مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د محمد ګل خان مومند اندو ژوند ته يوه لنډه کتنه

دويم څپرکى


د محمد ګل خان مومند اثار

لکه څنګه چې مو دمخه وويل، محمد ګل خان مومند لکه د پښتنو د نورو مشرانو په شان هم د تورې، غيرت او مېړانې د شتمنۍ څښتن و او هم د قلم او ادب د معنوي پانګې خاوند او همدا دواړه يې د پښتو او پښتونولۍ د خدمت لپاره د يوې اغېزمنې وسيلې په توګه وکارول.
د محمد ګل خان مومند يو شمېر ليکنې او اثار تراوسه پورې د هېواد په ځينو مهالنيو خپرونو کې او ځينې يې هم په ځانګړي ډول خپاره شوي دي، موږ دلته د محمد ګل خان مومند ليکنې او اثار تر دوو ډلبنديو لاندې څېړو:
الف- په ژبنۍ او علمي برخه کې.
ب- په ادبي برخه کې.

الف- په ژبنۍ او علمي برخه کې:
د محمد ګل خان مومند د ليکوالۍ زياته برخه پر همدې ژبنۍ خوا څرخي، ځکه هغه وخت او حالات چې محمد ګل خان مومند په کې ژوند کاوه، داسې وو چې د پښتو ژبې د ګرامر په برخه کې کوم مهم اثر نه ترسترګو کېده. محمد ګل خان مومند دې نيمګړتيا ته متوجه شو او په دې برخه کې يې کار ته ملا وتړله. دى په ژبپوهنه کې د ځانګړي سبک خاوندو، چې هغه د کره، نږه او معياري پښتو ليکل او ويل وو، تر ده وروسته ځينو نورو پښتنو پوهانو هم همدا لار ونيوله چې کولاى شو، د بېلګې په توګه د پوهاند مجاور احمد زيار نوم واخلو. پوهاند زيار د خپلو ډېرو نوښتونو ترڅنګ د محمدګل خان مومند د ژبپوهنې له اندود څخه ګټه اخيستې ده.
دا دى دلته د محمد ګل خان مومند پر دې ډول اثارو لنډه رڼا اچوو:
١- پښتو سيند:
دا د پښتو ژبې د لغتونو قاموس دى، چې محمد ګل خان مومند ليکلى او پر ١٣١٦ل کال په لويه قطع ( د يوې تختې کاغذ په اندازه)، د ښوونې او روزنې وزارت له خوا د کابل په عمومي مطبعه کې چاپ شوى دى. د دې اثر د مخونو شمېر (٣٦٦) ته رسېږي او د ټوکونو شمېر يې دوه زره (٢٠٠٠) دى.
د اثر په پيل کې د پښتو د خاصو تورو او ځينو اوازونو په باب خبرې شوي او بيا په څلورو مخونو کې د اثر د ليکدود په باب بحث راغلى دى.
استاد زيار په خپل يوه اثر (( ويي پانګه)) کې ليکلي، چې د يوې ژبې د بډاينې او شتمنۍ لپاره يوه لاره دا ده، چې پخواني وييونه (لغتونه) يې ذخيره شي او نوي لغتونه په کې جوړ شي. محمدګل خان مومند وايي: (( د يوې ژبې ساتنه هم په دغه شان کېږي، چې د هغې ژبې لغات چې لکه د هغې خزانه ده وساتل شي تر څو چې د لغاتو د ورکېدو په سبب ژبه او د ژبې د ورکېدو په سبب ملت د ادبي فقر او نکبت په بلا ککړ نه شي او د مذلت په توره خاوره کېنني او نهايت نوم يې د روزګار دمخه ځنې ورک نه شي.)) (١٦)
د ده په نظر که د ژبې لغت قيد نه شي، هغې ژبې ته نور لغات داخلېږي او پردي کېږي، هر څوک چې د يوې ژبې د لغاتو قيدول غواړي بايد په خپلو همڅنګو، ګاونډيو او خپلوانو ژبو پوه وي، چې د نورو ژبو لغات د خپلې ژبې لغات ونه ګڼي او د خپلې هغه د نورو...
