د دوو اخترو لمونځونه:
د روژې تر مبارکي مياشتي وروسته چي اختر راځي و هغه ته عيدالفطر ويل کېږي، چي موږ
ورته کوچنی اختر وايو او هغه اختر چي د ذي الحجې په لسم تاريخ راځي هغه ته
عيدالضحْی ويل کېږي چي موږ ورته لوی اختر وايو. عيدالفطر ځکه ورته ويل کېږي چي
سرسايه پکښي ادا کېږي او عيدالضحْی ځکه ورته ويل کېږي چي قرباني پکښي کېږي.
د اختر د لمانځه ترکيب او ترتيب:
د دې لمونځو نيت داسي کېږي:
نيت کوم د زړه له اخلاصه، لمونځ کوم دوه رکعته واجب د لوی اختر يا د کوچني اختر سره
د شپږو تکبيرو خاص خدای تعالْی لره اقتدا مي ده په دا حاضر امام پسې مخ مي دی پر
لوري د کعبې شريفي الله اکبر.
تر دې وروسته به لاسونه تر نامه لاندي ونيسي، سبحانک اللهم ويل کېږي. بيا دواړه
لاسونه غوږو ته پورته کېږي، په هر وار به لاسونه کښته ايله کوي، د درېيم تکبير تر
ويلو وروسته به لاسونه تر نامه لاندي ونيسي، تر دې وروسته امام قرائت وايي، مقتديان
به پټه خوله وي، تر رکوع او سجدو وروسته په دوهم رکعت کي امام اول قرائت وايي،
مقتديان يې اوري، تر قرائت وروسته د اول رکعت په ډول سره درې واره الله اکبر ويل
کېږي او تر هر الله اکبر وروسته به لاسونه ايله نيسي د څلورم الله اکبر په ويلو سره
په ايله لاسو رکوع ته ځي او چي دا دوهم رکعت پوره سو لمونځ هم خلاص سو.
تر لمانځه وروسته امام خطبه وايي او مقتديان دي پر خپل ځايو په اطمينان سره په
ناسته خطبه واوري.
په عام ډول سره په خلکو کي دا بد عادت ګرځېدلی دی چي څه وخت د اختر لمونځ ختم سي
خلک د کور پر طرف ځغاستي شروع کړي، حال دا دی چي دا خطبه د ټول لمانځه مغز دی، په
خطبه کي د اختر حکمونه سته او علماء د دې خطبې اورېدل داسي ضروري بولي لکه د اختر
لمونځ که يې څه د خطبې آواز تر غوږو رسېږي يا نه رسېږي، پر ځای دي ناست اوسي ثواب
يې يو شی دی، که يې څوک اوري يا يې نه اوري.
د دواړو اخترو خطبې ويل سنت دي او غوږ ورته نيول واجب دي او چي خطبه شروع سي نو
خبري کول بله وظيفه يا لمونځ کول حرام دي.
د اختر په ورځ روغبړ او مبارکي سره ورکول چي زموږ او ستاسو د ټولو دي الله تعالْی
عبادتونه قبول يا داسي وويل سي (تقبل الله مناومنکم) دا مستحب دي چي غير لزومي وي،
سرسايه پر هر مسلمان نر ښځه لوی کوچني حتْی که د سهار تر سپېدو وروسته پيدا سي پر
ټولو باندي واجب ده او هغه به مسکينانو او فقيرانو ته ورکول کېږي په تړون د مسجد
امام يا مؤذن يا قاري ته په تعين سره سرسايه ورکول صحت نه لري خو مستحب دا ده چي تر
عيدګاه مخکي سرسايه ادا سي.
د لوی او کوچني اختر فضيلت:
رسول علیه السلام فرمايلي دي چي: د هر قوم لپاره اختر وي خو زموږ لپاره دا اختر دی
(متفق عليه) د حضرت انس(رض) څخه روايت سوی دی چي: کله رسول علیه السلام مدينې منورې
ته راغلی په دغه وخت کي به د مدينې منورې خلکو په کال کي دوه اختره کول چي خالص
بازۍ او ميلې بې پکښې کولې نو رسول علیه السلام پوښتنه وکړل چي دغه دوې ورځي د څه
لپاره دي هغو ورته وويل چي دا هغه ورځي دي چي د جاهليت په زمانه کي به موږ په دغه
دوو ورځو کي مېلې او بازۍ کولې نو رسول علیه السلام ورته وفرمايل چي الله تعالْیﷻ و
تاسوته تر دغه ښې دوې ورځي درکړيدي چي لوی اختر او کوچنی اختر دی. [ابوداؤد]
رسول علیه السلام وفرمايل چي: د کوچني اختر په ورځ الله تعالْیﷻ فخر کوي او وايي چي
زما ملايکو چي د هغه چا څه بدله ده چي خپل کار يې پوره کړی وي ملايکي عرض کوي چي اې
پروردګاره چي د هغو بدله دا ده چي پوره ثواب ورکول سي الله تعالْیﷻ فرمايي چي زما
بنده ګانو زما فرض پوره کړل او بيا په عاجزي سره راووتل دعا کوي زما دي په خپل عزت
او جلال قسم وي چي زه د دوی دعا قبلوم نو رسول علیه السلام فرمايي چي: دوی بخښل سوي
کورنو ته ولاړ سي. [بيهقي]
د کوچني اختر او د لوی اختر ضروري مسئلې:
که چيري يو سړی داسي وخت راغی په لمانځه کي شريک سو چي امام الله اکبرونه ويلي وه
قرائت يې شروع کړی و، نو نيت دي وتړي او دستي دي الله اکبرونه و وايي. [درمختار]
که چيري يوسړی داسي وخت راورسېدی چي امام په رکوع کي و، که يې چيري دا يقين و چي زه
الله اکبرونه و وايم او په رکوع کي ورسره شريکېدای سم، نو الله اکبرونه دي و وايي
که يې چيري په فکر کي دا وه چي امام له رکوع څخه سر راپورته کوي نو نيت دي وتړي په
رکوع کي دي د امام سره شريک سي او په رکوع کي دي بې له لاسو پورته کېدو څخه درې
الله اکبرونه په کراره سره و وايي. [مراقي الفلاح]
که يې چيري په رکوع کي تر شريکېدلو وروسته يو الله اکبر هم نه وويلی چي امام سر
راپورته کړ، نو ټوله الله اکبرونه ځني پاته سوه او بې له الله اکبر ويلو څخه يې
لمونځ صحيح دی. [مراقي الفلاح]
که يو سړی په لمانځه کي د يوه رکعت کولو څخه وروسته شريک سو، نو دوهم رکعت يې د
امام سره وکړ د امام د سلام ګرځولو څخه وروسته دي خپل تېر سوی رکعت داسي وکړي:
اول دي قرائت و وايي، وروسته دي درې واره الله اکبر و وايي بيا دي رکوع او نور شيان
وکړي، سلام دي وګرځوي. [شامي]
د لوی اختر حکمونه او مسئلې:
۱- تر لمانځه مخکي دي هيڅ شی نه خوري.
