خبر معلوم نه
سو چي په پاي كي د برو دروازې يو څو تنو ځوانانو دي خوا او ها خوا پوښتني
ګرويږني وكړې او په دې جريان كي درې هفتې تيري سوې، درېيمه هفته ښكاپر
دروازې ته د حبيب الله ماما انډيوالان ورغلل او د لطيف جان چي بيا وروسته د
(حاجي لطيف په نوم مشهور سو) سره يې د حبيب الله ماما د درو هفتو د يو مخ
غيبېدو خبره وكړه لطيف جان په دې خبره اګاه و چي بنګ حبيب الله د دولت
كسانو د كندهار د يو شمېر نورو مشرانو سره يو ځاى نيولى و، خو كله چي د وطن
نور مشران خوشي سول د هغه په خيال نو بنګ هم خوشي سوى دى، خو داسي نه وه
سوې خان ماد خان د وطن نور مشران خوشي كړي خو د حبيب الله ماما په حال څوك
نه دي خبر سوي چي هغه ته څه پېښ سويدي.
لطيف جان چي له حاله خبر سو نو بېله ځگنډه يې خپله سدرۍ پر اوږو كړه او د
بنګ انډيوالانو ته يې وويل چي يارانو تاسي ولاړ سئ زه نن تاسي ته د بنګ د
حال او احوال خبر برو دروازې ته راوړم زه ولاړم د خداى په امان.
د بگنګ ياران د برو دروازې پر خوا ولاړل او په خورا بې صبرۍ سره يې د لطيف
جان لاره څارله، د ماځيګر د لمانځه وخت و چي د برو دروازې په چوك كي د بنګ
يارانو لطيف جان وليدى او يو تن په ځعاسته د لطيف جان خواته راغى اوهغه ته
يې د بنګ د يارانو د ناستي ځاى ور وښودى، لطيف جان هم هغه سماوار ته راغى
اود حبيب الله ماما انډيوالانو ته يې د خپل كار جريان ووايه، او هغه يې خبر
كړل چي بنګ د سر مامور په خاص امر كوټه قلفه دى، او دا يې هم ورته وويل چي
تاسي غم مه كوئ زه يې سبا ته غم خورم يا به را خلاص سي او يا به زه هم هلته
ورسره كښېنم.
د بنګ انډيوالان له يوې خوا بېغمه سول چي د هغه درك معلوم سو خو له بلې خوا
يې انديښنې نوري هم زياتي سوې چي حبيب الله ماما يوه ډېر ظالم قومندان ته
په لاس ورغلى دى، خو خير دي وي كه يوه لاره پيدا سي چي را خلاص سي او بيا د
يارانو مجلس په رنګين او خوندور سي.
وايي چي لطيف جان د كور پر خوا ولاړى او د حبيب الله ماما ياران په سما وار
كي د چورتونو ټالو واخيستل، په دې وخت كي د مرجې صمد كاكو پر نورو يارانو
ږغ وكړ او وې ويل چي يارانو لار په مزله لنډيږي د كندهار بنګ په سر ماموريت
كي پروت دى او موږ لكه د ډيلي سوالګر چورتونه وهو په دې چورتونو دا لار نه
لنډيږي، په دې وخت كي د منارې فيض الله وويل چي كاكو رښتيا وايي څه بندوبست
دي په خيال راغى چي پر ورځو به، صمد كاكو بيا وويل چي زه خو وايم چي دا سر
ماموريت خو دونه ليري نه دى راځ چي ورسو كه پوليسو زموږ بنګ خوشي كړ خو ښه
خبره ده او كه نه بيا به نو د زوره كار واخلو او نا چاره يو چي مابس (محبس)
به ماتوو، بيا كه حكومت موږ وژلو او كه يې بنديانولو هغه به بيا هغه وخت
سره ګورو، څنګه يارانو بله خبره هم سته او كه نه؟ په دې وخت كي معلم راز
مامد (راز محمد) وويل چي وايي چي وخت لكه سره زر زما په خيال دا اوس ښه وخت
دى چي سرماموريت ته ورسو اول به د سر مامور عذر وكو او په دې وخت كي ور تلل
به د هغو غرور پر ځاى كي او په دې ترتيب به زموږ كار هم نتيجه وركړي، خو كه
يې ونه منل بيا به موږ خپل كار وكړو او بيا به مو نور كندهاريان نه ملامتوي
چي پرون هغه پېښه وه او نن بيا تاسي دا را پېښگه كړه، او بله خبره هم دا ده
چي دا اوس چي موږ او تاسي ور ورسېږو تر هغو به ماښام وي كه كش او كوك جوړ
سو نو بيا به نورو خلكو ته تكليف نه وي يوازي موږ او سر ماموريت به سره
كښېوزو، د معلم راز مامد خبري لا نه وې خلاصي سوي چي صمد كاكو ږغ وكړ چي ښه
خبره ده نو يا الله او بسم الله.