په (پښتو سيند) کې د پښتو ژبې په سلګونو لغتونه ذخيره شوي، د هر لغت مانا او تفسير يې په فارسي ژبه کړې ده.
٢- د پښتو ژبې لياره:
پښتو ګرامر په برخه کې د محمد ګل خان مومند ډېر مهم اثر دى چې پر ١٣١٧کال د ساپي عبدالعظيم په اهتمام او ليک باندې په لاهور کې چاپ شوى دى، له سريزې پرته (٤٩٥) مخونه لري.
د اثر په پيل کې په (١٤) مخونو کې په خپله د وزير صيب له خوا يوه علمي او ګټوره سريزه کښل شوې، په سريزه کې لومړى د يو ملت په ژوند کې د ژبې پر اهميت مفصلې خبرې شوي، وايي: (( د يوه ملت په ژبې کې هماغومره سياست، اقتصاد، اجتماعيات، ملي اخلاق، اداب، ملي عادات، ملي رسومات او عنعنات، ټول ملي خصايل او خصايص، حتى په ذهنيت، افکار، حسيات او مدنيت يې نفوذ مينده کوي او هماغومره د هغې ژبې د خاوندانو نامريي برى، د دغې بلې ژبې پر خاوندانو تامينوي...)) (١٧)
محمد ګل خان مومند ددې کتاب په کښلو کې له زياتو ستونزو سره مخامخ شوى دى، ځکه پر کوم مهال چې محمد ګل مومند ژوند کاوه د بېلابېلو عواملو له امله د پښتو کتابونو شمېر ډېر زيات نه وو. د ګرامر په برخه کې که د ګوتو په شمېر د ليکلو کتابونو نومونه واخيستلى شو. وزير صيب دې ټکي ته اشاره کړې ده، چې د پښتو ګرامر او قواعدو په برخه کې کتابونه نه دي ليکل شوي او که ليکل شوي هم وي د پردو له خوا ليکل شوي او د دا ډول اثارو ليکل د يو غرض له مخې و، نه د پښتو د خدمت لپاره. دى د دا ډول يو اثر يادونه کوي، چې په اردو ژبه ليکل شوى و.
که څه هم پخوا ((پيرمحمد کاکړ د اتلسمې پېړۍ په نيمايي کې د (معرفة الافغاني) په نامه يوه ښوونيزه (تعليمي) ډوله پښويه کښلې، الماني ګيولډن شتيت تراوسه پورې لومړى ختيځ پوهاند برېښي چې تر پيرمحمد کاکړ څخه ٢٠-٢٥ کاله وروسته په خپل نوي فرهنګ کې د الماني ديګوري او اويستي وييونو ترڅنګ يې ٢١٥ پښتو وييونه کښلي دي. پر ١٢٢١ل (١٨١٠م) کال د محمد ارتضاخان (د نواب امان الله خان زوى) چې فرهنګ ارتضايي نومي څلور ژبي (عربي، اردو، فارسي او پښتو) قاموس دى او پر همدغه کال د کلاپروت ګرامر هم د يادونې وړ دى.
پر ١٢٢٨ل (١٨١٣م) کال د الله يار خان ( د نواب محبت خان ورور) عجايب الغات او په هغه پسې (کتاب و خيالات زماني در لغت و زبان (افغاني). دغه راز د (امدنامهء افغانى) د کړګر پوهې (فعلي صرف) يو بل کتاب چې يو ويي ليک (لغتنامه) را اخلي، د نولسمې پېړۍ په سر کې کښل شوى ښکاري... دغه راز ګيورک مورګن ستيرن، ګايګر، جرمني پوهاند ايوالد، ميجرليچ، کپتان واګن، راورټي، هانري والتر، الماني ازنيست ترومپ، جيمز دارمستتر، روسي ختيځپوهاند تامانو ويچ لاريمر)) (١٨) او داسې نورو پوهانو د پښتو ګرامر، ويي پوهنې، ويي پانګې ، قاموس ليکنې، آر پوهنې او نورو کې څېړنې او ليکنې کړي، خو دا ليکنې او څېړنې يا د ياد شويو ليکوالو په هېوادونو کې د هغو په ژبه خپرې شوي اويا د محمد ګل خان مومند د اثر ( د پښتو ژبې لياره) تر ليکلو وروسته خپرې شوي دي. نو په دې وجه محمد ګل خان مومند د خپل اثر دليکلو پر وخت په پښتو ژبه کې د نورو ژبنيو اثارو له شتوالي څخه بې برخې و او بل دومره جامع ګرامر چې محمد ګل خان مومند وليکه، تر ده دمخه چا نه و ليکلى او هغه کمى چې زموږ په ژبه کې د ګرامري اثارو د کمښت له کبله احساسېده د امکان تر حده يې دا کمښت له منځه يووړ.
