په كوڅو كي صحرايى غرمه روان و
هم دى ستړى هم يې خر ستړى ستومان و
كرۍ ورځ يې لڅي پښې مزل وهلى
په سينه كي يې نفس و سوځيدلى
هم ګرميو ستړى كړى و هم تږى
هم نهر و له سهاره څخه وږى
لا په مخ كي يې د ښار تنګي كوڅې وې
ورته پاته لا سل ګوني دروازې وې
چي سړي به كړې پر مال نارې په زوره
خره به هم كړې غرغړې د خپله لوره
د ده ږغ به په نارو كي د خره ورك سو
هم به ځان او هم به خره لره هك پك سو
چي د خره به غرغړې سوې يو څه غلي
صحرايي به ورته وكړلې ښكنځلي
چي آرام به صحرايي روان پر لار و
خره به هم مغزى اوږد كړى و كرار و
كله كښته كله پورته لوى غوږونه
ښكارېدى لكه وهي چى لوى چرتونه
بيا به ستونى صحرايي سم كړ نارو ته
خره به هم كړه خوله تياره غرغړو ته
شپږ اووه ځله چي خره داسي ناره كړه
صحرايي هم ټينګه لښته ور سره كړه
سمدستي يې ترازو كړ ور په غاړه
ويل تاته د كوڅو ورځ ده ولاړه
ځه رهي سه خرڅوه دي خپل مالونه
سپكوه دي په واټونو كي بارونه
چي پر مال سې تر ما ښې نارې وهلاى
زما يقين دى چي هر شى سې خرڅولاى
چي نارې پر مال وهلاى سې په زوره
خر څول دي هم په وس پوره دي ګوره
ويرجينيا
29/5/2004