د پښتو په ځينو لهجو کي د � له � او � تر � د اداتو تر منځ ګډوډي او التباس ليدل
کيږي؛ مثلاً ويل کيږي پلانۍ له ځانه تېر دﺉ . په پښتو کي د دوو نومونو يا دوو
صفتونو د پر تله کولو له پاره اصلاً د � تر � ټکی کاريږي؛ خو په ځينو لهجو کي د �
تر � پر ځای د � له � ټکی کاروي؛ د مثال په توګه وايي : احمد له محموده کوښښي دﺉ .
د دې جوملې سمه او غوره بڼه دا ده : احمد تر محمود کوښښي دﺉ . دغه راز په دې دوو
جوملو کي : � سور رنګ تر تور رنګ ښايسته دﺉ . � او � سور رنګ له توره رنګه ښايسته
دﺉ . � لومړۍ جومله د فصاحت او بلاغت له پلوه، خونده وره او غوره ګڼله کيږي . په
ځينو جوملو کي د � له � او � تر � ادات په ګډه د ځای، وخت، وګړو او شيانو تر منځ د
جلاوالي د څرګندولو له پاره کاريږي : له کابله تر کندهاره، له کلي تر ښاره، له
احمده تر محموده، له مېزه تر چوکۍ، له سهاره تر ماښامه او داسي نور .
په دې جوملو کي � له � د دوو ځايونو، دوو کسانو، دوو زماني واټنونو، د دوو شيانو تر
منځ د بېلوالي پيل؛ او � تر � يې وروستۍ پوله ښيي .
که په پورتنييو جوملو کي د � له � پر ځای د � د � ادات کار سي، بيا هم د جوملې مانا
څرګنده ده؛ مثلاً د سهاره تر ماښامه، د کابله تر کندهاره . د پښتو ادب په بېلابېلو
اثارو کي د دې ډول جوملو مثالونه او بولګې خورا ډېري دي .
د پښتو په ځينو لهجو کي د � له � پر ځای د � ته � ادات کاريږي؛ د مثال په توګه وايي
: احمد ښار له تللئ دﺉ . احمد نن کور له نه راځي . کتاب مي د مېز خوا له ايښی دﺉ .
په دې وروستۍ جومله کي د � خواله � ټکی، چي په حقيقت کي د � خوا ته � بل وريانټ دﺉ،
د � خواله � له ټکي سره التباس مومي، چي د راز، همرازۍ، پټو خبرو، راز ونياز، غم
شريکۍ او داسي نورو په مانا دﺉ . په داسي جوملو کي د � له � ادات له خپلي لومړنۍ
مانا سره ګډوډي پيدا کوي . ښه به دا وي، چي داسي ووايو : احمد ښارته تللئ دﺉ . احمد
نن کور ته نه راځي . کتاب مي د مېز خوا ته يا د مېز څنګ ته ايښی دﺉ او داسي نور .
لکه څنګه چي مو مخکي هم يادونه وکړه ، د پښتو په بېلابېلو لهجو کي د مختلفو ټکو د
التباس او ګډوډۍ مسأله دلته نه ختميږي . متأسفانه دا فهرست ډېر اوږد دﺉ؛ او د خورا
اوږدې او مفصلي ليکني غوښتنه کوي . دلته په دې لنډ بيان کي د دې خبري يادونه ضروري
ده، چي پښتنانه ژبپوهان، ليکوال او څېړونکي بايد پر دغه راز التباسونو سربېره د � و
� د بېلابېلو ډولونو ( معدوله، معروف او مجهول ) او د ځينو ټکو په پای کي د زورکي د
التباس ستونزي ته هم جدي پام واړوي . دکوزي پښتونخوا له ځينو ليکوالو پرته، نورو
پښتنو ليکوالو د دې دوو مشابه ټکو تر منځ توپیر نه دﺉ کړی :
زړه / әṛz / [ د ز په سکون ] دل، قلب، زړونه جمع .
زړه /́a ṛ a z / [ د ز په زورکي، خج پر دوهمه څپه ] پخوانۍ، قديمي، قبلي، تېره سوې،
کهنه، ګذشته، زړې جمع .
په ليکلو کي د دې دوو ټکو د بېلولو له پاره ديوې کوچنۍ نخښي کاروَنه په اسانۍ سره
دا التباس له منځه وړي .
دغه راز د � و � د درو ډولونو تر منځ په ليکلو کي هيڅ توپير نسته . خوان (n ā x)،
کور ( ork )، سور ( sur )، ولايت (t áγā wal ) ټول په يوه راز � و � کښل کيږي، حال
داچي د فونولوژۍ له اړخه د � و � د دې ټولو ډولونو تر منځ لوی توپيرونه سته . په
خوان (n ā x)کي � و � نه ويل کيږي ( په خواست، خواهش، خويش او ډېرو نورو ټکو کي هم
� و� همدا بڼه لري ) ؛ په کور( ork ) کي اوږد يا مجهول � و � او په سور( sur ) کي
لنډ يا معروف � و � کار سوی دﺉ . د � و � د دې ږغونو تر منځ ډېر توپير سته ، بايد
په ليکنه کي يې بېلوالی وسي، چي د هر ډول ګډوډي او التباس مخه ونيول سي؛ او خلګ يې
په ويلو کي له هيڅ ربړ او تکليف سره مخامخ نه سي . لوی استاد - علامه حبيبي (
۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) په پښتو ږغپوهنه يا فقه الصوت کي د هغه � و �
يادونه هم کوي، چي په سر کي يې زورکی وي؛ لکه کټو( دېګلی )، ببو او داسي نور (
حبيبي، پښتو ږغپوهنه يا فقه الصوت ، شل مقالې ۷، ۱۴۲ . )