د اتلسمې ميلادي پېړۍ په دېرشمو او څلوېښتمو كلونو كې "د افشاري استبدادونو
پرضد د افغانانو پاڅونونه" رساله د كانديد اكاډميسين محمد اعظم سيستاني له
ګټورو، علمي او څېړنيزو كارونو څخه دى، چې هم د موضوع ټاكنې له مخې، هم د
څگېړنې د څرنـګتيا او هم يـې د ليكنې او ژبې له مخې په هېواد كې سارى لږ
ليدل كېږي.
ليكوال په پيل كې په ختيځ كې د فيوډالي نظام او د هغه د ظالمانه چلند يوڅرك
راښوولى، وروسته يـې د علمي نړۍ ليد (جهانبـينۍ) په رڼا كې د نادرافشار
فيوډالي دولت بڼه له ټولو ختيزو (شرقي) غوسه ناكو څرنـګتياوو سره په منونكي
منطق ارايه كړې ده.
د نړۍ نيولو لپاره د نادر افشار ناپايه حرص، د شتمنيو او پيسو راټولونه، د
نيول شويو سيمو د اوسېدونكو لوټونه او له پاڅون كوونكو كسانو څخه غچ
اخيستنه، د سرونو يادګاري منارونه او په زور او شكنجو سره د تپل شويو
مالياتو اخيستنه، انسان د (شرقي دسپوتيزم) كليمې رښتينې مانا ته رسوي.
سربېره پردې ليكوال د نادرفيوډالي دولت د استبدادونو د ناوړو استفادو پايلې
چې غوښتل يـې خلك او بېلابېل او نا ورته مليتونه په زور سره د نېزو په څوكو
او د سرونو د منارو په ښودلو په خپله واكمنۍ كې راولي، په پرله پسې دهقاني
پاڅونونو كې ښه انځور كړي او ښودلې يـې دي، چې د فتحه شويو سيمو خلكو ددې
ګټو اخيستنو او ظلم پر وړاندې څنګه غبرګون ښودلى او د ظلم له منګولو څخه د
خلاصون په موخه څنګه جنګېدلي دي. تر هغه ځايه چې ليكوال خبر دى، هغه ګڼ
شمېر آثار چې تر اوس مهاله د منځنيو پېړيو د تاريخ په هكله كښل شوي، يوازې
د افقي پېښو څرګندوى دي او د خلكو د ژوند د اړيكو په اړه لږې څرګندونې په
كې شوي، خو ښاغلي سيستاني د تاريخي پېښو د څرګندونې له هماغه پيله بنسټيزو
مسايلو ته پاملرنه كړې او هڅه يـې كړې چې د ټولو پېښو ترسره كېدنې د ټولو
عملونو او غبرګونونو په مقياس كې وسنجوي، چې د ټولنيزو دښمنو ډلو ترمنځ
روانې دي.
ليكوال د كتاب په پاى كې د نادر افشار د ظلمونو پرضد د خلكو پاڅونونه او په
دغو پاڅونونو كې د هرې ډلې موخې ( چې له بده مرغه ډېر پاڅونونه د پاڅون
كوونكو له ماتې سره مله وو). په ځير سره شنلي او ددې ماتو علتونه يـې هم
جوت كړي دي.
پر دې بنسټ، ليكوال يوازې د صادقانه بيان له مخې د هېواد ددې لنډې خو
ارزښتمنې دورې په بيان سره بل مقصد هم لرلى، چې هغه د هدف لرونكي او مسئول
انسان په توګه د لوستونكو پوهونه ده.
زه چې ددې ليكوال له ډېرو آثارو سره اشنا يم، ويلاى شم چې د ښاغلي سيستاني
ليكنې د اېډيالوژيك جوړښت له مخې پاموړ او ارزښتمنې دي او لوستونكي يـې د
هر اثر تر لوستو وروسته، ټاكلو سياسي او تاريخي نتايجو ته رسېږي.
اوسنى اثر هم ددې هڅاند ليكوال ليكنه ده، سره له دې چې د اتلسمې پېړۍ د
دېرشمو او څلوېښتمو كلونو په بهير كې د هېواد ټولنيز، اقتصادي او سياسي
حالات څرګندوي، د هغو كارونو څرګندونه هم كوي، چې په ختيځ (شرق) كې د نوي
سياسي نظم د تشكيل او جوړښت سبب شول او متمركزو فيوډالي حكومتونو ته د
پښتنو عدل غوښتنه هم څرګندوي.
ليكوال ته د بري په هيله دا كتاب يو ګټور او بكر اثر ګڼم او د يوه پوهنيز
تيزس په توګه يـې د چاپ وړ ګڼم او د تاريخ مينه والو ته يـې د لوستلو
لارښوونه كوم!.
كانديد اكاډميسين ډاكټر اكرم عثمان
1367/ 11/ 10ل كال