۲- د تشريق تکبيرونه عيدګاه ته د تللو په لاره کي په لږ لوړ آواز سره ويل، چي خلک
ځني په تکليف نه سي.
۳- د عرفات يعني د ذي الحجې د نهم تاريخ د سهار له لمانځه څخه وروسته بيا د ذي
الحجې تر ديارلسم تاريخه د ماځيګر تر لمانځه پوري په ټولو درويشت لمونځو کي د تشريق
الله اکبرونه تر فرض لمانځه وروسته په لوړ آواز سره يو واري ويل واجب دي. [مراقي
الفلاح]
د تشريق تکبيرونه دا دي:
(الله اکبر، الله اکبر لااله الاالله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد)
د تشريق تکبيرونه پر ټولو مسلمانانو که نر وي که ښځه واجب دي. که په صحرا کي وي او
که په ښار کي چي هر ځای وي تکبرونه به وايي.
د کوچني اختر او لوی اختر په ورځو کي سنت کارونه:
۱- سهار وختي پورته کېدل.
۲- غسل کول.
۳- مسواک وهل.
۴- ښه جامې اغوستل.
۵- عطر وهل.
٦- د کوچني اختر تر لمانځه مخکي خرما او يا بل خوږ شی خوړل.
۷- د کوچني او لوی اختر لمونځ په عيدګاه کي کول که عذر نه وو.
۸- عيدګاه ته سهار په داسي وخت کي تلل چي تر لمانځه ښه مخکي وي.
۹- د لمانځه د ادا کولو لپاره پياده تلل يعني په پښو تګ.
۱۰- پر يوه لاره تلل پر بله راتلل.
۱۱- د اختر د لمانځه څخه مخکي په کور يا مسجد کي نفل نه کول.
۱۲- په لاره کي په کراره تکبيرونه ويل. [درمختار]
د صلْوة التسبيح لمونځ:
د دې لمانځه ډېر زيات فضيلت دی. د دې لمانځه د کولو څخه د انسان دمخه او وروسته نوي
او زاړه، لوی او کوچني، ښکاره او پټ، په قصد يا سهوه پېښ سوي ګناهونه الله تعالْیﷻ
وربخښي. الها تعالْیﷻ دي توفيق پر کولو راکړي.
دا لمونځ د خدایﷻ رسول حضرت محمدﷺ و خپل اکا حضرت عباس(رض) ته ورښودلی و، او ورته
فرمايلي يې وه چي که يې کولای سې نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي نو هره
جمعه يې کوه او که هره جمعه يې نه سې کولای نو په کال کي يې يو واري کوه، که يې په
کال کي هم يو واري نه سې کولای نو په ټول عمر کي يوار ضرور او خامخا يې وکړه. د
تکليف او غم او د مصيبت او سختۍ په وخت کي دا لمونځ ډېر زيات فايده من او ګټور دی.
ابوعثمان زاهدي(رح) فرمايلي دي چي: ما په داسي وخت کي تر صلْوةالتسبيح کولو ښه عمل
بل هيڅ شی نه دی ليدلی،
د اکثره امامانو او د دين د بزرګانو دا لمونځ معمول و، او په دغه يې عمل کړی دی.
دا لمونځ څلور رکعته دی، په يوه سلام سره، دا لمونځ هر وخت کېږي خو په مکروه وختونو
کي نه کېږي، بلکي په مکروه وخت کي هيڅ لمونځ نه کېږي، لکه د سهار تر لمرختو مخکي،
ماځيګر تر لمر لوېدو مخکي او پر زوال.
د دې لمانځه په هر رکعت کي پنځه اويا واره، سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله
والله اکبر، ويل کېږي، نيت يې په ډول دی:
نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم څلور رکعته صلْوة تسبيح په دا حاضر وخت خاص خدای
تعالْی لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر، د تسبيحاتو ويل په دې ترتيب
سره کېږي:
لومړی: تر سبحانک اللهم وروسته تر اغوذ بالله مخ کي پنځلس واره.
