د بنګ حبيب الله په نوم خوږ نثر مي، چي د امين جان په
زيار ليكل سوى دى ولوست، په رښتيا چي د هيواد په ټولنيز جوړښت كي يې د يوه
داسي سپېڅلي او مېړني ټولګي بېلګه را پيژندلې ده چي نه يوازي په محلي او
سيمه ايزو پيښو كي يې ونډه څرګنده ده بلكي د هيواد په تاريخ كي هم ځان ته
وياړلى باب لري.
د امين جان دې ليكني وهڅولم چي د اثر د خپرېدو پر مهال (د ښه ځوانانو
تاريخي بېلګو ته يوه لنډه كتنه) د سريزي په توګه وليكم، هيله من يم چي تاسو
ته هم د دې اثر لوستل خوندور وي.
پوهنوال رسول باوري
اسن، نيدر لند
15/12/2001