ستا لمبو چي ازميېلى ښه دى زه يم
په دې اور كي چي سوځلى ښه دى زه يم
هركلي ته چي يې كاڼي ځي په ډلو
په دې ښار كي چي ښاغلى ښه دى زه يم
چي آسمان يې د منصور په دود رقيب وي
چي د دار سر ته ختلى ښه دى زه يم
د شبنم په څېر مي بار پر اوږو نه وي
يوه شپه چي ژوند منلى ښه دى زه يم
په نوبت كي جهاني در نه هېر نه سي
بورو سترګو چي وژلى ښه دى زه يم
ويرجينيا
2001- 11- 8
زموږ يې د خيال په تنسته كي دي اودلي ويني
ځكه مو اوښكو ته له سرو سترګو راغلي ويني
درته به څو د يوې شپې د خونرېز نكل كوو
پر دې واټونو داسي ډيري بهېدلي ويني
هسي آسمان ته د باران لمني مه ګرځوئ
ړانده نصيب درته په برخه دي ليكلي ويني
د كوثرونو سرابونه راته مه ځلوه
زموږ په تندي كي د ازل باغوان ليكلي ويني
اوس چي راغلي يو د رحم تمه مه ترې كوئ
د دې قصاب تېغونو ډيري دي ليدلي ويني
اوس يې دردونه د انار غوندي خندانه وزي
د دې زخمونو په كوګل كي ايشېدلي ويني
هلته جلاد له عزراييل سره خپلوي كړې ده
د هغه ښار په هره خونه كي پاشلي ويني
جهاني څنګه مو رقيب له دې قبلې ګرځوي
په هر منزل كي مو تڼاكي ژړېدلي ويني
ويرجينيا
2001- 7- 15
د خپل پرهار تازه كولو ته له ځانه مه ځه
د اوښكو سېله بېهوده مي ترګرېوانه مه ځه
پر دغه لاره چي څوك تللي دي راغلي نه دي
فرياده غمر به دي لنډ سي تر آسمانه مه ځه
هري هينداري له جانان څخه تصوير راوړى
په لڅو پښو د كوه طور تر لامكانه مه ځه
هغه پانوس ته بې لحده قسمتونه ورځي
كه دي وزر درباندي ګران دى تر جانانه مه ځه
هغه حساب له بې حسابو سره نه جوړېږي
د هوښيارانو خلوتونو ته نادانه مه ځه
تا ته يو څاڅكى د ازل او د اجل كيسه ده
لكه حُباب ځان پړسولى تر توپانه مه ځه
له خپلي ميني بېګانه كومه ليلا لټوې
پردي جنون ته پر تڼاكو تر بيابانه مه ځه
د شنه آسمان پر سينه طلسم د هستۍ كرلى
لكه شبنم دا يوه شپه تر ګلستانه مه ځه
ستا له شپېلۍ څخه زګېروى د جهاني اورمه
نغمې چي هر وطن ته وړې نو بې له ما نه مه ځه
ويرجينيا
2001- 3- 8
يوه ورځ به مرور جانان پخلا سي
د سلګيو زكندن ته به مي راسي
هره شپه چي د بېلتون په زګېروي پايم
دا رنځوري اوږدې شپې به مي سبا سي
بيا به ناڅي د رويبار پر شونډو زېرى
د قسمت په شپه خوبونه به ريشتيا سي
له سينې به مي رخصت واخلي دردونه
هره ساه به مي دارو د مسيحا سي
په كوڅه كي به يې نه وي د پلو نښي
د رقيب سيورى به شپو ته ور په شا سي
محتسب به د تيارو په كور كي ښخ وي
د رندانو د محفل شپې به رڼا سي
د خُم څنګ ته به دانه دانه ماتېږي
د توبې او د روژې هډ به روا سي
د زاهد او د واعظ پر لحدونو
د رباب د شرنګا شرنګ دور به بيا سي
جهاني به يې د هر شهباز آغاز وي
په نغمو كي به يې نوى سور پيدا سي
ويرجينيا
2001- 3- 8
سندره
لاندي باندي بريان په انګار كي مي كور دى
د نصيب د كاتب لا را پاته پېغور دى
د ځوانۍ په ماڼۍ كي خاموشه تالان دى
عزراييل د مستۍ سر جلاد را روان دى
د تقدير پر امير مي لا يو ديدن پور دى
مرګه راكه مهلت چي جانان ته ستنېږم
دا وروستۍ لمبه وړم په محفل كي بلېږم
د بې دردو په كور كي ژوندون راته اور دى
چي تصوير دي سي مات زما د اوښكو په سېل كي
د يادونو اغزي چي مي سترګي غلبېل كي
لا فلك لا رقيب لېونتوب يې لا نور دى
چي سبا جهاني د يارانو بېلېږي
چي يې پل د جانان په كوڅو كي وركېږي
نن يې سر پر افلاك ستا د ميني په تور دى
ويرجينيا
1998- 7- 7
سندره
نن بيا د غمازانو په كور اور ولګېدى
چي زما پر تندي ستا د ميني تور ولګېدى
خالق مي په نامه و ستا د ميني تور ليكلى
د ميني په نامه دي يم نړۍ لره راغلى
بل څوك به زما په رنګ وي چا ښاغلى زېږولى
داستان مي په وطن كي كور په كور ولګېدى
چي زما پر تندي ستا د ميني تور ولګېدى
رقيبه زما له نومه به دي اوس ورځي تورېږي
نصيب ته به دي زما رنځوري اوښكي در رسېږي
په عمر به دي نن وي كه سبا لمبې ګډېږي
كرار به لګېدى ښه سو په زور ولګېدى
چي زما پر تندي ستا د ميني تور ولګېدى
رويباره زه لا نه يم د بېلتون له شپو وتلى
پر زړه مي لا پيغام د راتلو نه دى اورېدلى
يو تور مي دى د عمر له انګار سره منلى
هغه لمبې لا بلي وې چي نور ولګېدى
چي زما پر تندي ستا د ميني تور ولګېدى
ساقي نن به درځمه تر محفله د رندانو
په سترګو كي اورونه تويومه د شيخانو
په چيغو لړزومه كلى كور د رقيبانو
شاهد به محتسب وي دا څه شور ولګېدى
چي زما پر تندي ستا د ميني تور ولګېدى
راځه چي سره نوش كو سل جامونه له خُمونو
راځه بڅري ګډ كو د زاهد په جنتونو
راځه له جهاني سره ورګډ سو په اورونو
پر ښار د غليمانو دي پېغور ولګېدى
چي زما پر تندي ستا د ميني تور ولګېدى
ويرجينيا
2001- 3- 8