دوهم: تر اغوذ بالله، بسم الله، الحمدلله او سورت وروسته لس واره.
درېيم: په رکوع کي تر سبحان ربي العظيم وروسته لس واره.
څلورم: چي له رکوع څخه راپورته سي په ولاړه کي، تر سمع الله لمن حمده وروسته لس
واره.
پنځم: په اوله سجده کي تر سبحان ربي الاعلْی وروسته لس واره.
شپږم: د اولي سجدې څخه تر راپورته کېدو وروسته په ناسته کي لس واره.
اووم: په دوهمه سجده کي تر سبحان ربی الاعلْی وروسته لس واره.
په دې ترتيب دا تسبيح په يوه رکعت کي ۷۵ واره ويل کېږي، په همدې ترتيب په پاته درو
رکعتونو کي هم ۷۵ واره ويل کېږي چي د ټولو رکعتونو دا ۳۰۰ واره کېږي.
د اشراق لمونځ:
ډېر افسوس دی زموږ پر حال داسي خلک وينم چي اشراق نه پېژني څومره غټه او درنه ګټه
ده. (سبحان الله)
په حديث شريف کي راغلي دي چي د اشراق لمونځ کوونکي لره د يوه حج او يوې عمرې ثواب
ورکول کېږي.
د دې لمانځه طريقه دا ده: کله چي د سهار لمونځ وکړي پر هغه ځای ارام ناست اوسي او د
خدای تعالْیﷻ ذکر او اذکار کوي، دنياوي کاروبار او د هيچا سره دنياوي خبري نه کوي
او که څوک د سهار تر لمانځه وروسته په دنياوي کاروبار اخته سو نو هغه يې هم کولای
سي خوثواب يې لږ کم دی.
نيت يې په دې ډول دی:
نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه يا څلور رکعته
د اشراق په دا حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله
اکبر دا لمونځ له دوو رکعتو څخه نيولې تر هر څو رکعتو پوري کېږي.
د اشراق د لمانځه وخت هغه وخت شروع کېږي چي کله لمر راپورته سي او د لمر و طرف ته
په پوره کتلو سره د سړي سترګي په برېښي، د لمر تر راختلو تقريباً پنځلس دقيقې
وروسته و دغسي حالت ته رسېږي، او تر دې چي وروسته سي نو بيا څاښت ورته ويل کېږي، په
کار دي چي د سهار لمونځ وکړي، د لمانځه پر ځای کښېني د الله تعالْیﷻ ذکر دي کوي، چي
د اشراق وخت سي نو دي د اشراق لمونځ وکړي، او د ښځو لپاره د خپل کور کار کول هم
عبادت دی.
چي د ځای په جارو کولو کي يې څومره ثواب دی نو د خپل کور کار دي کوي، چي کله د
اشراق وخت سي د اشراق لمونځ دي وکړي. الله تعالْیﷻ به د نارينوو په اندازه ثواب
ورکړي خو ښه عبادت هغه دی، چي همېشه وي داسي نه چي يوه ورځ ټوله ورځ په لمانځه تېره
سي بله ورځ هغه فرض لاپاته وي الله تعالْیﷻ دي زموږ او ستاسو عادت پر عبادت داسي
راجوړ کړي لکه په حرمينو شريفينو کي چي همېشه دغه اشراق هلته کېږي هيڅ قضا هم نه
پکښې راځي بلکه داسي يې پر ځانو لازم ګرځولی دی لکه فرض لمونځ چي راتلونکی وي.
د څاښت لمونځ:
د دې لمانځه فضيلت هم په حديث شريف کي ډېر راغلی دی. دا لمونځ د غريبۍ او مفلسۍ د
ليري کولو لپاره تجربه سوې نسخه ده، په حديث شريف کي راغلي دي:
من حافظ علْی شفعا الضحْی غفرت له ذنوبه وان کانت مشل زبد البحر.
ترجمه: که چا د دوو رکعتو څاښتي لمانځه پابندي وکړه. نو د هغه ټوله کوچني ګناهونه
به ور وبخښل سي، که څه هغه ګناهونه د درياب د ځګو سره برابر وي.
په بل حديث کي راغلي دي چي رسولﷺ وفرمايل:
هر سهار د انسان پر هر هر بند باندي صدقه سته، يعني هغه وخت چي انسان د سهار په وخت
کي له خوبه راپورته سي او چي ورته وګوري چي زما لاس، پښې او د بدن ټوله اندامونه
صحيح سلامت دي نو د الله تعالْیﷻ د دې نعمت شکريه ادا کول په کار دي، هغه شکريه د
څاښت د دوو رکعتو په کولوسره هم ادا کېږي او الله تعالْیﷻ دغه لنډه او کمه شکريه د
انسان د هر اندام له طرفه څخه قبلوي.
په حديث قدسي کي راغلي دي چي: اې د آدم زويه! ته
د ورځي په اوله برخه کي څلور رکعته لمونځ زما لپاره وکړه، زه
د ورځي تر آخري حصې پوري ستا کفايت او بس والی په کوم د دې لمانځه نيت داسي دی:
نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه يا څلور رکعته دڅاښت، خاص خدای تعالْی لره
مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.
طريقه يې دا ده:
دا لمونځ د دوو څخه نيولې بيا تر دوولسو رکعتو پوري کېدای سي.
