هغه مفغن ټکي، چي په ترتيب او اوډنه کي يې ډېر بدلون راغلئ وي . د اِبدال، تخفيف،
تزييد، حذف او ترخيم له کبله يې اصلي بڼه بېــــخي اوښتې وي؛ او پــه پښتو ژبه کي
يې نوی رنګ اخيستی وي؛ لکه منځوی، چي د � ميان � او � منځ � له ټکو څخه پيدا سوی
دﺉ؛ صباح او سبا، سحر او سهار ( د دې لغت له پاره، د پښتــو اصلي ټــــکی ګهيځ دﺉ
)، فاتحه او پاتا، آويزان او الوېزاند، آزمايش او ازمايښت ( ازميښت، ازمويښت يا
ازموينه)، کاهش او کاهښت، خواهش او خواهښت، خارش او خارښت او داسي نـــور په دې ډله
کي دي ( حبيبي، سپېڅلې پښتو کز) .
په پښتو ژبه او ادب کي په سلګونو داسي ټکي ، ترکيبونه او اصطلاح ګاني سته، چي له
پېړييو پېړييو راهيسي د پښتنو په ورځنييو خبرو او محاورو کي داسي ګــــــــډ سوي دي،
چي اوس يې څوک د پردي والي ګومان هم نه کوي . ځينو ځينو خو يې په پښتو کي خورا ډېر
بچي هم پريښي دي؛ او هر يو يې د پښتو ژبي په لغوي او مانوي شتمنۍ کي لويه برخه لري
.
مخکنييو خبرو ته په پام کولو سره ويلای سو، چي د سوچه کولو په نامه له پښتو ژبي څخه
د داسي ټکو، اصطلاحاتو او ترکيبونو ايستل ډېر ناوړه او تــــاواني کار دﺉ؛ ځکه ژبه
تر هر څه مخکي د پوهېدو او پوهولو وسيله ده . په هغه څه چي زموږ مندي او پلرونه،
وروڼه او خوندي، خپل او اشنا او په پای کي د ټولني هر وګړی په ډېري اسانۍ سره
پوهېږي، ولي بايد د داسي جعل سوو او نامأنوسو ټکو له خوا وشړل سي، چي زموږ خلګو يې
له سوونو کلونو راهيسي نوم هم نه وي اورېدلئ؛ او نه يې د استعمــال په ځايونو
پوهېږي . موږ بايد په دې روښانه حقيقت ځانونه پوه کړو، چي د امير کروړ ( د پټي
خزانې له روايت سره سم په ۱۵۴ هـ ق کي مړ ) عصر زموږ څخه تقريباً ديارلس سوه کاله
پخوا تېر سوی دﺉ . د زمانو سړو او تودو زموږ په ژبه، ادب او تاريـــخ کي ډېر ژور
بدلونونه راوستي دي . د دغو بدلونونو څو اړخيزو اغېزو ته په ژوري کتني سره اوس دا
خبره ناممکنه برېښي، چي د امير کروړ د عصر او پېر ژبه بيرته له سره راژوندۍ کــــړو
. لکه څنګه چي په دې سوونو کلونو کي زموږ د خلګو د ژوندانه هيڅ شی پر خپل حال نه دﺉ
پاته، نو څنګه کېدای سي چي ژبه د يوه ژوندي او خوځنده ټولنيز موجود په توګه پر خپل
پخــــواني حال پاته وي ؟ په هماغه ډول، چي زموږ پخوانييو پښتونو ( نسلونو ) خپل
ځای موږ ته پرېښود، په ژبو کي هم د لرغونو ټکو، ترکيبونو او اصطلاحاتو پخواني
نسلونه خپـــــل ځای نوو نسلونو ته پرېږدي . زاړه کليمات مري او پر ځای يې نوي زېږي
. بايد ټول دا ومنو، چي دا د تکامل او پرمختګ قانون دﺉ . هو په دې کي هيڅ شک نسته،
چـــــــي په اوسنۍ پښتو کي بايد، زموږ د لرغوني ژبي نښي نښانې هم تر ډېره خوندي او
ژوندۍ وي؛ ځکه دا زموږ د لرغونو اثارو او وياړونو د خونديتوب ښه لاره ده؛ مګر بيا
هم د ادې مانا نه لري، چي موږ په ژبه، ادب، مادي او مانوي کلــتور، اجتماعي او
اقتصادي اړيکو کي د بدلون، پرمختګ او متقابلو اغېزو حقيقت تر پښو لاندي کړو . که
څوک ډبري ته په سر نيولو سره، د پښتو د سوچه کولو په نامه د اسانه، بـــــــاب سوو
او منلو ټکو پر ځای، هغه ټکي او ترکيبونه دروي، چي بېله دوی بل هيڅوک نه په پوهېږي،
دا نو په لوی لاس د پښتو د ارزښتناکو پانګو د تباهۍ او ورانۍ له پاره د
لستـــــــــــوڼــــو را نغاړل دي؛ ځکه ټول په دې پوهېږو، چي هره ژبه د ګرانو،درنو
او نابابه ټکو له امله ويوونکو ته بېلابېل ربړونه او کړاونه پيدا کوي؛ او په پای کي
يې خلګ له ويولو او ليکلو ډډه کوي . . .