محمد ګل خان مومند د خپلې سريزې په پاى کې وايي: (( د دغه لامله چې زما په لاس کې اثار نه وو چې تنې څه ګټې اخيستې او استفادې کړي واى، نو ويلاى شم چې د پښتو ژبې د ليارو او قواعدو په غونډولو کې ډېر ستړى شوى يم، ځکه چې ډېره لټنه او پلټنه يې غوښته. ددغه کتاب په ترتيب البته د پرديو ژبو د کتابونو نه استفادې شوې او په هغه ترتيب سره ليکل شوى، اما پوهان او علماء صاحبان پوهېږي، چې د ژبې لپاره (قواعد) څه د ترجمې کار نه دى، چې له بلې ژبې څخه ترجمه شي، کېدى شي چې زما تتبعات بشپړ نه وي يا څه رانه پاتې وي، نو ځکه زه به همدغه حکم نه کوم چې دغه کتاب غلطي او سهوه نه لري. هر ډول چې وي زه د پښتو او پښتنو پخوانى مين او خادم يم ځان مسعود بولم چې دغسې وخت کې څښتن تعالى جل وعلى شانه، ماته د دغه کتاب د تاليف توفيق راکړ. هيله کوم چې دغه کتاب د استفادې موجب هم وګرځي او د پښتنو او پښتو د شايقينو له خوا يو کوچنى چوپړ وګڼل شي.)) (١٩)
ددې کتاب لومړۍ برخه صرف دى، چې دې کې د پښتو توري، د تورو ډولونه، ضوابط، خج، د تورو وتو ځي، نوم، د نومونو خاصيت، ډولونه، د نومونو اوښتنه، صفت، د صفت ډولونه. ضميرونه، د ضميرونو ډولونه، فعلونه، د فعلونو ډولونه او ادات راغلي دي.
دويمه برخه يې پښتو نحو ده، چې په دې برخه کې نيمګړي ترکيبونه، بشپړ ترکيبونه، اصليه جمله، فرعيه جمله، مطلقه او مقيده جمله څېړل شوي دي.
د اثر درېيمه برخه مصادر دي، چې په هغې کې د پښتو (١٥٦٦) بېلابېل مصادر معرفي شوي دي. د دې اثر په باب بل د يادونې وړ ټکى دادى، چې د پښتو ژبې په نسبتاً پخواني ليکدود ليکل شوى دى، چې اوس د پښتو ژبې په ليکدود کې يو لړ بدلونونه راغلي دي.
مثلاً د پښتو دغه توري ( ډ، ړ، ڼ،ټ) په کې په دې ډول ليکل شوي دي:
ډ = د تر (د) څخه يې لږ غټ ليکي.
ړ = ر تر (ر) څخه يې لږ غټ ليکي.
ڼ = نر
ټ = ت
دغه راز د کلمو په تړلو کې له اوسني ليکدود سره ډېر توپير په کې ليدل کېږي، دا لاندې څو مثالونه يې د بېلګې په توګه وړاندې کوو:
اوسنى ليکدود د پښتو ژبې لياره
کرى کره ى
ليدلاى ليدله ى
ستړى ستړه ى
شوى سوه ى
نيولاى نيوله يى
او داسې نور مثالونه.