وخت يې دا دی:
د دې لمانځه وخت د لمر د ښه تېزېدو څخه وروسته بيا د شرعي نيمي ورځي تر شروع کېدو
پوري دی.
د تهجد د لمانځه فضيلت:
تهجد په زوره له ځانه خوب ليري کولو ته وايي او د تهجد لمونځ وروسته تر خوب ادا
کېږي او کې مخکي تر خوب وکړي
و دغه ته تهجد نه ويل کېږي. [ردالمحتار]
که څوک تمامه شپه په يو کار اخته وي يا تر نيمي شپې پوري اخته وي او لمونځ وکړي تر
هغه خپل زاړه عادت د خوب د وخت څخه وروسته بيا تهجد بلل کېږي. [سعديه]
او دا مستحب دي چي د کور خاوند پر خپله ښځه باندي ږغ وکړي د تهجد د لمانځه لپاره يې
راپورته کړي که نه نو پر مخ يې لږ اوبه وروپاشي چي پورته سي لمانځه ته. [مشکوْة]
او په بل حديث شريف کي راغلي دي الله تعالْیﷻ په خپل قدرت سره هره شپه سماء الدنيا
ته راځي د شپې په درېيمه حصه کي او وفرمايي: څوک ما بولي چي قبول يې کړم او څوک زما
څخه غوښتنه کوي چي وريې کړم څوک زما څخه بخښنه غواړي چي بخښه ورته وکړم. (سبحان
الله) څومره غټه ګټه ده کم بخته به ټې وي ګوري بختور به لاسونه پورته کړي په ژړا وي.
په حديث شريف کي راغلي دي چي د شپې ولاړه، تهجد، لازمي کوئ. له دې سببه چي دا د هغه
خلکو طريقه ده چي ستاسي څخه مخکي تېر سوي دي. د دې لمانځه په کولو سره بنده و خپل
خدایﷻ ته نژدې کېږي.
دغه لمونځ د ګناهو څخه منع کوونکی او ګناهو لره نېستي کوونکی دی. [ترمذي]
همدارنګه په دغه وخت کي الله تعالْیﷻ د بنده دعا قبلوي، د دې لمانځه په وسيله سره
خلکو ډېري لوړي مرتبې پيدا کړي دي، دا لمونځ د نيمي شپې له تېرېدلو وروسته کېږي دا
لمونځ له دوو رکعتو څخه نيولې بيا تر دوولسو رکعتو پوري کېږي.
نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته تهجد په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی
لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.
دا لمونځ دوه رکعتيز او څلور رکعتيز هم کېدای سي.
د تهجد په وخت کي وظيفه:
يو صحابي د حضرت عائشې په خدمت کي حاضر سو او دا پوښتنه يې ځني وکړه چي رسول اللهﷺ
د تهجد لمونځ کولو لپاره پورته کېدی، نو څه شي به يې ويله؟
حضرت عائشې وفرمايل: چي تا زما څخه د داسي خبري پوښتنه وکړه چي د دې څخه مخکي هيچا
پوښتنه نه وه کړې،
د دې څخه وروسته يې وفرمايل چي: نبي کريمﷺ چي به څه وخت د شپې د تهجد لپاره راپورته
کېدی نو لس واره به يې الله اکبر، لس واره به يې الحمدلله، لس واره به يې سبحان
الله و بحمده، لس واره سبحان الله الملک القدوس، لس واره به يې استغفرالله، لس واره
لااله الاالله، بيا لس واره اللهم اني اعوذبک من ضيق الدنيا وضيق يوم القيامه، ويل
تردې وروسته يې د تهجد لمونځ شروع کاوه. [ابوداؤد]
رسول اللهﷺ به همېشه د تهجد لمونځ کوی په سفر او حضر کي چي کله ناکله به خوب يا
ناجوړي پر غالبه سول نو بې د ورځي د هغه په بدل کي دوولس رکعته کول، د عائشې څخه
روايت سوي دي چي: زما سره د بني اسد د قوم يوه ښځه ناسته وه چي رسول اللهﷺ راغلی
کور ته او زما څخه يې پوښتنه وکړل چي دا ښځه څوک ده ما ورته وويل چي دا فلانۍ ده چي
په شپه کي خوب نه کوي ټوله شپه په ذکر او عبادت مشغوله وي نو رسول اللهﷺ ورته
وفرمايل چي (مَه) ډېره سختي مه کوه چي ستا تر طاقت زياته وي تر خپل طاقت پوري عبادت
کوه الله تعالْیﷻ په هيڅ عبادت نه ستړي کېږي خو ته به په دغه عبادت ستړې سې. [رواه
الشيخان]
د استخارې لمونځ:
څه وخت چي د يو کارکولو اراده وکړئ، نو بايد چي د الله تعالْیﷻ څخه صلاح او مشوره
وغواړئ، دغه کار کولو ته نو استخاره ويل کېږي. په حديث شريف کي د دې ډېر ترغيب
راغلی دی او نبي کريمﷺ فرمايلي دي چي: د الله تبارک و تعالْی څخه صلاح او مشوره نه
غوښتل او استخاره نه کول د بدبختۍ او کم نصيبۍ خبره ده. که چيري څوک کوزده يا واده
کوي او يا يې سفر ته اراده وي يا يو تجارت شروع کوي نو استخاره دي وکړي،
ان شاءالله نتيجه به يې ښه راووزي.
د استخارې د لمانځه طريقه:
د ماخستن تر لمانځه وروسته او تر بيدېدو مخکي دي دوه رکعته نفل په نيت د استخارې
وکړي او د لمانځه څخه وروسته دي په اخلاص او ښه نيت دا دعا و وايي:
(اللهم اني استخيرک من فضلک واستقدرک بقدرتک واسئلک من فضلک العظيم فانک تقدر ولا
اقدر و تعلم ولا اعلم و انت علام الغيوب اللهم ان کنت تعلم ان (هْذالامر) خيرلي في
ديني و معاشي
و عاقبة امري فاقدره لي و يسره لي ثم بارک لي فيه و ا ن کنت تعلم ان (هْذ الامر)
شرلي في ديني و معاشي و عاقبة امري فاصرفه عني
و اصرفني عنه و اقدر لي الخير حيث کان ثم ارضْی به).
هر کله چي په دعا کي (هْذالامر) ته ورسېږي، په هغه وخت کي دي هغه کار چي قصد او
اراده يې لري په ذهن کي ونيسي له دې وروسته دي په پاکه اوصافه بستره مخ پر قبله په
اوداسه سره داسي بيده سي چي راسته لاس لاندي کړي، چپه لاس دي پر ځان لوړ کښېږدي او
راسته پښه دي ښه اوږده کړي، چپه پښه دي لږ رالنډه کړي لوړه دې په راسته پښه کښېږدي،
د داسي رنګه پرېوتو څخه د حضرت محمدﷺ نوم جوړېږي.
او که څوک دغه دعا نه سي ويلای بيا دي يو ولس واره (اللهم صلي) يعني دورد شريف و
وايي، نو که چيري په خوب کي سپين يا شين رنګه وويني نو هغه کار چي قصد يې لري وه دې
کړي، ان شاء الله ښه او فايده من به سي او که سور يا تور رنګ وويني نو
د هغه کاره دي پرهېز وکړي، او که يې چيري په خوب کي هيڅ شی نه وليدی نو چي تر پورته
کېدو وروسته يې کومه خبره په زړه کي ټينګه سوه هغه ښه او بهتره ده، په هغه دي عمل
وکړي،. [شامي]
او که څوک د خپل ليدل سوي خوب په خير او شر نه پوهېدی بيا دي نو د خپل مسجد د امام
سره او يا خپل مرشد سره مشوره وکړي.
د استسقاء لمونځ:
هر کله که د باران د نه کېدلو له سببه د کاختۍ خطره وه نو هغه وخت د الله تبارک و
تعالْی څخه د باران د طلب لپاره دعا کول او
د استسقا لمونځ کول مستحب دی. حضرت محمدﷺ به کله يوازي دعا کوله، کله به يې لمونځ
هم کاوه.
د استسقا د لمانځه طريقه دا ده: چي ټول مسلمانان نارينه لويان او کوچنيان، سپين
ږيري او حيوانان پر پياده، په ساده لباس کي د خپلي عاجزۍ او بېکسۍ ښکاره کوونکي په
يو صحراء يا يو ميدان کي سره ټول سي، هلته دي د امام په اقتدا سره دوه رکعته لمونځ
وکړي او په دواړو رکعتو کي دي امام په لوړ آواز قرائت و وايي د خطبې څخه تر فراغت
وروسته دي ټوله په جمع واري سره دعا وکړي.
د دعا ښه طريقه او صورت دا دی چي د لاسو شا د آسمان و طرف ته او مخونه يې د مځکي و
خواته کړي. رسول اللهﷺ د استسقاء په دعا کي لاسونه مبارکان ښه پورته کول او دا دعا
يې کوله:
(اللهم اسقينا غيثاً مغيثاً مريعاً نافعاً غير ضارٍ عاجلاً غير اجل). [ابوداؤد]
اې الله موږ ته د داسي باران اوبه راوڅښه چي ښه و اوري، نفع رسوونکی وي، ضرر
رسوونکی نه وي، ژر اورېدونکی وي او په ځنډ سره اورېدونکی نه وي.
بايد چي دا عمل تر دور ورځو پوري جاري وي، او په هغو ورځو کي روژه، خيرات او بل نېک
کار مستحب دی.
د استسقاء د لمانځه نيت:
نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته مستحب
د استسقاء خاص خدای تعالْی لره، اقتدا مي ده په دا حاضر امام پسې، مخ مي دی پر لوري
د کعبې شريفي الله اکبر.
اول به توبه او استغفار او ظاهري باطني ځانونه پاک کړي چي د حسد او کين او بغض او
تکبر څخه پاک سول نو دی روان سي
د استسقاء ميدان ته. او تر وتلو مخ کي دي امام و قوم ته امر وکړي چي نفلونه وکړي او
درې ورځي روژه ونيسي، او درې ورځي پرله پسې وتل په کار دي او تر وتلو مخ کي څه
خيرات کول مناسب دی، هره ورځ دي توبه نوې کوي شيدې خوړونکي ماشومان سپين ږيري
بوډاګان او حيوانان سره د بچيانو دي هره ورځ باسي چي شور چغاري بغاري ډېري سي.
[ردالمحتار]
هغه لمونځ چي لمر او سپوږمۍ تندره ونيسي:
د لمر تندره نيولو ته کسوف او د سپوږمۍ تندره نيولو ته خسوف وايي د لمر د تندري
نيولو په وخت کي دوه رکعته لمونځ په جماعت سره سنت دی په دې شرط چي مکروه وخت نه
وي.
په دې لمانځه کي نه اذان سته نه اقامت او نه خطبه سته او لمونځ کرار ويل کېږي، په
دې لمانځه کي لوی لوی سورتونه، لکه سورة بقره، سورة آل عمران او داسي نور لوی
سورتونه او رکوع او سجده اوږدول هم سنت دي. د لمانځه تر ختمېدلو وروسته که تندره
پاته وي نو په دعا او استغفار دي مشغوله کېږي.
د جناب رسول اللهﷺ په زمانه کي چي به څه وخت لمر تندري ونيوی نو پر نبيﷺ باندي به
هيبت او بېره راغله او مسجد ته به يې تشريف يووړی او دوه رکعته د کسوف لمونځ به يې
وکړ او په دې لمانځه کي نبيﷺ دومره اوږده ولاړه، رکوع او سجده کوله چي د دې څخه
دمخه هيڅکله چا نه وه ليدلې، دغه طريقه
د صحابه کرامو(رض) هم وه.
د خسوف يعني د سپوږمۍ تندري نيولو لمونځ هم دوه رکعته دی، دا لمونځ بې له جماعت
کېږي، مسلمانانو لره په کار دي چي څه وخت سپوږمۍ تندره ونيسي نو د خسوف د سپوږمۍ
تندره لمونځ جلا جلا بې له جماعته وکړي او که چيري د لمر يا سپوږمۍ تندره په مکروه
وخت کي يعني چي لمونځ کول په هغه وخت کي مکروه وي پېښه سي نو د لمانځه پر ځای دي
دعا او استغفار کوي.
د حاجت لمونځ:
که چا ته داسي ضرورت پېښ سي چي د انساني کوششونو او اسبابو باوجود نه پوره کېږي نو
په ښه ترتيب دي اودس تازه کړي، دوه رکعته لمونځ دي د قضايي حاجت په نيت سره وکړي،
د لمانځه څخه وروسته دي د الله تبارک و تعالْی ښه ثنا او صفت
ووايي، يعني حمد او ثنا دي و وايي بيا دي درود شريف ووايي، دا دعا دي و وايي:
(لااله الا الله الحليم الکريم سبحان الله رب العرش العظيم الحمدلله رب العْلمين
اسئلک موجبات رحمتک و عزائم مغفرتک و العصمة من کل ذنب و الغنيمة من کل برٍ
والسلامة من کل اثمٍ لاتدع لنا ذنباً الاغفرته ولا حاجة هي لک رضاً الاقضيتها يا
ارحم الراحمين). [ترمذي، ابن ماجه]
ترجمه:د اللهﷻ! څخه ماسوا هيڅ د عبادت لايق نسته، چي ډېر بردباره او بخښونکی دی،
الله تبارک و تعالْی پاک دی او
د عرش عظيم مالک دی، ټوله تعريفونه الله تعالْی لره دي چي ساتونکی د ټول جهان دی.
اې الله! زه ستا څخه ستا د بخښي واجبوونکي اسباب او ستا د بخشش لازموونکي خويونه او
د هري ګناه څخه ساتنه او د هري نېکۍ د ورکړي غوښتنه کوم او د هره غمه څخه سلامتي
غواړم.
اې اللهﷻ! زما هيڅ ګناه بېله بخښني څخه مه پرېږده او هر غم او تکليف چي لرم هغه را
څخه ليري کړه او هر حاجت چي لرم اې تر ټولو ډېر رحم کوونکې!
دا لمونځ هم هر وخت کېږي، خو په مکروه وختو کي نه کېږي.
د دې لمانځه نيت داسي دی:
نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته د حاجت خاص خدای تعالْی لره په دې
حاضر وخت مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر، دا لمونځ دوه يا څلور يا دوولس
رکعته کېږي ليکن مشهور قول دا دی چي څلور دي وکړي په اول رکعت کي دي الحمدلله او
آيت کرسي و وايي او په درو رکعاتو کي دي په هر رکعت کي يو وار تر الحمدلله وروسته
قل هوالله احد و وايي يو وار قل اعوذبرب الفلق او قل اعوذ برب الناس و وايي. [رحمت
بيان ج ۲ ص ۱۵۱]
د ضحْی يعني غرمې لمونځ:
رسول اللهﷺ ابوهريره(رض) امر کړ چي د ضحْی لمونځ دوه رکعت وکه . [بخاري]
بل روايت دی چي رسول اللهﷺ به څلور رکعت د ضحْی لمونځ کوی. [مسلم]
رسول اللهﷺ فرمايي: که چا دغه لمونځ وکړ الله تعالْیﷻ به د ده لپاره په جنت کي د
سرو زرو کوټۍ جوړه کړي. [رواه الترمذی و ابن ماجه]
د دغه لمانځه وخت د څاښت په تېرېدو سره شروع کېږي
تر زوال نيم ساعت مخکي ختم کېږي او دغه ته هم بعضي علماء اوابين وايي.
د شکر لمونځ :
څوک چي الله تعالْیﷻ ښاد کړي ښه نعمتونه او خوشحالي ورکړي نو هغه دي دوه رکعته
لمونځ شکر الْهي وکړي، لکه رسول اللهﷺ چي په ورځ د فتح کړی دی. [ردالمحتار]
نفل لمونځونه:
په حديث شريف کي د ځينو نفلي لمونځو ډېر فضيلت بيان سوی دی، د دې سببه څخه موږ د
هغو د فضيلت او د اداء کولو طريقې بيانوو.
