د صهيونيت رامنځ ته كېدل The Rise of Zionism
په نولسمه ميلادي پېړۍ كي په اروپا كي د يهودو ازادي منل سوې وه او يهودو په تدريجي
ډول مليت پالنه يا نېشنليستي اختېاروله، ( Rabbi Yehudda Alcaly) لومړنى څوك وو چي
د صهيونيستانو لومړنۍ ليكنه يې په ( 1840) مو كلونو كي خپره كړه.
همدې او دې ته ورته ډيرو ليكنو د صهيونيت نظريه په لومړيو كي يو څو اروپائي
هيوادونو ته خپره كړه ، چي ورو ورو ئې نږدې ټوله اروپا د صهيونيستي نظريې څخه خبر
كړل.
په ختيځه اروپا كي د ( 1800) مو كلونو په پاى كي د يهودو تسلط و فلسطين ته د يهودو
مهاجرت ته لار پرانيستله.
لومړنى صهيونيستي حركت په ( 1897) عيسوي كال كي په يوه رسمي ټولنه و منل سو، او دا
په ( Basle) كي لومړنى صهيونيستي كانګرس وو چي مشري يې ( Theodo Re Herzl) كوله،
داسي ويل كيږي چي د هرزل نيكه د ( Alcalay سره چي لومړنى صهيونيستي ليكوال وو، له
اثارو سره اشنايي درلوده، او هرزل هم ددې اثارو تر پوره اغيزي لاندي راغلى وو.
صهيونيستانو هيله او اميد درلود چي د يهودو كورګى يا كور ځمكه په فلسطين كي د جرمني
او يا هم تركي واكمنۍ په ملاتړ جوړه كړي. او هڅه ئې كوله چي په فلسطين كي مېشت عرب
به و خپلو عربي هيوادونو ته ستنوي، او په فلسطين كي يې ددوى د قانوني موجوديت څخه
سترګي پټولې. او دا يې ګڼله چي د فلسطين نفوس به ميليونونو اروپائي يهودو ته رسيږي،
چي دا به په سيمه كي يو بشپړ اكثريت وي.
صهيونيستانو لومړى د كروندګرو ټولني په ( Petahtikva), Zechron Jacob او ( Rishon
Letzion) كي جوړي كړې، و دې ټولنو ته اروپائي هيوادونو ورځ تر ورځي پراختېا وركوله.
صهيونيستانو وروسته د جافا و شمال لوري ته د تلابيب يا ( Tal Aviv) په نامه نوى ښار
ګوټى تاسيس كړ، چي د زمان په تېرېدو يې ستر استراتيژيك اهميت غوره كړ، خو ددوى دا
هيله چي په نوموړې سيمه كي به زيات يهوديان پر ځاى كيږي او عرب فلسطينيان به و عربي
هيوادونو ته ستنوي، حقيقت و نه موند، بلكي عرب نفوس ورځ تر ورځي زېاتېدى.
يوې څېړني په هغه مهال كي ښودلې وه چي په ( 1914) عيسوي كال كي د ټول فلسطين نفوس د
اووه سوه زره( 700000)په شاوخوا كي وو، چي له هغې جملې څخه يې ( 615000) تنه عرب او
د ( 85000) پنځه اتېا زرو تنو په شاوخوا كي يهود وو.