هغه پردي ټکي دي، چي خپل اصلي حالت يې لږ و ډېر ساتلئ دﺉ؛ خو مانا يې اوښتې ده . دا
ډول ټکو په پښتني چاپېر کي داسي نوې مانا او نوی مفهوم موندلئ دﺉ، چي له خپلي اصلي
مانا سره نيژدې والی او ټينګي اړيکي لري؛ د مثال په توګه د � بشر � کليمه، چي په
عربي ژبه کي د انسان د ظاهري پوست په مانـــــا ده؛ خو په پښتو کي دا ټکی د انسان د
ټول بدن او وجود په مانا کاريږي؛ چي � بشرکی � يې د تصغير بڼه ده ( حبيبي، سپېڅلې
پښتو کد � کهـ ) .
د پښتو په لوېديزه ( لوېدځه ) لهجه کي د � بشر � کليمه خورا ډېره استعماليږي؛ لکه
چي وايي : � ته زما بشر يې ! � ياني ته د ځان په شان راته ګران يې ؛ � خدای دي روغ
بشر درکي ! � ياني خدای دي جوړ او روغ لره ؛ � بشر دي ومره! �، � بشر دي سرخوره سه
! �، � بشر دي خاوري سه �، � خوار بشری � او داسي نور، هغه ترکيبونه او تعبيرونه دي،
چي د � بشر � تر عربي ټکي په نسبتاً پراخه او بېله مانا کاريږي ( حبيبي، سپېڅلې
پښتو کهـ ) .