مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

> تصوف او عرفان

د مرابطې څلرم قسم :
محترمو وروڼو ! د مرابطې څلرم قسم �معاقبة النفس � ده ،يعني سرزنښت او عذاب ورکول و نفس خپل ته . تفصيل او توضيح ددغه څلرم قسم په دې ډول ده : چي کله انسان له خپله نفسه سره محاسبه وکړي ،او له نفسه سره د حساب کولو په نتيجه کښي انسان په دې اګاه سي چي ځما له نفس څخه فلانۍ ګناه ،يا فلانئ تقصير په عبادت کښي د الله پاک صادر سويدئ ،نو په دغه وخت کښي و دغه انسان ته په کار ده چي و خپل نفس ته سرزنښت او سزا ورکړي . په دې ډول چي خپل نفس ملامت کړي ،او و دې ته يې متوجه کړي چي له سوي ګناه او تقصير څخه توبه ګار سي ،او ويو داسي نيک کار او نيک عمل ته مخ ورواړوي چي د تير تقصير جِبران په وسي .
د مثال په ډول يو سړي د نفس د شهوت اوخواهش په سبب حرام شئ وخوړئ ،نوپه دې صورت کښي ونفس ته دسرزنښت ورکولو يوه برخه داده چي دغه سړئ �لوږه� پر ځان باندي راولي،اوپه حلاله ډوډۍ هم ځان نه مړوي ،اوروژې و نيسي ،ددې لپاره چي ونفس ته ئې يو قسم سرزنښت ورکړسي،اوپه آينده کښ بيا د حرامي غذا خواهش څرګند نه کړي . دارنګه په لمانځه کښي له سړي څخه تقصير وسي ،نوددې په سبب بايد دَئ و خپل نفس ته په دې ډول سرزنښت ورکړي چي ډير نفلونه وکړي . اودارنګه يې په تهجد او نورو نفلي عباداتو مکلف کړي .محترمو ودغه ته �معاقبة النفس � ويله کيږي ،چي ښه وضاحت به ئې په ضمن کښي ددې درته راسي چي د الله (جل جلاله )د مخلصو بندګانو د معاقبة النفس يو څو � نمونې � درته ذکر کړم :
له� حضرت منصور بن ابراهيم � څخه روايت دئ چي دالله �عزوجل� دعبادت ګذاره بندګانو څخه يوه سړي له يوې ښځي سره خبري کولې ،نو کرار په کرار د خبرو پائ ودې ته راورسيدئ چي د ښځي پر �ورانه � باندي يې لاس کښيښودئ ، وروسته له دې يو دم پر دغه کار باندي سخت پښيمانه سو ،اوبيا يې خپل دغه لا س واُور ته ونيوئ ،ترهغه پوري يې نيولئ ؤ چي لاس ئې پر مخ و سوځيدئ او ختم سو . همدارنګه روايت دئ چي په بني اسرائلو کښي يو نفر ؤ چي ډيره زمانه يې په يوه عبادت ګاه کښي د الله (جل جلاله ) عبادت وکړ ،يوه ورځ له عبادت ګاه څخه راووتئ ،نوناڅاپه يې پر يوه ښځه باندي سترګي ولګيدلي ،اوفي الحاله له دې ښځي سره د ميني په آفت مبتلا سو ،اوبده اراده ئې په زړه کښي را وګرځيده ،اوددغي ښځي په نيت يې له عبادت ګاه څخه خپلي دواړي پښې رادباندي کړې .الله عزوجل �دده د تير عبادت په سبب پر ده باندي رحمت وکړ ،او دده په زړه کښي یې ويره پيدا کړه ،نوبيرته پښيمانه سو .بيا کله چي يې اراده وکړه چي خپلي پښې بيرته وعبادت ګاه ته داخلي کړي ،نو في الحاله يې دا فيصله وکړله چي ځما دغه پښې د الله پاک په نافرماني کښي له عبادت ګاه څخه خارجي سويوې ،نوځما دي په خدائ تعالی قسم وي چي ځما تر مرګه پوري زه دا خپلي پښې وعبادت ګاه ته داخلي نه کړم .بيا ئې دغه خپلي پښې دباندي پريښودې ،ترهغه پوري چي بارانو، واورو ، بادو اولمر دغه دواړي پښې ورڅخه پرې کړلې ،اوده پر دې باندي د الله �جل جلاله � شکر ادا کړ

په يوه بل روايت کښي راځي چي حضرت تميم داري �رضي الله عنه� يوه شپه بيده سو او د تهجد دلمانځه لپاره نه سو رابيدار ،نوددې په بدل کښي يې وخپل نفس ته دا سرزنښت ورکړ چي يو کامل کال ئې د شپې خوب نه دئ کړئ ،او ټوله شپه به په عبادت کښي مشغول ؤ . محترمووروڼو ! ودغه ته �معاقبة النفس� ويله کيږي .دغه کوم قولونه چي موږ يې ذکر وکړ د إحياء العلوم په څلرم جلد کښي مطالعه کړۍ !!! ..
 

د مرابطې پنځم � ۵ � قسم :
محترمو وروڼو ! دمرابطې پنځم قسم � مجاهده � ده . مجاهده ودې ته ويله کيږي چي انسان پخپل ځان کښي د عبادت اود طاعت په کارو کښي کسلت او سستي محسوسه کړي ،او بې شوقي او بې ذوقي ورته پيداسي ،نودغه انسان وخپل نفس او ځان ته ادب ورکړي . په دې ډول چي له دې سره سره چي عبادت او طاعت ،باندي ثقيل او دروند وي ،خپل نفس په جبر سره و سختو او ګرانو عبادتو ته متوجه کړي ،ترڅو چي اساسي عبادتونه لکه فرض ،واجب ،سنت او مستحب . اوارنګه له ګناوو څخه اجتناب دده ونفس ته ډير اسانه کارونه معلوم سي ،اوکسلت او سستي د الله (جل جلاله )په بندګۍ کښي ورڅخه ليري سي .لکه چي د الله تعالی صالحو او نيکو بندګانو به دغه ډول کول ،چي يو څو نمونې يې د مراقبې په بحث کښي موږ درته ذکړلې ، اوځيني نمونې يې دلته درته ذکر کوم :
له حضرت عمر بن الخطاب �رضي الله عنه �څخه يوه ورځ دماځيګر د لمانځه جماعت تير سو ،نوددې په بدل کښي ده مبارک خپله ځمکه ـــ چي دوه سوه درهمه يې قيمت ووـــ دالله جل جلاله � د رضا لپاره صدقه کړې . همدارنګه دده مبارک له ځوئ عبدالله څخه چي به کله يو لمونځ د جماعت � فَوت �سو نو هغه شپه به ئې ټوله روڼه کړله ،اونفلونه بې کول . يوه شپه له ده مبارک څخه د ماښام لمونځ دوندي قدر ناوخته سو چي دوه ستوري په اسمان کښي ښکاره سول ،نو ددغه ځنډ او تأخير په بدل کښي ده مبارک دوه مري يونه �غلامان � ازاد کړل .
دلته که يو څوک داسي سوال وکړي چي که چيري ځما نفس موافقه نه راسره کوله چي زه مجاهده يعني تکليف کشي د ذکر سوي طريقې مطابق وکړم ،نو بيا به ددې علاج څه وي ؟ جواب ددې دادئ چي پ دې صورت کښي بايد دوه کاره وسي : اول داکار چي د هغو خلګو چي د الله �جل جلاله � په عبادت او طاعت کښي ئې عقل حيرانونکي تکليفوه او زحمتونه کَش کړيدي ، بيانونه او ددوۍ د زندګۍ حالات په کتابو کښي وکتل سي . دوهم داکار چي د الله (عزوجل ) د يوه داسي �بنده �سره صحبت و ملازمت وکړ سي چي هغه د الله پاک د عبادت په کارو کښي زيات تکليف کَش او زحمت کَش وي . عبدالواحد بن زيد فرمايلي دي : چي د چين په راهبانو کښي د يوه راهب و عبادت خانې ته راغلم ،او ور ږغ مي کړل چي ائ راهبه ! ده جواب رانه کړ ،بيا مي ورږغ کړل چي اې راهبه !! بیاده جواب رانه کړ ، بيا ميورږغ کړل چي ائ راهبه !! ! نو دَئ پر ما باندي راښکاره سو او راته وې ويل چي : ائ سړيه زه خو راهب نه يم . ځکه چي په حقه سره راهب هغه څوک دئ چي له الله تعالی څخه ويريږي ،اوصبر کوي پر هغه مصيبت او تکليف باندي چي دالله پاک له طرفه وده ته ور ورسيږي ، او راضي وي په قضا دالله(جل شانه ) او حمد او ثنا د الله (جل جلاله)وايي پر خاصو او لازمي نعمتو د الله پاک ،اوشکراداکوي خدائ لره پر عامو او شاملو نعمتو د الله پاک ،او تواضع او عاجزي کوي و عظمت او لويي ته د الله پاک ،او ذليل ګرځوي خپل ځان و عزت ته دالله پاک ،اوغاړه ئې ايښې وي و قدرت ته د الله پاک ،او فکر کوي په حساب اوپه عذاب کي دالله پاک ، نوپه دې سبب يې ټوله ورځ روژه وي اوټوله شپه و خدائ پاک ته په عبادت کښي ولاړ وي . دغه واقعي راهب دئ ! او هر څه چي زه يم نو زه يو خروړئ سپئ يم په دغه عبادت خانه کښي مي خپل ځان له خلګو څخه رابند کړئ دئ ،ددې لپاره چي خلګ راڅخه ونه داړل سي . عبدالواحد وايي چي : بيا ما له دغه راهب څخه پوښتنه وکړله چي دا اوس خلګ چي له خدائ (جل جلاله ) څخه يې په عمومي ډول تعلق شکيدلئ دئ ،نوله خدائ تعالی څخه د خلګو د تعلق ،دقطع کيدو او شکيدلو بنيادي سبب کو شئ دئ ؟؟ نو ده راته وويل چي : ائ ځما وروره ! خلګ له خدائ څخه بل هيڅ شئ نه پرې کوي ماسيوا له محبت څخه د دنيا ،او عاقل او هوښيار سړئ هغه دئ چي دنيا او د دنيا محبت يې له خپل زړه څخه ليري کړ ،اوله ګناوو څخه توبه ګار سو ،او پر هغه کارو باندي ئې مخ را وګرځاوئ چي د هغو کارو په سبب دَئ و خپل رَب ته ور نژدې کيږي . وحضرت داود طايي �رحمه الله � ته يو چا وويل چي : کاشکي دي دا خپله ږيره مبارکه ږمونځ کړې وائ ؟ ده مبارک ورته وفرمايل چي : ږيره ږمونځول خو دفارغ او خلاص سړي کار دئ ،زه دالله پاک له شغل څخه دوندي فراغت نه لرم چي ږيره ږمونځ کړم . لکه عبدالرحمن بابا چي فرمايلي دي :
رحمان هومره له خپل ياره اوزګار نه دئ چي غوږ ونيسي ناصح غوندي اوزګار ته

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery