لکه څنګه چي د پښتو ژبي او ادب بابا، لوی استاد علامه حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳
ش/ ۱۹۸۴م ) هم په ټينګار سره يادونه کړې ده د پښتو ژبي لغوي، ادبي، فرهنګي او علمي
سرچينې زياتره د پښتنو په کلو او بانډوکي پرتې دي . ځيني ارزښتناکي پانګي د زمانو
له جور و ظلمه بېخي له منځه تللي دي؛ او ځيني نوري يې زموږ د بې غَوْرۍ له امله ورځ
په ورځ د تباهۍ په حال کي دي . پښتانه منورين او د پښتني ميراثونو د خوندي کولو
ټولي ادارې بايد په ګډه د خپلو خورو ورو پانګو په را غونډولو کي يوبل ته لاس ور کړي
. که د پښتنو په غرونو او دښتونو کي دا ګران بيه لغوي، ادبي، کلتوري او علمي زېرمي
را ټولي سي؛ اوله نوو علمي لارو چارو څخه په کار اخيستني سره، خلګو ته د قاموسونو،
اطلسونو،کتابونو او نورو ګټورو سرچينو په بڼو وړاندي سي، هيڅ شک او ترديد نسته، چي
پښتو ژبه به د پخوا په پرتله ډېره غني او بډايه سي . په ډېرو ځايونو او حالاتو کي
به بېخي د دې اړتيا نه وي ، چي ژبپوه يا اديب بې څېړني او پلټني له ځانه لغتونه او
اصطلاح ګاني جوړي کړي؛ او په خپلو جعل سوو ټکو، ترکيبونو او اصطلاحاتو سره د پوهانو،
څېړونکو، په تېره بيا عامو وګړو مخالفت او مقاومت را وپاروي .
د پښتنو په بېلابېلو سيمو کي د لغوي پانګو، شفاهي او کتبي ادب د راټولولو په اړه
يوه بله ارزښتناکه خبره داده، چي راغونډي سوي کليمې يا اصطلاح ګاني بايد د شخصي ذوق،
لهجه يي تمايلاتو او نورو ناسمو کړنو له مخي د يو بل پر ځای و نه درول سي . کله چي
د پښتو ژبي پخواني او هېر سوي کليمات، ترکيبونه او اصطلاحات په علمي لاره راټول او
خپاره سي، يوازي ولسونه د اسانۍ، سادګۍ، خوږوالي او پوخوالي پر بنسټ په هغو کي د
چاڼ کولو حق لري؛ مثلاً پښتانه د � طفل � د عربي ټکي يا د � کودک � د پارسي ټکي له
پاره � کوچنی �، � کمکی �،� ووړ �، � وړوکی �، � وړکوټی �، � ماشوم � � معصوم �، �
حيوان � او داسي نورو ټکي کاروي، چي ځيني يې سوچه پښتو، ځيني يې پردي او ځيني نور
يې په پښتني کټو کي ايشېدلي يا په بله اصطلاح مفغن سوي ټکي دي . د ذوق څښتنان
هيڅکله ، په دې ډله کي د � معصوم � او � حيوان � کليمې نه خوښوي؛ ځکه له يوې خوا
پردي ( عربي ) ټکي دي، چي ويل او ليکل يې موږ پښتنو ته ګران دي؛ او له بلي خوا د
پوخوالي او لوړ ذوق غوښتنو ته جواب نه وايي . هيڅ هوښيار او پوه پښتون نه غواړي، چي
خپل بچي ته د � کوچني �، � کمکي �، � واړه �، � وړکوټي � او نورو پر ځای د � حيوان
� لغت استعمال کړي . هغه کسان، چي کوچنی يا ووړ د حيوان په نامه بولي، د ښه او لوړ
ذوق څښتن نه بلل کيږي . دغه راز ، د پښتو په بېلابېلو لهجوکي د � فرياد� پر ځای
غلبله، کوکاره، بلغاکه، غړانګه، ناره، سوره، چيغه، کرږه، کوکه، بوغاره ( بغاره )،