۱- تحية الوضو:
په حديث شريف کي راغلي دي چي کوم سړی چي د اودس تازه کولو څخه وروسته دوه رکعته نفل
په داسي اخلاص سره وکړي چي په هغه کي هيڅ وسوسه لار پيدا نه کړي يعني ده ته هيڅ
وسوسه نه سي پېښه نو الله تعالْیﷻ د ده تېر سوي ګناهونه وربخښي. [بخاري و مسلم]
مګر دغه نفل دي په مکروه وخت کي نه کوي.
۲- تحية المسجد:
نبيﷺ فرمايلي دي چي: څه وخت تاسي مسجد ته داخل سیئ نو تر کښېنستلو مخکي دوه رکعته
نفل کوئ ليکن دغه نفل يوازي د ماپښين، ماځيګر او ماخستن په دې درو وختو کي کولای
سئ، د سهار د لمانځه څخه مخکي دي يواز ي د سهار دوه رکعته سنت کوي او د ماښام د
لمانځه څخه مخکي هم هيڅ نفل لمونځ نه ښايي چي وکړل سي. که څه هم اذان وسي لکه په
حرمين شريفينو کي تر فرضي لمانځه مخکي نفل کول خلاف مذهب دی.
۳- د اوابين لمونځ:
دا نفل د ماښام تر فرضو او سنتو وروسته کېږي، په حديث شريف کي راغلي دي چي کوم سړی
چي دا نفل دارنګه وکړي چي د دوی په مابين کي هيڅ بده خبره و نه کړي نو هغه ته د
دوولسو کالو د نفلو برابر ثواب ورکول کېږي. د دې لمانځه کمه اندازه شپږ رکعته او
زياته اندازه يې شل رکعته ده.
همدا رنګه د لوی اختر د مياشتي په نهمه ورځ دا نفلونه کېږي:
۱- حضرت ابوذر غفاري(رض) فرمايي چي: دا ورځ روژه نيول لکه دوولس کاله عبادتونه ثواب
لري. که چا دا شپه روڼه کړه په طاعت سره، لکه د يوه حج دومره ثواب لري او سل رکعته
نفل چي څوک د دوو رکعتو په نيت وکړي او په هر رکعت کي درې واره قل هوالله احد و
وايي الله تعالْیﷻ بې ټوله ګناهونه وروبخښي او شريک به سي په ثواب کي د حج او کې
شپاړس رکعته نفل وکړل او په هر رکعت کي يې پنځه واره قل هوالله احد وويل الله
تعالْیﷻ به ده ته د شهيدانو ثواب ورکړي، که چا پنځه ويشت واره قل هوالله احد وويل
او دعا يې وکړه دعا يې الله تعالْیﷻ قبلوي.
۲- د عرفات د شپې نفلونه:
د عرفات په شپه که چا سل رکعته نفل وکړه په هر رکعت کي يې يو وار قل هوالله احد
وويل ټول ګناهونه به اللهﷻ ور وبخښي که چا دوه رکعته وکړه او په هر رکعت کي يې يو
وار آيت کرسي وويل د رسول اللهﷺ شفاعت به يې نصيب سي.
که چا د عرفات په ورځ د ماپښين تر لمانځه وروسته څلور رکعته لمونځ وکړ او پس تر
الحمدلله څخه يې پنځوس واره قل هوالله احد وويل زر حوري او زر نېکۍ به اللهﷻ ورکړي،
په اندازه د حروفو دقل هوالله احد به اللهﷻ وزر ورکړي.
په يوه نيت سره که چا دوه رکعته لمونځ وکړ او درې واره يې په هر رکعت کي قل هوالله
احد وويل حاجتونه به يې الله تعالْیﷻ ور حاصل کړي.
د عرفات ورځ هغه مقدسه ورځ ده چي دين کامل سوی دی او قرآن کامل سوی دی، يعني دا آيت
چي (اليوم اکملت لکم دينکم) نازل سوی دی.
يوه ورځ د جمعې ورځ وه او هم د عرفات ورځ وه، د رسول اللهﷺ په مبارکو سترګو کي
اوښکي راوبهېدې، چي الله تعالْیﷻ دا آيت نازل کړ: (اليوم اکملت لکم دينکم) اې
حبيبه! مه خوابدی کېږه! نن ورځ مي کافران ستا له دينه څخه نااميده کړه، ستاسي دين
مي در کامل کړی.
۳- که چا د لوی اختر په شپه سل رکعته نفل وکړه او په هر رکعت کي يې لس واره قل
هوالله احد وويل، اللهﷻ به يې د ټول عمر ګناهونه ور وبخښي، په دې شرط چي دا ټوله به
په ډېر اخلاص سره کوي اويا حاجتونه به يې الله تعالْیﷻ ور پوره کړي او هر خواست چي
وکړي پر شريعت برابر اللهﷻ به يې ور حاصل کړي په خپل فضل او کرم سره.
