بله هغه کلیمه، چي خلګ يې په تېروتني سره د � احتياط � مفغنه بڼه ګڼي، د � اتيات �
ټکی دﺉ، چي ژوره اريايي ريښه لري . د استاد المحققين، علامه حبـــــــــيبي، په نظر
� اتيات � په توجه، غوَر او تدقيق سره د يوه کار کولو ته وايي؛ لکه څنګه چي وايي :
اتيات کوه غوزار نسې ! پردې سربېره ، د صبر او تقوا په مانا هم د دې
کلـــــــــــــــــيمې د استعمال يوه بولګه داسي وړاندي کوي :
اتياتي ياره راته ګوره!
نن دي کاله ته په روا نکاح در ځمه !
لوی استاد، د � اتيات � د اريايي ريښې د زباتولو له پاره، په سنسکريت کي د اتيت (Atit)
کليمې يادونه کوي، چي د زاهد، متقي او پارسا په مـــاناوو راغلې ده . د سنسکريت دا
مانا د پښتو له � اتيات � او � اتياتي � سره مشترکه ريښه لري ( حبيبي، د پښتو لغاتو
د تحــقيق لاري، شل مقالې ۷، ۱۰۲ - ۱۰۳) .
هغه کسان چي بې څېړني او پلټني، د خپلو اشنا او مأنوسو ټکو پر ځای نوي کليمې،
ترکيبونه او اصطلاحات جوړوي، بايد په دې واقعيت ځانونه ښه خبر کړي، چي زموږ د ژبي
ډېري کليمې او لغتونه له نورو اريايي ژبو سره ګډي ريښې لري . داسي ټکو، اصطلاحاتو
او عبارتونو د تاريخ په اوږدو کي تر بېـــــلابېلــو سياسي، اجتماعي، فکري، فرهنګي
او اقتصادي بدلونونو وروسته، خپله اصلي بڼه تر ډېري ګچي اړولې ده . په نورو ژبو کي
د هغو پراخ کارېدنګ په دې مانا نه دﺉ، چي ګوندي داسي ټـــــــــــکي پښتوله پردو
ژبو څخه اخيستي دي؛ اود دې غلط تحليل له مخي بايد، د هغو پر ځای د چا خبره له سره
نوي � سوچه � پښتو ټکي او ترکيبونه جوړ سي . د داسي کليــمو او اصطلاح ګانو له پاره
د نوو ټکو وضعه کول، هيڅ علمي او منطقي جواز نه لري؛ ځکه په زياترو اريايي ژبو کي
دهغو اصلي ريښه تر اوسه ژوندۍ ده. داسي ټکي او ترکيبونه له پېړييو پېړييو راهيسي په
پښتو ژبه او ادب کي باب دي؛ خود پښتو ژبي د ځينو بې خبره لغت جوړوونکو په ګومان يې
يوازنۍ ګونا ( ګناه ) دا ده، چي په نورو اريـــــايي ژبــــو مثلاً پارسي او هندي
يا ځينو سامي ژبو لکه عربي يا ځينو تورکي الاصله ژبوکي هم په خورا پراخ لاس کاريږي
.
انسان د لوی څښتن داسي مخلوق دﺉ، چي تل له تنوع او رنګارنګۍ سره مينه لري . په
انسان کي د پلټني او نوښتګرۍ ناپايه مينه، له محدودو پـــــــــولو او يــــو رنګۍ
سره ښکاره تضاد لري . دا د انسان خوی او فطرت دﺉ، چي تر يوه رنګ په څو رنګونو، تر
يوې کليمې په څو کليمو، تر يوې راديويي او تلـــويزيوني شبکې په څو شبکو او
کانالونو خوشاله کيږي؛ خو د ورځپاڼو، مجلو، راديويي او تلويزيوني شبکو ډېروالی يې
په زړه کي د سينما، ژوندييو نندارو، نڅاوو، موسيقۍ او نورو هونرونو ميـــــنه هم نه
لږوي . ژبپوهان، اديبان او شاعران بايد په خپلو علمي او هونري اثارو کي د ژبي لغوي
او ادبي پانګي لا پسي پراخي او بډايي کړي؛ نه دا چي په خپلو حق او نا حق لغت جوړونو
سره، په خلګو کي د ژبي د فردي کولو او انحصاري کولو پر لور ګامونه پورته کړي .
د افغاني فرهنګ په پراخ اسمان کي تلپاته او ځلانده ستوری، علامه
حبـــــــــــــــيبي، په يوه ځغلنده علمي کتنه کي، د ژبي دسوچه کولو ناکام بهير ته
داسي ګوري :
� د ژبو د سپېڅلتوب او خالص کولو شوقيان په هر ولس کښي هر وخت ډېر وي، مګر دا شوق
او هوس کوم پوخ اساس نه لري . زما په عقيده د فطـــــــــرت له سيره مخالف يو بې
ځايه هوس دﺉ . ژبه خو په حقيقت کښي فقط د افهام او تفهيم آله ده، نو چي يو ملت په
ځينو الفاظو يوله بله ښه سره پوهېږي او هيــــــــــڅ مشکلات نه وي ورته، څه ضرور
دﺉ، چي دوی به نوي لغات او کلمات له ځانه تراشي يا به ځیني وحشي او نامأنوس الفاظ د
مدني او منلو الفاظو پر ځــــــــای دروي ؟ � ( حبيبي، د ژبو مشترک کلــــمات، شل
مقالې ۷، ۷۳) .
البته د دې خبرو مفهوم دا نه دﺉ، چي لوی استاد په پښتو کي د نوو ټکو او اصطلاحاتو د
جوړولو کورټ مخالف دﺉ . لکه څنګه چي پوهېږو، هره ژبه او له هــغې ډلي څخه پښتو د
خپل بشپړتيا له پاره نه يوازي د خپلو لرغونو پانګو بيا را ژوندي کولو او دودولو ته
اړتيا لري؛ بلکي له بېلابېلو طبيعي او غېر طبيـــــــــعي بدلونونو سره ګام په ګام
د نوو ټکو، نوو ترکيیبونه او نوو اصطلاحاتو جوړول، د پښتو ژبي د بشپړتيا بله ضروري
او مهمه لار ده . د دې تر څنګ د هغو کليمــــــــو، عـــــــــبارتونو،
تعـــــــــبيرونو او اصطلاح ګانو کارونه هم د پښتو ژبي د پراختيا او پر مختيا پوخ
ضمانت کوي، چي له پېړييو پېړييو راهيسي زموږ د خلګو په ژبه، ادب او نورو
برخـــــــــــو کــــــــــي د يوه نه بېلېدونکي عنصر په توګه اخښلي او بخښلي دي .
د لوی استاد، علامه حبيبي، د لوړو علمي نظريو په رڼا کي د پښتو ژبي د کمال او
بشپړتابه مسأله تر بېل سرليک ( په پښتو کي بايد د خپلو او پردو ټکو تر منځ څنګه
انډول وسي ؟ ) لاندي په لنډه توګه څېړو.