٣- لنډکى پښتو او پښتونواله:
( لنډکى پښتو) د محمد ګل خان مومند هغه رساله ده، چې د مرحوم استاد عبدالروف بېنوا د هغې ګيلې په ځواب کې، چې له پښتنو مشرانو څخه يې کړې وه او پر ١٣٢٧ل کال په کابل مجله کې خپره شوې وه، ليکل شوې ده او پر همدې کال د پښتو ټولنې له خوا خپره شوې ده. دغه راز استاد بېنوا دا رساله د اوسني ليکوال په درېيم ټوک کې هم د درېيم ځل لپاره خپره کړې ده.
د محمد ګل خان مومند د ځواب يوه برخه دلته راوړو:
(( زما غښتلى ورور بېنوا صاحب!
زه ښه روغ نه يم، نو ځکه ليک او لوست زيار راپېښوي که ډېر ضرور نه وي نه يې کوم بې دغه سږ کال خټې مې هم درلودې چې درست کال د ورغومي د مياشتې ترسره پورې په هغو اخته وم. په ژمي کې خټې درېدلې وې او وزګارتيا وه، نو کله کله به مې د کابل مجلې را واخيستلې او څو کرښې ليا کوم مضمون او مقاله به مې ولوستله، څو ورځې مخکې مې په ٢٠١ ګڼې کې د غښتلي غروال (( چې نوم او کام يې نه پېژنم)) د ځواب په ترڅ کې زما او د ځينو نورو پښتنو نه ستا ګيله ولوستله. که څه هم ته حق لرې خو موږ معذور يو او زموږ عذرونه نه دي څرګند.
زما خو بې نورو معاذيرو يو عذر د صحت ورانوالى دى، که نه دغه خو رښتيا ده چې پښتو يوازې ستا ليا د څو کسو نه ده، پښتو د پښتنو نيکونو نه راپاتې ميراث دى، چې په دغه کې درست پښتانه برخه لري او درست پښتانه بشپړه ګټه تنې اخيستلاى شي، خو وېشلاى يې نه شي... د پښتو تشريح چې د انساني، اسلامي او پښتني فضايلو بيان دى او د پخوانو پښتنو د اخلاقو، ادابو، عاداتو، دود او دستور او د ژوندانه د ډول او رواج ښوونه ده حقيقتاً خورا ګران کار دى او د هرچا د لاسه نه دي پوره، لکه چې متل دى چې (پښتو چا ترسره کړې نه ده) همدغسې چا بشپړه څرګنده کړې هم نه ده...)) (٢٠)
په لنډکۍ پښتو او پښتونواله نومي اثر کې د ژبې، پښتو او پښتونوالې په باب د وزير صيب درانه افکار ځلېدلې دي. دى په دې اثر کې د پښتو او پښتونولۍ هر اړخيز او جامع تصوير او تعريف وړاندې کوي، د يوه پښتون کرکټر ځانګړنې بيانوي او پښتو او پښتونولي د يوه مقدس، لوړ او پراخ قانون او ائين په توګه موږ ته راپېژني.
٤- روزنه:
د وزير صيب محمد ګل خان مومند بل اثر دى، چې تراوسه پورې چاپ شوى نه دى. مرحوم استاد بېنوا د (اوسني ليکوال) په درېيم ټوک کې د دې اثر يادونه کړې، خو د څرنګوالي په باب يې څه نه دي ويلي.
٥- پخلى:
پخلى د محمد ګل خان مومند بل اثر دى، چې استاد بېنوا يې هم يادونه کړې، خو د څرنګوالي په باب يې څه نه دي ويلي. دغه راز د اصلاح ورځپاڼې د ١٣٤٣/٥/٢٨ ل کال په ګڼې کې هم ددې کتاب يادونه شوې، خو په تفصيل سره پرې څه نه دي ليکل شوي.
