د حج تاريخ او اهميت:
په ټوله دنياکي اول حج د آدم حج و، د ابن عباس څخه روايت دی چي رسول اللهﷺ
وفرمايل: چي آدم د هندوستان څخه (۱۰۰۰) واره په پښومکې مکرمې ته تللی دی، درې سوه
(۳۰۰) حجونه او اووه سوه عمرې يې کړي دي اول حج د آدم و، چي پر عرفات و درېدی
جبرايېل ورته راغلی او ورته ويې فرمايل: يا آدم! ستاحج قبول سو او اې آدم! په
زرو کلونو مخکي ستا تر پيدايښت ما پرخانۀ کعبه طواف کړی دی.[سبحة المرجان ص ۸، ۹]،
[اعيان الحجاج ص۵۰]
امام اعمش چي لقب يې علامةالاسلام و، يو بې مثاله عالم و، د شریعت او سنت سخت
پابند و، چي تر اويا کلونو پوري تکبیر اولْی نه دی ځني تېرسوی نو چي کوم وخت ده د
حج اراده وکړه نو يې شاګرد علي بن سهر ته وويل چي ولاړ سه د امام ابوحنیفه څخه د
حج مناسک وليکه او رايې وړه ځکه د حج په فرائضو او نوافلو کي تر ده بل واقف نسته،
نو دلته دا معلومه سوه چي
د حج مناسک ضروري دي.[خيرات حسان، اعيان الحجاج ص ۱۴۹]
د حج فضيلت:
رسول اللهﷺ ويلي دي چي د حج مبرورمعنْی د قبول سوي حج بدله نه ده مګرجنت دی، رسول
اللهﷺ ويلي دي چي د حاجي پرهرګام يوه نېکي نوشته کېږي او يوه ګناه يې بخښل کېږي او
د عرفات په ورځ يې ټولي ګناوي بخښل کېږي که څه هم په حساب د باران
د څاڅکو وي او چي طواف زيارت وکړي داسي پاک سي لکه له موره چي تازه زوکړی وي، رسول
اللهﷺ ويلي دي چي څوک حج وکړي او څوک په خُله او لاس زهير نه کړي مخکيني او
راتلونکي ګناوي وربخښل کېږي که حاجي پر لار مړ سي د ده لپاره تر قيامته هر کال حج
نوشته کېږي روايت دی چي ټولو انبياوو حج کړی دی.[ص: ۹۸نزهة الناظرين]
يو روايت دی چي ناقبول سوی حج تر دنيا اوڅه چي په دنياکي دي ترهغه بهتر دی.[ص:
۳۱۹ملاعلي قاري]
روايت دی چي حاجي هره دعاغواړي قبلېږي.
[ص: ۱۹ملاعلي قاري]
روايت دی چي بي رياحاجي نه فقيرکېږي.[ص: ۲۰ملاعلي قاري]
د حج اکبر حکم:
رسول اللهﷺ ويلي دي چي په حج کي که د عرفات او د جمعې ورځ سره برابره سي تر اوياحجو
بهتر دی.
[ص: ۳۱۹ملاعلي قاري]
د حج آداب (۲۳) دی:
۱- پورونه د اللهﷻ او د بندګانو اداکول، ۲- توبه کښل، ۳- صحيح نيت، ۴- حلاله نفقه،
۵- ښه ملګری، ۶- حلاله نفقه عيال ته پرېښودل، ۷- تجارت نه کول که څه هم روادی، ۸-
له قريبانو او يارانو څخه رخصت اخستل او بخښنه غوښتل، ۹- له کوره داسي وتل لکه آخري
ملاقات چي وي، ۱۰- صفايي کول، ۱۱- امانت رسول، ۱۲- وصيت کول خاماخا، ۱۳- د حج ضروري
احکام زده کول، ۱۵- د خلکو د نامعلومه حقونو پر اندازه خيرات د هغه په نيت کول، ۱۶-
په خوشحالي وتل، ۱۷- پر لار د حج تقوْی کول، ۱۸- په سفر کي د حج ډېر ذکر کول، ۱۹-
له خواشينۍ او خښمه ځان ساتل، ۲۰- سنګين ژوند کول، ۲۱- دوه رکعاته لمونځ کور کول
بياوتل، ۲۲- خوشبويي لګول. نه په حالت د احرام کي، ۲۳- مناسک له ځانه سره وړل. [ص:
۲۱۹عالمګيری، ص: ۱۵۷ردالمحتار، ص: ۶۳ملاعلي قاري]