د کوچني او لوی اختر په شپو کي د نفل کولو د ثوابو بيان:
په دغه شپو کي هر عبادت ډېر ثواب لري لکه تلاوت د قرآن، لمونځ، استغفار يا اورېدل د
قرآن او حديث تسبيح يا درود يا خصوصاً چي ښه دعا ده (اللهم انک عفو کريم تحب العفو
فاعف عنا) او ابوالحسن بکري(رح) دا هم ور زياته کړې ده (اللهم اني اسئلک العفو
والعافية والمعافات الدائمة فی الدنيا والاخرة) دغه دعاګاني ويل ډېر زيات ثواب لري،
رسول اللهﷺ فرمايي: که چا د اخترو په شپو کي د الله تعالْیﷻ طاعت وکړی الله تعالْیﷻ
بې زړه ژوندی کړي په کومه ورځ چي زړونه مړه سي نن سبا ځوانان په ټولو شپو کي دومره
ګناه نه کوي لکه د اخترو په شپو کي الله تعالْیﷻ دي موږ او تاسو ته هدايت د خير
وکړي
د لوی اختر د مياشتي د لومړيو لسو ورځو او شپو لمونځونه:
الله تعالْیﷻ فرمايي:
﴿
﴾.
[الفجر/۱ الْی ۴]
زما دي قسم وي په سهار سره او په لسو شپو سره او په جنت باندي او زما دي قسم وي په
طاق سره او په شپه باندي، کله چي ځي او راځي توره تياره کېږي.
په دې آيت کي داثابته سوه چي اللهﷻ په دې لسو شپو قسم اخيستی دی، دا لس شپې ډېري
بزرګي دي د قدر وړ دي.
حضرت ابن عباس(رض) وايي چي رسولﷺ وفرمايل چي:
نسته تر دغه ښې ورځي چي سړی نېکي پکښي وکړي، په دغه لس شپو کي په دې مياشت کي بايد
تسبيحات ډېر وويل سي او روژه ونيول سي او خيرات ورکول سي.
يوه ورځ روژه نيول په دې کي لکه زر ورځي روژه. د دې مياشتي په اتمه ورځ روژه دومره
ثواب لري لکه لس زره ورځي روژه او
د عرفات په ورځ روژه لکه سل زره ورځي چي يې روژه وي او هر چا که دا لس ورځي روژه
ونيوله، اللهﷻ به يو په لس عزت ورکړي.
۱- په رزق کي به يې برکت پيدا سي، (من حيث لايحتسب)
۲- که فضل او رحمت وغواړي نو اللهﷻ به فضل پر وکړي.
۳- کار به يې سم سي لکه څنګه چي د ده آرزو او خواهش وي.
۴- عمر به په خوشحالي پر تېر سي.
۵- مال بې اللهﷻ ور ډېر کړي، چي غوښتنه يې کوي.
٦- عيال بې د مرضو څخه اللهﷻ وساتي.
۷- ګناهونه به يې ور وبخښي. چي عفوه وغواړي.
۸- ځکندن بې آسانه سي، ځکه سختوالی يې ډېر دی.
۹- د قبر تياره به ورته روښانه سي. روح بې (عليين) ته وسپارل سي.
۱۰- پله د نېکۍ بې درنه سي.
۱۱- د قبر له عذابه بې اللهﷻ وساتي او په نېکانو کي به شمار سي.
په دې ورځو کي نېک اعمال ډېر ثواب لري، دا لس ورځي ډېري بزرګي ورځي دي که نوري ورځي
او شپې وای نو اللهﷻ به په هغو قسم اخيستی وای. په دغه لسو شپو کي د آدم علیه
السلام توبه قبوله سوې ده. خدایﷻ زموږ توبه هم قبلوي. ابراهيم علیه السلام په دې
وخت کي خليل سوی دی، او هم اسماعيل علیه السلام له چړې څخه خلاص سوی دی او هم کعبه
شريفه تکميل سوې ده او هم په دې وخت کي موسْی علیه السلام کوه طور ته تللی دی. يوه
ورځ که چا روژه ونيول لکه ټوله کال چي يې روژه وي، د آسمان ملايکي د ده لپاره بخښنه
غواړي، که چا نهه ورځي روژه ونيوله اللهﷻ د اوو آسمانوملايکو ته امر وکړي او د دې
بنده لپاره بخښنه غواړي، که چا په دې لسو ورځو کي صدقه ورکړه، لکه انبياء ته چي يې
ورکړي دومره ثواب لري.
او که چا قرآن و وايه خدای پاک د اُحُد د غره په شان پر هر توري باندي ثواب ورکوي
وروڼو دغه ورځي د خوارۍ ورځي دي د آخرت لپاره يو څه مزدوري وکړئ، چي په لږ تکليف
زياته ګټه لاس ته راځي. په حديث شريف کي راغلي دي:
که چا دا لس ورځي روژه ونيوله د يوه حج ثواب لري، که چا شپه روڼه کړه په طاعت کي د
اللهﷻ د سلو شهيدانو ثواب لري. [حديث]
که چا دا لس ورځي روژه ونيوله اللهﷻ به ډېر ښايسته قصر په جنت کي ورکړي. که چا د
يوه مريض پوښتنه وکړه لکه چي د والي پوښتنه يې وکړه، که څوک د جنازې سره ولاړی لکه
د شهيدانو دومره ثواب لري، که چا په دې ورځو کي جامې خيرات کړې اللهﷻ به د جنت جامې
ورکړي، که څوک و علم ته ولاړی لکه د انبياء مجلس ته چي ولاړ سي، که چا د يتيم پر
سر لاس ورتېر کړی، تر عرش لاندي به اللهﷻ سايه ورکړي.
د دې شپو عبادت و الله تعالْیﷻ ته ډېر زيات مرغوب دی چي روژې يې د کال ثواب لري او
د شپې عبادت يې د شب قدر
د شپې د عبادت ثواب لري. [مراقي الفلاح] والسلام
د کتاب پای