په سماوار كي ناست كسان ځوانان ټول را ولاړ سول په دې وخت كي غوثو كاكړ
وويل چي يارانو وايي چي د پيشي په غېږ ورځې نو تهيه به د زمري نيسې څوك چي
وسله لري نو را وادې خلي چي هر چا چي څه درلوده هغه يې له ځانه سره را
واخيستله او ټول دوه دوه سول او د يو بل تر شاه پرله پسې روان سول، وايي چي
غوثو كاكړ د ځوانانو د سر دوو نفرو ته ور چټك سو او هغه يې ودرول او ورته
ويې ويل چي ګورئ يارانو دې خبري ته بايد په يوه خوله سو هغه دا چي كه يې
خبره ومنله خو ښه كار دى د خپل يار سره به يو ځاى برو دروزاې ته راځو او كه
خبره غړكه سوه نو داسي نه سي چي ټول پر يوه عسكر را واچوو او بيا نور عسكر
راسي موږ لكه د ماپښين چگرګان يو يو تر پښي ونيسي او د حبيب الله ماما سره
مو پښه په پښه كي، بيا به مو نو د خامۍ نارې تر ښار او كلي خپرې سي او د
كلي كشر او مشر به راباندي خاندي او وايي به چي دا ګوره بنګ خو يې راخلاص
نه كى چي نه كى، لايې نور هم بار ور دروند كى په دې وخت كي وروسته پاته
ياران هم دوه دوه را ورسېدل او ودرېدل نو د پير پايمال عزيز جان و غوثو
كاكړ ته وويل چي وايه غوثو ياره د پاى خبره دي وكه، غوثو بيا خبره واخيسته
او وې ويل چي زه وايم كه خبره ونه منل سوه نو هر يو دي خپل ځان د يوه عسكر
خواته نژدې كي او چي معلم يار د يا الله ږغ وكړي بيا نو هر څوك پوه سه او د
هغه عسكر انډيوال ټولو وويل چي ښه خبره ده هو معلم راز مامد ږغ وكى چي ګورئ
يارانو هر يو دي د ځان سيال عسكر وګوري او هغه ته دي ودريږي، د بنګ ياران
بيا دوه دوه سول او د محبس پر خوا يې حركت وكړ.
د ماځيګر او ماښام تر منځ وخت و چي د بنګ ياران سرماموريت ته ورسېدل او
هلته ولاړ پيردار ته معلم ور نژدې سو او پوښتنه يې وكړه چي وروره نوكريوال
څوك دى؟ عسكر وويل چي قومندان اعاشه نن نوكريوال دى. معلم بيا پوښتنه وكړه
چي د نوكريوالۍ دفتر چيري دى؟ عسكر جواب وركړ چي خير دى د نوكريوالۍ له فتر
سره مو څه كار دي؟ معلم ورته وويل چي موږ د بنګ ياران يو د نوكريوال صاحب
سره ګورو، عسكر وويل چي تاسي دلته ودرېږئ زه به ورسم چي نوكريوال صاحب تاسي
غواړي اوكه يا هو زه هغه ته څه ووايم چي څوك راغلي دي؟ د يارانو څخه يوه ږغ
كړ ورته ووايه چي دسرپوزې جبار خان او دبنګ نور ياران دي، وايي چي عسكر
ولاړى او نوكريوال ته يې دا خبر ورساوه، نوكريوال چي حسن خان نومېدى ژر يې
عمومي قومندان اكبر خان ته تيلفوني خبر وركړ او د هغه څخه يې هدايت وغوښتى
چي څه وكړي اكبر خان چي د كندهار د ځوانانو په راتګ خبر سو نو يې ورته وويل
چي ټوله راغلي خلګ وساته او ورته ووايه چي زه اوس خبرو ته راځم.
عسكر همدا خبره همداسي راغلو ځوانانو ته وكړه چي نوكريوال صاحب د امنيې
قومندان سره خبري وكړې او هغه وويل چي زه اوس راځم تاسي ولاړ سئ په انتظار
خانه كي كښېنئ، غوثو كاكړ يارانو ته مخ واړاوه او وې ويل چي، يارانو معلم
او جبار خان دي ولاړ سي نور ياران به دلې ته شا او خوا ګرځو تر څو چي خبره
ښكاره كيږي، ټولو خوښه كړه او دوه تنه انتظار خانې ته ولاړل او نور د سر
ماموريت پر شا او خوا منتظر ولاړ وو، د يوه نيم ساعت وروسته د قومندان
مگوټر راغى او سر ماموريت ته ننوت، ياران بيرته راټول او دوه دوه سر
ماموريت ته ننوتل او له وعدې سره برابر هر يوه خپل ځاي پيدا كړ، په دې وخت
كي اكبر خان د معلم راز ماد سره خبري كولې چي له دفتر څخه د خندا اواز
راووت نورو يارانو داسي خيال وكړ چي خبره حل سوه نو هغو هم د يو او بل سره
لاس وركړ او د بري په ډول يې يو او بل ته وخندل. يو ګړى وروسته د قومندان
له دفتره معلم او جبار خان راووتل او پر صمد كاكو يې ږغ وكړ چي كاكو ته
راسه موږ ته خو يې يوه بنده واچول ستا خيال څه دى، ياران راټول سول او خبري
ته يې غوږ ونيوى معلم كيسه وكړه چي اكبر خان وايي چي بنګ زما په لاس راغلى
دى زه يې په يوه شرط پريږدم چي هغه له دوو شيانو توبه وباسي يوه دا چي پر
خپل سر چاته جزا ور نه كړي او بل دا چي نور دي ځان ته بنګ نه وايي، او
قومندان وايي چي كه دا خبره ونه مني نو اول خو به يې زه تر وهلو لاندي مات
كړم او بيا به يې لكه خيرو او ملا غفار په يوه تهمت و ځړوم، غوثو وويل چي
زه خو وايم يارانو دا يوه خبره هم بگنګ ته د منلو نه ده معلم دي دا ځل بيا
ورسي او ورته ودي وايي چي كه يې خوشي كوې خو ښه او كه يې نه منل نو بيا دي
جبار خان يو دروند ټوخ وكي بيا نو هغه حال او هغه جال.
معلم راز ماد او جبار بيا دفتر ته ننوتل او تر سلام وروسته معلم قومندان
وويل چي قومندان صاحب دا دى موږ بيرته د يوې مشورې دپاره راغلو، ته خو د
پاچا قومندان يې نن دلته او سبا هلته خو موږ د همدې ښار او كلي خلګ يو يا
به مرو او يا به اوسو موږ د باندي د يارانو سره ستا خبره وكړه خو ټولو ته
دا خبره نا شونې ښكاره سوه، اول خو بنګ زموږ د ښار د غيرت او مېړانې تاج دى
او بل هغه ته خلګ بنګ وايي اوس كه څوك هغه ته ووايي چي ته ځان ته بنګ مه
وايه هغه يې نه مني بيا چي خبره زور ته سي خو بيخي يې نه مني، نو موږ فيصله
وكړه چي د بنګ دپاره چي هره جزا تا په زړه كي نېولې ده هغه جزا ماته راكړه
خو هغه خوشي كړه، اكبر خان چي د بنګ خبرو سودايي كړى و د معلم راز ماد خبرو
بيخي په غضب كړ او بيا يې جبار خان ته مخ واړاوه چي ښه جبار خانه ته څه
وايې، معلم او بنګ خو زما سره پاته سول زه به د دوى سره جوړ سم، جبار خان
په دې وخت كي معلم ته ځان نژدې كۍ او په غوږ كي يې ورته وويل چي معلمه زويه
چالاكي به نه كوې چي زه يم نو تاته صبر دى، او بيا يې وويل چي قومندان صاحب
زموږ د يارانو په منځ كي خو ټول ياران داسي پرله پسې خبري نه سي كولاي لكه
معلم چي يې كوي، دا چي معلم وويل هغه د يارانو فيصله ده نو تاسي خپل عسكر
ته وواياست چي بنګ ته اجازه وركړي چي خپل كورته ولاړ سي، تر هغه وروسته به
معلم زموږ يارانو ته زيرى ور كړي هغوى به هم خپلو كورو ته ولاړ سي زه ستا
هري جزا ته حاضگر او اماده كښينم، نو اول كار ستاسو دى دوهم اجرات زموږ.
قومندان چي دا دواړه تر خپل حد تېر وګڼل نو يې ورته وويل چي ښه نو تاسي
دواړه غواړئ د هغه پر ځاى جزا ووينئ نو تاسي دواړه سر له اوسه زما بنديان
ياست اول به زه تاسي ته وښيم چي د بل پر ځاى جزا غوښتل څه مانا لري بيا به
د هغه سره ګورم، جبار خان ورته وويل چي نه قومندان صاحب موږ دواړه نه يو
زموږ يارانو يوازي زما فيصله كړې ده معلم نه دى، ته بنګ خوشي كه زه دلته يم
په عين حال كي يې و معلم ته وكتل او په كراره يې ورته وويل چي كه په خبره
پوهېږې نوهمدا ده ځه ولاړ سه او يارانو ته ووايه چي زما او قومندان صاحب تر
منځ فيصله وسوه هغه بنګ خوشي كوي او زه يوه دوي ورځي په ضمانت ناست يم خو
ګوره چي دا خبره بل ځاى او يا د نورو يارانو سره وه نه كړې كه ما واورېدل
نو دا به ستا لويه نامردي وي، ځه ورسه او يارانو ته ووايه چي خبره حل سوه،
معلم لا خبري نه وې شروع كړي چي قومندان ور ږغ كړه او ورته وې ويل چي ورسه
يارانو ته دي چي هر څه وايې ووايه خو ته به نه تښتې زه چي ستاسي ياغي بڼكي
ونه باسم نه مو پرېږدم.