په داسي حال کي، چي د نړۍ لويي او پرمختللي ژبي تر ګرده له نورو ژبو څخه نوي ټکي او
اصطلاحات اخلي، په پښتو کي له سوونو کلونو جال سوي لغتونه او اصطلاح ګاني په دې
نامه له ژبي ايستل کيږي، چي ګوندي له بلي پردۍ ژبي څخه راغلي دي . دا چي دا پردۍ
کليمې او اصطلاحات څنګه او ولي زموږ ژبي ته را ننوتـــــــي دي؛ او تر کمه ځايه يې
زموږ پـــــه ژبه او ادب کي ريښې ځغلولي دي، د ژبي د يو مخيز سوچه کولو د ې ښاغلو
پلويانو ته هيڅ بيه او ارزښت نه لري . انــــــګرېزي ژبه له خپل ارتـــــوالــــي
او بډايتوب سره سره بيا هم هره ورځ د نورو ژبو لغتونه، عبارتونه او محــــــــاورې
اخلي؛ د مثــــــال په ډول د سنسکريت ، هنـــــدي، عــــربي، تـــــــورکي او
پارســـــــــــي ژبو ګــــــــورو ( Guru )، پـــــنډيـــــت ( Pandit/ Pundit)،
لوټ ( Loot)، پـــــرده ( Pardah / Purdah )، شال ( Shawl )، کــــارما ( Karma )،
کشميـــــــــره ( Cashmere )، خاکي ( Khaki )، کباب ( Kebab )، شيش کباب (
Shishkebab )، حنا ( Henna )، استاد ( Ustad ) او په لسګـــــــونو نور ټکي همدا
اوس په خپله اصلي بڼه کاروي . په داسي حال کي، چي د دغو مفهومونو د بيان له پاره،
په انګرېزي کي پرېمانه لغتونه سته . موږ د انګرېزي ژبي او نورو مهــذبو ژبو د داسي
ژوندييو مثالونو پر ضد، د خلګو پر ژبو ناستي کليمې او ترکيبونه، د څو کسانو په وچو
پرېکړو او فرمانونو سره، په داسي ټکو او عبارتونو اړوو، چي ظاهــــــــــراً پښتو
رنګ او جوله لري، خو په حقيقت کي پښتنو ته د نورو پردو ټکو په شان، نا اشنا او
بېګانه برېښي . د داسي ټکو او لغتونو فهرست ډېر اوږد دﺉ، چي په
اصـــــــــــــــطلاح د � سوچه پښتو � سر سپارلو پلويانو زموږ په ژبه کي، د مروجو
او منلو کليمو پر ځای وړاندي کړي دي . اسوېلاند( سراښ، حريص )، پيليزه
(سريزه،مقدمه) ډانــــــــــګ لـــــــکۍ ( بلبل )، رنځمن ( رنځور، ناروغ، مريض )،
زر پښ ( زرګر )، سماو ( نياو، عدالت، انصاف)،کتابخونه ( کتابتون،کتابخانه )،
اوسمهال ( اوس، دا ګـــــــړی، دم ګـــړی، سمدستي) او پـه سلګونو نور له دې ډلي څخه
دي .