دنازو انا یاد
دا اثر او دويم چاپ
پر ١٣٦٩ل کال د لړم د مياشتې پر (٢٥)مه نېټه په کابل کې ((خوشال فرهنګي ټولنه))
جوړه شوه، په دې ټولنه کې په لسګونو څه، چې په سلګونو هغه افغان ليکوال، شاعران او
کلتورپالي راټول شوي وو، چې پر خپل هېواد او ملي کلتور يې تر هر چا زيات زړه سوزېده
او د ملي فکر څښتنان وو. زه دا مهال ددې ټولنې د ځوانانو د ادبي انجمن مسئول وم. دې
ټولنې له خپل تاسيسه، بيا په کابل کې د جنګونو تر پيل، په نږدې يو کلن بهير کې ډېر
مهم او په زړه پورې فرهنګي کارونه ترسره کړل، څو عنوانه کتابونه يې چاپ کړل او تر
لسو زيات علمي سيمينارونه او ورکشاپونه يې جوړ کړل، دا هغه برى و، چې په دې دومره
کمه موده کې، په کابل کې هېڅ دولتي او نادولتي ټولنې تر دې مهاله نه و ترلاسه کړى.
دې ټولنې د همدې يوه (١٣٧٠)ل کال په بهير کې د نازو انا په ياد، په ملي کچه يو
سيمينار جوړ کړ، ټولنې ماته دنده راوسپارله، چې په دې سيمينار کې اورول شوې او نا
اورول شوې ټولې ليکنې سره راټولې، ايډيټ او چاپ کړم. ما دا کار وکړ او د ١٣٧٠ل کال
پر وروستيو مياشتو مې دا کتاب چاپ ته تيار کړ. دا په داسې حال کې و، چې زه د پوهنځي
د څلورم ټولګي محصل وم او د فراغت وخت مو رانږدې کېده، د پايليک (مونوګراف) ليکنه
او نور ګڼ کلتوري مصروفيتونه هم را ترغاړې و. هره ورځ به ماسپښين مهال د کابل- جلال
اباد پر لويه لاره، د کابل هوتخېلو سيمه کې اريانا چاپخونې ته ور روان وم. کله به
په چاپخونه کې کاغذ نه و، کله به کاريګر نه و، کله به برښنا نه وه او کله به نورې
ګڼې ستونزې وې، خو فرهنگي ولولې، دا ټولې ستونزې له موږه هېرولې، ددې ترڅنګ سياسي
وضعه هم ډېره وېروونکې وه، داسې اټکل کېده، چې د ډاکټر نجيب الله حکومت به نسکور شي
او په کابل کې به يوه سخته ګډوډي رامنځته شي، اريانا چاپخونه دا مهال په افغانستان
کې يوه ډېره لويه او مجهزه چاپخونه وه خو د کاغذ د کمښت له ستونزې سره مخ وه، که نه
خو دا چاپخونه دومره مجهزه او سمباله وه، چې د ورځې يې هم يو کتاب چاپولاى شو. موږ
چې د افغانستان حالت ښه درک کړى و او د راتلونکي اټکل مو هم کولاى شو، نو تر وروستي
بريده مو هڅه کوله، چې کتاب شي،که څه هم په چندان ښه کاغذ نه وي، سره له دې چې دا
کتاب موږ د دولت په لګښت نه چاپوه او خوشال فرهنګي ټولنې چاپوه، خو بيا هم که
پخواني حالات او امکانات واى، تر دې ښه چاپېدلاى شو. پر کتاب مې ډېر بېړنى او ضربتي
کار وکړ او د ١٣٧٠ل کال پر وروستيو شپو ورځو؛ مخکې تر دې چې کابل ته د جګړو فصل
راورسي، چاپ کړ. دا نو زما په فرهنګي ژوندانه کې د ډېرې خوښۍ يوه ورځ وه. د ١٣٧١ل
کال د ثور تر (٦) مې نېټې وروسته، په کابل کې جګړې پيل شوې، بيا نو ددې چاپخونې نښه
او نبيره چا ونه ليدله، څه چې يې درلودل، ويجاړ، لوټ او پر پاکستان وپلورل شول. دا
ددې اثر د لومړي چاپ داستان و. په کابل کې دا مهال زما او زموږ د نورو ليکوالو په
زيار اکثره چاپ اثار، دا او دېته ورته داستان لري. له دې کيسې څخه مې هدف دا دى چې
زموږ په هېواد کې فرهنګي کار، هغه هم د جګړې پر مهال او د جګړېه نسل د واک په بهير
کې، څه اسانه خبره نه ده. اوس چې د خداى(ج) په فضل په هېواد کې د چاپ امکانات او
تخنيکي چارې اسانه شوي، موږ بايد پخوانى محروميت او اوسنى ضرورت دواړه خړوب کړو،
خپل ټول هغه اثار چې هنري، تاريخي، کلتوري، علمي او نور ارزښتونه لري، بيا له سره
چاپ او د مرګ له خطره وژغورو، اوس د کمپيوټر او انټرنيټ زمانه ده، له دې تخنيکي
امکاناتو، چې اوس هم موږ ګټه نه پورته کوو، نو بيا خو بايد ځان په مړو او ويدو
قومونو کې حساب کړو او مرګ ته خپله پښې وغځوو. يو ځل چې د کمپيوټر او انټرنيټ څپو
ته يو اثر ورسېد، بيا يې نو د مرګ قاصدان په اسانۍ نه شي وژلاى، نو موږ بايد د
زمانې له همدغه رمز او امکان څخه ګټه پورته کړو، ځکه خو زه دا کتاب او نور کتابونه
د همدغه رمز په رڼا کې، نه يوازې دا چې بيا له سره چاپوم، بلکې سي ډي ګانو کې يې هم
ثبتوم او د انټرنيټ په څپو کې يې بېلابېلو وېبپاڼو ته هم ورسپارم، چې د مرګ له بلا
څخه وژغورل شي.
دا چې دا اثار به څومره زموږ اوسني او راتلونکي نسل ته ګټور وي او زموږ ټولنې ته به
يې ګټه څه وي، دا قضاوت به لوستونکو ته پرېږدم، زه اوس خپل مسوليت رفع کوم، قضاوت د
لوستونکو کار دى او زه ځان ته د چا په قضاوت کې د مداخلې حق نه ورکوم، نو د يو ساده
يا مبتدي ليکوال په توګه دومره وايم، چې د خپل تېر او راتلونکي نسل ترمنځ کلتوري
خلا نه شم زغملاى، زموږ اوسنى فرهنګيالي پښتانه ته په کار دي، چې د تېر او راتلونکي
نسل ترمنځ کلتوري پُل وغځوي او د پوهې په دې زمانه کې کلتوري خلا ته اجازه ور نه
کړي.
د همدې ارمان په ارمان
پوهندوى محمد اسمعيل يون
ارګ- د جمهوري رياست ودانۍ
کابل- افغانستان
١٣٨٧ل کال، دسلواغې ٧مه