بروه، سانده، کوربل، غوغا، انګولا او داسي نوري کليمې استعماليږي ( کاکړ، او حبيبي،
سپېڅلې پښتو ۲۰۴) . دا ټول ټکي د پښتو لغوي پانګه ده . بايد کوښښ و نه سي، چي په
دغو ټکو کي يوازي يو لغت د نورو ټولو پر ځای ودرېږي؛ او په دې توګه د پښتو د ډېرو
سپېڅلو او مروجو کليمو وژلو او ورک کولو ته لاره هواره سي . د لته د يوې يا بلي
لهجې د اصالت، اکثريت او اقليت يا د پښتو د هري لهجې ځينو ټکو او اصطلاحاتو ته د
ونډي ورکولو په شان خبري، هيڅ علمي اساس او تاداو نه لري . د پښتو ژبي بېلابېل
قاموسونه يا سيندونه بايد د پښتو د ټولو لهجو لرغوني او متروک ( ارکاييک ) ټکي د
هغو له سم / سمو تلفظونو، ډول ډول ماناوو، بېلابېلو بدلونونو، ادبي نظايرو او
جغرافيايي موقعيت سره خلګو ته وښيي . خلګ په خپله خوښه د � ښه منلو او ناوړه
پرېښوولو� له قاعدې سره سم، تر ټولو ښه او خونده ور ټکي اخلي او ناوړه پرېږدي؛ مګر
له بده مرغه په دې برخه کي تر اوسه سمه لاره نه ده خپله سوې . د پښتو ژبي د اوسني
دور ځينو ژبپوهانو او اديبانو په يوه او بل ډول کوښښ کړی دﺉ، چي په پښتو لهجو کي
دود ټکي، ترکيبونه او اصطلاحات له خپلو وضعه کړوکليماتو سره يو ځای د معياري او کره
پښتو په توګه، پر نورو خلګو وتپي . په دې اړه خبري نور نه اوږدوو؛ ځکه هغه چي ښکاره
دي، بيان او استدلال ته اړتيا نه لري؛ خو دا خبره بايد په څرګندو او روښانه ټکو
ووايو، چي موږ بايد هيڅکله يوه سوچه، اصيله او زړه پښتو کليمه د بلي په رواجولو سره
له منځه يو نه سو؛ ځکه ټولي لرغوني او زړې کليمې زموږ د سپېڅلي پښتو اررښتناکه لغوي
پانګه ده . داسي ستره پانګه بايد هيڅکله په پوهي يا ناپوهۍ سره له لاسه و نه باسو .
د معيار مقام ته د پښتو د سوچه کليمو يا نوو جوړو سوو ترکيبونو رسول، يوازي د سليم
ذوق په خاوندانو اړه لري . له پښتو سره د خواخوږۍ او دلسوزۍ مدعيان بايد په ژبه کي
له خپلو نفسي تمايلاتو او راز راز خطرناکو لوبو لاس واخلي . همدغه رنګه بايد د پښتو
ژبي د سپېڅلتيا او بډايتوب په هيله هيڅکله تر اوبو دمخه ګاولي و نه باسو . د دې
پښتو متل مانا دا ده، چي هر پردي ټکي او اصطلاح ته د سم پښتو لغت او اصطلاح د
موندلو په خاطر بايد، لومړی د خپلي سپېڅلي او شتمني ژبي په بېلابېلو لهجو کي څېړنه
او پلټنه وکوو؛ د پښتو د کلاسيک، منځني او معاصر پېر د ټولو اثارو پاڼي واړوو؛ او
هري ستونزي ته د حل لاره و مومو . که مو د خپلو ولسونو په ژبه او دودونو، ادبي او
علمي اثارو کي د هغې له پاره د حل څرک پيدا نه کړ، بيا نو په علمي او معقولو لارو
سره د نوي ټکي، نوي ترکيب او نوي اصطلاح په جوړولو لاس پوري کړو؛ او په دې کار کي
هم د اسانتيا، سادګۍ، خوږوالي او پوخوالي له چوکاټه و نه وزوو .