دنازو انا یاد
د نازو انا د زوکړې د درې سوه پنځوسمې کاليزې دنمانځنې په مناسبت، د ښوونې او
روزنې د وزيرې مېرمن معصومي عصمتي ((وردګ)) وينا
درنو پوهانو، محترمو حاضرينو او ښاغلو راغلو!
خوشاله يم، چې د افغانستان د روښانفکرو ښځو او ميندو په نيابت د يوې داسې توريالۍ
او فرهنګيالۍ افغانې مېرمنې د زېږېدو د درې سوه پنځوسمې کاليزې په دې درنه غونډه کې
برخه اخلم، چې نوم به يې د افغانستان ملي او فرهنګي تاريخ تل په ځلاندو تورو خوندي
وساتي، دا مېرمن نازو انا ده.
مېرمن نازو انا نه يوازې له دې جهته د درناوي وړ ده، چې دا يوه فرهنګي ښځه وه او په
پښتو يې شعر وايه، بلکې له دې امله هم د درناوي وړ ده، چې د ميرويس نيکه غوندې يو
لوى شخصيت يې په ملي او وطني روحيه وروزه. ميرويس هغه څوک و، چې د دولسمې هجري پېړۍ
د دوهمې لسيزې په وروستيو کلونو کې يې د خپل ټاټوبي د ازادۍ او د خلکو د نجات لپاره
ملي او ولسي هلې ځلې پيل کړې، څو په پاى کې خپل مقدس مرام ته ورسېد او په کندهار کې
يې د يوه ملي حکومت بنسټ کېښوده. تر ده وروسته يې په کورنۍ کې هم دغسې مشرۍ د
دولسمې هجري پېړۍ تر دويمې نيمايي پورې دوام وموند.
سره له دې چې د نازو د کورنۍ د تسلط او حکمرانۍ دوره لنډه وه، مګر په سياسي،
اجتماعي او فرهنګي ساحو کې يې مثمريت ډېر څرګند و او د افغانانو په سياسي او
اجتماعي ژوند کې يې د يوه داسې تحرک زړى رازرغون کړ، چې د دوى د پاچهاهۍ تر ختمېدو
لږ وروسته په سيمه کې د افغانانو د اقبال ستورى په ځلېدو شو او لوى احمدشاه بابا د
افغانستان د لويې امپراتورۍ د بنسټ ډبره کېښوده او د يو پياوړي افغانستان د جوړېدو
په لاره کې يې متين ګامونه پورته کړل. د نازو انا کورنۍ سربېره پر خپل ملي او سياسي
هويت يوه فرهنګي کورنۍ هم وه. خپله نازو انا او ددې زوى ميرويس نيکه، لمسى شاه حسين
هوتک او لمسۍ مېرمن زينبه د پښتو ژبې شاعران وو. دوى د شاعرۍ ترڅنګ شعر دوستان او
فرهنګ پالونکي هم وو. په خاص ډول د شاه حسين هوتک پاچاهۍ دوره د افغاني فرهنګ د ودې
په پروسه کې د عطف ټکى دى.
د دوى په شاهي قصر کې د ادبي دربار موجوديت او په دې دربار کې د شاعرانو، اديبانو
او عالمانو راټولېدل ددې کورنۍ د علمدوستۍ او فرهنګ دوستۍ ښکاره ثبوت دى. سره له دې
چې ددې کورنۍ د حکومت تر سقوط وروسته د دربار ډېر زيات اثار له منځه ولاړل، خو څه
چې را پاته دي، هغه هم خورا غنيمت اثار دي او اوس د همدغو محدودو راپاتو اثارو پر
استناد موږ د خپل فرهنګي او ادبي تاريخ اساسات بنا کوو. د کندهار د هوتکو پاچاهانو
دغو فرهنګي او ملي هڅو ته د احترام سرونه ټيټوو.
دغسې چې د ميرويس خان هوتک تر مشرۍ لاندې د کندهار د ولسونو ملي غورځنګ د افغانانو
د ملي تاريخ يو ښکلى فصل دى. دغه ډول د ده د زوى شاه حسين هوتک په دربار کې رامنځته
شوى ادبي غورځنګ زموږ د ادبياتو په تاريخ کې خپل لوړ مقام لري. د نازو انا د شخصيت
يو بل بعد دادى، چې مورخينو دا مېرمن ډېره زړوره، بهادره او د سخاوت او شجاعت
خاونده مېرمن توصيف کړې ده. موږ نازو انا د افغانستان د ښځو نهضت په تاريخ کې د څو
بعدي شخصيت خاونده مېرمن ګڼو.
ددې مېرمنې شجاعت او مېړانه دومره وه، چې په خپل وخت کې يې له خپل پلرني ټاټوبي څخه
بريالۍ دفاع کوله او په سخاوت کې هم زيات شهرت لري. تر دې چې فکري او هنري استعداد
يې تر دې حده و، چې په پښتو ژبه يې د شعر دفتر له ځانه په يادګار پرېښود.
درنو پوهانو او ګرانو حاضرينو!
زه د نازو انا ملي، اجتماعي او فرهنګي کارنامو ته د احترام د وړاندې کولو ترڅنګ د
خوشال له فرهنګي ټولنې څخه د زړه له کومي مننه کوم، چې ددغې فرهنګيالۍ او توريالۍ
افغانې مېرمنې دنامه د راژوندي کولو او ددې هڅو ته د درناوي په منظور يې دغه درنه
غونډه جوړه کړې ده.
د نازو انا کارنامې دې تل د افغاني ميندو سر مشق وي
ستاسو له توجه تشکر.