٦- پښتني تربيه:
پښتني تربيه هم د وزير صيب محمد ګل خان مومند يو بل اثر بلل شوى، چې د اصلاح ورځپاڼې په ١٣٤٣/٥/٢٨ل کال په ګڼه کې يې يادونه شوې، خو په تفصيل يې پرې څه نه دي ليکلي.
٧- پخواني ملي او ادبي اصطلاحات:
د اصلاح ورځپاڼې د١٣٤٣/٥/٢٨ل کال نېټې د ګڼې له مخې د محمد ګل خان مومند يو بل اثر دى، چې چاپ شوى نه دى او د قلمي نسخې په توګه په دې اثر کې پخواني ملي او ادبي اصطلاحات راغلي دي. ددغه اثر په باب بايد ووايم، چې د غزني يوه روښنفکره اوسېدونکي (غلام جيلاني خان) ماته وويل: (( زموږ د ځوانۍ شپې ورځې وې، نو موږ به څو تنه روښفنکره ځوانان وخت پر وخت د بابا ليدو ته ورتلو، د هغه د ژوند وروستي کلونه وو، يوه ورځ يې موږ ته وويل، چې ما د متلونو او د پښتنو د پخو خبرو په باب يو کتاب راپيل کړى، په دې کې مې يو شمېر متلونه راټول کړي دي.)) نو زما په ګومان کېدى شي ( پخواني ملي او ادبي اصطلاحات) د وزير صيب محمد ګل خان مومند همدغه اثر وي، چې پورته مو يادونه وکړه.
ددغو ياد شويو اثارو (روزنه، پخلى، پښتني تربيه او پخواني ملي او ادبي اصطلاحات) قلمي نسخې اوس زما په واک کې نه شته، چې د نوموړو اثارو د څرنګوالي په باب بشپړې څرګندونې وکړم. خو ( زموږ غازيان) اثر د ښاغلي مولف محمد ولي زلمي په قول: (( د محمد ګل خان مومند يو وراره محمد پتنګ نومېده، چې د ده تر مړينې وروسته يې د ده د ځينو اثارو په خپرولو کې توجه کوله.)) (٢١) نو شايد د نوموړو اثارو قلمي نسخې هم له نوموړي سره خوندي وي.
دغه راز د وزير صيب محمد ګل خان مومند دوه ليکنې چې د ده په خپل لاس کښل شوي، د هېواد له نوميالي محقق حبيب الله رفيع سره موجودې دي چې تراوسه چاپ شوي نه دي.
دا ليکنې هم د وزير صيب د متفرقه ليکنو له جملې څخه دي:
١- سيمه: د ګډ هېواد او خصوصاً د پښتنو د هېواد د ساتنې او ګډ مدافعيت په اړه مطالب لري.
٢- مېلمستوب: مېلمستيا او بلنه ده، په مېلمستيا عمومي بحث او دا چې پښتانه په مېلمستيا کې ډېر يپاوړي دي خصوصي بحث کوي.
٣- ټوکې: په دې مضمون کې ټوکې په جايزو او ناجايزو برخو وېشي، جايزې له اسلامي او پښتني ادابو مخالفې نه بولي او ناجايزې له داړو سره مخالفې ګڼي.
ب- په ادبي برخه کې:
دمحمد ګل خان مومند د ژوند زياته برخه او ورځنۍ چارې د دولت پر اداري کارونو، پر پښتو پالنې د نوي پښت پر روزنې او د مهمو ژبنيو علمي اثارو پر ليکلو تېر شوى، تراوسه پورې چا د محمد ګل خان مومند د ځانګړو تخليقي ادبي اثارو په باب څه نه دي ليکلي، خو د شعرونو پخې بېلګې يې په لاس کې شته،د هغو د څرنګوالي له مخې ويلى شو، چې محمد ګل خان مومند د شاعرۍ د اوچتې قريحې او لوړ استعداد خاوند و او ښايسته ډېر شعرونه به يې ليکلي وي. دلته يې لومړى د بېلګې په توګه يو ټوټه شعر راوړم او بيا به پرې لنډې خبرې وکړم.
پښتونواله

نيکه پلار مې پښتانه وو يم پښتون
زمرى يم، زمرزى يم، زمربون
زه پښتون يمه ښکاره يم لکه لمر
و غليم ته تل ولاړ يم لکه غر
ماته ورځ د نندارې ده ورځ د جنګ
ورته درومم په اتڼ اوپه غورځنګ
د غورځي غرونه زما لکه ثنا
برېښېده د تورې زما لکه برېښنا
د زمري په څېر غورځى کړمه غړمبېږم
لوړ لوړ غرونه لکه توى غوندې بهېږم
پر غليم باندې چې راشي زما وار
اسماني تندر به وي زما ګوزار
زه پښتون يمه پښتو باندې څرګند
که دا نه وي زه به يمه خوشې شند
پاتې مړې مې له پلاره ده پښتو
ده پښتو او پښتونواله د پښتو
پښتو زده کړه ده د علم او کمال
پښتونواله ده ښه توره او ښه ډال
ښه خويونه ديانت مو ده پښتو
ښه دودونه او اداب د پښتنو
پښتونواله پښتانه هوسوي
پښتونواله پښتانه به لوړوي
په پښتو باندې وطن ګټلى شوى
په پښتو باندې وطن ساتلى شوى
هم به بيا وي په پښتو باندې ګټل
هم به بيا وي په پښتو باندې ساتل
پښتو کړمه، پښتو وايمه زه تل
ده لالى زما پښتو نه لرم بل
سر او مال مې دواړه جار دي تر پښتو
ژوند او مړينه مې نثار دي تر پښتو
پښتانه که د پښتو پر لورو ځي
دا نړۍ او ها نړۍ کې دي خوندي
پښتانه او پښتونواله دې وي تل
له پخوا نه يو په لس او يو په سل (٢٢)

که موږ د وزير صيب دې شعر او ځينو نورو شعرونو ته په ژور نظر وګورو، نو وينو چې د ده په شعرونو کې هم د پښتو پالنې، هېواد پالنې او پر ځان باندې د باور پياوړې روحيه ليدل کېږي. دى د يوه پښتون په توګه د دښمنانو پر ضد جنګ ته د زمري په څېر وردرومي، لکه خوشال بابا غوندې د غره په شان ورته په مخ کې ودرېږي او لکه امير کروړ جهان پهلوان د جنګ په ميدان کې خپله توره چلوي. خپله خپلواکي له چانه په زاريو او خيرات نه غواړي او دا لوى نعمت د تورې او ډال په واسطه خپلوي. هغه لکه يو دردمن مين له پښتو سره مينه لري، پر پښتو مين دى، هغه د پښتو ژوند لوى نعمت ګڼي او دا کار د زړه له کومي کوي، د تجمل او سينګار لپاره يې نه غواړي. هغه پښتو يو ټولنيز قانون بولي او لارويان او عملي کوونکي يې د زغم او اتلولۍ خاوندان. په شعرونو کې يې ( که د همغه وخت د شعرونو په پرتله) يې په پام کې ونيسو، هنريت، جذابيت، تبحر، روانتيا او ساده ګي ليدل کېږي او په زياتو سوچه پښتو کلمو يې پوښلي او ښکلي کړي دي. تر ډېره حده يې د نورو ژبو د کلمو له راوړلو څخه ډډه کړې ده.
په لنډ ډول ويلى شو، چې شعرونه يې په شکلي (جوليز) لحاظ، ساده، عام فهمه او د پښتو په ځانګړو وييونو ښکلي کړاى شوي دي او په محتوايي لحاظ يې، پښتو، پښتونولي، هېواد پالنه او ملت پالنه د شعرونو مرکزي فکر جوړوي.
د کميت له پلوه د وزير صيب د شعرونو په باب دومره ويلاى شو، سره له دې چې په مستقل ډول دده د شعرونو کومه ټولګه تراوسه نه ده چاپ شوې خو د شعرونو له قوت، د شعر پر ارکانو له حاکميت او د شعر له نورو بېلګو څخه يې څرګندېږي چې د شعرونو ځانګړې مجموعه يا مجموعې به يې درلودلې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery