جهانى څوك دئ ؟
د هيواد خوږ ژبى، نازكخيال او نامتو شاعر او لېكوال او له هېواده هغه مساپر اشنا
يادوم، د چا د لمر ښار چي تروږمۍ نېولى دى او خونه يي د مرګي له ساندو ډكه ده. د
هيواد د ځوانانو په لاسو كي يې پردي تېغونه دي او بي سترګو توري چلوي.
د غليم خيرن لاسونه يي د هيوادوالو په سپېڅلو وينو سره دى، كلى او كور يې د كاڼو
مالت جوړ سوى دى. د ده د ناز وطن ته د اغيارو مركې رابلل كېږي او پردي يې د خوبونو
تعبييرونه كوي.
د پېغلانو په ګودرونو يې د پرديو سنګرونه جوړ سوي دي. د ګلانو په وطن كي يې اغزيو
پېري كرلي دي او د شپې شيطان يې د ديدنونو ماښام تورولى دى. دى چي اغزى اغزى ژوندون
تېروي د خيالونو پر اوږو و خپل جانان ته چي د ده ګران هيواد دى مسافري سجدى ورلېږي.
شاعر چي د ملالي سرتوري د نامحرمو په ولات كي نه سي زغملاى ياغي كېږي، د ازل
خزانونه نه مني او د حق د لېونو لښكر جوړوي د پېړيو طلسم ماتوي او د قدرت زولنې
شلوى. كله ټانكونه په سوكونو اوبوي او كله خويې د قهر چيغي د غليم د بنګلې چت را
لړزوې.
دى فيصله كوى چي دا ولس د اېلېدلو نه دى او د زاغانو جنازې له خپله باغه باسي، د
خپلو رنځورو كنډوالو اسوېلي ته په لپو لپو ژاړي او د غازيانو د بګړيو د وېنو څاڅكي
يې زوروى، نو ځكه دى د مرګ د قافلو ملګرى كېږي خو د ده مغروره ككرۍ ترځمكي نه ورځى.
دى دا كږې وږې بګړۍ راغونډوي او د غليم په بنګلو كي بل ميوند جوړوي، د چنګېز پر كور
ناورين د خپل هغه غيور ولس چي د اورنګ خنجر يې پڅ كړى دى او د فرنګ توپونه يې خاموش
كړيدي مېړانه او سرښندنه و غليمانوته وريادو.
جهاني "شنه اسمان ته د خپلو غرونو زلزلې وريادوى" د ملالي ميوندۍ چيغي په شنه اسمان
اوري او د رېدي او تورپېكۍ كيسې په لوړ آواز بيانوي. د فتحي په جشنونو كي هېڅ شك
نلري ځكه دى خپل قام يو توپاني قام بولي. د حسين جامې اغوندي او تر خپل جانانه تنها
ورځي، د زولنو شرنګهار ته په ورين تندي ور روان دى لكه منصور پردار ورته خېژي او د
سكروټو په قلم ورته اشعار ليكى.
عبدالمجيد
ډنمارك 2005ع كال